سهیل اپریدی: په خېبرپښتونخوا کې ناامني د پاکستان د ناکامو پالیسیو پایله ده

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر، سهیل اپریدي ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې روانه ناامني د پاکستان دولت د «ناکامو پالیسیو» پایله ده.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر، سهیل اپریدي ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې روانه ناامني د پاکستان دولت د «ناکامو پالیسیو» پایله ده.
اپریدي د یکشنبې په ورځ د مردان ښار په یوې غونډه کې وویل، په هغه درې کلنه دوره کې چې عمران خان واک کې و، امنیت ټینګ و، خو وروسته یو ځل بیا د دولت د پالیسیو د بدلون له امله ناامني زیاته شوه.
هغه ادعا وکړه چې د همدې ناکامو پالیسیو له امله بیا ترهګري پراخه شوه او هڅه وشوه چې وسلهوال بیا منظم او بیا پوځي عملیات ترسره شي، خو ده د دې کار مخالفت کړی دی.
اپریدي ټینګار وکړ، چې تل به د عمران خان له دریځونو ملاتړ کوي او زیاته یې کړه چې د هغه د حکومت له نسکورېدو وروسته په پاکستان کې سیاسي او اقتصادي وضعیت خراب شوی دی.
نوموړي د اقتصاد په اړه وویل، چې پخوا پورونه ۵۱ټریلیون روپۍ وې، خو اوس ۸۱ټریلیون ته رسېدلي، د سون توکو بیې لوړې شوي، بېکاري زیاته شوې او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل چې عمران خان له عدلي سیستم څخه هیله له لاسه ورکړې او اوس د خلکو عدالت ته سترګې په لار دی.
اپریدي په پای کې وویل، چې دوی چمتو دي او که عمران خان امر وکړي، نو په لنډ وخت کې به اسلاماباد ته ورشي او د هغه لارښوونې به عملي کړي.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ قومي امن جرګې او سیاسي ګوندونو استازو د امنیتي وضعیت خرابوالي او په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو له امله د لویې قومي جرګې او پراخ احتجاج اعلان کړی. د قبایلي جرګې یو مشر ملک ګل کریم خان تور ولګاوه چې پرون ځینو دولتي او غیر دولتي عناصر کورونه لوټلي دي.
د جرګې یوه مشر او د پاکستان د جماعت اسلامي سیمه ییز مشر صاحبزاده هارون رشید د یکشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوی له دوو کلونو راهیسې د باجوړ د امنیت د ټينګښت لپاره هڅې کوي، خو لاهم په سیمه کې امن نه دی راغلی.
نوموړي زیاته کړه چې په باجوړ کې خلکو څو ځله لاریونونه او امن جرګې کړې، خو د عملیاتو او د ملکي وګړو د وژل کېدو مخنیوي ته حل لاره نه ده موندل شوې.
د هارون رشید په وینا، د روانې اونۍ په وروستیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د سمسئ په سیمه کې نښته شوې چې یو څلور کلن ماشوم پکې وژل شوی. سیمه ییزو خلکو ادعا کړې چې دغه ماشوم د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
تر دې پېښې وروسته د باجوړ ټولو سیاسي ګوندونو احتجاج وکړ او د باجوړ-پېښور لویه لاره یې تړلې وه. وروسته د ځایي ادارې او جرګې غړو له خبرو اترو وروسته لاره بېرته پرانېستل شوه.
څلور ورځې وړاندې د باجوړ په لغړی سیمه کې پر یوه ملکي کورد هاوانم رمۍ لګېدلې وه چې درې کسان، یوه ښځه او یو ماشوم، پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.
د سیمې خلکو ویلي، دغه ګولۍ له افغانستان څخه راغلې وه، خو افغان طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
قومي امن جرګې اعلان کړی چې که دا ځل هم له دولت سره له خبرو وروسته امن ټينګ نه شو، نو پراخ او پرېکنده احتجاج به وکړي چې "ټوله نړۍ به یې وویني".
ددوی په وینا، د احتجاج ځای به وروسته اعلان شي، خو دا احتجاج به تر هغه روان وي چې په باجوړ کې امن نه وي راغلی.
