په کندهار کې زرګونو راستنو شویو کورنیو ته د سعودي لهخوا خوراکي مرستې ویشل شوي

په کابل کې د د سعودي عربستان سفارت اعلان کړی، چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د کندهار ولایت له راستنېدونکو او بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

په کابل کې د د سعودي عربستان سفارت اعلان کړی، چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د کندهار ولایت له راستنېدونکو او بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
دغه سفارت د خپل ایکس له لارې ویلي، چې د د ملک سلمان د بشري مرستو او مرستندوی مرکز له لوري، د «التوحید» بنسټ په همکارۍ، د کندهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې (۱۱۳۰) خوراکي بستې وېشل شوې دي.
د سفارت په وینا، دا مرستې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۸ او ۲۹ نېټو کې ترسره شوې او د هغو کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې چې یا له هېواده راستنې شوې دي او یا هم د کډوالۍ له امله زیانمنې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، دغه اقدام په افغانستان کې د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ کلونو لپاره د خوړو د خوندیتوب او بیړنیو حالاتو د پروګرام برخه ده، چې هدف یې له زیانمنو کورنیو سره مرسته او د هغوی د ژوند لومړنیو اړتیاوو پوره کول دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستانه، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له زیاتېدو سره، په بېلابېلو ولایتونو کې د بشري مرستو اړتیاوې هم ډېرې شوې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، سوداګرو، صنعتکارانو او د خصوصي سکټور غړو ته د پټاقیو د وارداتو، تولید او کارونې د مخنیوي په اړه د هبتالله اخوندزاده حکم ابلاغ کړ. د طالبانو مشر تېره اونۍ د یوه حکم په ترڅ کې په هېواد کې د پټاقیو تولید او کارونه او همداراز واردات منع کړي وو.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۰مه) په یوې خبرپانه کې ویلي، نورالدین عزیزي له سوداګرو، صنعتکارانو او د خصوصي سکټور له غړو سره په کتنه کې د پټاقیو د وارداتو، تولید او کارونې د مخنیوي په اړه د هبتالله اخوندزاده حکم هغوی ته ابلاغ کړی دی.
نورالدین عزیزي په دې لیدنه کې وویل: «دغه حکم د اذیت او ازار او د ناوړه پېښو د رامنځته کېدو د مخنیوي او د خلکو شکایتونو ته د رسېدو په موخه صادر شوی دی».
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې پرېکړه وشوه، چې د عامه پوهاوي او د یاد حکم د لا ښه پلي په موخه، دا موضوع له اړوندو ادارو سره شریکه شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو لهمخې، د هبتالله اخوندزاده له دغه حکم څخه له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي او متخلف شرکتونه به عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي.
په افغانستان کې پټاقۍ په ځانګړو مراسمو لکه، اخترونو، نوروز او ودونو کې کارول کېږي او په دې سره به د ځینو خلکو په منځ کې وېره خپرېده او ځینو به د امنیتي پېښو د رامنځته کېدو اټکل کاوه.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت شاوخوا ۶ میاشتې مخکې د شپې له ۹ د سهار تر ۷ بجو د پټاقیو پر کارول کېدو بندیز لګولی وو.
له دې ټولو محدودیتونو سره سره په افغانستان کې د پټاقیو کارونه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په منځ کې د یوې سرګرمۍ په توګه دود ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ۶۱روغتیايي مرکزونو ته زیان اړولی دی.
د راپور له مخې، دغه مرکزونه په کندهار، زابل، بادغیس، لوګر او ننګرهار ولایتونو کې موقعیت لري.
اوچا ټینګار کړی، سره له دې چې زیانونه اوښتي، خو د دغو مرکزونو فعالیتونه په بشپړه توګه نه دي درېدلي، خو په ځانګړي ډول په ننګرهار کې د خدمتونو وړاندې کول له خنډونو سره مخ شوي دي.
راپور زیاتوي، چې سېلابونو د پوهنې سکتور ته هم جدي زیان اړولی؛ په مشخص ډول په ننګرهار کې ۶۸ښوونځي او په جنوبي سیمو کې ۵۵ښوونځي زیانمن شوي دي، او په شمالي او مرکزي ولایتونو کې هم د زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي. دې وضعیت د لسګونو زرو زدهکوونکو د زدهکړو بهیر اغېزمن کړی دی.
