د امریکا د جګړې وزیر: د میناب ښوونځي د مرګونې پېښې په اړه لا هم څېړنې روانې دي

د امریکا د جګړې وزیر، پيټ هېګسټ ویلي، چې د ایران د میناب په یوه ابتدایي ښوونځي د مرګونې برید په اړه څېړنې لا هم روانې دي.

د امریکا د جګړې وزیر، پيټ هېګسټ ویلي، چې د ایران د میناب په یوه ابتدایي ښوونځي د مرګونې برید په اړه څېړنې لا هم روانې دي.
دغه پېښه چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې رامنځته شوې، له امله یې له ۱۶۵څخه ډېر کسان وژل شوي وو، چې ډېری یې ماشومان وو.
هېګست دا څرګندونې د امریکا د استازو جرګې د ډیموکراټ غړي رو کانا د پوښتنو په ځواب کې کړې، چې د دې برید د انساني تلفاتو او پایلو په اړه یې وضاحت غوښته.
هغه دا پېښه «خواشینوونکې» بللې او ویلي یې دي چې د دې ډول پېښو لپاره هېڅ مادي ارزښت نه شي ټاکل کېدای.
هېګست تېره میاشت ویلي وو،چې د امریکا پوځ د دې پېښې د څېړلو لپاره د مرکزي قوماندې (سنتکام) څخه بهر یو جنرال ګومارلی دی، څو بشپړه څېړنه وکړي.
خو هغه د چهارشنبې په ورځ (غوایي ۹مه) د کانګرس په ناسته کې د پېښې د رامنځته کېدو د علت په اړه له وضاحت ورکولو ډډه وکړه او بیا یې ټینګار وکړ چې امریکا ملکي وګړي هدف نه ګرځوي.
دغه پېښه په نړیواله کچه د ملکي تلفاتو او پوځي عملیاتو د پایلو په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

د نوبل سولې جایزې ګټونکې او د بشري حقونو فعالې، ملالې یوسفزۍ د سکالینډ له لومړي وزیر سره تر لیدنې وروسته له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان له ښځو او نجونو سره لا زیات ملاتړ او یوالی وښيي او د «جنسیتي اپارتاید» د رسمیت پېژندلو لپاره عملي ګامونه واخلي.
ملالې یوسفزۍ د چهارشنبې په ورځ (غویي ۹مه) د سکاټلنډ له لومړي وزیر جان سویني سره تر لیدنې وروسته ویلي، چې افغان ښځې او نجونې نږدې پنځه کاله کېږي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سختو محدودیتونو سره مخ دي او ډېری هېوادونو د دوی د وضعیت په اړه «چوپتیا» غوره کړې ده.
هغې ویلي، چې په افغانستان کې ښځې د زدهکړې او کار له حق څخه محرومې شوې دي او حتی د عامه حضور یا د زدهکړو هڅې هم د محدودیتونو او مجازاتو سبب ګرځي.
د ملالې په وینا، وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره عملي اقدام وکړي.
هغې ټینګار کړی، چې د «جنسیتي اپارتاید» د نړیوالو قوانینو له مخې رسمیت پېژندل کولای شي طالبان د خپلو کړنو مسؤل وګرځوي او هېوادونه اقدام ته وهڅوي.
په همدې حال کې، جان سویني په دې لیدنه کې ژمنه کړې، چې د جنسیتي اپارتاید د جرمپېژندنې هڅو ملاتړ به کوي.
د دواړو لورو په ګډه اعلامیه کې د طالبانو د ښځو پر وړاندې سیاستونه غندل شوي او هغه د ښځو له اساسي حقونو څخه سیستماتیک محرومیت بلل شوی دی.
ملالې یوسفزۍ همداراز غوښتنه کړې، چې افغان ښځې دې په نړیوالو مذاکراتو کې له طالبانو سره شاملې شي او ټینګار یې کړی، چې دا مسله یوازې د افغانستان نه، بلکې د نړیوالو بشري حقونو موضوع ده او د ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو، ملاتړ ته اړتیا لري.
له هغه راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د ښځو پر ژوند بېساري محدودیتونه لګېدلي دي. په لومړنیو پرېکړو کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زدهکړې بندې شوې، چې نږدې پنځه کاله وروسته هم دوام لري او میلیونونه نجونې له زدهکړې بېبرخې پاتې دي.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د متحده عربي اماراتو له لوري د اوپک او اوپکپلس څخه د وتلو پرېکړه ستایلې ده.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ په خبري ناسته کې ویلي، چې دا اقدام کولای شي د نفتو د بازار د بېثباتۍ په کمولو کې مرسته وکړي، په ځانګړي ډول هغه بېثباتي چې د ایران په تړاو د روانو ترینګلتیاوو له امله رامنځته شوې ده.
