• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د افراسیاب خټک لیکنه

هند او پاکستان بېل بېل هم نه شي اوسېدلی؟

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۱

د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې د څلورمې نېټې نه تر نهمې پورې د هند او پاکستان ترمنځ د الوتکو او توغندیو څلور ورځنۍ جګړې یو کال پوره شو. د جګړې د پیل علت دا و چې د اپرېل په پنځه ویشتمه نېټه د هند تر ادارې لاندې کشمیر په پهلګام نومي ځای کې په یوه تروریستي برید کې ۲۶ تنه تورستان مړه شوي وو.

د هند حکومت پر پاکستان په دغه تروریستي برید کې د لاس لرلو تور پورې کړی و. که څه هم پاکستان دغه تور رد کړی و او د دغه تروریستي برید د بې‌طرفه بین‌المللي موسسو له لارې د پلټنې غوښتنه یې هم کړې وه، خو هند د پاکستان له خوا د دې نه وړاندې کېدونکو بریدونو په رڼا کې پر خپله ادعا کلک ولاړ پاتې شوی و او د مې میاشتې په اوومه نېټه یې پر پاکستان باندې د الوتکو او توغندیو په ذریعه بریدونه د دې دعوې سره وکړل چې ګواکې هغه په پاکستان کې د ننه د مېشتو ترهګرو پټ ځایونه ولي.

پاکستان هم پر هند باندې ځوابي بریدونه وکړل او د دواړو خواوو له لوري په دغه لنډ هوايي جګړه کې د بریالیتوب ادعاګانې وشوې، خو څلور ورځې وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب هند او پاکستان اوربند ته اماده شول.

هند د پاکستان پر ضد پورته ذکر شویو پوځي عملیاتو ته د «سندور» د عملیاتو نوم ورکړی و، او د اوربند نه وروسته هند ویلي وو چې دغه اوربند د سندور د عملیاتو د پای په معنا نه دی، دا یوازې یو توقف دی، او د سندور پوځي عملیات به دوام ولري.

که څه هم په تېر یو کال کې د هند له خوا د پاکستان پر ضد په مستقیمه توګه کوم پوځي عملیات نه دي ترسره شوي، خو د هند له خوا د سندور عملیاتو ته د پای نه اعلانولو له امله سخت تشنج دوام کړی دی، او د هند او پاکستان ترمنځ د خپلو زړو او نویو شخړو د حل لپاره کومې خبرې اترې هم نه دي شوې.

په دې جریان کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو رژیم او د پاکستاني جنرالواکۍ په مناسباتو کې خړپړتیا پیدا شوې ده او د دښمن د دښمن سره د دوستۍ د اصل پر بنسټ د افغانستان د طالبانو امارت او د هند ترمنځ نږدېوالی لیدل شوی دی. د طالبانو د رژیم د بهرنیو او د تجارت د چارو وزیرانو هند ته سفرونه کړي دي او د دواړو غاړو سفارتکارانو له یو بل سره لیدنې کتنې او مشورې زیاتې کړې دي.

د دې په پایله کې نه یوازې د هند او پاکستان مناسبات لا پسې خړ پړ شوي دي، بلکې د پاکستان او د طالبانو د رژیم ترمنځ هم تنش زیات شوی دی. پاکستان کې د بلوڅو ملي‌ګرا بېلتون‌خوښو وسله‌والو جګړې په نږدې کلونو کې زور موندلی دی. په پاکستان کې د بلوڅو او پښتنو د ناآرامۍ او مبارزې اصلي علت په پاکستان کې د پنجابي واکمنانو زورواکي او د فدرالي نظام نه سرغړونه ده. پاکستان پر هند باندې د بلوڅو بېلتون‌خوښو وسله‌والو سره د مرستې تور پورې کوي، او د پاکستان حکومتي تبلیغات بلوڅ ملي‌ګرا وسله‌والو ته د هندي فتنې نوم ورکوي.

د هند او پاکستان ترمنځ دښمني زړه او پېچلې ده، او توضیح یې اسانه نه ده. په ۱۹۴۷ کال کې چې په هند کې د انګلیسانو امپراتوري پای ته رسېده، نو هغه وخت د مسلم لیګ په نوم د پاکستان پلوي سیاسي ګوند استدلال وکړ چې چون هندوان او مسلمانان بېل قومونه دي، نو دوی په یوه هېواد کې یو ځای ګډ نه شي اوسېدلی. نو ځکه باید هند تجزیه شي او مسلمانان باید د پاکستان په نوم بېل هېواد ولري. انګلیسي واکمنانو هم د دې غوښتنې ملاتړ وکړ. د کانګرس ګوند (چې په کې هندوانو او مسلمانانو دواړو ګډون درلود) هم د هند د تجزیې د غوښتنې په منلو مجبور شو. نو د ۱۹۴۷ کال د اګست میاشتې په پنځلسمه نېټه هند تجزیه شو او د هند او پاکستان په نوم دوه بېل مملکتونه تاسیس شول، خو په تېرو نهه اویا کلونو (۷۹ کلونو) کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پنځو غټو او وړو جګړو، دایمي دښمنۍ او د وسلو سیالۍ وښودله چې که پرون دغه ولسونه یو ځای نه شول اوسېدلی، نو اوس دوی بېل بېل هم نه شي اوسېدلی.

پوښتنه دا ده چې که پرون د یو ځای اوسېدو نه د ځان د ژغورلو لپاره دوی هند تجزیه کړی و، نو اوس د بېل بېل اوسېدو کې هم د پاتې راتلو نه وروسته به دغه دواړه هېوادونه څه کوي؟ ځکه چې په نړۍ کې لا تر اوسه داسې ټکنالوژي نه ده جوړه شوې چې د ځمکې پر مخ یو روغ هېواد له یوه ځایه اوچت کړي او بل ځای ته یې انتقال کړي. دا خو لاینحله مسئله ښکاري.

پاکستان په عنعنوي توګه غرب‌پلوه هېواد پاتې شوی دی، او ان د ۱۹۵۰مې لسیزې نه یې د کمونیزم پر ضد د غرب له خوا جوړ شويو د سیټو او سنټو په نوم پوځي تړونونو کې ګډون کړی و. خو د تېرو څو لسیزو په جریان کې د پاکستان په داخلي او بهرني سیاست کې دوه بېخي نوي خصوصیات تر سترګو کېږي. لومړی خصوصیت په پاکستان کې د مذهبي افراط‌ګرۍ زیاتېدل دي. په پاکستان کې د ۱۹۸۰مو کلونو نه په افغانستان کې د جهاد په نوم جګړې لپاره جوړې شوې فابریکې تر اوسه فعاله دي. دلته افراطيان او جنګیالي تولیدېږي، چې د دې په نتیجه کې تر ډېرو کلونو پاکستان د نړیوال تروریزم په مرکز بدل شوی و، او تر اوسه دغه مسئله موجوده ده.

دویم خصوصیت د چین او پاکستان ترمنځ مخ په زیاتېدونکی اتحاد دی، چې د پاکستان لپاره د هند سره په دښمنۍ او جګړو کې ګټور واقع کېږي. که څه هم پاکستان له امریکا او بریتانیا سره نږدې اړیکې ساتلې دي، خو پر چین باندې د پاکستان اتکا د وخت په تېرېدو زیاتېږي. د بېلګې په توګه د پاکستان پوځ ته په سلو کې یو اتیا برخه وسله د چین له خوا راځي. د تېر کال د هند سره په جګړه کې د پاکستان د پخوا په پرتله د ښې کارکردګۍ اساسي علت د چین له خوا د پاکستان سره پټ او بربنډ کومک دی.

پر دې سربېره د چین او پاکستان ترمنځ جوړېدونکی اقتصادي کوریډور خپل ځانګړی اهمیت لري. نو اوس یوې خوا ته چین، پاکستان او ایران د یوې جبهې په بڼه یو بل ته نږدې کېږي او بلې خوا ته هند، متحده عربي امارات، اسرائیل او امریکا ترمنځ هم ستراتیژیک مناسبات په پراخېدو دي. په لوېدیځه اسیا کې د اوسنۍ جګړې په پای ته رسېدو سره به دغه انځور لا زیات روښانه شي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۵

په برېتانیا کې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتونکی نوماند تعلیق شو

•
•
•

نور کیسې

د فدرالیزم په تړاو زما پر څرګندونو د استاد دانش د نقد په تړاو توضیح

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۱ GMT+۱
•
انوارالحق احدي

تېره اونۍ (د ۱۴۰۵ هجري ل کال د وري ۲۸مه) محترم دوکتور لیوال د افغانستان انټرنشنل ټلویزیون په (سپړنه) پروګرام کې له ما سره د ملت، ملت‌پالنې، فاشیزم، قومي ملت‌پالنې، مدني ملت‌پالنې او فدرالیزم په څېر مفاهیمو په اړه مرکه وکړه.

ښاغلي دانش صاحب د فدرالیزم په اړه زما د توضیحاتو په تړاو نقد ترتیب کړی او هغه یې له خپلې فیسبوکپاڼې خپور کړی دی.

که څه هم د داسې پېچلو موضوعاتو بحث په لیکلي بڼه ډېره حوصله غواړي او غوره ده چې حضوري بحثونه وشي، خو د دې لپاره چې سکوت د موافقې په معنا تعبیر نه شي، غواړم څو لنډې څرګندونې محترم دانش صاحب او هغو هېوادوالو ته وړاندې کړم چې دا ډول موضوعات تعقیبوي.

په پیل کې باید ووایم چې د محترم دانش صاحب توضیحاتو زما قناعت حاصل نه کړ.

ما په خپله مرکه کې ویلي وو چې فدرالیزم د حکومتدارۍ یو پېچلی سیستم دی، نسبتا ډېر لګښت لري او د افغانستان لپاره ضروري نه دی.

دانش صاحب مني چې فدرالیزم یو پېچلی او نسبتا ډېرلګښته سیستم دی، خو زیاتوي چې فدرالیزم انساني ارزښتونه لکه عدالت او برابري لوړوي، انساني احساسات، ټولنیز تړون، متقابل درناوی او سوله‌ییز ګډ ژوند پیاوړی کوي. همدارنګه دانش صاحب ادعا کوي چې په متمرکز حکومت کې ډېر اختلافات، ترینګلتیاوې او شخړې وي، حال دا چې په فدرالي نظام کې دا ستونزې کمې وي؛ او دا هم وايي چې فدرالیزم د خلکو د سیاسي ګډون کچه زیاتوي.

د دې څرګندونو په ځواب کې زه خوشحاله یم چې محترم دانش صاحب زما دا نظر نه دی رد کړی چې فدرالیزم یو پېچلی او لوړلګښته سیستم دی، بلکې دا یې منلې چې د فدرالیزم لګښت توجیه کېدای شي. خو متاسفانه هغه لوړ صفات چې دانش صاحب یې فدرالیزم ته منسوبوي، په واقعیت کې له فدرالیزم سره مستقیم تړاو نه لري.

