• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسماعیل بقايي: د اسلام‌اباد په سفر کې به د ایران ملاحظات د پاکستان له لارې ولېږدول شي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسلام‌اباد ته د عباس عراقچي له رسېدو وروسته په خپله اېکس‌پاڼه وویل، عراقچي به له پاکستاني چارواکو سره کتنو کې خپل دریځونه او ملاحظات د پاکستان له لارې [امریکا] ته ولېږدوي. د نوموړي په وینا: «د ایران او امریکا ترمنځ د هېڅ ډول لیدنې پلان نه‌شته».

اسماعیل بقايي په خپله اېکس‌پاڼه له پاکستاني چارواکو سره د عباس عراقچي لیدنو ته په اشارې ویلي: «دا لیدنې د هغو روانو منځګړیتوبونو او ښو هڅو په لړ کې ترسره کېږي چې موخه یې د امریکا لخوا د تپل شوې تېري کوونکې جګړې پای ته رسول او زموږ په سیمه کې د سولې بېرته ټینګول دي»

تر دې مخکې داسې راپورونه وو، چې ګواکې اسلام‌اباد ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر له رسېدو وروسته به د تهران او واشنګټن تر منځ د خبرو بل پړاو پیل شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو څار اداره: افغان ښځې په بهر کې هم د طالبانو له محدوديتونو اغېزمنې شوې دي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۱

د بشري حقونو څار ادارې ويلي، چې د طالبانو له خوا پر افغان ښځو لګېدلي محدوديتونه تر هېواده بهر هم غځېدلي دي. دې ادارې زياته کړې، چې په هېواد کې کورنۍ رسنۍ د طالبانو په لارښوونه له هغو ښځو سره چې په بهر کې ژوند کوي او د دې ډلې له غوښتل شوي پوښښ سره برابرې نه‌وي ويډيويي مرکې نه‌کوي.

دې ادارې د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) په يوه راپور کې ویلي، چې له فرشتې عباسي، چې د دې ادارې څېړونکې ده، د افغانستان يوې رسنۍ غوښتنه کړې وه، چې د هغې پر ځای دې يو نارينه خبرې وکړي. فرشتې عباسي ويلي، چې وروسته څرګنده شوه دا غوښتنه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د لارښوونې پر بنسټ شوې وه.

د هغې په وينا، دې وزارت رسنيو ته امر کړی، چې افغان ښځې، حتی که له هېواده بهر هم وي، بايد د رسنيزو پروګرامونو پر مهال بشپړ پوښښ ولري او مخونه يې پټ وي. د بشري حقونو د څار ادارې دا څېړونکې وايي، دا چاره ښيي چې طالبان هڅه کوي د افغان ښځو غږ حتی له هېواده بهر هم محدود کړي.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو له نږدې پنځو کلونو وروسته په دغه هېواد کې د بيان ازادي او په ځانګړي ډول د ښځو لپاره ډېره محدوده شوې ده.

دې ادارې ويلي، چې په ځينو ولايتونو کې ښځينه خبريالانو ته د کار اجازه نه‌ورکول کېږي او په راډيويي او تلويزيوني خپرونو کې د ښځو د غږ خپرول هم بند شوي دي. د دې بنسټ په اند، دا محدوديتونه د دې لامل شوي، چې افغان ښځې له عام ژوند څخه وشړل شي او په ټولنه کې يې ونډه په جدي توګه کمه شي.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان له مرکزي حکومت سره د همکارۍ نه کولو ګواښ کړی

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا اعلی وزير سهېل اپريدي ګواښ کړی، که د مرکزي حکومت له‌خوا د هېواد له تر ټولو ستر سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف سره توپیري چلند دوام وکړي، نو دوی به له مرکزي حکومت سره همکاري بنده او د «بایکاټ پالیسي» خپله کړي.

سهېل اپريدي د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د خپلې کابينې غونډه کې د ملي او صوبايي پر چارو له خبرو او پر مرکزي حکومت له نیوکو سربېره وویل: «په پاکستان کې چې کوم خلک واکمن کړل شوي په ناسمه لاره را وستل شوي دي».

هغه همداراز زیاته کړې، د پاکستان له حکومت سره د ولس د هوساینې فکر نه‌شته او یوازې د تحریک انصاف ګوند په ختمولو پسې راخیستې ده.

اپریدي د عمران خان او د هغه د مېرمنې بُشرا بي‌بي درملنې او قضیو ته په سمه توګه پر نه‌رسېدنې هم نیوکې وکړې.

د پاکستان مرکزي حکومت لا تراوسه د سهیل اپریدي د دغو څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د ايران امنيت شورا ته نږدې سرچينې: په پاکستان کې له امريکا سره خبرې نه‌کوو

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۱

د فارس خبري اژانس پاکستان ته د عباس عراقچي سفر ته په اشارې د ایران د اسلامي جمهوريت امنيت شورا ته د نږدې سرچينو له قوله راپور ورکړی، چې «له امريکا سره هېڅ ډول خبرې اترې نه‌دي پلان شوي».

