دواونچي د پینځلسمې و شپاړلسمې پېړۍ ګڼاړخیز هنري – فرهنګي شخصیت و، چې د اروپا د بیاويښېدنې (رېنیسانس) دوران د فرهنګي – هنري انقلاب تر ټولو مخکښ او اغېزناک شخصیت ګڼل کیږي.
ښکلاخوښوونه د انسان ذاتي او طبیعي غریزه ده، هرهغه عمل چې د دغې غریزې د خړوبولو په پار کیږي، هنریې بللی شو او په دې مفهوم هنر د بشریت یو خورا لرغونی او تقریباً د خردمند انسان همزولی ګڼل کیږي.
انځورګري، مجسمهجوړونه، موسیقي، نڅا او ادبیات خورا لرغوني هنرونه دي، چې روسته بیا په مدني دوران کې تیاتر او په نوې هممهاله زمانه کې سینما پرې ورزیات شوي دي.
هنر د انسان د عواطفو تمثیل دی. اخلاقي او عاطفي انسان په هنري چاپېریال کې روزل کیږي. د میندو د « الاهو للو للو» سندرې لومړني هنري غږونه دي، چې ماشوم یې اوري او په دې توګه هنر د انسانروزنې په متعالي او نېک اړخ کې تر ټولو لومړنی عامل دی.
په افغانستان کې هم هنر د انساني ژوند د لومړنیو نښو او اثارو سره یوځای ځان راڅرګندوي، هغه انځورونه چې د فلزاتو په زمانې پورې اړوند کودوړو او د خټینو لوښیو پر څنډو ښکاري دلته د هنر مخینه څرګندولای شي، د غزني، کندهار، نیمروز، سمنګان او بلخ و بغلان په خورا لرغونیو موندل شویو آثارو کې د تزئینې هنرونو نښې له ورایه لیدلی شو. تر دې روسته د ایخانم په ښارګوټي، د طلاتپې په ګنجینه او د بامیان په مغارو کې د سیمې د هنري امتزاج داسې شهکارونه ځان راڅرګندوي، چې په نړیوال کچ یې بېلګې کمې دي. په اسلامي دوران کې د خطاطۍ، میناتورۍ، تذهیب، معمارۍ، غالۍاوبدنې او ګڼو نورو هنرونو مکتبونه رامنځته شول، چې د سیمې د فرهنګي ګډون د زانګو په حیث یې افغانستان د نړیوال هنر په تاریخ کې د ځانګړي دریځ خاوند کړ.
د هډې اثار، د بامیان د رواقونو او مغارو نقاشۍ، دبلخ د نهګنبد د جومات نقشونه، د هرات د بهزاد مکتب، د هرات د ښیښې، کاشيکارۍ او ورېښمینو ټوټو هنري صنعتونه، په شمالي ولایتونو کې د غالیو، ټغرونو او د جنوبي ولایتونو د کوڅَو، شړۍ، لیمڅیو او ټغرونو د اوبدلو هنرونه، کوچیاني ګڼ کمیسونه، ګاڼې، چورمهدوزۍ، ګلاباتوني تزئین، د معمارۍ په برخه کې د غور مینار، د هرات جومات او د تیموري دورې مینارونه، لوګرۍ موسیقي، هزارګي دمبوره، غیچک، رباب، تنبور، ډول او ګڼ نور دودیز سازونه، د نورستان د لرګینو کیندنکاریو بېساری هنري مکتب، اتڼ، قرصک، د ښځینه لاسي ګڼډلو هنر او لسګونه داسې نور هغه څه دي، چې په افغانستان کې د هنر تاریخ پرې بډای او رنګین دي.
خو د افغانستان په تاریخ کې هنر، هنري فعالیت او هنرپالنه تل اسانه او ممکنه نهوه. ایډیولوژیک تعصب، بېوزلۍ، محترومیتونه، منفي دودیز لیدلوري، جګړې، تاړاکونه او طبیعي- ټولنیز ناورینونه د هنر په وړاندې هغه افتونه او زیانرسوونکي څه وو، چې نهیوازې د هنري پنځونې خنډ ګرځېدلي دي، بلکې د دې هېواد ګڼ هنري میراثونه او ارزښتونه یې له منځه وړي دي.