صاحبزاده هارون رشید غوښتنه کړې چې د هغو دولتي کارکوونکو پر ضد دې قانوني اقدام وشي، چې د ملکي تلفاتو سبب شوي دي.
باجوړ له کونړ سره پر کرښه پروت دی او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله دواړو غاړو ته ملکي وګړي قرباني شوي دي.
د قبایلي جرګې یو بل مشر ملک ګل کریم خان تور ولګاوه چې پرون ځینې دولتي او غیر دولتي عناصر کورونو ته ننوتل او هلته یې غلا وکړه، چې د باجوړ د خلکو بې عزتي یې کړې ده.
هغه وویل، «د دې لپاره چې څومره غندنه وشي، کافي نه ده».
د خیبر ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله تړل شوي ښوونځي به د دوشنبې په ورځ، د اپرېل پر ۲۰مه، بیا پرانیستل شي.
د چارواکو په وینا، شاوخوا ۲۷ دولتي ښوونځي چې په بازار زخه خیل، لوی شلمان، پاسد خیل او باچا مېنه سیمو کې موقعیت لري، له څو اونیو تړل کېدو وروسته به بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شي.
د خیبر ولسوالۍ د پوهنې مدیریت وايي، د ښوونځیو د بیا پرانیستلو خبرتیا لا د پنجشنبې په ورځ خپره شوې وه، خو د جمعې، شنبې او یکشنبې د رخصتیو له امله دا بهیر دوشنبې ته پاتې شو.
سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې د میټرک زده کوونکو لپاره د کھرغالي او پاسد خیل سیمو ته یو بدیل امتحاني مرکز جوړ شوی و، چې زده کوونکي خپلې ازموینې پر وخت ور کړای شي.
دا مهال په خیبر پښتونخوا کې د میټرک ازموینې روانې دي.
د مارچ په پیل کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله دواړو خواوو ته یو شمېر خلک له خپلو سیمو بېخایه شول، چې په سرحدي ولسوالیو کې ښوونځي هم ورسره وتړل شول.
د خیبر اړوند بازار زخه خیل، لوی شلمان، پاسد خیل او باچا مېنه سیمو کې ۲۷ دولتي ښوونځي تړل شوي وو. د خیبر د چارواکو په وینا، د وضعیت خرابوالي له امله خلکو ته د سیمې پرېښودو ویل شوي وو او ډېرې کورنۍ لنډي کوتل او نورو سیمو ته تللې وې.
د خیبر پښتونخوا سیمه ییزې ادارې ټینګار کړی چې د امنیتي وضعیت ښه کېدو سره به ښوونځي بېرته عادي حالت ته راشي. دا ګام د زده کوونکو د زدهکړو د دوام لپاره اخیستل شوی دی.
دارالعلوم حقانیه مدرسه، چې له کلونو راهیسې د افغانستان د طالبانو د فکري او دیني روزنې مشهور ځای و، پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغان توکمه طالبانو تشه شوې او یوازې ۵۵ تنه افغان زده کوونکي ور پاتې دي.
په اکوړه خټک کې د «دارالعلوم حقانیه» په درسي ټولګیو کې د افغان طالبانو حضور د پخوا په پرتله پام وړ کم شوی دی.
دارالعلوم حقانیه مشهوره دیوبندي دیني مدرسه ده چې په ۱۹۴۷کال کې یې مولانا عبد الحق حقاني بنسټ اېښی او د دودیزو اسلامي علومو؛ تفسیر، حدیث، فقې او عربي ژبې تدریس کوي.
د افغانستان د طالبانو ګڼ شمېر مشران او غړي د همدې مدرسې فارغان بلل کېږي او له همدې امله یې نوم په سیاسي او امنیتي بحثونو کې هم ډېر یادېږي.
د مدرسې ویاند مولانا یوسف شاه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په حقانیه دارالعلوم کې د افغان طالبانو شمېر خورا راټیټ شوی دی.
د هغه په وینا، په کابل کې د حکومت له بدلون وروسته ډېری افغان زدهکوونکي او استادان بېرته افغانستان ته ستانه شوي او اوس په مدرسه کې افغانان «د ګوتو په شمار» پاتې دي.
