• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېتانیا ځانګړی استازی: د طالبانو د جزايي اصول‌نامې لغوه کېدل اړین دي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۱۹ GMT+۱

افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارد لېنډسي، د ملګرو ملتونو د کارپوهانو له خوا د طالبانو د محکمو د جزايي اصول‌نامې د څېړنې هرکلی کړی او دغه قانون یې «ظالمانه» بللی دی.

لېنډسي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې بشري حقونه باید د ټولو افغان وګړو لپاره رعایت شي او ټینګار یې کړی چې دا اصول‌نامه باید لغوه شي.

نوموړي همدارنګه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو اندېښنې، په ځانګړې توګه د ریچارډ بینېټ څرګندونې، بیا تکرار کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د «۱۲فرمان» او د جزايي اصول‌نامې منځپانګه له نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو تېره اوونۍ په یوه لیک کې د طالبانو له لوري د دې اصول‌نامې د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه. د دوی په وینا، دا قانون له جوړښتي پلوه ارزول شوی او موندل شوې چې د افغانستان له لوري د بشري حقونو اړوند نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دی.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې دغه قوانین نه یوازې د نړیوالو تعهداتو پراخه سرغړونه ده، بلکې ښايي د بشریت پر وړاندې د نورو جرمونو زمینه هم برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د محکمو دغه جزايي اصول‌نامه د روان میلادي کال د جنورۍ په پنځمه نېټه د ملا هبت‌الله اخوندزاده له لوري توشیح او خپره شوې وه، چې له اعلان وروسته یې د بشري حقونو بنسټونو او نړیوالې ټولنې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هرات کې له زده‌کړیالانو د جامو، وېښتو او لمانځه په اړه جبري ژمنې اخیستې

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۱
طالبانو په هرات کې له زده‌کړیالانو د جامو، وېښتو او لمانځه په اړه جبري ژمنې اخیستې
100%

د افغانستان انټرنشنل له ترلاسه شوو اسنادو سره سم، طالبانو د یوې ژمن‌پاڼې له لارې د هرات د غالب خصوصي پوهنتون زده‌کړیالان اړ کړي چې «افغاني او شرعي کالي» واغوندي.

په دې ژمن‌پاڼه کې له محصلانو غوښتل شوي چې خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړي او له هغه ډول وېښتو جوړولو څخه ډډه وکړي چې «له شریعت سره په ټکر کې» بلل کېږي. د ژمن‌پاڼې په متن کې ټینګار شوی چې محصلان دې د پوهنتون په انګړ کې له «بې ځایه ګرځېدو» څخه ځان وساتي او د طالبانو قوانینو او لارښوونو ته ژمن پاتې شي.

همدارنګه، د نشه‌يي توکو کارول په کلکه منع شوي، د موسیقۍ له اورېدو څخه ډډه کول او د پوهنتون د «بیت‌المال شتمنیو» ساتنه هم د دې ژمن‌پاڼې له مهمو ټکو څخه دي.

د دې ژمنپاڼې له مخې، محصلان دې له ژوندیو موجوداتو څخه د عکسونو او ویډیوګانو له اخیستلو او همدارنګه له قومي او سیمه‌ییزو تعصبونو څخه ډډه وکړي.

په افغانستان کې د بېلابېلو پوهنتونونو پر محصلانو د جامو او چلند په اړه محدودیتونه د طالبانو له خوا نوې پدیده نه ده. تر دې وړاندې هم طالبانو د کابل پوهنتون له محصلانو ژمنه اخیستې وه چې ږیره پرېږدي، خولۍ پر سر کړي او لمونځ ادا کړي.

خو داسې ښکاري چې طالبان یوازې د محصلانو پر ظاهري بڼه بسنه نه کوي، بلکې د هغوی پر فکر او باورونو هم محدودیتونه لګوي؛ ځکه تر دې وړاندې د کندهار، بامیان او د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون یو شمېر محصلانو خبر ورکړی و چې طالبان په منظم ډول هڅه کوي د پوهنتونونو په چاپېریال کې د مذهب بدلون رامنځته کړي.

حکمتیار: د افغانستان اوسنی وضعیت د هېچا لپاره د منلو وړ نه دی

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۵۳ GMT+۱
حکمتیار: د افغانستان اوسنی وضعیت د هېچا لپاره د منلو وړ نه دی
100%

د افغانستان د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار ویلي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د هېڅ افغان لپاره د منلو وړ نه دی او ټول خلک د سمدستي او مثبت بدلون غوښتونکي دي.

حکمتیار په یوې اعلامیې کې، چې د ګوند د بهر مېشتو غړو غونډې ته یې استولې، په غیر مستقیم ډول طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د خلکو غوښتنې او رایې ته درناوی ونه شي، «راتلونکې به لا سختې ورځې ولرو.»