کاشکې محترم دانش صاحب د عدالت، ښې حکومتدارۍ او همبستګۍ شاخصونه تشریح کړي وای او د مقایسوي ارقامو له مخې یې د متمرکز او فدرالي نظامونو ترمنځ وړاندې کړي وای. روښانه ده چې ښاغلي دانش صاحب د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره شمېرې نه دي وړاندې کړې او د فدرالي حکومتدارۍ له سیستم سره ددغو لوړو ځانګړنو اړیکه له شواهدو پرته دعوې نه اخوا بل څه نه دي.

دانش صاحب هم پوهېږي چې په نړۍ کې شاوخوا ۱۴۰ تر ۱۵۰ هېوادونه متمرکز حکومت لري او شاوخوا ۲۵ تر ۳۰ هېوادونه فدرالي نظام لري.

په ډېرو مواردو کې د ښې حکومتدارۍ، عدالت او د خلکو د ګډون له پلوه سکاندیناوي هېوادونه (ډنمارک، سویډن او ناروې) لوړه درجه لري. باید ووایم چې دا هېوادونه او همدارنګه هالنډ، بریتانیا، فرانسه او جاپان، چې ښه حکومتداري لري، متمرکز نظام لري نه فدرالي.

د شتمنۍ وېش او ملي عاید هم په دغو هېوادونو کې تر امریکا، هند او برازیل ډېر مساوي دی. له تاریخي پلوه د اسلام د راشده خلفاوو دوره چې د افسانوي عدالت نمونه بلل کېږي، هم متمرکز نظام ته نږدې حکومتداري کاروله، نه فدرال؛ خلیفه کولی شوای واليان مقرر یا له دندې لرې کړي او بل څوک د والي په توګه واستوي.

همدارنګه په ځینو فدرالي نظامونو کې طبیعي سرچینې په ولایتونو پورې تړلې وي، چې دا کار په هېواد کې اقتصادي نابرابري زیاتوي. باید ټول اتباع د طبیعي شتمنیو په ګټه کې شریک وي، نه یوازې د ځانګړو ولایتونو خلک.

په دې اړه کولای شم اوږده څه ولیکم، خو په لنډ ډول ویلای شم چې فدرالیزم د عدالت له پلوه، د شخړو د کمولو، همبستګۍ او د خلکو د سیاسي ګډون له پلوه په یوه کې هم کومه برتري نه لري، بلکې په ډېرو مواردو کې متمرکز نظامونه غوره پایلې ورکوي. ما تمه لرله چې محترم دانش صاحب د خپلو ادعاوو لپاره علمي منابع، شمېرې او مقایسوي مطالعات وړاندې کړي، نه یوازې نظرونه.

ما نظر ورکړی چې فدرالي سیستم د حکومت له وظیفوي اړتیا پرته، د حکومت څو پوړیز جوړښت وړاندې کوي چې فدرالي، ولایتي او محلي ادارې پکې شاملې دي. سره له دې چې د فدرالي نظام جوړښت په ټولو هېوادونو کې په بشپړ ډول یو شان نه وي، د بېلګې په توګه د امریکا په فدرالي جوړښت کې د حکومتدارۍ بېلابېل پوړونه په پام کې ونیسئ. په امریکا کې د مرکزي حکومت ترڅنګ هر ایالت جلا ټاکل شوی حکومت لري. له همدې مخې، هر ایالت د والي یا د ایالتي حکومت د مشر تر څنګ ایالتي پارلمان، ایالتي څارنوالۍ، ایالتي محکمې او ایالتي کابینه لري.

په هر ایالت کې د فدرالي محاکمو ترڅنګ ایالتي محاکم او ایالتي پولیس هم فعالیت کوي. ځینې جرمي اعمال د فدرالي قانون له مخې د فدرالي محکمې په وسیله د فدرالي پولیسو او فدرالي څارنوالۍ له خوا تر عدلي تعقیب لاندې نیول کېږي، خو نور جرمي اعمال شته چې تعقیب یې بیا د ایالتي ادارو تر صلاحیت لاندې وي. ولې یوه محکمه ټول جرمي اعمال تعقیب نه کړای شي؟

دا ډېرې حکومتي طبقې له وظیفوي، یانې د عدلي تعقیب له پلوه ضروري نه دي، خو په امریکا کې د تاریخي شرایطو له امله توجیه کېدای شي، ځکه د خپلواکۍ پر مهال ۱۳ جلا ایالتونه موجود وو او دغه ۱۳ ایالتونه دې ته چمتو نه وو، چې بشپړ مدغم شي او ملي حکومت جوړ کړي. نو د دې لپاره چې هغوی د امریکا په لوی فدرالي اتحاد کې د یو ځای کېدو موافقه ترلاسه کړي، ځینې امتیازات ورکړل شول چې له سیاسي پلوه توجیه کېدای شي، خو له وظیفوي اړخه ضروري نه وو.

ددې یوه بله بېلګه د امریکا په سنا کې د هر ایالت مساوي استازیتوب یادولی شو. د کالیفورنیا ایالت چې شاوخوا ۳۰ میلیونه نفوس لري او د روډایلنډ ایالت چې شاوخوا یو میلیون نفوس لري، دواړه په سنا کې دوه دوه سناتوران لري. دا ډول نابرابري سیاسي توجیه لري، ځکه که دا امتیاز نه وای ورکړل شوی، نو ښايي روډایلنډ به د فدرالي اتحاد برخه نه وای ګرځېدلی.

زما مطلب دا دی چې د فردي یا ټولنیز عدالت او فدرالیزم ترمنځ اړیکه یو واقعیت نه دی، بلکې یوازې یو نظر دی چې شواهد نه لري. همدا خبره د تاوتریخوالي د ورکاوي او د خلکو د سیاسي ګډون په اړه هم وینم. د امریکا په فدرالي نظام کې د خلکو ګډون په انتخاباتو کې د سکاندیناوي هېوادونو، انګلستان، فرانسه او هالنډ په پرتله کم دی.

همدارنګه که فدرالیزم قومي تاوتریخوالي له منځه وړلی، نو موږ به په پاکستان کې د بلوڅانو مقاومت، په ایتوپیا کې کورنۍ جګړې، په عراق کې سیاسي بې‌ثباتي او د یوګوسلاویا او شوروي اتحاد تجزیه نه وای لیدلې.هغه دوه هېوادونه چې خپل حکومتي نظام یې له متمرکز څخه فدرالي ته بدل کړی دی (بلجیم او ایتوپیا) اوس هم لکه مخکې ژبني او سمتي ستونزې لري.

رښتیا خبره دا ده چې په متمرکزو نظامونو کې کله ناکله عادل حکومتونه، سوله او امنیت، او د برابرۍ احساس لیدل کېږي او کله ناکله برعکس حالت وي. همدا حالت په فدرالي نظامونو کې هم شته.د سولې، عدالت، برابرۍ او همبستګۍ تړاو له فدرالي نظام سره یو بې شواهدو ادعا ده. په دې برخه کې د حکومت د مشر شخصیت او د هغه د ادارې وړتیا ښايي تر نظامي جوړښت لا ډېر مهم وي.

په امریکا کې د ملي دولت د جوړېدو پر مهال (تقریباً ۲۵۰ کاله مخکې) متمرکز حکومت یو انتخاب یا بدیل نه و. ۱۳ مستعمرې په پیل کې حتا چمتو نه وې چې فدرالي حکومت جوړ کړي او لومړی یې د کنفدرالي حکومت تجربه وکړه، خو د دې ډول دولت ناکامي بالاخره دا ۱۳ جلا واحدونه دې ته اړ کړل چې د فدرالي حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي.

په افغانستان کې بیا زموږ د دولت اداره له پيله متمرکزه پاتې شوې ده؛ له همدې امله له متمرکز دولت څخه فدرالي نظام ته بدلون، هم له سیاسي اخلاقي پلوه او هم له عملي پلوه، غیر ضروري ګڼل کېږي.

پر غیر ضروري پېچلتیا سربېره، د فدرالي حکومت بڼه اضافي لګښتونه هم غواړي. په امریکا کې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د ټولو ایالتي حکومتونو ټولیزه بودیجه شاوخوا۳،۱ ټریلیون ډالرو ته رسېده. دا ټول لګښتونه د امریکا خلک د مالیاتو له لارې پرې کوي.یو غریب هېواد لکه افغانستان لا له وړاندې د مرکزي حکومت د لګښتونو د پوره کولو له ستونزې سره مخ دی؛ نو د فدرالي نظام د لګښتونو زیاتوالی او اضافي اداري جوړښتونه به د افغانستان پر ملت یو دروند او بې‌ګټې بار شي.

ما په خپله مرکه کې ویلي وو چې فدرالیزم په هغو هېوادونو کې چې پراخه جغرافیا او زیات نفوس لري، ښايي ګټور وي، او په نویو جوړېدونکو هېوادونو کې یو نسبي جدي بدیل ګڼل کېدای شي. خو دانش صاحب انتقاد کړی او وایي چې فدرالیزم د کوچنیو او لویو، زاړو او نویو جوړو هېوادونو لپاره یو مناسب او مطلوب حکومتي ماډل دی.

هو، زه پوهېږم چې د نړۍ په شاوخوا ۲۵ تر ۳۰ هېوادونو کې د حکومت جوړښت د فدرالي ماډل پر بنسټ دی، خو زما په نظر د دې ماډل غوره توجیه په لویو هېوادونو کې ده. په کوچنیو هېوادونو کې دا ډول پیچلی جوړښت غیر ضروري دی.همدارنګه د نویو جوړېدونکو دولتونو په اړه هم دا ماډل زیات مطرح کېږي، خو ټول نوي هېوادونه له فدرالیزم څخه پیروي نه کوي. باید په پام کې ونیول شي چې اوس مهال په نړۍ کې شاوخوا ۱۴۰ تر ۱۵۰ هېوادونه د متمرکز حکومتدارۍ له ماډل څخه استفاده کوي. په حقیقت کې متمرکز حکومت د حکومتدارۍ عادي او عام شکل دی.

خو زما په بحث او د استاد دانش په نقد کې مهمه موضوع د فدرالیزم بڼه ده. زما په نظر، هغه فدرالیزم چې د هېواد وېش د قوم پر بنسټ جوړوي، په داسې ملي ټولنه کې لکه افغانستان چې ټول قومونه په ټولو ښارونو او په ډېری ولایتونو کې ګډ مېشت دي، یوه ستره فاجعه به وي ځکه د قومي تراکم پر بنسټ د هېواد شعوري اداري وېش کولی شي د نورو قومونو خلکو ته په بېلابېلو ولایتونو کې نارامي پیدا کړي او امکان لري چې د هېواد دننه د پراخو مهاجرتونو سبب شي.هند وروسته له دې چې په ۱۹۴۷ کال کې په هند او پاکستان ووېشل شو، د پراخو مهاجرتونو، وژنو او د میلیونونو بې‌ګناه هندو او مسلمانانو د شتمنیو د لوټ او چور شاهد و. د هند د وېش د کډوالو تراژیدي د بشري تاریخ له تر ټولو دردناکو پېښو څخه ګڼل کېږي.

