شمالي کوریا د بالسټیک توغندیو نوې ازموینه کړې

شمالي کوریا د خپل ختیځ سمندر پر لور څو بالسټیک توغندي توغولي، چې دا د روان کال اوومه او یوازې د اپرېل میاشت کې څلورمه ازموینه ده. دغه ازموینې د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

شمالي کوریا د خپل ختیځ سمندر پر لور څو بالسټیک توغندي توغولي، چې دا د روان کال اوومه او یوازې د اپرېل میاشت کې څلورمه ازموینه ده. دغه ازموینې د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د جنوبي کوریا او جاپان چارواکو ویلي، توغندي د یکشنبې په سهار د شمالي کوریا د ختیځ ساحلي ښار سینپو ته نږدې توغول شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا اقدام د شمالي کوریا د هغو هڅو برخه ده چې غواړي خپل پوځي او اټومي وړتیاوې لا پیاوړې کړي. د جنوبي کوریا حکومت د پېښې له امله بېړنۍ امنیتي غونډه هم کړې ده.
جاپان ویلي چې توغندي د کوریا ټاپووزمې ختیځ ته لوېدلي او د دې هېواد اقتصادي ځانګړې سیمې ته نه دي داخل شوي.
کارپوهان وایي، شمالي کوریا له نړیوال وضعیت څخه په ګټې اخیستنې هڅه کوي خپل پوځي پروګرامونه پراخ کړي.
بلخوا، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي چې شمالي کوریا د اټومي وسلو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
تر دې وړاندې د دغه هېواد مشر کیم جونګ اون ټینګار کړی و چې د دوی اټومي ځواک د هېواد د امنیت لپاره مهم او نه بدلېدونکی دی.

د سویس او امریکا د چاپېریالي بنسټونو ګډه څېړنه ښيي چې خاورو پورې تړلي د ژوو یو پر پنځمه برخه د ورکېدو له خطر سره مخ دي. د دغو بنسټونو په وینا، د انسانانو د خوړو ۹۵ سلنه برخه په خاوره پورې تړلې ده او د خاورې د ژوو تدریجي له منځه تګ کولای جدي ګواښ رامنځته کړي.
په سویس کې د طبیعت د ساتنې نړیواله اتحادیه او په امریکا کې د نړیوالې ساتنې سازمان په ګډه څېړنه کې موندلې چې سالمه خاوره نه یوازې د انسانانو د خوړو ۹۵ سلنه برابروي، بلکې کولای شي تر ۲۷ سلنه پورې کاربن هم ذخیره کړي، څو د نړۍ تودوخه تر دوو سانتيګرادو کمه وساتل شي.
سره له دې اهمیت، ډېر هغه ژوندي موجودات چې د خاورې روغتیا ساتي، اوس له خطر سره مخ دي.
زموږ د پښو لاندې ځمکه له ژوند څخه ډکه ده. یوازې په یوه موټی خاوره کې میلیاردونه بکتریاوې، لسګونه ډوله فنګسونه، زرګونه کوچني موجودات او د ځمکې چینجي ژوند کوي.
نیل کاکس، چې د دې څېړنې لیکوال او ساینسپوه دی، وایي چې د خاورې کیمیاوي بدلونونه، لکه د کرنیزو کیمیاوي موادو کارول، د دې وضعیت اصلي لاملونه دي.
هغه ویلي: «خاوره نږدې د انسان د ژوند له هر اساسي اړخ ملاتړ کوي، خو موږ د هغو زرګونو موجوداتو په اړه ډېر لږ معلومات لرو چې دا خاوره سالمه ساتي.»
خاوره د ژوو له پلوه تر ټولو بډایه استوګنځای دی او نږدې ۶۰ سلنه ټول ژوي پکې ژوند کوي.
سره له دې، علمي پام زیاتره هغو موجوداتو ته اوړي چې په سترګو لیدل کېږي، خو فنګسونه او بکتریاوې چې د خاورې په حاصلخېز ساتلو کې مهم رول لري، تر ډېره ناپېژندلي پاتې دي.