اوچا ویلي، چې د روغتیايي او تعلیمي بنسټونو زیانمن کېدو بنسټیزو خدماتو ته د زرګونو کسانو لاسرسیمحدود کړی او بشري اړتیاوې یې زیاتې کړې دي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د خوندیتوب ګواښونه لا هم لوړ دي او له ۱۴زرو ډېر کسان د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي له خطر سره مخ دي. سربېره پر دې، د ناچاودېدلو مهماتو د چاودنې خطر هم زیات شوی او میلیونونه کسان په ککړو سیمو کې له دې ګواښ سره مخ دي.
د راپور له مخې، وروستیو سېلابونو پراخې مرګژوبلې هم اړولي؛ سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي، شاوخوا ۷۵۰۰کورونه زیانمن یا بشپړ ویجاړ شوي، سلګونه کیلومتره سړکونه او ګڼ پلونه ویجاړ شوي او پراخې کرنیزې ځمکې له منځه تللې دي.
اوچا وایي، له څه باندې ۷۳زره اغېزمنو کسانو څخه د نږدې ۵۶زره او ۹۰۰کسانو عاجلو مرستو ته اړتیا تثبیت شوې او تر دې دمه له ۳۱زرو زیات کسان بشري مرستې ترلاسه کړې دي.
دغه مرستې خوراکي توکي، نغدي پیسې، سرپناه، روغتیايي خدمات، د اوبو او حفظالصحې اسانتیاوې او د خوندیتوب ملاتړ رانغاړي.
په تېرو نږدې یوې میاشتې کې، افغانستان د درنو بارانونو، سېلابونو، د ځمکې ښوېدو او حتی زلزلو شاهد پاتې شوی دی.
د طالبانو د ورکړل شوو شمېرو له مخې، په دغو پېښو کې لږ تر لږه ۲۱۴کسان وژل شوي او له ۳۰۰ډېر نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان لپاره د کوریا سفارت وایي، چې شارژدافیر مون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال سره په کابل کې کتلي او د افغان کډوالو پر ملاتړ یې خبرې اترې کړي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغان کډوالو لپاره د «یو اېن اېچ سي آر» پر روان ملاتړ او بشري مرستو خبرې وکړې. همداراز، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د کوریا د حکومت ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو هم بحث وشو.
د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د افغان کډوالو د وضعیت د ښه کېدو لپاره دوامدارې همکارۍ او همغږي اړینې دي.
افغانستان کې د کوریا سفارت د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې دغه لیدنه د چارشنبې په ورځ د غویي په نهمه ترسره شوې ده. سفارت زیاته کړې چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغان کډوالو لپاره د کډوالو د عالي کمېشنرۍ پر روان ملاتړ او بشري مرستو خبرې وکړې. همداراز، یو این ایچ سي ار او د کوریا د حکومت ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو هم بحث شوی دی.
له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ له زیاتېدو سره، ستنېدونکي کډوال وایي چې د حکومتي ژمنو سره سره د ثبت، انتقال او اساسي اسانتیاوو ستونزې لا هم پر خپل ځای دي، او ګڼې کورنۍ په لنډي کوتل کې د څو ورځو لپاره د نوبت په تمه په نامناسبو شرایطو کې ژوند کوي.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی، خو ستنېدونکي کډوال شکایت کوي چې د ژمنو خلاف، د هغوی ستونزې نه دي هوارې شوې او له جدي خنډونو سره مخ دي.
محمد ابراهیم، چې له اکوړه ځټک څخه لنډي کوتل ته رسېدلی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي، تر اوسه نه پوهېږي چې افغانستان ته د ستنېدو رسمي بهیر به یې کله بشپړ شي. نوموړی زیاتوي چې کورنۍ یې د نورو کورنیو سره یو ځای په یوه خېمه کې اوسیږي او حتی د اوبو اسانتیا هم نه لري.
نوموړي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «د پاکستاني چارواکو او د طالبانو د استازو له ژمنو سره سره، د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو ستونزې نه دي کمې شوې.»