راځئ د افغانستان په معاصر تاریخ کې د هنر و هنرمند لپاره د ښو او بدو ورځو یوه لنډ تصویر ته تم شو:
ټنګټکور (موسیقي):
څېړنمل محمد دین ژواک د خپل کتاب «افغاني موسیقي» په پیلیزه کې کاږي: « په افغانستان کې د غربي موسیقي عمر لږ دی او د هندي موسیقي بلدتیا له موږ سره اریايي ریښې لري، که څه هم ما به د خپل مرحوم پلار څخه اورېدل چې امیر عبدالرحمان خان هندي رقص او نڅا او موسیقي د کابل خرابات ته راوستله، دا خبره صحیح ده، مګر افغان او هند د نژاد له مخې د بهګوت ګیتا (خدايي نغمه) د سرود په واسطه چې د «کرشنا» حماسه یا صوفیانه وعظ دی، دوه نیم زره کاله عمر لري.»
بلخوا د بامیان د مغارو په رواق کې د چنګغږوونکیو نجونو انځور د موسیقۍ د لرغونتیا مستنده نښه ده. په ولسي کیسو کې چې ان تر تاریخ وړاندې دورې کې ریښه لري، موسیقي د مینې پیغام ګڼل کیږي، د ادم خان او درخانۍ په داستان کې د ادمخان رباب دومره مشهور دی، چې له رباب سره د پښتنو یارانه ښايي زرګونه کاله پخوانۍ زمانې ته شاته وړلای شي.
په دې حساب موسیقي په دودیزه بڼه خورا لرغونې ده، که څه هم په رسمي بڼه یې نوی دوران د امیرعبدالرحمان خان یا تر هغه وړاندې د امیرشېرعلي خان زمانې ته رسیږي.
په ۱۳۱۳ لمریز کال د موزیک په مکتب کې ۳۰۰ کابل میشتي ځوانان شامل شول، چې دا نو د موسیقي د رسمي زدکړې لومړنی پیل ګڼلای شو. د افغانستان له مشروطه نهضت او د استقلال له هنګامو سره د ملي روح خاونده موسیقي په رسمي توګه راپیلیږي، استاد قاسم افغان، فرخ افندي، استاد نتو،استاد غلام حسین، استاد سراهنګ،استاد رحیم بخش، استاد محمد یعقوب قاسمي، استاد محمدهاشم، استاد محمد عمر، مېرمن پروین (خدیجه)، قمرګله، استاد مهوش،رخشانه، افسانه، ژیلا، مېرمن ازاده (حبیبه)، استاد عبدالغفور برشنا، استاد ایوب، استاد اولمیر او تر هغو راروسته په سلګونو مشهور نومونه د معاصرې افغاني موسیقي ستوري ګڼلای شو.
البته چې دا تر سیمهییزو ولسي مکتبونو او محلي موسیقۍ تر خورا محبوبو او پخوانیو بهیرونو راروسته رسمي موسیقۍ ته اشاره ده او که نه د لوګري موسیقۍ، د کندهار سندریز مکتب، په ختیزو او ګڼو نورو ولایتونو کې د ټپو، مقام، چاربیتو، بدلو، بګتیو، لوبو، کیسو او داستانونو بډایه موسیقي په شمال کې د بېلابېلو ولایتونو محلي موسیقي او سازونه، تر دوبیتیو، سنګردیو، اتڼغاړو، کاکړیو، د هوتکو نارو، مشاعرو (شعرجنګیو) د پکتیا تر غرنیو سندرو او سروکو پورې له سلګونو کلونو راهیسې د ولس ترمنځ دود وې او خپلې ښادۍ او ان مبارزې یې پرې لمانځلې. د اشرونو، جګړو، چیغو، غزاګانو او جرګو پرمهال ډول غږول کېده او ګڼې لنډۍ او چاربیتې د دغو تاریخي پېښو څرګندویې دي.
استاد ژواک لیکي: امیرحبیب الله خان به د ګلبدین استاد د ساز اورېدلو ته لوګر ته پر اس سپور ورتلئ او هلته یې لوګری ساز او سندرې اورېدې.
په رسمي توګه روسته د موزیک مکتب تر اکاډمیکو زدکړو پورې ورسېد، په کابل کې د موسیقۍ ملي ارکستر جوړ شو او د راډیو، بیا روسته تلویزیون له نشراتو پیلیدو سره افغاني موسیقي دومره وغوړېده، چې د ځینو افغان سندرغاړو محبوبیت له افغانستان څخه بهر ووت. استاد سراهنګ او ناشناس په هند کې پېژندل کېدل، احمدظاهر و ځلاند و ظاهر هویدا په تاجکستان و ایران کې محبوب ول، استاد اولمیر، استاد ایوب، ناشناس، استاد شاهولي، قمرګله، بېلتون او ګڼ نور په پښتونخوا کې اورېدل کېدل. د ځوانو ارکسترونو ځينې پارچې په نړیوالو فیستیوالونو کې هم غږېدې.