زما په نظر د قوم پر بنسټ د افغانستان اداري وېش کېدای شي د ډله‌ییزو مهاجرتونو سبب شي، او طبعاً زه د دې مخالف یم.

دانش صاحب د مهاجرتونو په اړه اندېښنه ردوي او وایي چې فدرالیزم پلویان د هېواد وېش د قوم پر بنسټ نه غواړي، خو کوم واضح معیار نه وړاندې کوي. هغوی زیاتوي چې د ولایتونو په وېش کې به قومي، جغرافیایي، ټولنیز، ژبني، کلتوري او اقتصادي ملاحظات په پام کې نیول کېږي. خو د دومره ډېرو متغیرونو یادول په عملي ډول د روښانه او تطبیق کېدونکو معیارونو د رامنځته کېدو مخه نیسي.

زما برداشت دا دی چې محترم دانش صاحب د هېواد د اداري وېش لپاره روښانه معیار نه لري او وړاندیز یې مجهول دی.

تر دې هم مهمه دا ده چې محترم دانش صاحب د افغانستان لپاره د قومي فدرالیزم د بڼې له ردولو وروسته ژر دا زیاتوي: «موږ نن باید دا واقعیت ومنو چې په افغانستان کې تل قومي تضادونه د ډلو جوړېدو، شخړو، ویشونو او حتا جګړو بنسټیز محور پاتې شوي دي. په بله وینا، موږ باور لرو چې اصلي تضاد په افغانستان کې قومي تضاد دی، نه طبقاتي، نه مذهبي او نه ایډیولوژیک.... موږ فدرالیزم د همدې ستونزې د حل لپاره، یعنې د قومي تضاد د حل لپاره وړاندیزوو څو چې دا تضاد حل نه شي، افغانستان به د سولې او ثبات مخ ونه ویني».

خو که اصلي تضاد قومي وي او فدرالیزم د همدې تضاد د حل لپاره وړاندیز کېږي، نو څنګه کېدای شي چې دا «قومي تضاد» په فدرالیزم کې له قومي عنصر پرته حل شي؟ زما تمه دا وه چې محترم دانش صاحب دا روښانه کړي چې کومې مشخصې قومي ستونزې به د هغوی د غیرقومي فدرالیزم له لارې څه ډول حل کېږي.

زه د غیر قومي فدرالیزم او د «قومي تضاد» د حل ترمنځ منطقي او عملي اړیکه نه وینم.

زما په نظر د فدرالیستانو اصلي هدف د افغانستان د دولت او ملت د افغان هویت نفی کول دي او دا کار د افغان ضد دریځ دی چې طبعاً د افغانانو اکثریت، په ځانګړي ډول ملي‌پال افغانان، یې نه مني.

که هدف په ټولو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې د ښاروندانو مساوات وي، نو د دې لپاره د فدرالیزم رامنځته کول ضروري نه دي. د ښاروندانو مساواتو لومړی ځل په فرانسه کې د لوی انقلاب پر مهال د متمرکز نظام تر چتر لاندې تحقق وموند، او تر نن ورځې پورې فرانسه یو متمرکز نظام لري.په نننۍ نړۍ کې د هېوادونو اکثریت (شاوخوا ۱۴۰ تر ۱۵۰ هېوادونه) متمرکز حکومتي نظام لري، نه فدرالي. په ډېرو دیموکراتیکو متمرکزو هېوادونو کې د ښاروندانو حقوق تامین شوي دي. نو د ټولو افغانانو د مساوات لپاره د فدرالیزم رامنځته کول ضروري نه دي.

د هېواد اساسي قوانینو دا ستونزه له مخکې حل کړې ده، په ځانګړي ډول د ۲۰۰۴ کال د جمهوریت اساسي قانون چې محترم دانش صاحب هم د هغه په ترتیب کې برخه لرله او ما هم د اساسي قانون د لویې جرګې په ځینو مهمو بحثونو کې ګډون درلود. په دې قانون کې هېڅ ډول قومي تبعیض ته اجازه نه ده ورکړل شوې او د ښاروندانو د مساوي حقوقو په احکامو پسولل شوی او ویلای شو چې د نړۍ له مترقي اساسي قوانینو څخه یو دی.له همدې امله، په افغانستان کې د فدرالیزم غوښتنه یوه غیر ضروري هڅه ده.

ما په خپله مرکه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د فدرالیزم د ملاتړو شمېر محدود دی او د افغانستان له بېلابېلو قومونو څخه مطرحو سیاسي څېرو تر اوسه د فدرالیزم د ملاتړ اعلان نه دی کړی. خو دانش صاحب وايي برعکس فدرالیزم ډېر پلویان لري او دا اوس د حکومتدارۍ یو ډېر مطرح ماډل دی. په یوه ازاده ټولنه کې حتا غیر مفید او افراطي نظریات هم ځینې پلویان لرلای شياو د هغو نظریاتو په اړه بحث کول ستونزې نه رامنځته کوي.خو که د قومي فدرالیزم دعوه، چې د افغانستان د دولت او ملت د افغان هویت د کمزوري کولو غوښتنه کوي، جدي شي، زما په باور د افغانانو عمومي او په ځانګړي ډول د ملي‌پالو افغانانو غبرګون به سخت شي او دا ډول فدرالیزم به د دې پر ځای چې تاوتریخوالی کم کړي، کېدای شي هغه نور هم زیات کړي.

په لنډ ډول، فدرالي نظام پر متمرکز نظام هیڅ ډول عملي او اخلاقي برتري نه لري. زه هېڅکله دا نه ردوم چې فدرالي نظام په ځینو هېوادونو کې بریالی او د تطبیق ثابت شوی، خو دا بریا د هغو هېوادونو د ځانګړو تاریخي، سیاسي او ټولنیزو شرایطو محصول ده چې دغه شرایطد افغانستان په وضعیت کې نشته.هر نظام خپلې ځانګړې ښېګړې او کمزورتیاوې لري. په پرتلیز ډول نه شو ویلای چې فدرالي نظام د متمرکز نظام په پرتله د ستونزو حل کوونکی او د عدالت او پرمختګ اسانچاری واوسي.

ډېرو هېوادونو د متمرکز نظام په وسیله عادلې، پرمختللې او د سولې او امنیت لرونکې ټولنې جوړې کړې دي. نظامونه پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي پایلو اغېز لري، خو د تصمیم نیوونکو کرکټر(شخصیت) او کفایت هم په پرمختګ، عدالت او د ملي پیوستون په احساس کې مهم رول لري.

ددې ټکو په درک او د استاد دانش نظر ته په درناوي، زه په افغانستان کې د فدرالي نظام رامنځته کول د قومي ستونزو، د حکومتدارۍ او اقتصادي وروسته‌پاتې والي د حل لپاره ضروري نه ګڼم. موږ کولای شو د متمرکز نظام اومنتخب او حساب‌ورکوونکي حکومت په اډانه کې د ښاروندانو د مساوي حقوقو په تحقق، د ټولنیز عدالت، اقتصادي پرمختګ، سولې او قانوني خوندیتوب او ملي یووالي هیلېپه واقعیتونو بدلې کړو.

په افغانستان انټرنشنل -پښتو کې خپرېدونکې لیکنې\لیدلوري د لیکوالانو نظر دی. دغه لیکنه له افغانستان انټرنشنل سره د انوارالحق احدي پر مرکې د غبرګونونو په ځواب کې لیکل شوې، له همدې امله یې افغانستان انټرنشنل-پښتو د خپلو مخاطبانو لپاره خپروي.

د یوسفزیو نړیواله جرګه د پښتون د پګړۍ ول

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۱۲ GMT+۱
•
رحمان بونیری

هغه خلک «لیوني» دي چې د نوښت، ټېکنالوژۍ او بدلون نوې کیسې لیکل غواړي!. له مصنوعي ځیرکتیا ونیسه تر چاپېریال ساتنې پورې په «غېرضروري» چارو کې وختونه بربادوي. هوښېاران، د انسانیت او په ځانګړې توګه د پښتون ولس اصلي غمخواران د یوسفزيو د نوې جوړې شوې نړیوالې جرګې مشران دي.

دغه مشران غواړي خپل وګړي بیرته زوړ مګر "عظیم دور" ته بوځي. یو داسې دور چې خلکو به په اسونو او خرونو سورلي کوله، سترې سترې پګړۍ به یې پر سر وې، د کمرچین کمیسونه، لنډ چورمې داره واسکټونه او ګیبي پرتوګونه به یې اغوستل؛ په سینه به یې شپه او ورځ زغرې او غاړې ته به یې پړکېدونکې تورې وې؛ کولبې او اشرې به یې کولې. ښځو به په مېچنو وربشې دلولې، له ګودره به یې منګي راډکول او «دولس دولس زامن به یې زېږول».

د پښتونخوا ملاکنډ په اله ډنډ کې په شپاړسم اپرېل د یوسفزیو د مشرانو جرګې د وطن او ملت د تصور یو مکمل پلان درلود. دغه د قوي سوچ له پیغام او تدبره ډک د نارینه انسانانو یو عالي مجلس و.

جرګه په پښتون شناخت او تاریخ پسې تشه نوستالجیا (تېر پسې ارمان) کې بنده نه وه پاتې بلکې د ژوند لوی جدید راز یې ځان سره راوړی و.د راتلونکي عصر ټولې دروازې په پخوانیو زړو کونجیانو خلاصول او د تعمیر لومړنی شرط د پرون ورځې د پګړۍ د ول سم تړل دي.

نن سبا که د نړۍ په یوه ډېره شاته پاتې سیمه کې هم کوم انسان ووایي چې ملت دې بېرته شاته روان شي، ښایي خلک ورپورې وخاندي، خو د یوسفزیو د جرګې د وېناوالو له پیغامونو داسې برېښېده لکه د پرمختګ تر ټولو لوی راز هماغه د تېر وخت په دوړو کې پټ وي.

«دود دې وساتل شي»، دې غوښتنې سره شاید څوک هم اختلاف ونه لري، خو ددې سوال، ځواب څوک لري چې دا دود به ځان سره سبا ته وړي؟

تمه دا وه چې جرګه به یوازې، د مشهورو شعرونو د ویلو، د زړو نېکونو د ستاينو او د دود ننداره نه وي، بلکې د سبا نقشه به هم پکې جوړه شي.