د حقانیه دارالعلوم مسوولان په خپلو ټولګیو کې د افغان طالبانو د شمېر کمېدل، په افغانستان کې د نویو مدرسو جوړېدل ګڼي، چې ډېری یې د طالبانو د مشرانو او د هغوی د کورنیو د غړو دي.
د یادې مدرسې یو فارغالتحصیل، مولوي ګل رسول محمدي، وايي چې د حقانیه دارالعلوم۱۳ پخوانیو استادانو په بېلابېلو ولایتونو کې خپلواکې دیني مدرسې جوړې کړې دي. د ده په وینا، په کابل، ننګرهار او غزني کې دوه - دوه مدرسې فعالې دي او په خوست، بدخشان، پکتیکا، کندوز، ارزګان، بلخ او میدان وردګو کې یوه ـ یوه مدرسه فعالیت کوي.
د حقانیه دارالعلوم نصاب د هند په اترپردیش ایالت کې له دارالعلوم دیوبند څخه سرچینه اخلي چې د سویلي اسیا پر ګڼو مدرسو یې فکري اغېز پرې ایښی دی. د کابل په مدرسو کې هم همدغه نصاب تدریس کیږي.
د کابل د ده سبز مدرسه چې تر ټولو لویه دیني مدرسه بلل کېږي، د محمدي په وینا،«شاوخوا دوه زره یا ۲۲ سوه طالبان پکې درس وايي او تر ټولو کم طالبان چې لري، د بدخشان مدرسه ده چې شا او خوا ۲۰۰ به وي».
حقانیه مدرسه په افغانستان کې له خپلو مرتبطو مدرسو سره ځنځیري شبکه هم لري، چې له مخې یې په منظم ډول د مدرسو له ادارو، استادانو او طالبانو سره اړیکې تنظیمیږي.
مولانا ګل اشرف حقاني چې دا مهال په لواړګي کې د حقانیه مدرسې د ځنځیرې شبکې مدرسه لري، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته حقانیه مدرسې په افغانستان کې د خپلو پخوانیو استادانو له مدرسو سره منظمې اړیکې لرلې، خو له ۲۰۲۴ کال وروسته دغه اړیکې د افرادو په کچه تنظیمیږي.
نوموړي زیاته کړه: « زموږ معلومات دا دي چې اسلامي امارت دا مدرسې منع کړې».
د حقانیه مدرسې ویاند له خپلو پخوانیو استادانو سره انفرادي اړیکې نه ردوي.
افغانستان ته د مدرسو تدریجي لېږد
د حقانیه مدرسې د ټولګیو تنوع افغانستان ته د افغاني مدرسو له لېږد، لارو بندېدو، د طالبانو او پاکستان د اړیکو له ترینګلتیا او د افغان کډوالو د اخراج له بهیره هم اغیزمنه ده.
طالبانو د ۲۰۱۹ کال په وروستیو او د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د دیني مدرسو جوړولو او کنټرول ته د پخوا په پرتله پاملرنه ډېره کړې وه. د ۲۰۲۰ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې طالبانو د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې ۴۲ مدرسې جوړې کړې او د خپلې مرکزي دارالافتا د فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون تر مشرۍ لاندې یې د شمال ختیزې حوزې لپاره د حضرت عبدالله بن مسعود جامعې او د جنوب لویدیزې حوزې لپاره د حضرت ابراهیم النخعي جامعې په چوکاټ کې د افتاءاو قضاء د تخصص دورې پیل کړې ، چې پر دیني زده کړو سربېره اداري مکاتبه هم ورته تدریس کېده.
پر ډیورنډ کرښه له ویزې پرته د تګ او راتګ بندیزونو هغو طالبانو ته ستونزې ډیرې کړې، چې د دیني زده کړو او روزنیزو دورو لپاره په قبایلي سیمو او د پېښور او پاکستان په نورو سیمو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې دیني مدرسو ته تلل. دې چارې د طالبانو د جلب او جذب پر چارو هم منفي اغیزې درلودې.