خو موسیقي د داسې ځلا و مختګ ترڅنګ تیاره او غمجن اړخونه هم لرل. په دودیزه توګه موسیقۍ او هنرمند ته په ښه نظر نهکتل کېدل، په ۱۳۷۰ کلونو کې ګڼ هنرمندان کډوال شول، ځينې ووژل شول او ځینې یې د تل لپاره له خپل هنر څخه لرې پاتې شول. د موسیقي په برخه کې لومړنی ټکان ورکوونکی مرموز مرګ یا قتل د احمدظاهر و، چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د سالنګ پر لاره په یوه ظاهراً ترافیکي پېښه کې ووژل شو، خان قرهباغی او بخت زمینه د افراطیونو له خوا په هدفي توګه ووژل شول، مشهور ستارغږوونکی داود غزنوي په مزارشریف کې وویشتل شو او داسې ګڼ نور موسیقاران هلته و دلته د موسیقي په جرم د مرګ تر کومي تېر شول. داسې کلونه هم راغلل چې موسیقی حرامه اعلان شوه، د زرګونو خلکو د سترګو په وړاندې د موسیقي الات او سازونه مات یا وسیزل شول، د موسیقي ملي انستیتیوت ړنګ شو او دا سیاست همدا نن هم روان دی. د موسیقي تکفیر افغاني موسیقي ته نه جبرانېدونکی تاوان پېښ کړ. د جمهوریت تر سقوط روسته تر هر بل فرهنګي صنف زیات موسیقۍ ته تاوان پېښ شو، په افغانستان کې موسیقي حرامه شوه، په پښتونخوا کې یې هم د حرامګرځولو ګواښ روان دی، په لسګونه هنرمندان کډوال شول. موسیقي یو ډلهییز هنر دی، خو هنرمندان انفرادي کډوال دي، سندرغاړی په مشرق دی او سازغږوونکی په مغرب، کمپوزیتور یوځای او شاعر یې بل ځای. په دې توګه همدا اوس افغاني موسیقي خپله تر ټولو توره دوره تېروي.
د پښتنو لنډۍ، اتڼ،رباب، ډول، سیتار و منګی و چمبه، هزارګي فولکلوریکې دوبیتۍ او سندرې، د پنجشیر قرصک او سنګردۍ، هراتي دوتار، د نورستان ناټ، بلوڅي ډلهییزه نڅا، بدخشي غیچک او سندرې، اوزبیکي و تورکمني دمبوره و زیربغلي چې د افغاني فرهنګ بېلګهیي و بومي ځانګړي موسیقايي ارزښتونه دي، د موسیقۍ له حرامګرځولو سره خاموش پاتې دي.
بصري (تجسمي) هنرونه:
د بامیان د مغارو او مجسمو په رواقونو او چتونو کې ګڼ انځورونه د طبیعي غوړو رنګونو په وسیله انځور شوي وو، چې یو انځور یې د دوو چنګغږوونکیو نجونو د موسیقۍ یومجلس ښيي. هغه رنګونه چې په دغو انځورونو کې کارول شوي د بشریت په تاریخ کې لومړني او بېساري ګڼل کیږي، دا انځورونه ښيي چې نقاشي او موسیقي دواړه په افغانستان کې څومره لرغونې مخینه لري، که د بامیان، کندهار نقشونه او په اسلامي دوران کې د هرات د بهزاد مکتب تر شننې لاندې راولو، افغانستان په بصري یا تجسمي هنرونو کې د بډایې مخینې خاوند دی. د مجسمه جوړونې صنعت خو لا په نړۍ کې ځکه د افغانستان شهرت د لومړیو هېوادونو په کتارونو کې راولي، چې شاوخوا اتلس سوه کاله د نړۍ تر ټولو سترې ولاړې مجسمې یې په زړه کې وې. د ګندهارا د مجسمهجوړولو مکتب تر متهورا ډېر مشهور او بډای دی. هډه، عینک، میرزکه، نارنج غونډۍ، باګرام، بغلان، بلخ او هزارسوم و نورې بېلګې ښيي چې مجسمه جوړونه او انځورګري په افغانستان کې څومره لرغوني، رنګارنګ او ارزښمن میراثونه لري.