هغه د ارټیمیس ۲ماموریت د ستورمزلو له لیدنې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، چې د دې پرېکړې په پایله کې به د تېلو او پټرولو بیې راټیټې شي او دا به د نړیوالو بازارونو لپاره مثبت پرمختګ وي.
ټرمپ زیاته کړې: «زه فکر کوم دا په پای کې یو ښه اقدام دی، ځکه چې د پټرولو، تېلو او نورو توکو بیې به راټیټې شي.»
د اماراتو د دې احتمالي پرېکړې په اړه نور جزئیات تر اوسه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي، خو دا موضوع د نړیوال انرژۍ بازارونو له نږدې څارل کېږي.
د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ټولنې او اروپايي ټولنې د افغانستان لپاره د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او د بشري حقونو د وضعیت او روان کړکېچ په اړه یې اندېښنې څرګندې کړې دي.
اروپايي ټولنې، پرون د چهارشنبې په ورځ (غویي ۸مه) د دواړو لورو د بهرنیو چارو وزیرانو د ۲۵مې غونډې په پای کې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې باید د ټولو وګړو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو درناوی وشي.
په اعلامیه کې راغلي: «موږ د داسې یو ټولشموله او بشپړ استازي حکومت پر جوړېدو ټینګار کوو، چې د قانون پر حاکمیت، د بشري حقونو درناوي او د افغانستان د ټولو اوسېدونکو د بنسټیزو ازادیو پر بنسټ ولاړ وي.»
دغه ګډه اعلامیه همداراز ټینګار کوي، چې باید د افغانستان په ټولو سیمو کې ټولو خلکو ته د بشري مرستو بېقیده او بېخنډه لاسرسی تضمین شي.
په دې غونډه کې د افغانستان د روان وضعیت او تاوتریخوالي ته هم اشاره شوې او له ټولو لورو غوښتنه شوې، چې زغم وښيي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅې وکړي.
د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ټولنېاو اروپايي ټولنې غړو هېوادونو همداراز د افغانستان د روان بشري کړکېچ د حل لپاره د نړیوالو مرستو پر دوام ټینګار کړی او په دې برخه کې یې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
د روسيې د دفاع وزير اندری بلوسوف وايي، چې په افغانستان کې وضعيت لا هم بېثباته دی او دا هېواد د ترهګريزو ګواښونو له مهمو سرچينو څخه پاتې دی. هغه دا څرګندونې د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزيرانو په غونډه کې د قرغيزستان په پلازمېنه بشکېک کې وکړې.
بلوسوف ټينګار وکړ: «د افغانستان بېثباته وضعيت لا هم د پولو پورې تړلو جرمونو او ترهګريزو ګواښونو اساسي سرچينه ده».
مسکو د داعش خراسان ډلې او د منځنۍ اسيا د ځينو سختدريځو خوځښتونو، لکه د ازبکستان اسلامي غورځنګ، انصارالله تاجکستان او نورو اسلامپالو ډلو د شتون او فعاليت په اړه اندېښنه لري.
د روسيې د دفاع وزير د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې د سيمې څخه بهر هېوادونو پوځي شتون په منځنۍ اسيا کې «د منلو وړ نه» وباله. هغه پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي، وويل: «موږ د سيمې څخه د باندې هېوادونو هغه هڅې په دقت څارو چې غواړي په منځنۍ اسيا کې پوځي حضور رامنځته کړي او لوژستيکي چارې تنظيم کړي، او دا کار موږ ته د منلو وړ نه دی».
تر دې مخکې، د روسيې لوړپوړو چارواکو، لکه د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي، ويلي وو چې امريکا هڅه کوي افغانستان ته بېرته ستنه شي، او روسيې څو ځله په دې اړه خبرداری ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي، ضمير کابلوف، ويلي وو چې مسکو په افغانستان کې د امريکا د پوځي اډو بيا فعالېدل، په ځانګړي ډول د بګرام اډې ته بېرته ستنېدل، په بشپړه توګه د منلو وړ نه بولي. هغه دا هيله هم څرګنده کړې وه چې طالبان به خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او امريکا ته به د بېرته راتګ اجازه ورنه کړي.