100%

نن عصر کې نړۍ لګیا ده خپلو ځوانانو ته لابراتوارونه، پلیټفارمونه او امکانات برابروي، څو هغوی د سبا ستونزې حل کړي؛ خو زموږ د راتلونکي معمارانو لپاره داسې ښکاره کېده لکه تر ټولو مهمه دنده یې دا وي چې د تېر نسل کیسې په درنه او ښه لهجه کې واوري.

نړۍ نن هلته رسېدلې چې تنکي ځوانان د مصنوعي ځیرکتیا پروګرامونه جوړوي، د پاکو اوبو حل لارې راباسي او د اقلیم د بدلون لپاره نوښتونه کوي، خو د پښتنو مجلسونه په همغو زړو نغمو تاوده ساتل کېږي، داسې چې ګواکې د وخت ساعت زموږ لپاره له ډېر پخوا درېدلی وي.

هېچا دا ونه ویل چې پښتون ځوان به څنګه د دې نوې نړۍ برخه کېږي، او څنګه به خپل شناخت د نوښت له کاروان سره یوځای کړي.

نړیوالو ټولنو د ځوانانو لپاره داسې میدانونه جوړ کړي چې هلته نظریات په فرصت بدلېږي او خوبونه په پروژو، خو زموږ جرګه، چې دومره دروند نوم لري، لا هم د دود له مرحلې نه یو قدم مخکې تللې نه ښکاري.

له تاریخ سره مینه عیب نه دی. اصل ستونزه دا ده که د ځوان نسل انرژي، فکر او بیړنی حرکت د دغسې جرګو برخه نه شي، نو دا ټولې ناستې یوازې د ښکلو جامو، خوږو ویناوو او تاریخي تصویرونو ننداره خو کیدی شي وي، خو د کوم مثبت پرمختګ پلو قدم نشي اخېستی.

که رښتیا هدف دا وي چې ملت د نړۍ له کاروان سره اوږه په اوږه روان شي، نو جرګې باید یوازې د تېر ویاړ ونه شمېري؛ بلکې د سبا لپاره هم لاره روښانه کړي. که نه، نو نړۍ به په سپوږمۍ کورونه جوړ کړي او موږ به لا هم د پرون ورځې د پګړۍ د ول په سمون بوخت یو.

پښتونه لکه ونه مستقیم په ځای ولاړه

دنیا درنه روانه ده اووم اسمان ته لاړه

د پاکستان او ایران د رسمي او غیر رسمي اړیکو څرنګوالی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۱۱ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

اسلام‌اباد کې یو ځل بیا د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د غځولو او د شته شخړو د سوله‌ییز حل لپاره خبرې اترې پیلېدونکی وې، چې د هرمز تنګي په شاوخوا سیمه کې د امریکا او ایران د وسله‌والو قوتونو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله تراوسه نه‌دي پیل شوې.

ایران دغه پېښو ته په پام خپل پلاوی اسلام‌اباد ته نه‌دی لېږلی. په اسلام‌اباد کې چې کله د خبرو اترو تېر پړاو له بن بست سره مخ شو او د امریکا او ایران پلاوي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي وو؛ نو د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر د خبرو اترو د نوي پړاو د پیل لپاره د زمینې برابرولو په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ او هلته یې د ایران د سیاسي مشرتابه او پوځي قوماندانانو سره درې ورځې خبرې کړې وې او هغوی یې د امریکا د دریځ نه خبر کړي وو.
د عاصم منیر تر دغه خبرو وروستو په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو په یوه نوي پړاو هوکړه شوې وه، چې لاتراوسه پیل شوی نه‌دی. دلته موږ غواړو، چې د پاکستان او ایران د رسمي او غیر رسمي اړیکو  شالید، ودې او اوسني وضعیت ته یوه لنډه کتنه وکړو:

د  ۱۹۴۷کال (د اګسټ په ۱۴مه) نېټه چې پاکستان د یوه نوي هېواد په توګه د هندوستان په شمال لوېدیځ برخه کې رامنځته شو؛ نو ان په دغه نېټه یعنې د تاسیس په وړومبۍ ورځ ایران دغه هېواد په رسمیت وپېژانده، په دې ډول ایران د پاکستان په رسمیت پېژندونکی وړومبی هېواد وو. غالبن ایران داسې فکر کولو، چې دغه نوی هېواد به په ټولنیز او اقتصادي توګه یو وروسته پاتې او کمزوری هېواد وي او په هغه کې به د ایران د بډایه تمدن او د اقتصادي او  سیاسي نفوذ ریښې ځغلول اسانه وي، فارسي ژبې په سر کې په پاکستان کې ډېر نفوذ لاره، د اردو ژبې یوه لویه برخه فارسي ژبه ده، د پاکستان ملي سرود هم په فارسي و، د پاکستان د ژوند په وړومبیو درېیو لسیزو کې تر یوې اندازې د ایران دغه تمې پوره شوې هم وې؛ ځکه چې ایران د خپلو د تېلو او ګازو سرچینو نه پر راتلونکو پراخو مالي سرچینو غره وو او پاکستان د ایران اقتصادي مرستې ته اړتیا لرله، په دې برسېره د دواړو هېوادونو بهرنی سیاست د لوېدیځ په ملګرتیا ولاړ وو، د ۱۹۵۰ د لسیزې په لړ کې پاکستان او ایران دواړه د امریکا او برېتانیا سره یو ځای د شوروي اتحاد د محاصرې لپاره جوړ شوی پوځي اتحاد سنټو ( Central Treaty Organisation) کې شامل شوي وو، د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ په لسیزو کې د بادشاه رضا شاه پهلوي په مشرۍ ایران د لوېدیځ زبرځواکونو له‌خوا نه د سیمې لپاره تر ټولو مهم هېواد ګڼل کېده، د کمونېزم د مخنیوي په مبارزه کې د  مخکښ لوبغاړي رول لوبولو برسېره ایران په منځني ختیځ کې د مصر رادیکال عربي ملي ګرا ولسمشر جمال عبدالناصر هلوځلو ته هم بند اچولو، چا چې د فلسطین په مسله کې د خپلو رادیکالو شعارونو پرمټ د خلیج محافظه کار بادشاهان په وېره کې اچولي وو، په دې ډول د ایران شاهي دولت په سیمه کې د پاکستان پرتله پراخ رول لوبولو. 

خو په دې ټولو وختونو کې ایران او پاکستان دواړو یوه ګډه مسله لرله او  هغه په دواړو هېوادونو کې د بلوڅ ملت‌پالو د تجزیې غوښتنه ده، چې بلوڅان یې د دواړو هېوادونو نه د ازادۍ مبارزه بولي، د بلوڅانو د ملي مبارزې اصل مرکز پاکستان دی، په ۱۹۷۰کال کې د پاکستان په ټول‌ټاکنو کې ملي ګرا بلوڅو د ایالتي پارلمان د څوکیو اکثریت ګټلې وې او په بلوچستان کې د ملي ګرا بلوڅو حکومت جوړ شوی و، چې سردار عطاالله مېنګل په‌کې د بلوچستان لومړی وزیر او میر غوث بخش بزنجو یې د ایالت والي ټاکل شوی و؛ خو د ایران بادشاه رضا شاه پهلوي په پاکستان پرله‌پسې فشار وارد کړ، چې هغه دې د ملي ګرا بلوڅو ایالتي حکومت ګوښه کړي، دغه حکومت چې د ۱۹۷۲کال د اپریل په میاشت کې جوړ شوی و، لس میاشتې وروسته په ناقانونه توګه ګوښه کړای شو او له دې سره بلوڅانو سیاسي احتجاجونه وکړل او ځینو یې وسله‌وال مقاومت وکړ؛ خو د هغوی په ضد د ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۶ پورې د پاکستان پوځ  عملیات وکړل او ایران په دې عملیاتو کې له پاکستان سره مرسته وکړه.

په ۱۹۷۹کال کې په ایران کې د امام خمیني په مشرۍ اسلامي انقلاب راغی او لږه موده پس د ولسمشر صدام حسین په مشرۍ عراق په ایران برید وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې اته کاله دوام وکړ. ایران په دې وخت کې په ځان اخته پاتې شو او پاکستان د لوېدیځ د نږدې متحد په توګه د ایران ځای ونیوه. د پاکستان پوځ په دغه کلونو کې د افغانستان د جګړې په نوم د لوېدیځ نه پراخې مرستې جلب کړې، اردو یې مظبوطه کړه، ذروي بم یې جوړ کړ، په دې برسېره پاکستان د ایران مخالفو عرب هېوادونو ته ډېر نږدې شو، پاکستاني جنرالان اوس خپل هېواد د ایران نه زیات ځواکمن او بانفوذه ګڼي. بل مهم ټکی پاکستان کې د شیعه او سني شخړو زیاتېدل وو، د پاکستان د نفوسو څخه له پنځلسو تر شل سلنې یې شیعه‌ګان دي، د افغانستان په جهاد کې پاکستان د سني رادیکالو سازمانونو په مرکز بدل شوی او پاکستان کې د سني افراطیانو له‌خوا د شیعه‌ګانو وژنې په پراخه کچه ترسره شوې دي، د ځینو عربي هېوادونو استخباراتو هم له سني افراطیانو سره مرسته کوله، بیا شیعه‌ګانو هم د ایراني استخباراتو په مرسته په ځینو مواردو کې د سنیانو نه غچونه اخیستي وو؛ که څه هم دغه شخړه نن سبا کمزورې شوې ده.

د لوېدیځې اسیا په اوسنۍ جګړه کې پاکستان له یوې خوا له ایران سره سیالي او مقابله لري او له بلې خوا له سعودي عربستان سره دوه اړخیزه دفاعي تړون هم لري او په دې برسېره پاکستان له امریکا سره هم ډېر نزدې دی؛ خو هغه د دغه ټولو خبرو سره، سره خپله له ایران سره په هیڅ صورت په جګړه کې ښکېلتیا نه غواړي؛ ځکه داسې جګړه په پاکستان کې د سنیانو او شیعه‌ګانو ترمنځ کورنۍ جګړې ته لمن وهي او هند به د پاکستان له کورنۍ جګړې ګټې اخیستنې ته تیار ناست وي، له همدې امله پاکستان په هره بیه د روغې جوړې له لارې د جګړې پای غواړي.

پر ډېپلوماسۍ پوځي سیوری؛ څنګه بې‌ثباته پاکستان د واشنګټن او تهران تر منځ مرکزي منځګړی شو؟

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۲۳ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

د امنیتي ګډوډۍ، لوېدلي اقتصاد، داخلي سیاسي ژور تقسیم، د وسله والو ډلو پراخ فعالیت سره مخ پاکستان د امریکا او ایران منځګړیتوب کردار ته نړۍ د حېرانۍ ګوته نیولې ده. اساسي پوښتنه دا ده، چې ولې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر پر ځای یوه دېپلوماتیکه پروسه د پوځ مشر پر مخ بیايي.