خو په نوي دوران کې « په افغانستان کې د هنر تاریخ» کتاب لیکوال دکتور حامد نوید په وینا د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې له انګلیسي لښکرو سره انځورګران هم افغانستان ته راغلي وو، چې په هغوی کې یو تن جیمز راتريJames Rattrayو. دغو انګریزي نقاشانو په انځورګرۍ کېد ریالیزم سبک افغانستان ته راوړ او د امیردوست محمد خان په زمانه کې یو تن افغان انځورګر عبدالعظیم خان ابکم دغه سبک زده کړ، ابکم د امیردوست محمدخان او د ځینو شهزادګانو تصویرونه نقاشي کړي وو، چې د دکتور عنایت الله شهراني په روایت دغه تصویرونه له استاد عبدالغفور بریشنا سره موجود وو.
د امیرعبدالرحمان خان پرمهال انځورګرۍ ته یوڅه پام زیات شو ، په تېره بیا د معمارۍ او تهذیب په برخه کې د انځورونو د ایستلو په برخه کې میرزمانالدین او میریاربیکخان او بیا روسته استاد حسام الدین غزنوي نومونه یادوالای شو. د دغه روستي هنرمند پلار میرنعمت الله هم هنرمند و. د حسام الدین غزنوي په شاګردانو کې پروفیسور غلام محمد مصور (ممینهګي) هم و، چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د انځورګرۍ په برخه کې د اکاډمیکو زدکړو خاوند لومړنی انځورګر یې بللی شو، ده په اروپا کې لوړې زدکړې وکړې او د مشروطه نهضت له فعالو غړیو څخه و.
بصري (تجسمي) هنرونو هم د ښو ورځو ترڅنګ بدې ورځې ولیدلې، ایډیولوژیک چلند ورسره وشو او هڅه وشوه هنر د ځانګړیو سیاسي یا عقیدتي ايډيولوژیو د تبلیغ لپاره استخدام شي. خو تر ټولو مرګوني ګوزارونه یې په ۱۳۷۰ لسیزه کې وخوړل. هنر تکفیر شو، کابل موزیم لوټ شو، هډه ویجاړه شوه، تاریخي - هنري اثار غلا شول، موزیمونه ،ارشیفونه، ګالرۍ، نندارتونونه، کتابتونونه تر لوټ تالان روسته د اور خوراک شول، په زرګونو ارزښمن اثار یا بهر قاچاق شول او یا له منځه ولاړل، ملي ګالري ته ټوپک ورننوتل، په ګالرۍ، حرمسرای او نورو ځایونو کې یې په خورا قیمتي اثارو کې د ژوندیو موجوداتو سرونه ورپرې کړل، مجسمې یې ماتې کړې او بلاخره د دغې تورې لسیزې په پای کې افغانستان د خپل فرهنګي تاریخ تر ټولو لوی ناورین سره مخ شو، د پاکیستاني پوځیانو په حکم د بامیان ولاړې مجسمې د سلګونه ټنه باروتو په غرمبهار کې راپریوتلې او نه یوازې یې د نړۍ دغه ستر هنري شهکارونه ونړول، بلکې تر څنګ یې هغه قیمتي او بېسارۍ نقاشۍ هم وتوږلې، چې د رنګ، لرغونتیا او رغښت له پلوه یې په ټوله نړۍ کې بل ساری نهو.
بلخوا په هرات کې د بهزاد له مکتب څخه راپاتې اثار یا لوټ شول او یا یې د تکفیر په ټس کې د تراشلو زخمونه په نصیب شول، حتی د بهزاد د مکتب معاصر شاګرد او لوی هنرمند استاد محمد سعید مشعل غوري هروي اثار هم خوندي پاته نهشول.
په دې لسیزه کې د تجسمي هنرونو سلګونه هنرمندان هم یا له هېواده ووتل او یا هم ووژل شول. کټ مټ همدغه ناورین یوځل بیا د ۲۰۲۱ کال تر سقوط روسته تکرار شو، چې د هنرمندانو یو بل نسل یې د کډوالۍ او جلاوطنۍ په څپېړه وواهه. همدا اوس په سلګونو هنرمندان بهرنیو هېوادونو کې بېثمره ژوندکوي او له خپلو هنرونو او هنري پنځوونو، نوښتونو او خلاقیتونو څخه لرې پاتې دي.
