د افغان ایواک مشر شان وانډيور د اپرېل په ۲۰مه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې یو فدرالي کډوال قاضي د ریحان د خوشې کېدو حکم کړی او د هغه لپاره یې د ۱۵۰۰ډالرو تر ټولو ټیټه اندازه ضمانت ټاکلی، په داسې حال کې چې د امریکا د کورني امنیت وزارت (ډي ایچ ایس) د نوموړي د خوشې کېدو مخالفت نه دی کړی.
د اعلامیې له مخې، ریحان چې د کنیکټیکټ ایالت د لېسې زدهکوونکی دی، هیله لري چې په راتلونکي کې د زړه متخصص ډاکټر شي. د هغه پلار، ضیا، له امریکایي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کړی او تېر کال هم د درېیو میاشتو لپاره د کډوالۍ ادارې لهخوا نیول شوی و، تر هغه چې محکمې د هغه د خوشې کېدو حکم وکړ.
وانډيور ټینګار کړی: «دا دوهم ځل دی چې په یوه کال کې دغه کورنۍ، سره له دې چې قانون تعقیبوي، نیول کېږي. دا باید هېڅکله یو ځل هم نه وای شوی.»
هغه د ریحان د خوشې کېدو پرېکړه مثبت ګام بللې، خو زیاته کړې یې ده چې دا بریا د داسې یو سیستم پر وړاندې ترلاسه شوې چې «باید له پیله دغه ځوان نه وای نیولی.»
نوموړي همدارنګه د امریکایي چارواکو او د ریحان د حقوقي ټیم له ملاتړ مننه کړې او ویلي یې دي چې د یوې قضیې حکم د ستونزې حل نه دی، بلکې دا ښيي چې سیستم د افغان متحدینو پر وړاندې له خپلو ژمنو څومره لرې شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي: «د امریکا د جګړې د متحدینو د کورنیو نیول تطبیق نه دی، بلکې ځورونه ده او باید ودرول شي.»
افغان ایواک له کانګرس غوښتي چې د افغان متحدینو لپاره د موقتي خونديتوب (ټي پي ایس) او د دایمي استوګنې د اسانتیاوو لپاره قانوني ګامونه واخلي او د دوامداره هرکلي قانون تصویب کړي. همدارنګه یې د امریکا د کورني امنیت له ادارې یېغوښتنه کړې چې د افغانانو د شنو کارتونو پروسې بېرته فعاله کړي او د هغو پالیسۍ لغوه کړي چې د افغان کډوالو پر وضعیت منفي اغېز لري.
د اعلامیې په پای کې ټینګار شوی چې د جګړې د متحدینو ملاتړ سیاسي موضوع نه ده، بلکې یوه ژمنه ده چې باید عملي شي.