د نوموړي په وینا، هره ورځ یوازې د ۸۰ تر ۱۰۰ کورنیو لپاره ټوکنونه(د تګ اجازه) ورکول کېږي، او خلک اړ دي چې د خپل نوبت د معلومولو لپاره څو ځله مرکز ته ولاړ شي. هغه زیاته کړه چې د چارواکو له وروستي سفر وروسته خلکو هیله لرله چې ستونزې به حل شي، خو «تر اوسه کوم بدلون نه دی راغلی.»
څه وخت وړاندې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپريدي د اپرېل پر ۱۱مه د لنډي کوتل کمپ څخه لیدنه کړې وه او د اسانتیاوو د زیاتولو ژمنه یې هم کړې وه.
په همدې حال کې، د کډوالو د شمېر له زیاتېدو سره د تورخم پر لویه لاره ترافیکي ستونزې هم زیاتې شوې دي. د جمرود له بګیاړي پوستې تر سور کمر سیمې پورې تر ۳۰۰ډېر باروړونکي موټر، چې د کډوالو کورني توکي یې لېږدول، درول شوي وو، څو لومړی په لنډي کوتل کې د موجودو کډوالو اداري چارې بشپړې شي.
راپورونه ښيي، چې د کډوالو د ثبت لپاره په خیبر پښتونخوا کې پنځه مرکزونه جوړ شوي، چې یو یې د لنډي کوتل په حمزه بابا سیمه کې دی. خو ډېری کډوال د لنډي کوتل او شاوخوا سیمو کې په خېمو کې له خپلو کورنیو سره د ورځو لپاره د نوبت په تمه پاتې دي.
د کډوالو د یوې ډلې استازی سعیدالله وایي: «خلک څلور تر پنځو ورځو یوازې د ټوکن اخیستو لپاره انتظار باسي، او له هغه وروسته بیا د نوم ثبتولو لپاره هم څو ورځې نور انتظار کوي.»
هغه زیاته کړه: «زموږ ترمنځ ناروغان، سپینږیري او ماشومان شته چې له سختو ستونزو سره مخ دي، موږ بې وسه د پاکستاني چارواکو رحم ته ناست یو.»
یو بل کډوال عتیق الله چې له ملاکنډ څخه بېرته افغانستان ته ځي، وایي د پاکستاني پولیسو غیرې انساني چلند اړ کړ چې پاکستان پرېږدي او خپل وطن ته وګرځي. هغه وویل: «پولیس نه یوازې خلک نیسي، بلکې په کورونو در اوړي. له همدې وېرې مو پرېکړه وکړه چې بېرته لاړ شو، خو دلته زموږ لپاره هېڅ اسانتیا نشته.»
د پولیسو د غیرې انساني چلند له امله د پاکستان په مختلفو ښارونو کې پېښې راپور شوي، د اسلام اباد په بي ۱۷ ښارګوټي کې یو افغان د امریکا د کډوالۍ پروګرام لپاره منتظر وو او اوس اړ شوی چې له خپلې کورنۍ سره د تورخم له لارې افغانستان ته وګرځي، د نوم د نه ښودو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل: « د اسلام اباد پولیس د ترهګرو غوندې په افغانانو پسې دروازې ماتوي، همدا کافي ده چې افغان یې، نور دوی ته نه ته انسان ښکارې او نه یې ورته زنانه انسانان ښکاري.»
د هغه په وینا، دلته تورخم ته نږدې، په کمپونو کې د ښځو لپاره تشنابونه، د خوړو اسانتیا، د ناروغانو درملنه او نور بنسټیز خدمات نږدې نه شته.
د لنډي کوتل اداري چارواکي وایي، هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ټوکنونه ورکول کېږي، چې هر ټوکن یوه کورنۍ استازولي کوي.
د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام وزیر ویلي، چې د ثبت بهیر چټک شوی او د نادرا مرکزونه له ۶څخه ۲۲ ته لوړ شوي دي. هغه وویل: «اوس هره ورځ له ۴ زرو څخه زیات افغان کډوال ثبت او د تورخم له لارې افغانستان ته لېږل کېږي.»
خو نوموړي دا هم ومنله چې د ستنېدنې بهیر په بشپړ ډول د طالبانو د حکومت پر تګلارې پورې تړلی دی. د هغه په وینا: «موږ کولای شو تر دې هم ډېر کډوال واستوو، خو افغان لوری وایي چې د زیات شمېر کډوالو منل ورته ستونزمن دي.»