تیاتر او ډرامهیي هنرونه
که د ایخانم په لرغوني ښارګوټي کې د سیمې تر ټولو د لوی تیاترسالون ته پام وکړو، چې د یونانوباختري دوارن یادګار دی،نو په افغانستان کې د تیاتر تاریخ تر میلاد وړاندې پېړیو ته ورګرځي. خو د معاصر تیاتر تاریخچه بیا د هر بل موډرن او مدني پیل په شان د اعلیحضرت غازي امان الله شاه دوران ته وررسیږي.
د خپلواکۍ د جشن پرمهال،پر ۱۳۰۱لمریز کال د بهرنیو چارو وزارت په ستوری ماڼۍ کې شاهي کورنۍ ته لومړۍ ننداره وړاندې شوه، ویل کیږي، چې په افغانستان کې د نندارې د ښوولو او دودولو لومړنی هڅوونکی هم محمود طرزي و.
روسته د پوهنې نندارې او بیا افغان نندارې په جوړېدو د تیاتر هنر په افغانستان کې وده وکړه لوی هنرمندان دریځ ته راغللاو ګڼې افغاني او بهرنۍ ډرامې پر سټيژونو ولوبول شوې.
عبدالرشید لطیفي چې د افغان نندارې له بنسټوالو څخه و، د قهرمانان په نامه د پښتو بشپړې نندارې په ښوولو د پښتو تیاتر بنسټ رسماً کېښود، که څه هم تر دې پخوا په پښتونخوا کې د عبدالاکبرخان اکبر او نورو لیکوالو پښتو ډرامې لیکلې او پر سټېژونو لوبېدلې وې.
د استاد عبدالرحمن پژواک لومړنۍ ازاده منظومه کلیمه داره روپۍ د ډرامې په قالب کې کښل شوې او د استاد عبدالروف بېنوا شهکار شعر د کلو رنځور هم پر سټېژ د لوبولو وړتیا لري.
په شلمه پېړۍ کې د تیاتر په برخه کې د استاد برشنا او علامه سلجوقي هڅې د ستاینې وړ دي. همدارنګه د دې دورې نور استادان او پوهان لکه استاد عبدالرشید لطیفي، استاد عبدالرحمن بینا، استاد عبدالروف بینوا، استاد عبدالرحمن پژواک، استاد عبدالرشید جلیا، عبداللطیف نشاط ملک خېل، انجیر محمد علي رونق، غلام حضرت کوشان او نور پوهان د تیاتر د ودې او پرمختګ لپاره نوې آثار تولید کړل.
هغه مهال د کابل د هنرمندانو ځای هماغه د استقلال لیسې د سپورت سالون و، چې د علامه سلجوقي له خوا، چې د مطبوعاتو مستقل رئیس و، د "پوهنی ننداري" په نوم ونومول شو، او د مطبوعاتو تر ریاست لاندې پکې په رسمي ډول نندارې پیل شوې.
لومړنۍ ډرامه په ۱۳۲۲هـ ش کال کې د استاد عبدالرشید لطیفي اثر و. د "میراث" په نوم په پوهنی ننداري کې پر سټېج وړاندې شوه. وروسته بیا مشهورې نندارې لکه "لالا ملنګ" د استاد برشنا اثر، "نقرهيي شمعدانونه"، "هغه مې پلارنهدی "، "د ژوند ماښام"، "بالاپوش" او نور، چې د عبدالرشید لطیفي له ژباړو او اثارو څخه وو، همدارنګه د دکتور عبدالغفور روان فرهادي ژباړې، د محمد شفیع رهګذر، حبیب الله سها آثار، "وږي" د توفیق الحکیم اثر، او د نورو لیکوالانو آثار پر سټېج وړاندې شول.د کابل نندارې جوړه شوه او د تیاتر په برخه کې په لوړ کچ اکاډمیکې زدکړې راپیل شوې.
قیوم بېسد، جان محمد پلار، رفیق صادق ، فضل احمد فضلي، حاجي محمد کامران، منان ملګری، حکیم اطرافي، عزیز الله هدف، زلیخا فخري، رابعه هما، هما مستمندي، صایمه مقصودي، مرتضی بایقرا، داوود مقصودي، ستورۍ منګل، ممنون مقصودي، عبدالله صمدي، رحمت الله خوستی، ذبیح الله انیل، عبدالله صاحبزاده او په لسګونو نور نوموتي او پیاوړي ممثلین/ ممثلینې صحنې ته راغلل.
