د ملګرو ملتونو د ماینپاکۍ د برخې مشرې کازومي اوګاوا ویلي: «کله چې بودیجې د دفاعي برخو پر لور واوړي او له بشري مرستو لرې شي، نو پایلې یې په ډګر کې په مستقیم ډول لیدل کېږي». هغې زیاته کړې چې په افغانستان کې هره ورځ یو ماشوم د ماینونو له امله مري.
هغې په جنېوا کې د ماینضد اقداماتو د مدیرانو او د ملګرو ملتونو د سلاکارانو په غونډه کې ټینګار کړی، چې د جګړو د زیاتېدو او د بشري مرستو د کمېدو په منځ کې، د ماینپاکۍ او د ماینونو د خطرونو د پوهاوي لپاره کافي ملاتړ نه شته.
د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې له مخې، د غزې په تړانګه کې شاوخوا ۹۰ سلنه هغه کسان چې د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له نهچاودېدلو ماینونو زیانمن شوي، ملکي وګړي دي او ډېری یې ماشومان دي.
په دې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په غزه کې له پنځو تر لسو سلنه پورې چاودېدونکي توکي نه دي چاودېدلي او اوس هم د دې سیمې لپاره د مرګوني ګواښ په توګه پاتې دي. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د ماینپاکۍ، د خطرونو د پوهاوي او د بشري مرستو د زیاتولو له لارې کېدای شي د ملکي وګړو د مرګژوبلې مخه ونیول شي.
مېرمن اوګاوا د سوریې وضعیت هم «ځورونکی» بللی دی. د هغې په وینا، په داسې هېوادونو کې چې په ماینونو ککړ وي، عموماً په کال کې شاوخوا ۳۰۰ کسان د چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي، خو په سوریه کې دا شمېر په اوونۍ کې نږدې ۲۰۰ کسانو ته رسېږي.
افغانستان په نړۍ کې د چاودېدونکو توکو د قربانیانو له پلوه درېیم هېواد دی. د یوناما د معلوماتو له مخې، هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د جګړې له پاتې شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل کېږي یا ټپیان کېږي، چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.
د طالبانو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا اووه میلیونه کسان د ماینونو او نهچاودېدلو مهماتو له ګواښ سره مخ دي.