د ۲۰۲۶ د فېبرورۍ له وروستیو وروسته د امریکا/اسراییل او ایران ترمنځ جګړه پراخه شوه او د هرمز تنګي د تګ راتګ موضوع د نړۍوال اقتصاد د فشار په نقطه بدله شوه؛ د همدې فشار تر سیوري لاندې د پاکستان په منځګړتوب لومړی موقتي اوربند اعلان شو او ورپسې په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران نادرې مخامخ خبرې پیل شوې.

د پاکستان د منځګړتوب یادونه په علني ډول د امریکا او هم د ایران له لوري شوېاو دواړو پاکستان د “مرکزي منځګړي” په توګه ستایلی دی.

په اسلام‌اباد کې د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۱–۱۲ خبرې اوږدې شوې (له ۲۰ ساعتونو زیات) خو له فوري هوکړې پرته پای ته ورسېدې؛ بیا هم کانال پرانیستی پاتې شو او د دویم پړاو د برابرولو هڅې روانې دي.

په دغو مذاکراتو کې یوه اساسي پوښتنه راپورته کیږي، چې ایا د خبرو پر مهال د پاکستان دنده پیغام رسونه وه او که د سولې د پروسې مدیریت؟

که څه هم د امریکا او ایران تر منځ مخامخ خبرې په اسلام اباد کې وشوې، خو د پاکستان ونډه په څو موازي کرښو کې ښکاري:

د پټو اړیکو جوړول:پاکستان د جګړې له پيل سره سم د واشنګټن او تهران ترمنځ د پیغامونو تګ راتګ ته لاره برابره کړه. یو شمېر پاکستاني سیاستوالو په خپله اعتراف کړی، چې د امریکا وړاندیزونه (حتا د څو مادو/نقاطو په بڼه) د پاکستان له لارې ایران ته رسېدلي او د ایران ځوابونه بېرته واشنګټن ته لېږدول شوي دي. دا کار هغه مهال مهم شو چې د خلیج ځینې دودیز منځګړي لکه قطر او یو شمېر نور هېوادونه پخپله تر امنیتي فشار لاندې وو او ایران پرې هره ورځ بریدونه کول.

د خبرو اجنډا ته سیسټماټیکه بڼه ورکول:اسلام‌اباد د مذاکراتو د کوربتوب له لارې درې عملي کارونه وکړل:

  1. د دواړو لورو لپاره امنیتي/لوژستیکي چاپېریال جوړول، ځکه دواړه لوریو باور لاره چې پاکستان یې کولی شي
  2. د اجنډا ټوټې کول (هسته‌یي پروګرام، بندیزونه، کنګل شوې شتمنۍ، هرمز، سیمه‌ییز امنیت)
  3. د خبرو د دوام لپاره د “دویم پړاو” د وخت/میکانیزم پر سر فشار راوستل

که څه هم مذاکرات بې نتیجې پای ته ورسېدل خو په لومړیو دوو مسالو کې پاکستان کامیاب و او له همدې امله د دویم پړاو لپاره پاکستان خاموش نه دی ناست او د منځګړیتوب هڅې یې دوامداره وساتلې.

د سیمه‌ییزو شریکانو “همغږي” او د فشار کمول: پاکستان هڅه کړې چې له څو اړخیز ملاتړ (په ځانګړي ډول له سعودي، ترکیې، مصر او نورو) سره د اوربند د ټینګښت او د خبرو د بیا پیل لپاره چاپېریال پراخ کړي. دا ډول همغږي د دې لپاره مهمه ده چې هر اړخ خپل نفوذ ولري او “سپویلر” یا تخریبوونکي اقدامات را کم شي.

100%

ولې پر پاکستان د منځګړیتوب باور کیږي؟

که څه هم په سیمه کې له پاکستان پرته نور هم غښتلي هېوادونه شته، چې ښه بېلګه یې هند کېدی شي، خو دا چې پر پاکستان باور شوی، څو مهم علتونه لري، دا باور د “اخلاقو” له کبله نه، بلکې د اړتیا، اغېز او محاسبې له کبله رامنځته شوی.

پاکستان له امریکا سره اوږدې امنیتي اړیکې لري او له ایران سره ګاونډیتوب/کاري اړیکې، نو په دې اړیکو کې لږ تر لږه یو حد شته چې دواړه لوري پرې تکیه کولی شي.

خو په دې مذاکراتو کې امریکا ته د داسې هېواد اړتیا وه چې د امریکا د ګټو پر محور پیغام ورسوي او د مذاکراتو زمینه هغه ډول برابره کړي کومه چې د ډونالډ ټرمپ اداره غواړي.

په داسې وخت کې د امریکا لپاره هند ښه انتخاب نه و، ځکه هغه کنټرول او اغېز چې د ټرمپ اداره یې پر پاکستان لري، په هند یې نه لري.

په ورته وخت کې په عربۍ نړۍ کې د امریکا متحدین هم نه یوازې تر فشار لاندې دي؛ بلکې ایران ورته د امریکا د متحدینو او یو لوري په سترګه ګوري چې نه شي کولی منځګړیتوب وکړي او د امریکا لپاره هم یو اټومي قدرت لرونکی او اسلامي هېواد پکار و، چې د مذاکراتو منځګړیتوب وکړي او له همدې امله پاکستان له بل هر هېواد څخه ښه انتخاب و، چې د یو اټومي قدرت په لرلو سره اسلامي هېواد دی.

پاکستان په عربي نړۍ کې له سعودي عربستان، قطر او عرب اماراتو سره ښې اړیکې لري او د مذاکراتو په جریان د باور جوړولو لپاره د پاکستان هڅې ګټورې ثابتېدی شي.

پاکستان د انرژۍ، کارګر مهاجرت (remittances) او سیمه‌ییز ثبات له پلوه له خلیج او منځني ختیځ سره تړلی دی؛ نو د جګړې اوږدېدل ورته اقتصادي او کورني امنیتي لګښتونه لري. همدا لګښت د دې سبب کېږي چې پاکستان په دوامدار ډول هڅه وکړي اوربند وساتي او خبرې روانې کړي.

همدارنګه د پاکستان خپله علاقه مندي او مجبوریت دا دی، چې له داخلي سیاسي کشمکش او د عمران خان د زنداني کېدو له امله د نړۍوالې ټولنې او داخلي فشار د کمېدو لپاره په یوې داسې پروسې کې منځګړیتوب کوي چې یو اړخ یې امریکا ده او دا چاره د شهباز شریف پر حکومت فشار کمولی شي.

اقتصادي مشکلات یې یو بل اړخ دی چې د دغو مذاکراتو له امله هم د امریکا اقتصادي خواخوږي تر لاسه کولی شي او هم د عربي هېوادونو مرسته او پور جلبولی شي او دا اړتیا پاکستان ډېره ښه حس کړې وه.

بل خوا پاکستان له سعودي عربستان سره امنیتي او دفاعي تړون لري او د دغه تړون له مخې، که جګړه اوږدیږي پاکستان مجبور دی چې د سعودي عربستان ملاتړ وکړي. پاکستان د همدغه ډار له امله چې په جګړه کې ښکېل نه شي لومړی یې په افغانستان کې جګړه پیل کړه، چې خپلو متحدینو ته وښيي چې د ایران پر وړاندې ورسره مرسته ځکه نه شي کولی چې په خپله په جګړه کې بوخت دی او له هغې وروسته یې د سولې مذاکراتو کې د منځګړیتوب بیرغ پورته کړ.

د ایران لپاره پاکستان که څه هم د منځګړي په توګه به غوره انتخاب نه وي، خو بل انتخاب نه شته، ځکه ایران د عربي نړۍ په هېوادونو بمبارونه کړي، قطر چې پخوا یې د منځګړي رول لوباوه اوس په خپله د روانې جګړې یو قرباني هېواد دی او یوازینی انتخاب د یو اسلامي هېواد په توګه پاکستان پاتې دی. همدا لامل دی چې ایران هم د پاکستان په منځګړیتوب خوشحاله دی.

یو بل اساسي اړخ دا دی، چې په داسې کړکېچ کې د اوربند د “تضمین” او د پیغامونو د خوندي انتقال لپاره د امنیتي ادارو رول مهمېږي. د راپورونو له مخې، د واشنګټن په سترګو کې د پاکستان پوځي مشر د باور وړ تماس دی او د همدې چینل له لارې د تصمیم نیونې سرعت لوړېږي.

پاکستان مخکې هم د ستر قدرتونو ترمنځ د پټو تماسونو په کوربه‌توب او اسانتیا کې رول لوبولی (لکه د چین - امریکا د نږدېوالي په پخوانیو هڅو کې). دغه سابقه د دې ادعا ملاتړ کوي چې اسلام‌اباد د “پټو دروازو ډیپلوماسۍ” تجربه لري.

د راپورونو له مخې، د ټرمپ ادارې او عاصم منیر ترمنځ مستقیمه اړیکه د تصمیم نیونې سرعت زیاتوي او امریکا فکر کوي چې پاکستان د امنیتي تعهداتو په برخه کې عملي نفوذ لري، له ایران سره اړیکې پاللی شي، له عربي نړۍ سره دوامداره اړیکې لري او د منځني ختیځ په کړکېچ کې متاثر کېدونکی هېواد دی.

ولې د پوځ مشر په ډېپلوماسۍ کې ښکېل دی؟

په دې منځګړتوب کې د پاکستان د لومړي وزیر او بهرنیو چارو د وزیر پر ځای د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشرفیلډ مارشل عاصم منیر د مذاکراتو مهم لوبغاړی ښودل شوی.

د پاکستان پوځ د امریکا او ایران له امنیتي/پوځي حلقو سره د تماس وړتیا او ۵۱ کلنه تجربه لري او پاکستاني چارواکي وايي چې منیر ته د واشنګټن او تهران له سیاسي او پوځي مشرانو سره د پټو اړیکو د ساتلو دنده ورکړل شوې ده. دا ډول تماسونه په داسې کړکېچ کې حیاتي وي ځکه “امنیتي تضمینونه” له خالصو سیاسي ژمنو ډېر وزن پیدا کوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خپله وینا کې ویلي چې په مذاکراتو کې د منیر ونډه غښتلې وه او نوموړی ایراني پلاوي ته په هوايي ډګر کې د فیلډ مارشال په نظامي لباس کې او امریکايي پلاوي ته په انګریزي لباس کې هرکلي ته ولاړ و؛ دا هماغه سیګنال دی چې پاکستان دا پروسه یوازې د ملکي حکومت په کچه نه، بلکې د “ریاست/امنیتي جوړښت” په کچه تضمینوي.

د عمران خان له زنداني کېدو وروسته په پاکستان کې د پوځ پر وړاندې کرکه لوړه شوې وه او په دغه هېواد کې د ټولو جنجالونو اصلي ریښه پوځ ګڼل کېده. عاصم منیر د پاکستان د پوځ پر وړاندې د ولس کرکه ښه حس کړې او له همدې امله یې په داسې سخت حالت کې د ایران او امریکا منځګړیتوب ته غاړه کېښوه، چې له امله یې د مذاکراتو اصلي لوبغاړی وبلل شو او تر ډېره حده په ولس کې د خپل بایللي باور په بېرته تر لاسه کولو کې بریالی لیدل کیږي.