په اویایمه لسیزه کې تیاتر هم د کورنۍ جګړې په اور کې وسوزېد، کابل نندارې ته اورواچول شو، داسې چې ان د جمهوریت په کلونو کې هم لا کنډواله پاتې شوه او بیاځلې په کې د ډرامو دیالوګونه وانهورېدل شول. د تیاتر سلګونه لیکوال، ممثلان، ډایرکتران، میوزیسنان او نور کارکوونکي کډوال شول او له هېواده بهر هېڅ ځای هغسې ونهځلېدل چې د زرګونو افغانانو په خولو کې خندا یا په سترګو کې اوښکې راوستلای شي.
د تیاتر په برخه کې همدا غمیزه د ۲۰۲۱ تر سقوط روسته یوځل بیا تکرار شوه.
سینما
د سینما هنر هم په نړۍ کې او هم په افغانستان کې نوی دی. ویل کیږي، چې د سینما لومړنی پروجکتور انګریزانو امیرحبیب الله خان ته ډالۍ کړ، دا نو ۱۹۱۴ یا ۱۹۱۵ کال و، خو دا څرګنده ده، چې د فیلم کتلو لومړني بشپړ وسایل اعلیحضرت امان الله شاه له ځان سره له اروپا څخه راوړل او په پغمان کې یې په ریښتینې مانا یوه سینما پرانیستله. په پغمان کې ګڼو خلکو لومړنی فیلم ولید. د اړدوړ پرمهال افراطيونو سینما وتړله، خو د نادرشاه پرمهال بېرته پرانیستل شوه او بیا نو ګڼې سینماګانې په کابل او نورو ولایتونو کې جوړې شوې.
د «سینما» کتاب لیکوال ښاغلي کریم حیدري په نظر (عشق و دوستي) د افغانستان سینما د لومړني فلم په نوم پېژندل شوی چې په ۱۹۴۶کال کې جوړ شوی. دې فلم کې ښځینه لوبغاړې هندۍ ده او د فلم د اډېټ چارې هم په لاهور کې ترسره شوې چې دغه ښار هغه مهال د هند برخه وه. لومړنی پښتو فلم (لیلا مجنون) رفیق غزنوي په ۱۹۴۱کال کې په بریتانوي هند کې جوړ کړی. د دې فلم په جوړونه کې د پښتو ژبې نامتو شاعر حمزه خان شینواري هم برخه اخیستې وه. خو په افغانستان کې لومړنی بشپړ پښتو هنري فلم (ارمان) وو، چې واحد نظري په ۱۹۸۸کې جوړ کړی.
د افغانستان سینما زرین پېر په ۱۹۸۰لیسزه کې و. یو شمېر ځوانانو په ۱۹۷۰او ۱۹۸۰لسیزو کې شوروي اتحاد او نورو هېوادونو کې د فلم جوړونې بورسیې ترلاسه کړې. سربېره له دې چې د نظام سانسور حاکم، امنیتي ستونزې، محدود امکانات او د لوبغاړو کمښت وو خو د ګوتو په شمار څو فلم جوړونکو داسې مرغلرې وړاندې کړې چې ښایي تل پاتې وي. زما په اند د کونډې زوی د افغانستان سینما شهکار دی. په ندرت سره داسې پېښیږي چې په هنري تخلیق کې ټولې برخې پیاوړې او یو بل کې سره ورشي. پایله به یې هرومرو شهکار وي.
په هرصورت د افغانستان له شرایطو سره سم د فیلم جوړولو هڅې روانې وې، افغانانو د فیلمونو له کتلو سره مینه لرله، هیندي فیلمونو تر ټولو ډېر کتونکي لرل، خو افغاني فیلمونه هم د خلکو ډېر خوښېدل، ځکه د وطن رنګ و بوی یې درلود.
په ۱۳۴۷ لمریز کال کې افغان فیلم جوړ شو. تر ۱۹۹۶ کال پورې ( له ۱۳۷۰ تورې لسیزې پرته) افغان فلم ۳۷ داستاني فیلمونه او تر سلو پورې مستند فیلمونه جوړ کړل.
د ۱۳۷۰ لسیزې په اوږدو کې افغان فیلم ویجاړ شو، ارشیف یې له منځه ولاړ او بیا هم سلګونه د سینما هنرمندان او کارکوونکي له هېواده یا ووتل او یا ووژل شول.
