په فاریاب کې د ۱.۱۲ مېلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پیل شوې

د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د سېشنبې په ورځ (د غویي ۸مه) خبر ورکړی، چې ملاعبدالغني برادر په فاریاب ولایت کې د برېښنا د لېږد او وېش درې پروژې پرانیستې دي.

د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د سېشنبې په ورځ (د غویي ۸مه) خبر ورکړی، چې ملاعبدالغني برادر په فاریاب ولایت کې د برېښنا د لېږد او وېش درې پروژې پرانیستې دي.
د دغه معاونیت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه پروژو کې د فاریاب له مرکزي سبسټېشن څخه تر بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځول، په بلچراغ ولسوالۍ کې د ۱۱۰/۲۰ کیلو ولټ سبسټېشن جوړول او همداراز په بلچراغ او پشتونکوټ ولسوالیو کې د ټرانسفارمرونو له لارې د برېښنا د وېش شبکو پراخول شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ ټاکل شوې ده چې په دغه پروژو کې شاوخوا ۱ مېلیارد او ۱۲۰ مېلیونه افغانۍ ولګول شي، چې مالي لګښت یې له دولتي بودجې تمویلېږي؛ خو د پروژې عملي چارې د خصوصي سکتور لهخوا پر مخ وړل کېږي او تمه ده چې په درېیو کلونو کې به بشپړې شي.
خبرپاڼه زیاتوي، د دغه پروژو په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د برېښنا ستونزې راکمې او خلکو ته به نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د طالبانو د جزایي اصولنامې د اصلاح په موخه په یوه لیک کې له هغوی غوښتي، چې دغه قانون اصلاح کړي او په افغانستان کې د هغو قوانینو د تطبیق مخه ونیسي چې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان له کړو ژمنو سرغړونه کوي.
بینېټ طالبانو ته په خطاب ویلي، قوانین باید داسې جوړ شي چې د ټولنې د وګړو ساتنه وکړي؛ نه دا چې د وېرې او ډار فضا رامنځته کړي او خلکو ته د زیان رسولو زمینه برابره کړي. هغه غوښتنه کړې، چې طالبان دې د دغه قانون له تطبیق څخه لاس واخلي او په افغانستان کې داسې قوانین پلي کړي چې د ښځو، ماشومانو، لږکیو او د ټولنې د ټولو قشرونو ژوند، انساني کرامت او حقونه خوندي کړي.
بېنېټ د طالبانو جزایي قانون مبهم بللی او ویلي یې دي، چې دا د نړۍوالو قوانینو او بشري حقونو خلاف دی. نوموړي د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره د دغه قانون بېلابېلې برخې ارزولې او دا یې یو داسې چوکاټ بللی، چې د ظالمانه چلند، زور زیاتي او د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو د نقض زمینه برابروي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په پای کې ویلي، چې دوی هڅه کوي په افغانستان کې د بشري وضعیت څار ته دوام ورکړي؛ څو خلکو ته د عادلانه، روښانه او د انساني کرامت او بشري حقونو تر سیوري لاندې د ژوند کولو زمینه برابره شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د سېشنبې په ورځ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.
یونېسف ویلي، دغه کړکېچ لا له وړاندې ماشومان له زدهکړو او روغتیايي پاملرنې څخه محروموي او د ښځینه مسلکي کسانو پورې اړوند بنسټیز خدمات او اقتصاد هم کمزوری کوي. یادې ادارې په یوې نوې څېړنه کې موندلې، چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ملکي خدماتو کې د ښځو ونډه له ۲۱ سلنې نه ۱۷.۷ سلنې ته راټيټه شوې ده.
د نجونو پر زدهکړو بندیز
واک ته د طالبانو له رسېدو او د نجونو پر منځنۍ زدهکړو له بندیز را وروسته له یو مېلیون نه زیاتې نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي. یونېسف ویلي، که دغه حالت تر ۲۰۳۰کال پورې همداسې دوام وکړي؛ نو له دوو مېلیونو څخه زیاتې نجونې به له لومړنیو زدهکړو وروسته له زدهکړو بېبرخې پاتې شي.
د یونېسف اجراییه مشره کاټرین رسل وايي: «موږ له واکمنو چارواکو غوښتنه کوو، چې د نجونو پر منځنیو زدهکړو بندیز لرې کړي او له نړۍوالې ټولنې هم غواړو چې د نجونو د زدهکړې د حق ملاتړ ته ژمنه پاتې شي».
