د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د شدید باران او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ریاست ویلي، چې د هېواد په ۲۲ولایتونو کې د باران او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ریاست ویلي، چې د هېواد په ۲۲ولایتونو کې د باران او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
د یاد ریاست د وړاندوینې له مخې، سهشنبه ( غویي۸مه) به بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، سرپل، فاریاب، غور، بامیان، پنجشیر، پروان، میدان وردک، نورستان، کونړ، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، غزني، خوست او پکتیا ولایتونه د باران شاهدان وي.
د هوا پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په یادو ولایتونو کې د ورښت کچه له ۱۰تر ۳۵میلیمتره پورې اټکل شوې ده.
همداراز یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې په مرکزي، لوېدیځو، سوېل ختیځو او ختیځو ولایتونو کې د ۵۰تر ۸۵کیلومتره په ساعت چټکۍ سره د بادونو د لګېدو احتمال هم شته.
چارواکو له خلکو غوښتي، چې د احتمالي سېلابونو او سختو هوايي شرایطو له امله لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پوهنې ادارې د هېواد په ۲۳ولایتونو کې د شدیدو بارانونو، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
یاد ادارې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۶مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې سبا په پروان، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، غور، بادغیس، هرات، فراه، دایکندي، بامیان، غزني، میدانوردګ، لوګر، کابل، ننګرهار، پکتیا، خوست، تخار او بدخشان ولایتونو کې د بارانونو ورېدو امکان شته.
د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د ورښت اندازه د ۱۰تر ۳۰ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.
همداراز ویل شوي، چې په مرکزي، لوېدیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو د لګېدو امکان هم شته، چې چټکتیا به یې په ساعت کې د ۵۰څخه تر ۸۰کیلومترو پورې وي.
چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې د احتمالي سېلابونو او خرابې هوا پر مهال لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.
په بادغیس کې طالبانو د پستهلیق د طبیعي ځنګلونو سیمې مالدارانو ته ۱۴ ورځې وخت ورکړی، چې دغه ساحه تخلیه کړي. طالبانو یادو مالدارانو ته خبرداری ورکړی، که د غويي میاشتې تر ۲۰مې له یادې ساحې ونهوځي نو لږ تر لږه ۶ میاشتې به زنداني شي.
د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ او د کرنې او اوبو لګولو ریاست په یوه مکتوب کې د پستهلیق د ځنګلونو په شاوخوا سیمو کې ټولو مالدارانو ته امر کړی، چې له یادې سیمې ووځي.
په دې مکتوب کې راغلي: «وروسته د دغه اعلان تر نشرېدو ټول د مالدارۍ لرونکي هغه کسان چي د پستهلیق په طبیعي ځنګلونو، هر هغه سیمه کي چې میشت وي د پستهلیق له ساحو او له ځنګلو دې خپلې مالدارۍ ژر تر ژره کډه کړي».
په دې مکتوب کې یادو مالدارانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د طبیعي ځنګلونو د تنظیم قانون د ۳۷مې مادې لهمخې، به سرغړونکي د خسارې د جبران په ګډون لږ تر لږه ۶ میاشتې بندي کړای شي.
د طبیعي ځنګلونو د تنظیم قانون په ۳۷مې مادې کې راغلي: «په طبیعي ځنګلونو کي د مالونو څرول منع دي. متخلفین د خسارې له جبران سربېره په قصیر حبس چې له ۶ میاشتو به کم نهوي محکوم کېږي.»
د طالبانو په یاد مکتوب کې د دغې چارې لامل د پستهلیق ځنګلونو ته د مالونو له امله د تاوان رسېدل په ګوته کړي دي او زیاته شوې: «یاد اقدام وروسته له هغې ترسره شو چي د مالونو له امله د پسته لیق ملي شتمنۍ ته او خصوصاً د پستې د ګل د ودې په موسم کي تاوان رسیده».
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان په لوېدیځ کې د بادغیس پستهلیق له ښکلو طبیعي سیمو څخه یوه ده او دا سیمه چې د پستې طبیعي ځنګلونه هم لري او ځايي اوسېدونکي له دې ځای پرته د مالونو د څرولو لپاره بل داسې څړځای نهلري.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتوالي ادارې مشر، ملا نورالدین ترابي د کډوالۍ نړیوال سازمان(ای او ایم) له مشرې میا پارک او ورسره مل پلاوي سره لیدلي او د همکاریو پر پیاوړتیا یې خبرې اترې کړي دي.
