ځينې کورنۍ داسې هم دي چې ټوله شپه او ورځ يې يوازې دا ده چې له پوليسو ځانونه پټ کړي.
د دې راپور د برابرولو لپاره، د هغو افغانانو د ژوند په اړه چې برخليک يې د تلو د ژمنې او د نيول کېدو د سيوري تر منځ ځوړند پاتې دی، په اسلاماباد کې له لږ تر لږه څلورو کورنيو سره خبرې شوې دي.
دوی کاناډا، جرمني او فرانسې ته د لېږد منل شوي اسناد لري.
د دې کسانو په جېبونو کې د لوېديځو هېوادونو د وېزې د ترلاسه کولو ژمنليکونه شته، خو د څو ورځو لپاره په اسلاماباد کې د پاتې کېدو لپاره، تر هغې چې هغه الوتنه راورسي چې ژوند يې بدل کړي، له سختو ستونزو سره مخ دي.
يوه هټۍ چې د پيسو او زاريو په بدل کې د شپې پناهځای شوه
فريدون د هرات اوسېدونکی دی. يو کال مخکې، کله چې هغه د جنسي لږکيو د ملاتړ په يوه لاريون کې برخه اخيستې وه، د طالبانو له خوا ونيول شو او څو اوونۍ بندي و. کله چې هغه په موقتي ډول خوشې شو، پاکستان ته وتښتېد. اوس دی او کورنۍ يې کاناډا ته د تګ په بهير کې دي.
هغه وايي چې د پاکستان د پوليسو چلند د ده او د هغه د ماشومانو ژوند تريخ کړی دی. د دوی وېزه پای ته رسېدلې او هره ورځ د نيول کېدو له وېرې تېروي. د هغه په وينا، دا فشار تر دې حده رسېدلی چې د کورنۍ نږدې ټول غړي یې د شپې د خوب ګوليو ته اړ کېږي.
که څه هم هغه د پوليسو څخه د تېښتې ډېرې کيسې لري، خو يوه پېښه ورته هېره نه ده. هغه شپه چې د ده کورنۍ او بله افغان کورنۍ په يوه کوچنۍ هټۍ کې ويده شول.
هغه وايي: «د هغه مېلمستون مسؤل چې موږ پکې په ناقانونه ډول اوسېدو، خبر راکړ چې کېدای شي شپه پوليس د پلټنې لپاره راشي. موږ د پاتې کېدو ځای نه درلود، له بلې افغان کورنۍ سره يو ځای له مېلمستونه ووتلو، ان نه پوهېدو چې چېرته ځو».
هغه زياتوي: «په لاره کې مو يوه هټۍ وليده چې لا هم خلاصه وه. موږ ورنږدې شو او له دوکاندار څخه مو په زاريو وغوښتل چې اجازه راکړي شپه د هغه په کوچنۍ هټۍ کې تېره کړو».
هغه وايي چې دوکاندار په لومړي سر کې نه منله، ځکه د پوليسو له ستونزې وېرېده. فريدون وويل: «په پای کې مو ورته ښه اندازه پيسې ورکړې، تر څو راضي شو چې موږ ته په هغه هټۍ کې، چې هېڅ اسانتياوې نه وې، د شپې پاتې کېدو اجازه راکړي».
فريدون دوه مياشتې مخکې د يوې لور پلار شوی، چې په اسلاماباد کې، په داسې حال کې چې د کورنۍ ژوند ډېر ستونزمن دی، زيږېدلې ده. هغه وايي ان د پاکستاني ټکسي چلوونکي هم، که پوه شي چې موږ وېزه نه لرو، له موږ څو چنده زياته کرايه اخلي.
هغه سړی چې خپلې مېرمنې سره د ټلېفوني خبرو لپاره پاکستاني پولیسو ته پیسې ورکوي
ما له يو داسې سړي سره خبرې وکړې چې خپله وېزه لا هم اعتبار لري، خو د مېرمنې او درې ماشومانو وېزې يې پای ته رسېدلې دي. پوليسو د هغه د کورنۍ غړي نيولي او د اسلاماباد په څنډه کې يې يو کمپ ته لېږدولي دي؛ داسې ځای چې اوس يې يوازېنۍ اړيکه لنډې خو ډېرې ګرانې ټليفوني خبرې دي.
دا سړی وايي: «زما مېرمن هر څو ورځې وروسته له ما سره ټليفوني خبرې کوي، او د هر ځل لپاره موږ د کمپ کارکوونکو ته ډېرې پيسې ورکوو».
هغه د دې لپاره چې وښيي کورنۍ يې درېيم هېواد ته د لېږد په لاره کې ده او بېرته افغانستان ته ستنېدل ورته خطرناک دي، وکيل نيولی دی. هغه وايي څو ځله يې هڅه کړې خپل حالت روښانه کړي، خو تر اوسه کومه پايله نه ده ترلاسه شوې.