نیل کاکس وایي: «تاسې کولای شئ یو موږک ووینئ او تعقیب یې کړئ، خو د فنګسونو او بېمهره موجوداتو په اړه، په یوه موټی خاوره کې له میلیونونو موجوداتو سره مخ یاست، چې ډېری یې لا هم نوم نه لري.»
د دې ساینسپوه په باور، د دې موضوع له پامه غورځول دروند لګښت لري، او که بېړني ګامونه پورته نه شي، د خاورې د ژوو د تنوع له منځه تګ به د نړۍ کرنیز سیستمونه له ستونزو سره مخ کړي او اقلیمي بېثباتي به چټکه کړي.
څېړنه ټینګار کوي چې د دې وضعیت بدلون د کرنې د طریقو له بدلون څخه پیلېږي. د څېړونکو په وینا، که د مېوو ونې، د لرګیو ونې او د خاورې پیاوړې کوونکي بوټي له کرنیزو حاصلاتو سره یو ځای وکرل شي، د ځمکې حاصلخېزي به زیاته او د خاورې زړښت به کم شي.
د دې څېړنې لیکوالان وایي چې د خاورې له ژوو سره باید هماغسې چلند وشي لکه له نورو ژوو سره، لکه پړانګان او فیلان.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، خبرداری ورکړی چې که متحده ایالات له ناټو څخه ووځي، نو دا به د اروپا لپاره «ویجاړونکي» اغېزې ولري.
فیدان دا څرګندونې د «د انتالیا ډیپلوماسي غونډې» پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې اوس مهال د امریکا د احتمالي وتلو د پایلو د مدیریت او کمولو په اړه بحثونه روان دي، خو جزییات یې نه دي شریک کړي.
په ورته وخت کې، د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي چې ډونالډ ټرمپ، د ناټو پر وړاندې د خپل نارضایت له دوام سره، په اروپا کې د امریکایي ځواکونو د کمولو امکان هم ارزوي.
راپورونه ښيي چې ټرمپ تر هغې وروسته له ناټو څخه د وتلو ګواښ وکړ، چې اروپایي غړو د هُرمز تنګيد پرانیستلو لپاره د بېړیو له لېږلو ډډه وکړه.
دغه دریځ په ناټو کې دننه ترینګلتیا زیاته کړې، هغه ترینګلتیا چې تر دې وړاندې هم د ګرینلنډ د نیولو په اړه د ټرمپ د څرګندونو له امله ډېره شوې وه.
فیدان، چې هېواد یې د ناټو غړی دی خو د اروپايي ټولنېغړیتوب نه لري، ویلي چې اروپایي غړي هېوادونه کله ناکله د یوه «جلا او خپلواکې کړۍ» په توګه عمل کوي.
نوموړي له متحدانو غوښتي چې د جولای په میاشت کې په انقره کې د ناټو راتلونکې غونډه د واشنګټن او ټرمپ سره د اړیکو د بیا تنظیم لپاره وکاروي او همدارنګه د امریکا د احتمالي حضور د کمېدو لپاره چمتووالی ونیسي.
بل خوا، د ناټو عمومي منشي، مارک روټه، ویلي چې د ټرمپ اندېښنې درک کوي، خو زیاتره اروپایي هېوادونو د ایران پر وړاندې د واشنګټن له هڅو سره همکاري کړې ده.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې د برمي خېل په سیمه کې د انډس پر لویه لار د سړک غاړې په یوه چاودنه کې د یوه افسر په ګډون درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او د یوه ملکي وګړي په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې سیمهييزو سرچینو د شنبې په ورځ ویلي، چې د پاکستاني پوځیان کاروان له پېښور څخه د بنو ولسوالۍ په لور روان و او په لاره کې پرې بمي چاودنه شوې ده.
سرچینو ویلي، چې په یاده چاوده کې د یوه افسر په ګډون درې سرتېري وژل شوي او د یوه ملکي کس په ګډون درې سرتېري ټپیان دي.
