که څه هم د یاد ریاست مسوولینو د دغه محدودیت د وضع کولو په اړه روښانه دلیل نهدی وړاندې کړی؛ خو دغه اقدام په ښار کې د خلکو او د ودونو تالارونو د مالکانو ترمنځ پراخ بحثونه راپارولي دي.
کندهار کې په وروستیو کلونو کې د ودونو ډېری مراسم په هوټلونو او تالارونو کې ترسره کېږي، ځکه چې ډېری کورنۍ په خپلو کورونو کې د لویو مراسمو د ترسره کولو لپاره کافي ځای او امکانات نهلري.
کندهار کې د ودونو د یوه تالار مسوول د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: «په اوس وخت کې د خلکو ډېری ودونه ان تر سهاره دوام کوي؛ ځکه دودونه اوږده دي او کورنۍ غواړي ټول مراسم په ارام ډول ترسره کړي. که موږ خلکو ته ووایو، چې باید تر ۱۲ بجو مخکې مراسم ختم کړي هغوی جنجال کوي او دغه پرېکړه زموږ پر کاروبار مستقیم منفي اغېز لري».
هغه زیاتوي، چې د ودونو لپاره د امکاناتو برابرول د ښار د اقتصاد یوه مهمه برخه ده او سلګونه کسان پهکې په مستقیمه او نامستقیمه توګه کار کوي؛ نو هر ډول محدودیت کولای شي د هغوی پر عایداتو هم اغېز وکړي.
بل لور ته عام خلک هم دغه پرېکړه غیر عملي او له دودونو سره په ټکر کې بولي؛ ځکه تر ۱۲ بجو مراسم پای ته نهشي رسېدای. د کندهار یو اوسېدونکی منیر احمد په دې اړه وایي: «زموږ د واده مراسم لنډ نهدي، بېلابېل پړاوونه لري او په ځانګړي ډول د ښځو مراسم اکثره تر سهاره دوام کوي. دا ناشونې ده، چې ټول دغه رسمونه دې تر نیمې شپې مخکې پای ته ورسېږي».
سرچینې وايي، ښایي د یادې پرېکړې موخه د ښځو د مراسمو محدودول وي؛ ځکه د ودونو پرمهال ښځې خپل ځانګړي دودونه، خوښۍ، سندرې او مراسم ترسره کوي. د دوی په باور؛ دغه ډول اقدامات د خلکو پر شخصي ژوند او کلتوري دودونو مستقیم اغېز کوي.
د طالبانو د امربالمعروف ریاست مسوولینو تراوسه په دې اړه وضاحت نهدی ورکړی. په ټولنیزو حلقو کې هم پر یادې پرېکړې نیوکې کېږي او ډېری کسان وایي، دغه ډول محدودیتونه د خلکو د خوښیو کمولو لامل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کندهار کې د امربالمعروف او نهې عنالمنکر ریاست تر دې وړاندې هم پر خلکو او په ځانګړي ډول پر ښځو یو لړ سخت محدودیتونه لګولي دي. د خلکو په وینا؛ دغه اقداماتو د دوی ټولنیز ژوند محدود کړی او د خوښیو او دودیزو مراسمو ترسره کول یې تر پخوا ډېر ستونزمن کړي دي.