د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د لومړي پړاو مذاکراتو څخه وروسته له عاصم منیر سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دفتره ۱۲ ځله اړیکه نیول شوې ده.

دا په دې معنا چې د پاکستان د پوځ مشر د امریکا غیرمستقیم نیابت کوي او د پیغام رسولو دنده هم لري، خو د پاکستان سیاسي اداره او ګوندونه بیا د جنرال عاصم منیر په دغه کردار ناخوښه دي او فکر کوي چې که دا مذاکرات کامیاب شي نو د پاکستان پوځ به په پاکستان کې لا پیاوړی شي او له وړاندې مړسپنه شوې سیاسي اداره به تر خپل تاثیر لاندې راولي.

له لومړي پړاوه وروسته منیر تهران ته لاړ څو د دویم پړاو د مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي او د واشنګټن پیغام/پیشنهاد ایراني لوري ته ورسوي. دا سفر د دویم پړاو د تنظیم او د اوربند د غځولو له هڅو سره مستقیمه اړیکه لري.

100%

د پاکستان په منځګړیتوب مذاکراتو د کامیابۍ هیله مندي:

که څه هم لومړي مذاکرات ناکام شوي، خو د پاکستان د لوی درستیز دوامداره سفرونه او د هرموز تنګي له امله پر امریکا او نړۍوال بازار فشار د یوې نسبي هوکړې چانس لوړ کړی دی، خو اسانه نه دی؛ ځکه اصلي ټکرونه تخنیکي نه بلکې جوړښتي دي.

څو مهم مګر سخت پړاونه دي که چېرې ترسره شي د مذاکراتو د کامیابۍ چانس لوړولی شی:

  • مرحله‌ییزه هوکړه(Step-by-step): لومړی د اوربند غځول، د هرمز لپاره لنډمهاله میکانیزم، د بندیزونو محدود نرمښت؛ بیا د اټومي/سیمه‌ییزو موضوعاتو ژور بحث.
  • د تضمینونو بسته: د اوربند د ماتېدو په صورت کې د “اتوماتیک” بېرته‌ګرځېدونکو مکلفیتونو پر ځای متوازن ضمانتونهچې پاکستان یې د امنیتي کانال له لارې غواړي تضمین کړي.

د پاکستاني چارواکو له څرګندونو همداسې معلومیږي چې دوی هڅه کوي پورته دوه پړاوونو ته زمینه برابره کړي او د اسلام اباد د مشرانو په جولۍ کې تر ټولو خوږه مېوه له واشنګټن او تهران څخه راغورځېدی شي، ځکه تهران د امریکا پر وړاندې د اوږدې نظامي جګړې قدرت له لاسه ورکړی او خپل کمزوری اقتصاد د امریکا له بندیزونو خلاصول غواړي، هغه بندیزونه چې امریکا یې هم د خلاصېدو اشاره کړې ده.

بل خوا د ټرمپ پر ادارې هم کورنی سیاسي او اقتصادي فشار ورځ تر بلې په لوړېدو دی او تهران هم په خپل اټومي پروګرام د امریکايي بندیز مطالبې یو څه مثبتې خو مشروطې نښې ښودلې دي نو ځکه د مذاکراتو د کامیابۍ د امیدونو کچه لوړه شوې ده.

او که دا مذاکرات کامیاب شي نو د جنرال عاصم منیر په سینه به حتمي د فیلډ مارشال د پرکېدونکو ستورو سره د نړۍ د امن قایموونکي اسلامي لښکر سپاه سالار یوه بل ستوری هم ځوړند شي.

د هنر نړیواله ورځ او په افغانستان کې د هنر بده ورځ

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۵۳ GMT+۱

د اپریل د میاشتې پنځلسمه د هنر نړیواله ورځ ده. د ښکلیو هنرونو دغه نړیوال جشن د لوی ایتالیوي انځورګر او پوه لیونارد داوینچي د زوکړې په مناسبت نومول شوی چې هرکال د نړیوالې سولې، د بیان ازادي، زغم او د ګڼ‌فرهنګه بشري ژوند په بېلابېلو برخو کې د هنرونو د اغېز په مناسبت نمانځل کیږي.

دواونچي د پینځلسمې و شپاړلسمې پېړۍ ګڼ‌اړخیز هنري – فرهنګي شخصیت و، چې د اروپا د بیاويښېدنې (رېنیسانس) دوران د فرهنګي – هنري انقلاب تر ټولو مخکښ او اغېزناک شخصیت ګڼل کیږي.

100%

ښکلاخوښوونه د انسان ذاتي او طبیعي غریزه ده، هرهغه عمل چې د دغې غریزې د خړوبولو په پار کیږي، هنریې بللی شو او په دې مفهوم هنر د بشریت یو خورا لرغونی او تقریباً د خردمند انسان همزولی ګڼل کیږي.

انځورګري، مجسمه‌جوړونه، موسیقي، نڅا او ادبیات خورا لرغوني هنرونه دي، چې روسته بیا په مدني دوران کې تیاتر او په نوې هم‌مهاله زمانه کې سینما پرې ورزیات شوي دي.

هنر د انسان د عواطفو تمثیل دی. اخلاقي او عاطفي انسان په هنري چاپېریال کې روزل کیږي. د میندو د « الاهو للو للو» سندرې لومړني هنري غږونه دي، چې ماشوم یې اوري او په دې توګه هنر د انسان‌روزنې په متعالي او نېک اړخ کې تر ټولو لومړنی عامل دی.

په افغانستان کې هم هنر د انساني ژوند د لومړنیو نښو او اثارو سره یوځای ځان راڅرګندوي، هغه انځورونه چې د فلزاتو په زمانې پورې اړوند کودوړو او د خټینو لوښیو پر څنډو ښکاري دلته د هنر مخینه څرګندولای شي، د غزني، کندهار، نیمروز، سمنګان او بلخ و بغلان په خورا لرغونیو موندل شویو آثارو کې د تزئینې هنرونو نښې له ورایه لیدلی شو. تر دې روسته د ای‌خانم په ښارګوټي، د طلاتپې په ګنجینه او د بامیان په مغارو کې د سیمې د هنري امتزاج داسې شهکارونه ځان راڅرګندوي، چې په نړیوال کچ یې بېلګې کمې دي. په اسلامي دوران کې د خطاطۍ، میناتورۍ، تذهیب، معمارۍ، غالۍاوبدنې او ګڼو نورو هنرونو مکتبونه رامنځ‌ته شول، چې د سیمې د فرهنګي ګډون د زانګو په حیث یې افغانستان د نړیوال هنر په تاریخ کې د ځانګړي دریځ خاوند کړ.

د هډې اثار، د بامیان د رواقونو او مغارو نقاشۍ، دبلخ د نه‌ګنبد د جومات نقشونه، د هرات د بهزاد مکتب، د هرات د ښیښې، کاشي‌کارۍ او ورېښمینو ټوټو هنري صنعتونه، په شمالي ولایتونو کې د غالیو، ټغرونو او د جنوبي ولایتونو د کوڅَو، شړۍ، لیمڅیو او ټغرونو د اوبدلو هنرونه، کوچیاني ګڼ کمیسونه، ګاڼې، چورمه‌دوزۍ، ګلاباتوني تزئین، د معمارۍ په برخه کې د غور مینار، د هرات جومات او د تیموري دورې مینارونه، لوګرۍ موسیقي، هزارګي دمبوره، غیچک، رباب، تنبور، ډول او ګڼ نور دودیز سازونه، د نورستان د لرګینو کیندنکاریو بې‌ساری هنري مکتب، اتڼ، قرصک، د ښځینه لاسي ګڼډلو هنر او لسګونه داسې نور هغه څه دي، چې په افغانستان کې د هنر تاریخ پرې بډای او رنګین دي.

خو د افغانستان په تاریخ کې هنر، هنري فعالیت او هنرپالنه تل اسانه او ممکنه نه‌وه. ایډیولوژیک تعصب، بې‌وزلۍ، محترومیتونه، منفي دودیز لیدلوري، جګړې، تاړاکونه او طبیعي- ټولنیز ناورینونه د هنر په وړاندې هغه افتونه او زیان‌رسوونکي څه وو، چې نه‌یوازې د هنري پنځونې خنډ ګرځېدلي دي، بلکې د دې هېواد ګڼ هنري میراثونه او ارزښتونه یې له منځه وړي دي.

راځئ د افغانستان په معاصر تاریخ کې د هنر و هنرمند لپاره د ښو او بدو ورځو یوه لنډ تصویر ته تم شو:

ټنګ‌ټکور (موسیقي):

څېړنمل محمد دین ژواک د خپل کتاب «افغاني موسیقي» په پیلیزه کې کاږي: « په افغانستان کې د غربي موسیقي عمر لږ دی او د هندي موسیقي بلدتیا له موږ سره اریايي ریښې لري، که څه هم ما به د خپل مرحوم پلار څخه اورېدل چې امیر عبدالرحمان خان هندي رقص او نڅا او موسیقي د کابل خرابات ته راوستله، دا خبره صحیح ده، مګر افغان او هند د نژاد له مخې د بهګوت ګیتا (خدايي نغمه) د سرود په واسطه چې د «کرشنا» حماسه یا صوفیانه وعظ دی، دوه نیم زره کاله عمر لري.»

بلخوا د بامیان د مغارو په رواق کې د چنګ‌غږوونکیو نجونو انځور د موسیقۍ د لرغونتیا مستنده نښه ده. په ولسي کیسو کې چې ان تر تاریخ وړاندې دورې کې ریښه لري، موسیقي د مینې پیغام ګڼل کیږي، د ادم خان او درخانۍ په داستان کې د ادم‌خان رباب دومره مشهور دی، چې له رباب سره د پښتنو یارانه ښايي زرګونه کاله پخوانۍ زمانې ته شاته وړلای شي.

په دې حساب موسیقي په دودیزه بڼه خورا لرغونې ده، که څه هم په رسمي بڼه یې نوی دوران د امیرعبدالرحمان خان یا تر هغه وړاندې د امیرشېرعلي خان زمانې ته رسیږي.

په ۱۳۱۳ لمریز کال د موزیک په مکتب کې ۳۰۰ کابل میشتي ځوانان شامل شول، چې دا نو د موسیقي د رسمي زدکړې لومړنی پیل ګڼلای شو. د افغانستان له مشروطه نهضت او د استقلال له هنګامو سره د ملي روح خاونده موسیقي په رسمي توګه راپیلیږي، استاد قاسم افغان، فرخ افندي، استاد نتو،استاد غلام حسین، استاد سراهنګ،استاد رحیم بخش، استاد محمد یعقوب قاسمي، استاد محمدهاشم، استاد محمد عمر، مېرمن پروین (خدیجه)، قمرګله، استاد مهوش،رخشانه، افسانه، ژیلا، مېرمن ازاده (حبیبه)، استاد عبدالغفور برشنا، استاد ایوب، استاد اولمیر او تر هغو راروسته په سلګونو مشهور نومونه د معاصرې افغاني موسیقي ستوري ګڼلای شو.