هڅه مو وکړه چې په تورخم کې د کډوالو د ستونزو او د پاکستاني لوري د اعاوو په تړاو طالب استازو سره هم خبرې وکړو، خو د څو ځله هڅو وروسته هم بریالي نه شو چې د افغان کډوالو په تړاو د طالبانو نظر واخلو.
د پاکستان له خاورې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر، چې په وروستیو کلونو کې یې چټکتیا موندلې، د سیمې له مهمو بشري او سیاسي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. دا بهیر په ځانګړي ډول د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې هغه مهال جدي شو، کله چې د پاکستان حکومت د «بې اسناده بهرنیانو» پر وړاندې د اقداماتو لړۍ پیل کړه او زرګونه افغان کډوال یې یا په خپله خوښه ستنېدو ته اړ کړل او یا یې د جبري ایستنې له خطر سره مخ کړل.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستانه د بېرته ستنو شویو افغانانو شمېر تر یو میلیون اوړي. دا لړۍ د ۲۰۲۶ په لومړیو میاشتو کې هم روانه ده، چې په اوونیز ډول زرګونه کسان افغانستان ته اوړي، په دې کې یوه د پام وړ برخه هغه کسان دي چې په جبري ډول ایستل شوي دي.
پاکستاني چارواکي دا اقدامات د امنیتي، اقتصادي او اداري دلایلو له مخې توجیه کوي او وایي چې بې اسناده بهرنیان باید خپل هېوادونو ته ستانه شي. خو په مقابل کې، د طالبانو حکومت دا بهیر «جبري ستنول» بولي او ټینګار کوي چې د کډوالو ستنېدنه باید داوطلبانه، خوندي او باعزته وي.
بل پلو، د بشري حقونو ادارې او نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې د دومره لوی شمېر کډوالو ناڅاپي ستنېدنه، په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او محدودو اسانتیاوو سره مخ دی، کولی شي بشري وضعیت نور هم پېچلی کړي. د دغو اندېښنو تر څنګ، راپورونه ښيي چې ډېری ستانه شوي کسان د سرپناه، کار او لومړنیو خدماتو له جدي ننګونو سره مخ دي.
په ټوله کې، له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو روان بهیر نه یوازې یوه بشري موضوع ده، بلکې د سیمې پر سیاسي اړیکو، اقتصادي وضعیت او د افغانستان پر داخلي ثبات هم ژور اغېز لرلی شي.
د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې پخوانی غړی شاپور حسینزوی په یوه ویډیوي پېغام کې ویلي، چې کابل کې یې لورګانې تښتول شوي او طالبان یې په موندلو کې پاتې راغلي دي. هغه زیاته کړې: «د خلکو عزت باندې تاسې لوبې کوئ، دا نظام داسې دی چې د عزت خلک بې عزته کړي».
د نوموړي په وینا، اولادونه یې د کابل پنځمې حوزې اړوند سیمې څخه تښتول شوي دي او طالبانو تر اوسه پورې د موندلو لپاره یې اقدام نه دی کړی. هغه په کابل کې د طالبانو له قوماندانۍ څخه غوښتنه کړې چې په دغه قضیه کې جدي اقدامات وکړي.
تر دې وړاندې په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي وو، چې د ولسي جرګې پر دې غړي خپلې مېرمنې عریضه کړې او له همدې امله زنداني شوی هم دی. تېره اونۍ بیا شاپور حسینزوی پر خپله فېسبوک پاڼه ویډیو خپره کړه او دا یې تایید کړه چې زنداني شوی و، خو ادعا یې وکړه چې د هغه د بندي کېدو په تړاو دروغ ویل شوي.
د حسینزوی په وینا، د طالبانو له لوري یې زنداني کېدل یوه دسیسه وه، خو دا یې نه وه روښانه کړې چې کوم ډول دسیسه او په دې تړاو یې نور جزییات هم نه وو ورکړي.
شاپور حسینزوی په بیا بیا ځل نیوکه کړې، طالبانو ته ښه مالومه ده چې لوڼې یې تښتول شوي، خو بیا هم لازم اقدام نه کوي.