د جمهوریت پرمهال د افغان سینما د رغولو هڅې وشوې، نړیوالو هم مرستې وکړې، خو داسې کومه لویه بریا و پایله یې نهلرله، که څه هم چې ځینو افغان فیلم جوړوونکیو نړیوالو فیستیوالونو ته لار وموندله او یوڅو افغاني فیلمونه وهڅول شول، خو افغاني سینما له خپل دریځ ته نهوه ورپورته شوې، چې وطن بیا سقوط شو او دا ځل یې پاته استعدادونه هم کډوال کړل. سینما تکفیر شوه او تر نن پورې یې برخلیک څرګند نه دی.
په غربي اسیا کې روانه جګړه د نړۍ د امنیت او اقتصادي ثبات لپاره خورا ستر اهمیت لري، ځکه د خواوشا یوې نیمې میاشتې راهیسې د نړۍ او د سیمې د میډیا ټول پام د دغې جګړې پر څرنګوالي او د هغې د مخنیوي په موخه پر روانو دیپلوماتیکو فعالیتونو متمرکز دی.
له دې امله ځینې نور خبرونه او په هغو پورې تړلي تحلیلونه د سیمې او نړۍ په میډیا کې له نظره نه تېرېږي، خو په عین زمان کې هم په دغه سیمه کې داسې مهمې پېښې او پرمختګونه هم صورت مومي چې پرې نظر اچول او په پایلو یې پوهېدل د سیمې د ولسونو لپاره اړین دي.
د مثال په توګه، د پاکستان له خوا د افغانستان پر ضد د څو اونیو راهیسې روانه جګړه که څه هم لږ څه سړه شوې ده، او د غربي چین په اورمچي ښار کې د دواړو هېوادونو د هیئتونو ترمنځ اوږدې غیر رسمي خبرې هم شوې دي، خو بیا هم پاکستان په رسمي توګه د جګړې د پای ته رسولو اعلان نه دی کړی، او په افغانستان کې د ډیورند کرښې ته نږدې په ځینو سیمو د پاکستان له لوري توپچي بریدونه هم کېږي.
په داسې کړکېچنو شرایطو کې، د پاکستان له خوا د دې اونۍ په پیل کې د ایران له لارې ازبکستان ته د غوايي اومه غوښه صادره شوې ده.
داسې ښکاري چې پاکستان د ایران له لارې د سوداګریزو توکو د ازبکستان ته د لېږلو هدف دا دی چې وښيي نور د مرکزي اسیا سره د ترانزیټ تجارت لپاره د افغانستان لارو ته اړتیا نه لري. خو آیا خبره رښتیا هم داسې ده، که دا کار یوازې د ځینو ستراتیژیکو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یو مانور دی؟
په تېرو پنځوسو کلونو کې د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې د اقتصادي اړیکو پرمختګ هېڅ رول نه دی لوبولی، ځکه چې پاکستان تل افغانستان ته افراطیت او جګړه صادره کړې ده. پاکستان د افغان مهاجرو نه د مجاهدینو د جوړولو فابریکې چلولې دي، بیا یې هغوی تجهیز کړي او افغانستان ته یې د جګړې لپاره استولي دي. وروسته یې په همدې فابریکو کې طالبان تولید کړي او د جګړې تنور یې پرې تود ساتلی دی.
البته کله ناکله یې د نړیوالو د غولولو لپاره د تش په نوم د اقتصادي همکارۍ ډرامې هم کړې دي. د مثال په توګه، په ۱۹۹۴ کال کې، کله چې پاکستان طالبان د یوې ستراتېژیکې لوبې د لوبغاړي په توګه معرفي کول، نو جنرال نصیرالله بابر د طالبانو په وسیله د کندهار او هرات له لارې د صادراتو توکي ترکمنستان ته لېږدولي وو. خو وروسته څرګنده شوه چې د افغانستان او سیمې صحنې ته د طالبانو د راوستلو اصلي هدف په افغانستان کې د دولتي نظام سقوط او د یوه غیر مشروع افراطي نظام رامنځته کول وو، څو افغانستان د سیمې په سیاست کې د یوه مشروع او برابر لوبغاړي په توګه پاتې نه شي، او پاکستان ته دا موقع برابره شي چې افغانستان د ځان لپاره په یوه تحتالحمایه جغرافیه بدل کړي.