نوموړي د ټاکنیز حکومت، اساسي قانون او ژر تر ژره د ملي اجماع د رامنځته کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي،چې افغانانو تمه لرله چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به نه له کورنیو جګړو، نه له نیابتي جګړو او نه هم له بهرنیو یرغلونو سره مخ کېږي، بلکې خپل منتخب اسلامي نظام به ولري.

هغه زیاته کړې: «افغانان غواړي خپل برخلیک خپله وټاکي او خپل مشران د هېواد دننه د خلکو په خوښه وټاکي.»

حکمتیار خبرداری ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام به افغانستان یو ځل بیا د بهرنیو قدرتونو د نیابتي جګړو په ډګر بدل کړي.

هغه همدارنګه ټینګار کړی،چې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې باید د هېواد سیاسي جوړښت کې بېړنی او مثبت بدلون راشي او د هېواد مشري دې یو امانتدار او وړ کس ته، د خلکو او د هغوی د استازو په مشوره، وسپارل شي.

د حزب اسلامي مشر وړاندیز کړی چې د ملت د استازو شورا، اساسي قانون او منتخب حکومت تشه باید ژر تر ژره ډکه شي او پر مهمو ملي مسایلو دې پراخ ملي توافق رامنځته شي.

نوموړي مخکې هم ویلي وو،چې هغه واکمن چې په زور پر خلکو وتپل شي، بالاخره به د ولسي مقاومت سره مخ شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورني او نړیوال مشروعیت له بحران او سیاسي انزوا سره مخ دی.

ترکیه په خوست کې د لېسې په کچه یو ښوونځی جوړوي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۱ GMT+۱
ترکیه په خوست کې د لېسې په کچه یو ښوونځی جوړوي
100%

په خوست کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د ترکیې هېواد له لوري په دغه ولایت کې د لېسې په کچه یو ښوونځی جوړېږي. خبرپاڼه کې راغلي چې په خوست ولایت کې د طالبانو والي عبدالله مختار سره په ناسته کې د ترکیې د یوه پلاوي مشر احمد توکور دغه ژمنه کړې ده.

د ترکیې پلاوي مشر احمد توکور په خپلو خبرو کې وویل، نږدې شپږ کاله کېږي چې په افغانستان کې فعالیت کوي او دا مهال په اته ولایتونو کې تعلیمي چارې پر مخ وړي. ده زیاته کړه چې تر اوسه ۴۸ ښوونیز مرکزونه لري او د دغو مرکزونو ټولو زده کوونکو ته معیاري تعلیمي خدمات وړاندې کوي.

نوموړي څرګنده کړه چې غواړي په خوست ولایت کې هم یو نوی ښوونیز مرکز پرانیزي، چې له اتم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې به زده کوونکي وروزي. د ده په وینا، که موافقه وشي، دا بهیر به په تدریجي ډول پراخ شي او ابتدائیه، متوسطه او د لېسې دوره به هم تر پوښښ لاندې راولي.

د احمد توکور په خبره، د دغه تعلیمي بنسټ په جوړښت کې د ترکیې د ولسمشر مستقیمه ونډه شته او په اړوندو ښوونځیو کې د افغانستان او ترکیې تعلیمي مضامین د دواړو هېوادونو د ارزښتونو او حساسیتونو په پام کې نیولو سره تدریسېږي. هغه وویل، زده کوونکي چې له دغو مرکزونو فارغېږي، د ترکیې د ښوونځیو د فارغانو معیار لري.

نوموړي زیاته کړه چې تېر کال یې ۲۰۰ تنه زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره ترکیې ته استولي، چې ټول لګښتونه یې د ترکیې دولت پر غاړه دي. ده ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې به هم هماغه ډول خدمات وړاندې کړي، لکه څنګه چې یې په خپل هېواد کې کوي.

په خوست کې د طالبانو والي ویلي چې د د دوی د ادارې له لوري به هغه پروګرامونه چې دا تعلیمي بنسټ یې پلي کول غواړي، ولایتي اداره به ورسره بشپړه همکاري وکړي. عبدالله مختار زیاته کړې، ترکیه یو اسلامي او دوست هېواد دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري کولای شي د تعلیم او پرمختګ په برخه کې مهمې لاسته راوړنې ولري.

طالبان وایي د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې له ۷سوه اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته شوې

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۲۳ GMT+۱
طالبان وایي د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې له ۷سوه اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته شوې
100%

په خوست کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په ګربزو ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه ۷۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې دغه مرستې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې تر څار لاندې شوې دي.