د بنسټیزو خدمتونو ګواښ
راپور وایي، چې افغانستان له دوهګوني کړکېچ سره مخ دی: له یوې خوا روزل شوې ښځینه مسلکي کسان له لاسه ورکول کېږي او له بلې خوا د راتلونکې نسل لپاره به همدا تشه پاتې وي.
د یونېسف د څېړنې له مخې؛ تر ۲۰۳۰ کال پورې ښایي هېواد تر ۲۰زره ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي. د زدهکړو سکتور لا له وړاندې اغېزمن شوی.
د بنسټیزو زدهکړو په برخه کې د ښځینه ښوونکو شمېر له ۹ سلنې څخه زیات کم شوی، چې په ۲۰۲۲کال کې نږدې ۷۳زره څخه په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۶۶زره ته ټیټ شوی. دغه کمښت د ماشومانو په ځانګړي ډول د نجونو زدهکړې له ګواښ سره مخ کوي.
د روغتیا پر سکتور اغېزې
یونېسف زیاته کړې، ښايي دغه اغېزې د روغتیا په برخه کې ډېرې سختې وي؛ ځکه چې ټولنیز دودونه ډېری وخت ښځو ته اجازه نهورکوي، چې په نارینه ډاکټرانو تداوي وکړي. یونېسف خبرداری ورکړی، چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت به په مستقیم ډول د مېندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او د ماشومانو د روغتیايي خدمتونو لاسرسی کم کړي او ښځې او ماشومان به له ګواښ سره مخ کړي.
د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار محدودیتونه هم هر کال شاوخوا ۸۴ مېلیونه ډالره اقتصادي زیان اړوي او ښایي دغه زیان نور هم زیات شي؛ ځکه هرکال نجونې او ښځې له زدهکړو او دندو بېبرخې پاتې کېږي.
د یونېسف د څېړنې له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې له ۳.۷ مېلیونو څخه زیات ماشومان په دولتي ښوونځیو کې بېړنۍ مرستې ترلاسه کړې او ۴۴۲زره ماشومان چې ۶۶ سلنه یې نجونې وې، د ټولنې پر بنسټ له ښوونیزو پروګرامونو ګټه پورته کړې ده.
یادې ادارې همداراز ۲۳۲ ښوونځي جوړ کړي یا یې بیا رغولي دي. کاټرین رسل ویلي:«د افغان نجونو د منځنیو زدهکړو مخنیوی ټول ملت له خپلو وړتیاوو بېبرخې کوي».
یوشمېر افغان پناهغوښتونکي چې د قطر د السیلیه په پنډغالي کې مېشت دي وايي، تر میاشتو ستونزو وروسته افغانستان ته د بېرته ستنېدو او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د لېږد په اړه اندېښمن دي. دوی وايي، چې افغانستان ته په ستنېدو خوندي نهدي او غواړي یو خوندي هېواد ته ولېږدول شي.
له زرو ډېر د امریکايي ځواکونو پخواني همکاران او د هغوی د کورنیو غړي له افغانستان نه تر تېښتې وروسته له یو کال څخه زیات وخت کېږي، چې د دوحې په څنډه کې په یوې امریکايي اډې کې شپې سبا کوي.
په داسې حال کې چې د امریکا د حکومت له لوري له قطر نه کانګو ته د افغانانو د لېږد طرحې په اړه بحثونه زیات شوي، دغه پناهغوښتونکو د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې د خپلو اندېښنو، افغانستان ته د بېرته ستنېدو له وېرې او د ناڅرګند برخلیک په اړه خبرې کړې دي.
رسولي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانی ژباړن و او اوس له ۱۹ میاشتو راهیسې د السیلیه په پنډغالي کې ژوند کوي، وویل: «موږ ټول په سخت ډار کې ژوند کوو. نه یوازې زه او زما کورنۍ؛ بلکې ټول هغه کسان چې دلته دي، داسې احساس کوو چې له ټولې نړۍ ډېر لرې پاتې یو».
دغه پنډغالی د دوحې په څنډه کې په یوې دښته کې موقعیت لري او په ۲۰۲۱کال کې له افغانستان نه د امریکا له وتلو وروسته د هغو افغانانو د لېږد او د دوسیو ارزونې ځای شو، چې امریکا ته د تګ هیله یې لرله.
دوی وايي، که افغانستان ته بېرته ستانه شي، له احتمالي امنیتي ګواښونو سره به مخ شي. خو د دغه پنډغالي د پناهغوښتونکو د دوسیو ارزونې بهیر د ډونالډ ټرمپ د پرېکړې له امله چې د پناهغوښتونکو منل یې ځنډولي وو؛ په ټپه درېدلی دی.