100%

البته چې دا تر سیمه‌ییزو ولسي مکتبونو او محلي موسیقۍ تر خورا محبوبو او پخوانیو بهیرونو راروسته رسمي موسیقۍ ته اشاره ده او که نه د لوګري موسیقۍ، د کندهار سندریز مکتب، په ختیزو او ګڼو نورو ولایتونو کې د ټپو، مقام، چاربیتو، بدلو، بګتیو، لوبو، کیسو او داستانونو بډایه موسیقي په شمال کې د بېلابېلو ولایتونو محلي موسیقي او سازونه، تر دوبیتیو، سنګردیو، اتڼ‌غاړو، کاکړیو، د هوتکو نارو، مشاعرو (شعرجنګیو) د پکتیا تر غرنیو سندرو او سروکو پورې له سلګونو کلونو راهیسې د ولس ترمنځ دود وې او خپلې ښادۍ او ان مبارزې یې پرې لمانځلې. د اشرونو، جګړو، چیغو، غزاګانو او جرګو پرمهال ډول غږول کېده او ګڼې لنډۍ او چاربیتې د دغو تاریخي پېښو څرګندویې دي.

استاد ژواک لیکي: امیرحبیب الله خان به د ګلبدین استاد د ساز اورېدلو ته لوګر ته پر اس سپور ورتلئ او هلته یې لوګری ساز او سندرې اورېدې.

په رسمي توګه روسته د موزیک مکتب تر اکاډمیکو زدکړو پورې ورسېد، په کابل کې د موسیقۍ ملي ارکستر جوړ شو او د راډیو، بیا روسته تلویزیون له نشراتو پیلیدو سره افغاني موسیقي دومره وغوړېده، چې د ځینو افغان سندرغاړو محبوبیت له افغانستان څخه بهر ووت. استاد سراهنګ او ناشناس په هند کې پېژندل کېدل، احمدظاهر و ځلاند و ظاهر هویدا په تاجکستان و ایران کې محبوب ول، استاد اولمیر، استاد ایوب، ناشناس، استاد شاه‌ولي، قمرګله، بېلتون او ګڼ نور په پښتونخوا کې اورېدل کېدل. د ځوانو ارکسترونو ځينې پارچې په نړیوالو فیستیوالونو کې هم غږېدې.

خو موسیقي د داسې ځلا و مختګ ترڅنګ تیاره او غمجن اړخونه هم لرل. په دودیزه توګه موسیقۍ او هنرمند ته په ښه نظر نه‌کتل کېدل، په ۱۳۷۰ کلونو کې ګڼ هنرمندان کډوال شول، ځينې ووژل شول او ځینې یې د تل لپاره له خپل هنر څخه لرې پاتې شول. د موسیقي په برخه کې لومړنی ټکان ورکوونکی مرموز مرګ یا قتل د احمدظاهر و، چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د سالنګ پر لاره په یوه ظاهراً ترافیکي پېښه کې ووژل شو، خان قره‌باغی او بخت زمینه د افراطیونو له خوا په هدفي توګه ووژل شول، مشهور ستارغږوونکی داود غزنوي په مزارشریف کې وویشتل شو او داسې ګڼ نور موسیقاران هلته و دلته د موسیقي په جرم د مرګ تر کومي تېر شول. داسې کلونه هم راغلل چې موسیقی حرامه اعلان شوه، د زرګونو خلکو د سترګو په وړاندې د موسیقي الات او سازونه مات یا وسیزل شول، د موسیقي ملي انستیتیوت ړنګ شو او دا سیاست همدا نن هم روان دی. د موسیقي تکفیر افغاني موسیقي ته نه جبرانېدونکی تاوان پېښ کړ. د جمهوریت تر سقوط روسته تر هر بل فرهنګي صنف زیات موسیقۍ ته تاوان پېښ شو، په افغانستان کې موسیقي حرامه شوه، په پښتونخوا کې یې هم د حرام‌ګرځولو ګواښ روان دی، په لسګونه هنرمندان کډوال شول. موسیقي یو ډله‌ییز هنر دی، خو هنرمندان انفرادي کډوال دي، سندرغاړی په مشرق دی او سازغږوونکی په مغرب، کمپوزیتور یوځای او شاعر یې بل ځای. په دې توګه همدا اوس افغاني موسیقي خپله تر ټولو توره دوره تېروي.

د پښتنو لنډۍ، اتڼ،رباب، ډول، سیتار و منګی و چمبه، هزارګي فولکلوریکې دوبیتۍ او سندرې، د پنجشیر قرصک او سنګردۍ، هراتي دوتار، د نورستان ناټ، بلوڅي ډله‌ییزه نڅا، بدخشي غیچک او سندرې، اوزبیکي و تورکمني دمبوره و زیربغلي چې د افغاني فرهنګ بېلګه‌یي و بومي ځانګړي موسیقايي ارزښتونه دي، د موسیقۍ له حرام‌ګرځولو سره خاموش پاتې دي.

بصري (تجسمي) هنرونه:

د بامیان د مغارو او مجسمو په رواقونو او چتونو کې ګڼ انځورونه د طبیعي غوړو رنګونو په وسیله انځور شوي وو، چې یو انځور یې د دوو چنګ‌غږوونکیو نجونو د موسیقۍ یومجلس ښيي. هغه رنګونه چې په دغو انځورونو کې کارول شوي د بشریت په تاریخ کې لومړني او بې‌ساري ګڼل کیږي، دا انځورونه ښيي چې نقاشي او موسیقي دواړه په افغانستان کې څومره لرغونې مخینه لري، که د بامیان، کندهار نقشونه او په اسلامي دوران کې د هرات د بهزاد مکتب تر شننې لاندې راولو، افغانستان په بصري یا تجسمي هنرونو کې د بډایې مخینې خاوند دی. د مجسمه جوړونې صنعت خو لا په نړۍ کې ځکه د افغانستان شهرت د لومړیو هېوادونو په کتارونو کې راولي، چې شاوخوا اتلس سوه کاله د نړۍ تر ټولو سترې ولاړې مجسمې یې په زړه کې وې. د ګندهارا د مجسمه‌جوړولو مکتب تر متهورا ډېر مشهور او بډای دی. هډه، عینک، میرزکه، نارنج غونډۍ، باګرام، بغلان، بلخ او هزارسوم و نورې بېلګې ښيي چې مجسمه جوړونه او انځورګري په افغانستان کې څومره لرغوني، رنګارنګ او ارزښمن میراثونه لري.

خو په نوي دوران کې « په افغانستان کې د هنر تاریخ» کتاب لیکوال دکتور حامد نوید په وینا د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې له انګلیسي لښکرو سره انځورګران هم افغانستان ته راغلي وو، چې په هغوی کې یو تن جیمز راتريJames Rattrayو. دغو انګریزي نقاشانو په انځورګرۍ کېد ریالیزم سبک افغانستان ته راوړ او د امیردوست محمد خان په زمانه کې یو تن افغان انځورګر عبدالعظیم خان ابکم دغه سبک زده کړ، ابکم د امیردوست محمدخان او د ځینو شهزادګانو تصویرونه نقاشي کړي وو، چې د دکتور عنایت الله شهراني په روایت دغه تصویرونه له استاد عبدالغفور بریشنا سره موجود وو.

د امیرعبدالرحمان خان پرمهال انځورګرۍ ته یوڅه پام زیات شو ، په تېره بیا د معمارۍ او تهذیب په برخه کې د انځورونو د ایستلو په برخه کې میرزمان‌الدین او میریاربیک‌خان او بیا روسته استاد حسام الدین غزنوي نومونه یادوالای شو. د دغه روستي هنرمند پلار میرنعمت الله هم هنرمند و. د حسام الدین غزنوي په شاګردانو کې پروفیسور غلام محمد مصور (ممینه‌ګي) هم و، چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د انځورګرۍ په برخه کې د اکاډمیکو زدکړو خاوند لومړنی انځورګر یې بللی شو، ده په اروپا کې لوړې زدکړې وکړې او د مشروطه نهضت له فعالو غړیو څخه و.

د همده په هڅو د کابل د نفیسه صنایعو ښوونځی جوړ شو، چې د ښکلیو هنرونو په برخه کې لومړنی رسمي مرکز ګڼلی شو، په دې ښوونځي کې انځورګري، رنګ‌کاري، صحافي، نجاري، غالۍ اوبدل، تهذیب او نور هنرونه ښوول کېدل. تر مصور(میمنه‌ګي) روسته استاد عبدالغفور برشنا د دغه ښوونځي مدیر شو، د هغه پرمهال د ډبرین چاپ، نساجي، معماري، مجسمه جوړونه، کاشي کاري، کلالي، خیاطي او موسیقي هم پر څانګو ورزیات شول.

تر دې ورهاخوا د انځورګرۍ، خطاطۍ او میناتورۍ لپاره د غلام محمد میمنه‌ګي نګارستان په نامه یو ځانګړی دولتي روزنځای هم جوړ شو، چې سلګونه پېغلې و ځوانانو په‌کې هنرونه زده‌کول.

روسته کلونو کې بیا د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې دهنرونو دیپارتمنت جوړ شو، چې په ۱۳۶۰ لسیزه کې د بېل پوهنځي تر کچ پورې ورلوړ شو.

بصري (تجسمي) هنرونو هم د ښو ورځو ترڅنګ بدې ورځې ولیدلې، ایډیولوژیک چلند ورسره وشو او هڅه وشوه هنر د ځانګړیو سیاسي یا عقیدتي ايډيولوژیو د تبلیغ لپاره استخدام شي. خو تر ټولو مرګوني ګوزارونه یې په ۱۳۷۰ لسیزه کې وخوړل. هنر تکفیر شو، کابل موزیم لوټ شو، هډه ویجاړه شوه، تاریخي - هنري اثار غلا شول، موزیمونه ،ارشیفونه، ګالرۍ، نندارتونونه، کتابتونونه تر لوټ تالان روسته د اور خوراک شول، په زرګونو ارزښمن اثار یا بهر قاچاق شول او یا له منځه ولاړل، ملي ګالري ته ټوپک ورننوتل، په ګالرۍ، حرمسرای او نورو ځایونو کې یې په خورا قیمتي اثارو کې د ژوندیو موجوداتو سرونه ورپرې کړل، مجسمې یې ماتې کړې او بلاخره د دغې تورې لسیزې په پای کې افغانستان د خپل فرهنګي تاریخ تر ټولو لوی ناورین سره مخ شو، د پاکیستاني پوځیانو په حکم د بامیان ولاړې مجسمې د سلګونه ټنه باروتو په غرمبهار کې راپریوتلې او نه یوازې یې د نړۍ دغه ستر هنري شهکارونه ونړول، بلکې تر څنګ یې هغه قیمتي او بې‌سارۍ نقاشۍ هم وتوږلې، چې د رنګ، لرغونتیا او رغښت له پلوه یې په ټوله نړۍ کې بل ساری نه‌و.

