یونېسف ویلي، دغه کړکېچ لا له وړاندې ماشومان له زدهکړو او روغتیايي پاملرنې څخه محروموي او د ښځینه مسلکي کسانو پورې اړوند بنسټیز خدمات او اقتصاد هم کمزوری کوي. یادې ادارې په یوې نوې څېړنه کې موندلې، چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ملکي خدماتو کې د ښځو ونډه له ۲۱ سلنې نه ۱۷.۷ سلنې ته راټيټه شوې ده.
د نجونو پر زدهکړو بندیز
واک ته د طالبانو له رسېدو او د نجونو پر منځنۍ زدهکړو له بندیز را وروسته له یو مېلیون نه زیاتې نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي. یونېسف ویلي، که دغه حالت تر ۲۰۳۰کال پورې همداسې دوام وکړي؛ نو له دوو مېلیونو څخه زیاتې نجونې به له لومړنیو زدهکړو وروسته له زدهکړو بېبرخې پاتې شي.
د یونېسف اجراییه مشره کاټرین رسل وايي: «موږ له واکمنو چارواکو غوښتنه کوو، چې د نجونو پر منځنیو زدهکړو بندیز لرې کړي او له نړۍوالې ټولنې هم غواړو چې د نجونو د زدهکړې د حق ملاتړ ته ژمنه پاتې شي».
د بنسټیزو خدمتونو ګواښ
راپور وایي، چې افغانستان له دوهګوني کړکېچ سره مخ دی: له یوې خوا روزل شوې ښځینه مسلکي کسان له لاسه ورکول کېږي او له بلې خوا د راتلونکې نسل لپاره به همدا تشه پاتې وي.
د یونېسف د څېړنې له مخې؛ تر ۲۰۳۰ کال پورې ښایي هېواد تر ۲۰زره ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي. د زدهکړو سکتور لا له وړاندې اغېزمن شوی.
د بنسټیزو زدهکړو په برخه کې د ښځینه ښوونکو شمېر له ۹ سلنې څخه زیات کم شوی، چې په ۲۰۲۲کال کې نږدې ۷۳زره څخه په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۶۶زره ته ټیټ شوی. دغه کمښت د ماشومانو په ځانګړي ډول د نجونو زدهکړې له ګواښ سره مخ کوي.
د روغتیا پر سکتور اغېزې
یونېسف زیاته کړې، ښايي دغه اغېزې د روغتیا په برخه کې ډېرې سختې وي؛ ځکه چې ټولنیز دودونه ډېری وخت ښځو ته اجازه نهورکوي، چې په نارینه ډاکټرانو تداوي وکړي. یونېسف خبرداری ورکړی، چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت به په مستقیم ډول د مېندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او د ماشومانو د روغتیايي خدمتونو لاسرسی کم کړي او ښځې او ماشومان به له ګواښ سره مخ کړي.
د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار محدودیتونه هم هر کال شاوخوا ۸۴ مېلیونه ډالره اقتصادي زیان اړوي او ښایي دغه زیان نور هم زیات شي؛ ځکه هرکال نجونې او ښځې له زدهکړو او دندو بېبرخې پاتې کېږي.
د یونېسف د څېړنې له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې له ۳.۷ مېلیونو څخه زیات ماشومان په دولتي ښوونځیو کې بېړنۍ مرستې ترلاسه کړې او ۴۴۲زره ماشومان چې ۶۶ سلنه یې نجونې وې، د ټولنې پر بنسټ له ښوونیزو پروګرامونو ګټه پورته کړې ده.
یادې ادارې همداراز ۲۳۲ ښوونځي جوړ کړي یا یې بیا رغولي دي. کاټرین رسل ویلي:«د افغان نجونو د منځنیو زدهکړو مخنیوی ټول ملت له خپلو وړتیاوو بېبرخې کوي».