۳۶کلن رسولي زیاته کړې: «افغانستان ته ستنېدل زموږ لپاره خوندي نهدي او بله روښانه لاره هم نهلرو». شبنم چې پلار یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و وویل، چې د دغه پنډغالي اوسېدونکو کانګو ته د لېږد په اړه هېڅ رسمي معلومات نهدي ترلاسه کړي.
خو هغې ټینګار وکړ، چې د دغه خبر خپرېدو د پناهغوښتونکو ترمنځ «اندېښنې او رواني فشار» زیات کړی دی. شبنم زیاته کړه: «زموږ اندېښنه امنیت دی. موږ یو ښه او خوندي هېواد ته تګ غواړو؛ څو وکولای شو خپل ژوند له سره پیل کړو».
۳۸ کلن محمود چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانی همکار و، له څه باندې یو کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره په دغه پنډغالي کې ژوند کوي. هغه وویل: «د بیا مېشتېدو او د پنډغالي د تړل کېدو په اړه بېلابېلې اوازې خپرې شوې دي».
د افغان پناهغوښتونکو کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د لېږد طرحې د امریکايي مخورو څېرو او د دغه هېواد د کانګرس د غړو پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي.
تر اوسه امریکا دا نهده تایید کړې، چې دغه پناه غوښتونکي به کانګو ته ولېږي؛ خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه پنډغالي د اوسېدونکو درېیم هېواد ته لېږد کولای شي هغوی ته امنیت او د نوي ژوند د پیل فرصت برابر کړي.
طالبانو هم د دغه خبر له خپرېدو وروسته په قطر کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې «په ډاډ او ارام زړه» افغانستان ته بېرته ستانه شي.
د فرانسې حکومت ویلي، چې د ایرباس بنسټ په ملاتړ سره شاوخوا ۴۲ټنه بشري مرستې د افغانستان ملکي وګړو لپاره د اروپا د بشري هوايي دهلېز له لارې لیږدول شوې دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا مرستې د بحران او ملاتړ د همغږۍ مرکز له خوا تنظیم شوې دي او په کې ۲۶۸۰بکسونه د درملیزو چمتو خوړو او شاوخوا یو ټن طبي تجهیزات شامل دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه مرستې به ملګرو ملتونو ته وسپارل شي او د هغو شاوخوا ۳۲۰۰ماشومانو د درملنې لپاره به وکارول شي، چې تر پنځه کلنۍ کم عمر لري او د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا اقدام د اروپايي ټولنې د بشري هوايي دهلېز یوه برخه ده، چې د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې د افغانستان د حیاتي خوراکي توکو د کمښت د مخنیوي لپاره پیل شوی دی.
تر دې وړاندې هم د درې ورته پروازونو له لارې له ۲۷۰ټنو څخه زیات د درملیزو خوړو مرستې افغانستان ته انتقال شوې دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، نږدې ۲۲میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې په کې ۷،۵میلیونه ماشومان او امیندواره یا شیدې ورکونکې ښځې د خوارځواکۍ له جدي ګواښسره مخ دي.
په اعلامیه کې همداراز ټینګار شوی، چې فرانسه به د ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د فعالو نادولتي سازمانونو له لارې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د جمهوریت پر مهال د اطلاعاتو، کلتور او ګرځندوی مرستیال وزیر زردشت شمس ویلي، چې د پاکستان له لوري د افغانانو پر ضد بریدونه دوام لري او د ملکي اهدافو په نښه کول د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
زردشت شمس په خپل ایکس پیغام کې ویلي، چې د افغانانو پر ضد د پاکستاني ځواکونو د جګړه ییز جرمونه لا هم روان دي.
نوموړی وایي چې، پاکستان تر دې وړاندې په کابل کې پر یوه روغتون برید وکړ، چې پکې شاوخوا ۴۰۰ ناروغان وژل شوي وو، او تازه بیا د کونړ پوهنتون په نښه شوی دی.
شمس دغه بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو او علمي مرکزونو په نښه کول «جګړهییز جرم» ګڼل کېږي.
هغه په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې پاکستان د اسراییلو په څېر د تګلارو پیروي کوي او دواړه د استعماري قدرتونو له زېږېدلو جوړښتونو په توګه د ملکي وګړو هدف ګرځول روان ساتي.
نوموړي ټینګار کړی چې د داسې بریدونو دوام د سیمې ثبات ته جدي ګواښ پېښوي او نړیواله ټولنه باید پرې غبرګون وښيي.