په خوست کې د ابن عباس مدرسې یو تن فارغ التحصیل وايي ، حقاني شبکې او د طالبانو مشرتابه ددې بدیلې لارې ولټولې، چې یوه پکې د افغانستان په داخل کې د مدرسو جوړول او په کور دننه د طالبانو بوختول وو. حقانیان او طالبان په افغانستان کې د خپلو سترو مدارسو ( لکه کهي مدرسې، زرګري، منبع العلوم) د بدیل د پیدا کولو په لټه کې شول او دا بدیل د خوست امدادالعلوم او د مندوزیو ولسوالۍ ابن عباس مدرسې وې.
یاد فارغ التحصیل چې اوس د خوست ښار په یوه مدرسه کې مدرس دی، وویل، « پخوا طالبان د خیبر پښتونخوا هریپور کهي او زرګري مدرسو ته تلل، خو له ۲۰۱۹ کال وروسته د افغانستان له ګوټ ګوټ نه د خوست مدرسو ته ور مات شول او هلته یې دیني زده کړې کولې. دې مدرسو ته زیاتره زده کوونکي د لویې پکتیا (لوګر، پکتیا او پکتیکا) او وردګو او غزني څخه راځي».
د خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر او میدان وردګو د ګڼو مدرسو احصایو، نتایجو او نظارت ته د سپین ټل په سیمه کې مشخص دفترونه جوړ شوي وو او له ټل څخه په کال کې درې ځله موظف پلاوي د هغوی مستقیمه څارنه کوله. هغو مدرسو، چې د طالبانو له خوا د فعالیت جواز نه درلود، په کلیو کې د غنمو، جوارو، جلغوزیو او د اختر د څرمنو چنده هم نشوای کولای.
حقاني شبکې خپل ډېر تمرکز پر خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کړی و. ددغو ولایتونو، په ځانګړې توګه خوست ډېر خلک په خلیجي هېوادونو کې مزدورۍ کوي، اقتصاد یې ښه دی او د مدرسو او جوماتونو لپاره هرکال په میلیونونو افغانۍ را لیږي، چې له دې نه طالبان هم په لویه کچه مستفید کیږي.
په ۲۰۱۹ کال کې په خوست کې د اتحادالمدارس په نامه د دیني مدرسو له اتحادیې سره ددغه ولایت شاوخوا ۲۹۰ مدرسې ثبت او راجسټر وې او د ټول هېواد په کچه ۱۲۱۲ رسمي او شاوخوا ۱۳ زره غیر رسمي مدرسې وې. پر دې سربېره نورې کوچنۍ مدرسې او دارالحفاظونه هم وو چې د کلیو په مسجدونو کې یې فعالیت درلود.د خوست د ۲۹۰ مدرسو په شمول ډیری رسمي او غیر رسمي مدارسو ته د تدریس او ازموینو مهالوېش په ګډون ټولې لارښوونې په پېښور کې د طالبانو د معارف او لوړو زده کړو کمیسیون څخه کېدې.
ددوحې هوکړې له له لاسلیک کېدو یوه میاشت وروسته د خوست د یوې مدرسې د زده کوونکو شمېر له ۱۵۰ تنو څخه ۳۵۰ تنو ته ورسید. کله چې له یوه قومي مشر نه وپوښتل شول، چې په لږ وخت کې د مدرسې د زده کوونکو په شمېر کې د ۲۰۰ تنو زیاتېدلو علت څه دی؟ په ځواب کې یې وویل : « له خلکو سره داسې ذهنیت دی چې طالبان بېرته واک ته رسیږي او په ادارو کې به طالبانو او ملایانو ته لومړیتوب ورکول کیږي».
«د طالبانو هر مشر یوه، یا دوې مدرسې لري»
سره له دې، چې د اکوړه خټک په حقانیه دارلعلوم کې افغان طالبان مخ پر کمېدو دي، خو د دې مدرسې اغیز د کابل پر مدرسو لاهم جوت دی. عبدالباقي حقاني او عبدالرحمان حقاني، چې له حقانیه دارالعلوم نه فارغ دي، د کابل په شش درک کې د یوې سترې مدرسې مدرسان دي.
