ټرمپ وايي استازي یې له ایران سره د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ځي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ له ایران سره د دویم پړاو خبرو لپاره د نوموړي استازي سټیو ويټکاف او جیرډ کوشنر سبا دوشنبه اسلام اباد ته رسیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ له ایران سره د دویم پړاو خبرو لپاره د نوموړي استازي سټیو ويټکاف او جیرډ کوشنر سبا دوشنبه اسلام اباد ته رسیږي.
د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ نیویارک پوسټ ته ویلي، چې د هغه استازی سټیو ویټکوف به د دوشنبې په شپه اسلام اباد ته ورسېږي او د سېشنبې په ورځ به له ایران سره د خبرو په دویم پړاو کې ګډون وکړي.
د پاکستان په منځګړیتوب د واشنګټن او تهران خبرې تېره اونۍ په اسلام اباد کې له کومې مطلوبي پایلې پرته پای ته ورسېدي.
په ورته مهال ډونالډ ټرمپ پر خپله «ټروت سوشل» پاڼه لیکلي، چې ایراني ځواکونو پرون په هرمز تنګي کې پر فرانسوي او برېتانیايي کښتیو ډزې کړې او دا یې یو ناسم ګام بللی دی.
هغه ویلي، چې د امریکا د کلابندۍ له امله ایران هره ورځ ۵۰۰ میلیونه ډالره زیان ګالي، خو برعکس امریکايي کښتۍ په خوندي ډول د خپلو بندرونو لور ته په حرکت کې دي.
ټرمپ د ایران حکومت ته په خطاب کې وویل: «موږ د یوې ډېرې منصفانه او معقولې هوکړې وړاندیز کړی، که یې ونه منئ، نو په ایران کې به ټول برېښناکوټونه او پلونه له کاره وغورځوو.»
هغه زیاته کړې چې نور به له ایران سره نرم چلند ونهشي او د ده په وینا «وخت راغلی چې د ایران د وژنې ماشین ودرول شي.»
د امریکا ولسمشر ادعا وکړه، چې که ایران هوکړې ته غاړه کېنږدي، نو دی به هغه کار وکړي چې په تېرو ۴۷ کلونو کې د امریکا نورو ولسمشرانو نه دی کړی.