له دغه ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده ناسته کې ملا ترابي د کډوالۍ نړیوال سازمان د رغنیزو، مخنیوي پروژو او بېړنیو مرستو په برخو کې یو مهم او اغېزمن شریک بللی. هغه همداراز د یادې ادارې لپاره د رضاکارانو د جذب روان بهیر ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا پروسه په چټکۍ سره روانه ده او ژر به بشپړه شي. نوموړي د دغو رضاکارانو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې د میا پارک له قوله ویل شوي، چې ای او ایم خپلو همکارانو ته لارښوونه کړې څو له دې ادارې سره فعاله او جدي همکاري وکړي.
اغلې پارک زیاته کړې، چې موخه یې دا ده چې د پېښو د مدیریت لپاره یو قوي او فعال میکانیزم رامنځته کړي، او په همدې خاطر د اړیکو مرکزونو پیاوړتیا او د رضاکارانو توانمندۍ ته ځانګړې پاملرنه کوي.
نوموړې همداراز وویل،چې په پکتیا ولایت کې پاتې نیمګړې پروژې بېرته پیل شوې دي او تمه ده په نږدې وخت کې بشپړې شي.
هغې ویلي،چې په کونړ ولایت کې د زلزله ځپلو خلکو لپاره د سرپناه جوړولو چارې روانې دي او هڅه کوي چې له تمویلونکو څخه د دې برخې لپاره نوره بودیجه هم ترلاسه کړي، ځکه زیانمن خلک جدي مرستو ته اړتیا لري.
په قزاقستان کې د سیمهییزې ایکولوژیکي سرمشریزې ۳ ورځنۍ غونډه پرون (جمعه د غويي ۴مه) پایته ورسېده. دغې سرمشریزې د چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلون او د طبیعي سرچینو د مدیریت پر مهمو موضوعاتو تمرکز درلود، چې پهکې له طالبانو سربېره د منځنۍ اسیا هېوادونو لوړپوړو استازو ګډون کړی وو.
د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې رییس مطیعالحق خالص او ورسره مل پلاوي هم په دغې غونډه کې ګډون کړی وو. سرمشریزه کې ګډونوالو د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو اقداماتو پر پیاوړتیا، د اوبو سرچینو مؤثر مدیریت، د شنو ټکنالوژیو پراختیا او د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره پر سیمهییزو همکاریو ټینګار وکړ. همداراز، د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو لپاره د ګډو عملي پروګرامونو پر پلي کېدو او له نړیوالو بنسټونو سره د همغږۍ پر زیاتوالي هوکړه وشوه.
د غونډې پرېکړو کې د ارال سمندر پر ساتنې ټینګار شوی او د دې تاریخي چاپېریالي بحران د حل لپاره د نړیوالو هڅو د پراخولو غوښتنه هم شوې ده. سربېره پر دې، د اوبو کمښت، د هوا ککړتیا او د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو پر وړاندې د ګډو اقداماتو اړتیا یاده شوې ده.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د شنبې په ورځ (د غويي ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یادې سرمشریزې په تخصصي ناستو کې د کثافاتو مدیریت، دوراني اقتصاد، دقیقو معلوماتو نشتوالی، ډیجیټلي حللارې او د مصنوعي ځیرکتیا سیستمونو کارونې پر موضوعاتو ژور بحثونه وشول. ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د ډیجیټلي او نوې ټکنالوژۍ کارول کولی شي هېوادونه له ارزونې څخه عملي اقداماتو ته ورسوي.
د مرکزي اسیا هېوادونو استازو څرګنده کړه، چې د طبیعي مناظرو بیا رغونه او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت لوړول د سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري. همدارنګه، د اقلیمي تمویل د زیاتوالي اړتیا هم مطرح شوه، څو ګډې پروژې په اغېزناک ډول پلي شي.
په دغو ناستو کې دا هم روښانه شوه، چې مرکزي اسیا د اقلیم بدلون له امله له تر ټولو زیانمنو سیمو څخه ده. د یخچالونو وېلې کېدل او پر اوبو د فشار زیاتوالی د اوبو سرچینو، کرنې او اقتصاد لپاره یې جدي ګواښونه رامنځته کړي دي.
له اقلیم سره د سازګاره ځمکې کارونې طریقو په اړه هم ناسته وشوه، چې پهکې د ځمکې د تخریب او دښتي کېدو پر مخنیوي بحث وشو. ګډونوالو دا ستونزه د خوړو خوندیتوب لپاره جدي ننګونه وبلله.
د سرمشریزې په درېیمه ورځ په چاپېریال سکتور کې د عصري ډیجیټلي حللارو او مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژیو د کارونې په اړه ځانګړې ناسته ترسره شوه، چې پهکې د نوې ټکنالوژۍ رول د چاپېریالي مدیریت په ښه والي کې مهم وبلل شو.