د مالوماتو له مخې، هرې اړمنې کورنۍ ته ۵۸۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې ده. د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طبیعي پېښو له کبله زیانمنو شویو او اړمنو کورنیو سره د مرستو لپاره د دوی هلې ځلې روانې دي.

دا مرستې داې مهال کېږي. چې هېواد د طبیعي پېښو له کبله له سخت ناورین سره مخ دی او بشري مرستې هم د پام وړ را کمې شوې دي. همدا اوس په ټول هېواد کې زرګونونه د سېلابونو او ورښتونو له کبله نړېدلي چې تر اوسه ورسره هېڅ راز لازمې بشري مرستې نه دي شوي او پرته له سرپناوو تر شنه اسمان لاندې اوسېږي.

د ملګرو ملتونو ادارو هم اندېښنه ښوولې چې افغانستان له سختې لوږې، فقر، بې وزلۍ او بشري ناورین سره مخ دی چې نړیواله ټولنه او هېوادونه باید په دغه سخت وخت کې د افغانانو لاسنېوی وکړي.

د منځني ختیځ انستیتوت: لا هم لسګونه طالب چارواکي له القاعده شبکې سره تړاو لري

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱
د منځني ختیځ انستیتوت: لا هم لسګونه طالب چارواکي له القاعده شبکې سره تړاو لري
100%

د منځني ختیځ په نوم انستیتوت، چې په متحده ایالات کې مېشت یو خپلواک څېړنیز بنسټ دی، په خپل یو تازه خپور کړي راپور کې ویلي، چې د طالبانو شاوخوا ۵۵ غړي او چارواکي لا هم د القاعده شبکې سره مستقیم یا غیرمستقیم اړیکې لري.

د دې بنسټ په وینا، دا موندنې ښيي چې د طالبانو او بهرنیو وسله‌والو ډلو ترمنځ اړیکې لا هم دوام لري. دغه معلومات د «طالبانو د رهبرۍ د پلټنه» په نوم د یوې پراخې پروژې برخه ده، چې د طالبانو د څه باندې ۱۲۰۰غړو او چارواکو معلومات پکې راټول شوي دي.

راپور زیاتوي چې د څېړل شوو پروفایلونو له ۲۰سلنې څخه زیاتو کې د چاودېدونکو توکو کارول، ځانمرګي بریدونه یا له وسله‌والو ډلو سره اړیکې ثبت شوي دي.

په ورته وخت کې، دغه بنسټ وایي چې یوازې ۶۷کسان، چې شاوخوا ۵،۷سلنه جوړوي، د نړیوالو بندیزونو لاندې دي. دا بندیزونه د ملګري ملتونه، متحده ایالاتو، بریتانیا، فرانسه او اروپايي ټولنې له لوري لګول شوي دي.

سره له دې، د طالبانو د کابینې ډېری غړي په همدې بندیزونو کې شامل دي، چې د شنونکو په اند د طالبانو نړیواله سیاسي انزوا څرګندوي.

د قبایلي جوړښت له مخې، نورزي، اسحاق‌زي، بارکزي او انډر قبیلې په جنوب او شمال کې پراخ نفوذ لري، په داسې حال کې چې په ختیځ او مرکزي سیمو کې ځدران، احمدزي-کوچي، پشه‌يي، خوګیاني او سلیمان‌خېل قبیلې مهم رول لوبوي.

راپور همدارنګه ښيي چې نږدې ۸۰سلنه د طالبانو لوړپوړي او منځني چارواکي پوځي مخینه لري. سربېره پر دې، د واک په جوړښت کې د ۲۴تر ۳۸کلونو پورې ځوان نسل هم مهم حضور لري، چې د راپور په وینا که څه هم یو څه نرم لیدلوري لري، خو لا هم د طالبانو ایډیولوژیک اصولو ته ژمن دی.

د دندو د وېش له اړخه، زیات تمرکز د محلي امنیت او ولایتي ادارو پر مدیریتي بستونو دی، په داسې حال کې چې د بشري حقونو برخه په اداري جوړښت کې تر ټولو لږه ونډه لري.

په ورته وخت کې، د بوش څېړنیز مرکز یوه جلا څېړنه ښيي چې د د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸پرېکړه‌لیک له مخې، ۱۳۵د طالبانو لوړپوړي مشران او پنځه اړوند بنسټونه د بندیزونو په لېست کې شامل دي.

خو دغه مرکز د ځینو کسانو لپاره د بندیزونو د معافیت د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په ټوله کې، د منځني ختیځ انستیتوت موندنې ښيي چې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو له څو کلونو وروسته هم د نړیوالو وسله‌والو شبکو سره اړیکې او تړلې، تر ډېره پوځي بڼه لرونکې جوړښت د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د تعامل له مهمو ننګونو څخه شمېرل کېږي.