دغه سړی، چې نه غواړي نوم يې ياد شي، وايي چې د کورنۍ د خوشې کولو لپاره ترې ډېرې پيسې غوښتل شوې دي، چې د ورکولو توان يې نه لري. دی خپله له کمپه بهر پاتې دی او کورنۍ يې دننه ده؛ داسې واټن چې هر څو ورځې وروسته يوازې د يوې لنډې ټليفوني اړيکې له لارې ډکېږي.
هغه وېزې چې يوازې پر کاغذ پاتې دي
يو افغان خبريال چې په اسلاماباد کې ژوند کوي او د امنيتي لاملونو له امله نه غواړي نوم يې ياد شي، وايي چې شپږ مياشتې کېږي د ده د وېزې موده پای ته رسېدلې او د تمديد هېڅ لار نه لري. هغه له خپلې کورنۍ سره فرانسې ته د لېږد په تمه دی.
دغه خبريال وايي چې له کورنۍ سره يې ورځې په بېثباتۍ کې تېرې کړي او اړ شوی لږ تر لږه درې ځله د اوسېدو ځای بدل کړي.
هغه چې خپله څو ځله د پوليسو له تعقيب څخه تښتېدلی، وايي چې د بېوېزې افغانانو لپاره د کور موندل ستره ستونزه ده: «هر ځای چې ځو، که پوه شي چې وېزه نه لرو، يا کور نه راکوي، يا ډېر ژر اړ کېږو چې هغه ځای پرېږدو».
دی نږدې دوه کاله کېږي چې په پاکستان کې ژوند کوي.
هغه وايي له يو کال څخه زيات وخت کېږي چې د افغانانو لپاره د وېزې تمديد په عملي ډول درېدلی دی. له بلې خوا، د نوې وېزې ترلاسه کول هم دې ته تړلي دي چې په کابل کې د پاکستان سفارت يا د دې هېواد قونسلګريو ته په خپله مراجعه وشي، چې دا کار د ډېرو لپاره ممکن نه دی.
هغه زياته کړه چې په دې منځ کې د وېزو تور بازار هم رامنځته شوی دی. د هغه په وينا، سره له دې چې د شپږ مياشتنۍ سيلاني وېزې رسمي بيه يوازې ۱۸ ډالره ده، اوس همدا وېزه تر دوه زره ډالرو پورې پلورل کېږي او بيا هم په سختۍ پيدا کېږي.
هغه وايي: «په پای کې د طالبانو او پاکستان تر منځ د اختلاف تاوان عام خلک ورکوي».
وروسته له هغې چې طالبان او پاکستان د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني وسلهوالو پر سر سره اختلاف ته ورسېدل، افغان کډوال د فشار وسيله وګرځېدل. د پاکستان حکومت سلګونه زره افغان کډوال له خپلې خاورې ايستلي دي. داسې ښکاري چې اسلاماباد ګومان کاوه چې د کډوالو په ايستلو سره به پر طالبانو فشار راوړي.
خو طالبانو د پاکستان غوښتنې ونه منلې، او د پاکستان حکومت هم ژمنه کړې چې تر وروستي افغان کډوال پورې به ايستل دوام ورکړي.
پاکستان پر لوېديځو هېوادونو لکه جرمني او کاناډا فشار راوړی چې هغه کډوال چې د لېږد ژمنه ورسره شوې، ژر تر ژره له پاکستانه وباسي. خو دغه هېوادونه، چې په کور دننه د کډوالو د کمولو له فشار سره مخ دي، د وېزو په ورکړه او د افغان کډوالو په لېږد کې بېړه نه کوي.
هر څه په پيسو حل کېږي
يوه بله کورنۍ چې جرمني ته د تګ په تمه ده، وايي چې کله ناکله د پوليسو له تعقيب څخه تېښته اړينه نه وي، بس که پيسې ولرئ.
د دې کورنۍ يو غړی وايي: «پخوا مو د پوليسو له فشار څخه د خلاصون لپاره بېلابېلې لارې کارولې، لکه واسطه، تېښته او هره بله لار چې ذهن ته راتله. خو وروسته مو درک کړه چې پيسې يوازې هم کولای شي ټول کارونه حل کړي».
تر دې مخکې هم داسې پېښې شوې دي چې افغانان، سره له دې چې نورو هېوادونو ته د لېږد اسناد لري، د پاکستان له خوا نيول شوي او بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
د بېلګې په توګه، درې مياشتې مخکې ۸۱ تنه له پاکستانه کابل ته وشړل شول، او طالبانو دغه کسان په کابل کې په يوه مېلمستون کې تر څار لاندې ونيول.