دې مدرسې ته د طالبانو وزیران وخت ناوخته ورځي او د خپلې ادارې د کورنیو او بهرنیو سیاستونو په اړه څرګندونې کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ورور په مدیریت د ریاض العلوم په نوم دغه جامعه د پاکستان د ریاض العلوم جامعې یوه څانګه ده او د همغې جامعې درسي نصاب پکې تدریس کیږي. دغه مدرسه لیلیه او نهاریه دواړې برخې لري او د ښوونځي او مدرسې دواړو سیسټم پکې په نظر کې نیول شوی.
جامعه ریاض العلوم د مستندو اسلامي زدهکړو تر څنګ د عصري معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) روزنه او معیاري ښوونیز سیستم هم وړاندې کوي. دغه دارالعلوم د اسلامي مطالعاتو، د زدهکړو مرکز یاای ټيانسټیټیوټ او ریاض اکاډمي په دریو برخو کې فعالیت کوي، چې وروستی هغه یې د ښوونځي سیستم پر مخ وړي. په جامعه کې ۲۵۰۰ طالبان زده کړې کوي، چې دوه زرو تنو ته یې هره ورځ دوه وخته وړیا ډوډۍ ورکول کیږي.
په دې جامعه کې ددیني زده کړو لویې دورې او لوړې درجې په پام کې دي او په پکتیکا، هلمند او زابل ولایتونو کې درې څانګې لري. جامعه وړیا کلینیک، ورزشي کلب، لیلیه، ساینسي لابراتوار او ۸۰ استادان او ۵۰ اداري کارکوونکي لري.
د خصوصي مدرسو د مسوولانو په منځ کې، چې په دې وروستیو کې حاشیې ته شوې، اوس دا مشهوره ده، چې « د طالبانو هر مشر یوه یا دوه مدرسې لري». خو ددغو مدرسو د تمویل سرچینې لاهم روښانه نه دي.
په دغو مدرسو کې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې د طالبانو د بلخ د والي یوسف وفا «خالد بن ولید»، د کندهار په دامان ولسوالۍ او کابل کې د ملا عبدالغني برادر « جامعه فتح العلوم»، په کندهار کې د عبدالحکیم حقاني «دارلعلوم الشرعیه»، په کابل کې د امیرخان متقي «ریاض العلوم»، په خوست او کابل کې د سراج الدین حقاني «منبع الجهاد»، په کابل کې د مولوي کبیر «جامعه رازقیه انوار فیض القران» او د طالبانو د نورو مشرانو مدرسې او دارالعلومونه شامل دي.
حقانیه دارالعلوم د جنوبي اسیا د دیوبندي ښونځي په پېژندل شویو دیني مرکزونو کې شمېرل کېږي او تېرې څو لسیزې یې په افغانستان کې د «جهاد» تر نامه لاندې د وسلهوالو خوځښتونو، په ځانګړې توګه د افغان او پاکستاني طالبانو لپاره فکري او ایدیولوژیکي چوکاټ برابر کړی و. خو اوس چې طالبان پر کابل واکمن دي، داسې ښکاري چې د ایډیالوژیکي کنټرول، دیني مرجعیت او مذهبي اقتدار د کورني کولو اړتیا تر پخوا ډېره محسوسوي. له همدې امله طالبانو په کوردننه د دیني مدرسو په خودکفايي تمرکز کړی دی.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې د برمي خېل په سیمه کې د انډس پر لویه لار د سړک غاړې په یوه چاودنه کې د یوه افسر په ګډون درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او د یوه ملکي وګړي په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې سیمهييزو سرچینو د شنبې په ورځ ویلي، چې د پاکستاني پوځیان کاروان له پېښور څخه د بنو ولسوالۍ په لور روان و او په لاره کې پرې بمي چاودنه شوې ده.
سرچینو ویلي، چې په یاده چاوده کې د یوه افسر په ګډون درې سرتېري وژل شوي او د یوه ملکي کس په ګډون درې سرتېري ټپیان دي.
تر اوسه د یاد برید مسولیت کومي ډلې نه دی منلی.
د خېبرپښتونخوا مردان ولسوالۍ په رستم سیمه کې د مرمر په نړېدلي کان کې بند پاتې یو کارګر، له ۱۷ ورځو وروسته ژوندی ژغورل شوی.نوموړي ویلي، د باراني اوبو په څښلو ژوندی پاتې شوی، په داسې حال کې چې د پېښې پر مهال اته نور کارګر مړه شوي وو.
