اسلاماباد غواړي ټول هغه افغانان، چې قانوني ویزې نه لري، وباسي او له ۲۰۲۳ کال راهیسې یې له درې میلیونو ډېرو افغانانو نه تر دوه میلیونو زیات بېرته خپل هېواد ته استولي دي.
ډېری دا کسان د دویم او درېیم نسل کډوال دي چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې له جګړو تښتېدلي وو.
افغانان له څو ورځو راهیسې انتظار باسي چې پاکستاني چارواکي هغوی ته پر کرښې د اوښتو اجازه ورکړي، خو د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له څو ورځو راهیسې یوځل بیا نښتې پیل شوې دي.
پاکستان ویلي چې د چارشنبې په ورځ د افغانستان له لوري د هاوان په بریدونو کې د جنوبي وزیرستان په ولسوالۍ کې څو تنه، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د افغانستان په اړخ کې سرچینې وايي، چې پاکستاني ځواکونو د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ بریدونه کړي دي.
صالحه بيبي وویل: «موږ هېڅکله فکر نه کاوه چې یوه ورځ به موږ ته وویل شي چې ووځئ.» هغې زیاته کړه چې دې هېڅکله افغانستان ته سفر نه دی کړی.
هغې، چې د پنځو بچیانو مور ده، رویټرز ته وویل چې په افغانستان کې د خپلو ماشومانو د هوساینې، امنیت او زدهکړو په اړه اندېښمنه ده .
نوموړې زیاته کړه، « یوڅه چې موږ ډېر دردوي، په افغانستان کې زما د ماشومانو لپاره د زدهکړو د فرصتونو نشتوالی دی».
د هغې پلار یوازې ۱۷ کلن و چې پاکستان ته کډه شوی و.
پاکستان او طالبانو سږ کال تر ټولو سختې جګړې تجربه کړې دي.
اسلاماباد وایي چې کابل هغو سختدریځو ته پناه ورکوي چې په پاکستان کې بریدونه کوي. افغان طالبان دا خبره ردوي او وایي چې دا د پاکستان خپله کورنۍ ستونزه ده.
د لاریو اوږده کتارونه چې کډوال او د هغوی سامانونه پکې بار دي، د کرښې دواړو غاړو ته ولاړ دي.
۲۴ کلن برهان خان وویل چې هغه او کورنۍ یې له ۱۲ ورځو زیات وخت راهیسې د کرښې پر سر انتظار باسي. د هغه په وینا، نور خلک تر دې هم زیات انتظار باسي.
خان وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه د کډوالو حالت لا خرابوي.
هغه وویل: «ښځې او ماشومان نږدې دوه اونۍ کېږي چې په موټرو کې ناست دي».