د همدې اندېښنو په ترڅ کې، کابلوف د سېشنبې په ورځ د وري په ۲۸مه کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د بهرنيو چارو او کورنيو چارو له وزيرانو سره يې وليدل.
په همدې حال کې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله له افغانستانه د امريکايي ځواکونو پر وتلو نيوکه کړې او هغه يې «شرموونکی» بللی دی. هغه ويلي وو چې امريکا بايد د بګرام اډه د چين د اټومي تاسيساتو د څار لپاره ساتلې وای.
ځينې شنونکي هم باور لري چې د سيمهييزو کړکېچونو، په ځانګړي ډول له ايران سره د تاوتريخوالي وروسته، د بګرام اډې ارزښت د امريکا لپاره نور هم زيات شوی دی.
بګرام اډه د امريکا له سترو پوځي مرکزونو څخه وه چې په ۲۰۲۱ کال کې پرېښودل شوه.
د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزيرانو غونډه د سېشنبې په ورځ، د غويي په اتمه، د قرغيزستان په بشکېک ښار کې ترسره شوه.
شانګهای همکارۍ سازمان يو سيمهييز جوړښت دی چې د منځنۍ اسيا هېوادونه، چين، روسيه، پاکستان، هند او ايران پکې شامل دي او د امنيتي، اقتصادي او سياسي همکاريو د پياوړتيا لپاره رامنځته شوی دی.
د دې سازمان کلنۍ غونډې د غړو هېوادونو د لوړو چارواکو لپاره مهم فرصت برابروي، څو د ګډو ننګونو په اړه سلا مشورې وکړي او د سيمهييزو تګلارو په همغږۍ کې پرمختګ رامنځته کړي.
د ډيموکراتو سناتورانو يوې ډلې په يوه ليک کې د امريکا له حکومت څخه غوښتي، چې له قطر څخه کانګو ته د څه باندې زر افغان کډوالو د لېږد پروګرام باید سملاسي ودروي. په دې ليک کې ۲۱ امريکايي سناتورانو دا اقدام «د امريکا په تاريخ کې له تر ټولو بدو او ناپوهانه خيانتونو څخه يو» بللی دی.
هغوی خبرداری ورکړی چې د دغو کسانو لېږل، چې نږدې ۴۰۰ ماشومان هم پکې شامل دي، داسې هېواد ته چې خپله له سخت بشري ناورين سره مخ دی، «د امريکا نوم به د تل لپاره بدنام کړي».
سناتورانو ټينګار کړی چې دغه افغان کډوال، چې پکې ژباړونکي، ځانګړي عملياتي سرتېري او د هغوی کورنۍ شاملې دي، کلونه د امريکايي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو او داعش پر ضد جګړه کړې او خپل ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.
دوی د کابل له سقوط وروسته د امريکا د بيا مېشتېدو ژمنه ترلاسه کړې وه، خو دا پروګرام د ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا درول شوی دی.
په ليک کې راغلي: «دا چې زموږ افغان متحدين په بېرحمانه ډول يوې بلې فاجعهځپلې سيمې ته ولېږو، دا د امريکا د ميراث برخه نه شي کېدای. موږ هغوی ته ژمنه کړې چې يوازې به يې نه پرېږدو».
هغوی ويلي چې بېرته افغانستان ته ستنېدل يا په کانګو کې ژوند کول، دواړه خراب انتخابونه دي چې د ټرمپ حکومت دغه کډوال ورته اړ کړي دي.
سناتورانو په خپل ليک کې ټينګار کړی چې دا اقدام نه يوازې غيرانساني دی، بلکې د امريکا نړيوال اعتبار ته جدي زيان رسوي. هغوی د امريکا د بهرنيو چارو له وزير، مارکو روبیو، غوښتي چې په دې تړاو له کانګو سره هر ډول خبرې بندې کړي.
د دې خبر له خپرېدو وروسته، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل، چې له قطر څخه کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد له دې طرحې بېخبره دی. هغه د غويي په درېيمه نېټه په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته په ځواب کې يوازې دومره وويل: «زه نه پوهېږم.»
تر دې مخکې، نيويارک ټايمز راپور ورکړی و چې د ټرمپ اداره، د افغان کډوالو د بيا مېشتېدو د پروګرام له درولو او د منځني ختيځ د کړکېچونو له امله، پرېکړه کړې چې په دوحه، قطر کې په يو کمپ کې بند پاتې شاوخوا زر افغان کډوال کانګو ته ولېږدوي.