همدارنګه «په مرکزي اسیا کې د وختي خبرداري او د ناورین د خطر کمولو همکارۍ» تر عنوان لاندې ناسته کې د GLOFCA پروژې عملي پایلې وړاندې شوې او پهکې د یخچالي جهیلونو څارنه، د وختي خبرداري سیستمونو پلي کېدل او د ټولنې پر بنسټ د خطر کمولو اقدامات مهم وبلل شول.
د طالبانو خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ورسره هممهاله، «له اقلیمي خطرونو تر سوداګریزو فرصتونو» تر عنوان لاندې ناسته کې ګډونوالو د چاپېریالي ننګونو د پانګونې پر فرصتونو، د سوداګرۍ ستراتیژیو کې د اقلیم موضوع ادغام او د شنو مالي میکانیزمونو پر پراختیا بحثونه وکړل. د سرمشریزې د اهمیت له امله د اقلیم، ایکولوژۍ او سیمهییز اتصال موضوعاتو پراخ نړیوال پام ځانته رااړولی وو.
د مرکزي اسیا د چاپېریالي فعالیتونو د ارزونې سیمهییز بهیر هم په رسمي ډول پیل شو. د وزیرانو په کچه ناسته کې د سیمهییزو لومړیتوبونو، همکارۍ او د تمویل میکانیزمونو پر ټاکلو بحث وشو. دا نوښت د اقلیم بدلون، د اوبو کمښت، د یخچالونو وېلې کېدو او د ځمکې د تخریب په څېر ګډو ننګونو ته د همغږي ځواب رامنځته کولو لپاره پیل شوی دی.
همداراز، د مرکزي اسیا لپاره د هوا د کیفیت پالیسۍ دویم سیمهییز ډایلاګ هم ترسره شو، چې پهکې د چاپېریال وزیرانو د هوا د ککړتیا د کمولو او د صنعت د عصري کېدو پر عملي لارو چارو بحث وکړ. د سختو چاپېریالي مقرراتو پلي کول، د ککړو صنعتونو انتقال، د شنو ټرانسپورتي سیستمونو پراختیا او د عصري ټکنالوژیو کارول د مهمو لومړیتوبونو په توګه یاد شول.
د طالبانو پلاوي هم په دې مهمه سرمشریزه کې ګډون درلود، چې مشري یې د چاپېریال ساتنې ادارې رییس مطیعالحق خالص کوله. یاد پلاوي د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي ننګونو او د سیمهییزې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او د ګډو هڅو ملاتړ یې څرګند کړ.
د یادونې وړ ده چې دا سرمشریزه د سیمې هېوادونو ترمنځ د چاپېریالي همکاریو د پیاوړتیا، د نوې ټکنالوژۍ د کارونې او د اقلیم بدلون پر وړاندې د یوه ګډ او عملي دریځ د رامنځته کولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رییس مطیعالحق خالص په قزاقستان کې د «استانه سیمهییزې ایکولوژیکي» غونډې په څنډه کې د قزاقستان د ایکالوژۍ او طبیعي سرچینو وزارت له مرستیال منصور اوشوربایف او د زرغون بهیر له مشر امیرتای سره جلا جلا لیدنې او خبرې کړې دي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، مطیعالحق خالص د قزاقستان د زرغون بهیر له مشر امیرتای سره په لیدنه کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې پر شته ننګونو او فرصتونو، په ځانګړي ډول د اقلیمي بدلونونو پر زیاتېدونکو اغېزو خبرې کړې دي.
مطیعالحق خالص زیاته کړې، چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له جدي ګواښونو سره مخ دی، چې وچکالي، د اوبو د سرچینو کمښت او د ځنګلونو تخریب یې مهمې بېلګې دي.
په دې کتنه کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، د تخنیکي تجربو تبادله او د نویو چاپېریالي ټکنالوژیو کارونې ته هم اشاره شوې ده. دواړو لورو د پاکو انرژیو پراختیا، د هوا د کیفیت د څار سیستمونو پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ګډه مبارزه خپل مهم لومړیتوبونه وبلل.
د قزاقستان د زرغون بهیر مشر امیرتای د ګډو همکاریو هرکلی وکړ او د خپلې ادارې له خوا یې د تخنیکي ملاتړ، د تجربو شریکولو او په افغانستان کې د بنسټیزو ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره چمتووالی څرګند کړ.
مطیعالحق خالص د قزاقستان د ایکالوژۍ او طبیعي سرچینو وزارت له مرستیال منصور اوشوربایف سره په جلا کتنه کې د سیمې هېوادونو ترمنځ د چاپېریالي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. هغه د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه یوه بیړنۍ اړتیا وبلله.
دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، د معلوماتو او تخنیکي تجربو تبادله او د چاپېریالي ننګونو پر وړاندې پر اغېزناکې مبارزې ټینګار وکړ.