دې اژانس زياته کړې، چې د رسمي معلوماتو له‌مخې، د ايران د بهرنيو چارو د وزير عباس عراقچي اوسنی سفر «له اسلام‌اباد سره د دوه‌اړخيزو سلا مشورو په دوام کې دی او په بشپړه توګه د امريکايي پلاوي د سفر له پروګرامه جلا دی».

فارس د ايران د بهرنيو چارو وزارت د وياند پخوانيو څرګندونو ته هم اشاره کړې، چې ويلي يې وو: «له امريکا سره د خبرو هر ډول پرېکړه به يوازې د ملي ګټو پر بنسټ او په مناسب وخت کې وشي».

تر دې مخکې، سپاه پاسداران پورې تړلي «تسنيم» خبري اژانس هم راپور ورکړی وو، چې د ايران د بهرنيو چارو وزير د پاکستان په سفر کې «له امريکايانو سره هېڅ خبرې په اجنډا کې نه‌لري».

دغه اژانس ويلي: «د عراقچي سفر اسلام‌اباد ته د دې لپاره نه‌دی چې له امريکايانو سره خبرې وکړي، بلکې هغه به له پاکستاني لوري سره د جګړې د پای ته رسېدو په اړه د ايران نظرونه شريک کړي».

دا په داسې حال کې ده، چې د سپينې ماڼۍ وياندې کارولين ليوېټ مخکې ويلي وو، چې سټيو وېټکاف او جېرډ کوشنر به د شنبې په سهار پاکستان ته واستول شي، څو د ایران د اسلامي جمهوريت په تړاو خبرو کې برخه واخلي.

په پاکستان کې د تېلو بيې یو ځل بيا لوړې کړای شوې

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۱

په پاکستان کې د ډيزل او پټرول بيې يو ځل بيا لوړې کړای شوې. د دغه هېواد د پټرولیم وزارت د ډیزل او پټرول د هر لیتر په بیه کې ۲۶ روپۍ او ۷۷ پیسې ډېروالی اعلان کړی دی.

د پاکستان د پټرولیم وزارت دغه نوې بيې د جمعې په شپه (د غويي ۴مه) اعلان کړې او سر له سبا (شنبه د غويي ۵مه) به په ټول پاکستان کې د يو ليتر پټرول بیه ۳۹۳ روپۍ او ۳۵ پیسې او د یو لیتر ډيزل بیه ۳۸۰ روپۍ او ۱۹ پیسې وي.

د دغه هېواد د پټروليم وزير علي پروېز ملک په يو بیان کې ویلي، حکومت د تېلو په نړيوالو بیو کې ترممکنه حده په خپله سب‌سایډي زغملې ده.

د هغه په وینا، د تېلو بیې په منځي ختیځ کې د روانې شخړې له امله په نړۍواله کچه لوړې شوي او دغه ټاکل شوې بیې به تر یوې اونۍ همداسې وي.

د یادونې وړ ده، چې په منځني ختیځ کې د شخړې له راپورته کېدو وروسته پاکستان څو ځلي د تېلو بیې لوړې او راټيټې کړې او د حکومت دغه چاره د عام ولس له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

طالبانو له قزاقستاني چارواکو سره د چاپیریال ساتنې په برخه کې د همکاریو په تړاو خبرې کړي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رییس مطیع‌الحق خالص په قزاقستان کې د «استانه سیمه‌ییزې ایکولوژیکي» غونډې په څنډه کې د قزاقستان د ایکالوژۍ او طبیعي سرچینو وزارت له مرستیال منصور اوشوربایف او د زرغون بهیر له مشر امیرتای سره جلا جلا لیدنې او خبرې کړې دي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، مطیع‌الحق خالص د قزاقستان د زرغون بهیر له مشر امیرتای سره په لیدنه کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې پر شته ننګونو او فرصتونو، په ځانګړي ډول د اقلیمي بدلونونو پر زیاتېدونکو اغېزو خبرې کړې دي.

مطیع‌الحق خالص زیاته کړې، چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له جدي ګواښونو سره مخ دی، چې وچکالي، د اوبو د سرچینو کمښت او د ځنګلونو تخریب یې مهمې بېلګې دي.

په دې کتنه کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، د تخنیکي تجربو تبادله او د نویو چاپېریالي ټکنالوژیو کارونې ته هم اشاره شوې ده. دواړو لورو د پاکو انرژیو پراختیا، د هوا د کیفیت د څار سیستمونو پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ګډه مبارزه خپل مهم لومړیتوبونه وبلل.

د قزاقستان د زرغون بهیر مشر امیرتای د ګډو همکاریو هرکلی وکړ او د خپلې ادارې له خوا یې د تخنیکي ملاتړ، د تجربو شریکولو او په افغانستان کې د بنسټیزو ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره چمتووالی څرګند کړ.

مطیع‌الحق خالص د قزاقستان د ایکالوژۍ او طبیعي سرچینو وزارت له مرستیال منصور اوشوربایف سره په جلا کتنه کې د سیمې هېوادونو ترمنځ د چاپېریالي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. هغه د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه یوه بیړنۍ اړتیا وبلله.

دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، د معلوماتو او تخنیکي تجربو تبادله او د چاپېریالي ننګونو پر وړاندې پر اغېزناکې مبارزې ټینګار وکړ.