تر اوسه د یاد برید مسولیت کومي ډلې نه دی منلی.
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) ویلي چې درې وروستي کلونه ۲۰۲۳، ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ په ثبت شويو ریکارډونو کې تر ټولو تاوده کلونه و، چې دا د نړیوال اقلیمي بدلون د چټکتیا یو جدي نښه بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام خبرداری ورکړی چې د تودوخې لوړېدل یوازې شمېرې نه دي، بلکې د ګرمۍ د سختو څپو، وچکالۍ او د خلکو د ژوند او عاید له لاسه تلو لامل ګرځي. دوی ټینګار کوي چې نړۍ باید ژر اقدام وکړي څو راتلونکو نسلونو ته د ژوند یو باثباته چاپېریال وساتل شي.
ملګرو ملتونو پخوا هم خبرداری ورکړی وو، چې نړۍواله تودوخه به د ۲ درجې سانتيګرادو پولې ته ورسېږي او ښايي له هغې هم واوړي.
تر دې وړاندې د برېتانیا د ایستانګليا پوهنتون څېړونکو موندلې وه چې ښايي تر ۲۰۵۰م کال پورې او يا هم له هغه مخکې، په ځينو هېوادونو کې د تودوخې کچه تر ۲درجې سانتيګراد لوړه شي. دا هغه اندازه ده، چې کېدای شي په ځينو سيمو کې استوګنه ستونزمنه او ان ناشونې کړي.
افغانستان، چين، هند، مصر، ترکيه، عراق، د امريکا متحده ايالات او يو شمېر نور هېوادونه په دې نوملړ کې شامل دي.
د ایستانګليا پوهنتون څېړونکو د نړۍ د ۱۰۴ښارونو د هوا حالاتو بدلونونه، د شنو خونو ګازونو خپرېدل او چاپېريالي لاملونه لکه د ژوو او بوټو بېلابېل ډولونه څېړلي وه.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي د سیمې له وروستیو امنیتي او سیاسي بدلونونو وروسته د ایران، افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تګ راتګ په څرګند ډول زیات شوی، چې یوازې په تېرو شپږو اوونیو کې زرګونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته او له افغانستانه ایران ته تګ راتګ کړی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) په خپل نوي راپور کې ویلي چې د ایران پر ضد د وروستیو کړکېچونو او جګړې له امله د سیمې د سرحدي تګ راتګ کچه لوړه شوې ده.
د راپور له مخې، په تېرو شپږو اوونیو کې له ایران څخه تر ۱۳ زرو زیات کسان پاکستان ته داخل شوي دي، چې په منځني ډول هره ورځ شاوخوا ۲۹۶ کسانو ته رسېږي. دغه کسان تر ډېره د تفتان–میرجاوه او ګبد–ریمدان له سرحدي لارو تېر شوي دي، چې ډېری یې زدهکوونکي او مسافر بلل شوي چې د نښتو له امله بېرته ستانه شوي دي.
راپور همداراز ښيي چې شاوخوا ۱۷۰ زره کسان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي، په داسې حال کې چې له افغانستانه تر ۷۳ زرو زیات کسان ایران ته تللي دي.
د معلوماتو له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته، له افغانستانه ایران ته د ایرانیانو تګ راتګ هم زیات شوی دی. یوازې د اپرېل له اوومې تر دیارلسمې نېټې پورې تر ۱۱۰۰ زیات ایراني وګړي خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې ډېری هغه کسان چې د سرحدونو له لارې تګ راتګ کوي، قانوني اسناد لکه پاسپورټ او ویزې لري او سفرونه یې تر ډېره د ترانزیټ، کورنیو لیدنو او احتیاطي دلایلو لپاره ترسره شوي دي.
خو بل لور ته، له ایران څخه د افغان وګړو ستنېدل تر ډېره د امنیتي اندېښنو، اقتصادي ستونزو او جبري ایستلو له امله ګڼل شوي، چې ډېری یې له کلونو راهیسې په ایران کې مېشت وو.