بلخوا په هرات کې د بهزاد له مکتب څخه راپاتې اثار یا لوټ شول او یا یې د تکفیر په ټس کې د تراشلو زخمونه په نصیب شول، حتی د بهزاد د مکتب معاصر شاګرد او لوی هنرمند استاد محمد سعید مشعل غوري هروي اثار هم خوندي پاته نه‌شول.

په دې لسیزه کې د تجسمي هنرونو سلګونه هنرمندان هم یا له هېواده ووتل او یا هم ووژل شول. کټ مټ همدغه ناورین یوځل بیا د ۲۰۲۱ کال تر سقوط روسته تکرار شو، چې د هنرمندانو یو بل نسل یې د کډوالۍ او جلاوطنۍ په څپېړه وواهه. همدا اوس په سلګونو هنرمندان بهرنیو هېوادونو کې بې‌ثمره ژوندکوي او له خپلو هنرونو او هنري پنځوونو، نوښتونو او خلاقیتونو څخه لرې پاتې دي.

100%

تیاتر او ډرامه‌یي هنرونه

که د ای‌خانم په لرغوني ښارګوټي کې د سیمې تر ټولو د لوی تیاترسالون ته پام وکړو، چې د یونان‌‌وباختري دوارن یادګار دی،نو په افغانستان کې د تیاتر تاریخ تر میلاد وړاندې پېړیو ته ورګرځي. خو د معاصر تیاتر تاریخچه بیا د هر بل موډرن او مدني پیل په شان د اعلیحضرت غازي امان الله شاه دوران ته وررسیږي.

د خپلواکۍ د جشن پرمهال،پر ۱۳۰۱لمریز کال د بهرنیو چارو وزارت په ستوری ماڼۍ کې شاهي کورنۍ ته لومړۍ ننداره وړاندې شوه، ویل کیږي، چې په افغانستان کې د نندارې د ښوولو او دودولو لومړنی هڅوونکی هم محمود طرزي و.

روسته د پوهنې نندارې او بیا افغان نندارې په جوړېدو د تیاتر هنر په افغانستان کې وده وکړه لوی هنرمندان دریځ ته راغللاو ګڼې افغاني او بهرنۍ ډرامې پر سټيژونو ولوبول شوې.

عبدالرشید لطیفي چې د افغان نندارې له بنسټوالو څخه و، د قهرمانان په نامه د پښتو بشپړې نندارې په ښوولو د پښتو تیاتر بنسټ رسماً کېښود، که څه هم تر دې پخوا په پښتونخوا کې د عبدالاکبرخان اکبر او نورو لیکوالو پښتو ډرامې لیکلې او پر سټېژونو لوبېدلې وې.

د استاد عبدالرحمن پژواک لومړنۍ ازاده منظومه کلیمه داره روپۍ د ډرامې په قالب کې کښل شوې او د استاد عبدالروف بېنوا شهکار شعر د کلو رنځور هم پر سټېژ د لوبولو وړتیا لري.

په شلمه پېړۍ کې د تیاتر په برخه کې د استاد برشنا او علامه سلجوقي هڅې د ستاینې وړ دي. همدارنګه د دې دورې نور استادان او پوهان لکه استاد عبدالرشید لطیفي، استاد عبدالرحمن بینا، استاد عبدالروف بینوا، استاد عبدالرحمن پژواک، استاد عبدالرشید جلیا، عبداللطیف نشاط ملک خېل، انجیر محمد علي رونق، غلام حضرت کوشان او نور پوهان د تیاتر د ودې او پرمختګ لپاره نوې آثار تولید کړل.

هغه مهال د کابل د هنرمندانو ځای هماغه د استقلال لیسې د سپورت سالون و، چې د علامه سلجوقي له خوا، چې د مطبوعاتو مستقل رئیس و، د "پوهنی ننداري" په نوم ونومول شو، او د مطبوعاتو تر ریاست لاندې پکې په رسمي ډول نندارې پیل شوې.

لومړنۍ ډرامه په ۱۳۲۲هـ ش کال کې د استاد عبدالرشید لطیفي اثر و. د "میراث" په نوم په پوهنی ننداري کې پر سټېج وړاندې شوه. وروسته بیا مشهورې نندارې لکه "لالا ملنګ" د استاد برشنا اثر، "نقره‌يي شمعدانونه"، "هغه مې پلارنه‌دی "، "د ژوند ماښام"، "بالاپوش" او نور، چې د عبدالرشید لطیفي له ژباړو او اثارو څخه وو، همدارنګه د دکتور عبدالغفور روان فرهادي ژباړې، د محمد شفیع رهګذر، حبیب الله سها آثار، "وږي" د توفیق الحکیم اثر، او د نورو لیکوالانو آثار پر سټېج وړاندې شول.د کابل نندارې جوړه شوه او د تیاتر په برخه کې په لوړ کچ اکاډمیکې زدکړې راپیل شوې.

قیوم بېسد، جان محمد پلار، رفیق صادق ، فضل احمد فضلي، حاجي محمد کامران، منان ملګری، حکیم اطرافي، عزیز الله هدف، زلیخا فخري، رابعه هما، هما مستمندي، صایمه مقصودي، مرتضی بایقرا، داوود مقصودي، ستورۍ منګل، ممنون مقصودي، عبدالله صمدي، رحمت الله خوستی، ذبیح الله انیل، عبدالله صاحب‌زاده او په لسګونو نور نوموتي او پیاوړي ممثلین/ ممثلینې صحنې ته راغلل.

په اویایمه لسیزه کې تیاتر هم د کورنۍ جګړې په اور کې وسوزېد، کابل نندارې ته اورواچول شو، داسې چې ان د جمهوریت په کلونو کې هم لا کنډواله پاتې شوه او بیاځلې په کې د ډرامو دیالوګونه وانه‌ورېدل شول. د تیاتر سلګونه لیکوال، ممثلان، ډایرکتران، میوزیسنان او نور کارکوونکي کډوال شول او له هېواده بهر هېڅ ځای هغسې ونه‌ځلېدل چې د زرګونو افغانانو په خولو کې خندا یا په سترګو کې اوښکې راوستلای شي.

د تیاتر په برخه کې همدا غمیزه د ۲۰۲۱ تر سقوط روسته یوځل بیا تکرار شوه.

سینما

د سینما هنر هم په نړۍ کې او هم په افغانستان کې نوی دی. ویل کیږي، چې د سینما لومړنی پروجکتور انګریزانو امیرحبیب الله خان ته ډالۍ کړ، دا نو ۱۹۱۴ یا ۱۹۱۵ کال و، خو دا څرګنده ده، چې د فیلم کتلو لومړني بشپړ وسایل اعلیحضرت امان الله شاه له ځان سره له اروپا څخه راوړل او په پغمان کې یې په ریښتینې مانا یوه سینما پرانیستله. په پغمان کې ګڼو خلکو لومړنی فیلم ولید. د اړدوړ پرمهال افراطيونو سینما وتړله، خو د نادرشاه پرمهال بېرته پرانیستل شوه او بیا نو ګڼې سینماګانې په کابل او نورو ولایتونو کې جوړې شوې.

د «سینما» کتاب لیکوال ښاغلي کریم حیدري په نظر (عشق و دوستي) د افغانستان سینما د لومړني فلم په نوم پېژندل شوی چې په ۱۹۴۶کال کې جوړ شوی. دې فلم کې ښځینه لوبغاړې هندۍ ده او د فلم د اډېټ چارې هم په لاهور کې ترسره شوې چې دغه ښار هغه مهال د هند برخه وه. لومړنی پښتو فلم (لیلا مجنون) رفیق غزنوي په ۱۹۴۱کال کې په بریتانوي هند کې جوړ کړی. د دې فلم په جوړونه کې د پښتو ژبې نامتو شاعر حمزه خان شینواري هم برخه اخیستې وه. خو په افغانستان کې لومړنی بشپړ پښتو هنري فلم (ارمان) وو، چې واحد نظري په ۱۹۸۸کې جوړ کړی.

د افغانستان سینما زرین پېر په ۱۹۸۰لیسزه کې و. یو شمېر ځوانانو په ۱۹۷۰او ۱۹۸۰لسیزو کې شوروي اتحاد او نورو هېوادونو کې د فلم جوړونې بورسیې ترلاسه کړې. سربېره له دې چې د نظام سانسور حاکم، امنیتي ستونزې، محدود امکانات او د لوبغاړو کمښت وو خو د ګوتو په شمار څو فلم جوړونکو داسې مرغلرې وړاندې کړې چې ښایي تل پاتې وي. زما په اند د کونډې زوی د افغانستان سینما شهکار دی. په ندرت سره داسې پېښیږي چې په هنري تخلیق کې ټولې برخې پیاوړې او یو بل کې سره ورشي. پایله به یې هرومرو شهکار وي.

په هرصورت د افغانستان له شرایطو سره سم د فیلم جوړولو هڅې روانې وې، افغانانو د فیلمونو له کتلو سره مینه لرله، هیندي فیلمونو تر ټولو ډېر کتونکي لرل، خو افغاني فیلمونه هم د خلکو ډېر خوښېدل، ځکه د وطن رنګ و بوی یې درلود.

په ۱۳۴۷ لمریز کال کې افغان فیلم جوړ شو. تر ۱۹۹۶ کال پورې ( له ۱۳۷۰ تورې لسیزې پرته) افغان فلم ۳۷ داستاني فیلمونه او تر سلو پورې مستند فیلمونه جوړ کړل.

د ۱۳۷۰ لسیزې په اوږدو کې افغان فیلم ویجاړ شو، ارشیف یې له منځه ولاړ او بیا هم سلګونه د سینما هنرمندان او کارکوونکي له هېواده یا ووتل او یا ووژل شول.

د جمهوریت پرمهال د افغان سینما د رغولو هڅې وشوې، نړیوالو هم مرستې وکړې، خو داسې کومه لویه بریا و پایله یې نه‌لرله، که څه هم چې ځینو افغان فیلم جوړوونکیو نړیوالو فیستیوالونو ته لار وموندله او یوڅو افغاني فیلمونه وهڅول شول، خو افغاني سینما له خپل دریځ ته نه‌وه ورپورته شوې، چې وطن بیا سقوط شو او دا ځل یې پاته استعدادونه هم کډوال کړل. سینما تکفیر شوه او تر نن پورې یې برخلیک څرګند نه دی.