د مردان د رستم په پلو ډېرۍ سیمه کې د مارچ په ۳۱مه د مرمرو په یوه کان کې د غره د نړېدو له امله تر ډبرو لاندې بند پاتې کارګر، له ۱۷ ورځو وروسته د ژغورنې عملیاتو په ترڅ کې ژوندی را اېستل شوی دی.
ځايي خلکو او د ژغورنې چارواکو ویلي، چې د درنې مشینرۍ په وسیله ډبرې لرې کړل شوې او تر هغو لاندې ایسار کارګر راوېستل شو. د پېښې پر مهال اته کارګر مړه شوي، درې نور ټپیان ژغورل شوي وو او یو کارګر تر ډبرو لاندې پاتې وو.
ژغورل شوی کارګر عبدالوهاب، چې د مومندو د پنډیالې سیمې اوسېدونکی دی، تر رااېستلو وروسته روغتون ته ولېږدول شو او وروسته بیا خپل کور ته ستون شوی دی.
عبدالوهاب د خپلو ۱۷ ورځو د تجربې په اړه ویلي: «چې بند پاتې شوم، پوه شوم چې مړ به شم، خو مازغه او زړه مې په ځای و. په تنګ ځای کې ایسار وم، مخې ته مې لویه ډبره بنده شوې وه.»
هغه زیاته کړې: «د باران اوبه به مې څښلې او په هغې ژوندی پاتې شوم، ځای تنګ و، په ناسته به مې عبادت کاوه، خدای مې یاداوه، خو وږی کېدم.»
د پېښې له رامنځته کېدو سمدستي وروسته د ژغورنې عملیات پیل شوي وو او د اتو کارګرو مړي له ډبرو رااېستل شوي وو، چې د ځینو د مخونو پېژندنه هم ستونزمنه وه. د راپورونو لهمخې، د عبدالوهاب یو خپلوان هغه د مړي په توګه پېژندلی وو او حتی جنازه یې خاورو ته سپارل شوې وه، خو وروسته هغه ژوندی وموندل شو.
د مردان چارواکو ویلي، چې اوس به د ښخ کړل شوي جسد د پېژندنې لپاره د ډياېناې ازموینه ترسره کړي، څو د مړي اصلي هویت روښانه شي.
بل لور ته، ډاکټر امیر تاج خان د دې پېښې په اړه ویلي: «کله چې د انسان بدن ته اوبه رسېږي، نو په بدن کې موجود وازګه او پروټین کولی شي انسان ژوندی وساتي.»
هغه زیاته کړې، چې د خوراک د نشتوالي له امله د وخت په تېرېدو د انسان معافیت کمزوری کېږي، خو د ساینس لهمخې یو انسان د اوبو په څښلو سره کولی شي له ۲۱ تر ۴۰ ورځو پورې ژوندی پاتې شي.
د ژغورنې ادارې د مردان ویاند یاسر خان ویلي، چې دوی د پېښې له لومړۍ ورځې راهیسې عملیات پیل کړي وو او د وروستي کارګر تر موندنې یې دوام درلود. هغه زیاته کړې: «یوازې هغه وخت مو دمه کړې چې سخت باران وو، نور عملیات مو پرلهپسې روان ساتلي وو.»
ځايي خلک وايي، چې د ډبرو لرې کولو لپاره درنه مشینري د کان د مالکانو وه او خلکو هم په عملیاتو کې فعاله ونډه اخیستې ده.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې وه، چې کارګر د کوچني اختر له رخصتیو وروسته بېرته کار ته ورګرځېدلي وو او د کان د صفایۍ پر مهال پرې غر رانړېدلی وو.
د یادونې وړ ده، چې د خېبرپښتونخوا په مردان، بونېر، مومندو او شاوخوا سیمو کې د مرمرو ګڼ کانونه شته، چې وخت ناوخت پهکې د غره د نړېدو ورته پېښې رامنځته کېږي. د راپورونو له مخې، د خېبرپښتونخوا حکومت د دې پېښې له زیانمنو سره د مالي مرستو اعلان هم کړی دی.