د افغانستان په اړه د پاکستان د دوامدارې جګړهییزې پالیسۍ یو بل ثبوت دا دی چې په تېرو پنځوسو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ۲۴۰۰ کیلومتره اوږدې ډیورند کرښې په اوږدو کې نه نوي تجارتي سړکونه جوړ شوي او نه هم د رېل پټلۍ غځول شوې ده. د پېښور نه تر تورخم پورې شاوخوا څلوېښت میله زوړ سړک دی. په ۱۹۹۲ کال کې، کله چې په پاکستان کې جوړ د مجاهدینو حکومت افغانستان ته لېږدول کېده، د هغه وخت لومړي وزیر نواز شریف اعلان کړی و چې دغه سړک به دوه اړخیز کېږي، خو نن، څلور دېرش کاله وروسته هم، د پېښور او تورخم ترمنځ سړک لا هماغسې تنګ او زوړ پاتې دی.
نو د ایران له لارې ازبکستان ته د پاکستان له خوا د صادراتي توکو لېږد په حقیقت کې د یوې بدیلې لارې د پراختیا هڅه نه ده، ځکه دا کار عملي نه ښکاري. دا هڅې یوازې د دې لپاره دي چې د سیمهییز تجارت لپاره د افغانستان د لوړ جغرافیایي اهمیت کم رنګه وښيي، خو دا هم ناشونې ده. د افغانستان د تجارتي لارو تر شا د پېړیو اوږد تاریخ پروت دی، چې د ورېښمو د لرغونې نړیوالې لارې له تاریخ سره تړاو لري. په جنوبي او مرکزي آسیا کې د ګندهارا بډای او رنګین تمدن هم د همدې تجارتي لارو له برکته رامنځته شوی و.
د ایران له لارې د مرکزي اسیا سره د تجارت په اړه د پاکستان دا ژست په بشپړه توګه مصنوعي او عوامفریبانه دی، ځکه چې خپله د پاکستان او ایران ترمنځ په دولتي کچه اقتصادي او تجارتي اړیکې لا هم له جدي ستونزو سره مخ دي. د بېلګې په توګه، په ۲۰۰۹ کال کې د ایران او پاکستان ترمنځ د ګاز د پایپلاین تړون لاسلیک شوی و. د دې تړون له مخې، ایران په خپله خاوره کې شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره پایپ لاین وغځاوه، خو پاکستان د خپلې برخې د بشپړولو کې، د امریکا د بندیزونو له امله، پاتې راغلی دی.
په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو کې ایران پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که د تړون له مخې په ټاکلي وخت کې د پایپلاین پروژه بشپړه نه کړي، نو باید ۱۸ میلیارده ډالره جریمه ورکړي. آن که پر ایران د امریکا بندیزونه پای ته ورسېږي او ایران له اوسني کړکېچ څخه سالم ووځي، بیا هم د پاکستان او ایران په سرحدي سیمو کې د بلوڅو وسلهوالو ډلو او د «جیشالعدل» په څېر سازمانونو فعالیتونه کولای شي د سیمهییز تجارت پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.
په ټوله کې، د سیمې هېوادونه د جنوبي او مرکزي اسیا ترمنځ د اړیکو لپاره د افغانستان له تاریخي او ازمایل شویو لارو پرته بله عملي لاره نه لري.
د امریکا او ایران تر منځ د اسلام اباد له ناکامو مذاکراتو څخه وروسته د اوربند د ماتېدو ګواښ زیات شوی دی. همدا څو شېبې وړاندې د امریکا پوځونو د هرمز تنګي محاصره پیل کړه، چې له امله یې په نړۍوال بازار کې د انرژۍ بیې مخ په لوړېدو دي.
په اسلام اباد کې د امریکا او ایران د لوړرتبه مشرانو یو بل ته مخ په مخ کېناستل د شخړې د حل لپاره د سیاسي جرئت یو بې مثاله ګام بلل کېده خو د امریکا او ایران د مذاکراتو د ناکامۍ اصلي لامل ژوره او تاریخي بې باوري ده او هم کټ مټ دغه خبره، د اسلام اباد د مذاکراتو د مېز تر شا ناست د ایران د مرکچي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف وکړه. همداراز امریکا باور نه لري چې ایران به په مکمله توګه خپل اټومي پروګرام ودروي.
په همدې تناظر کې ښکاره ده چې دا یوازې یو عادي ډیپلوماټیک اختلاف نه دی، بلکې د باور، قدرت او ستراتیژیک نفوذ یوه ژوره شخړه ده.
د امریکا د پوځ د وینا له مخې، همدا نن د دوشنبې په ورځ د واشنګټن پر وخت سهار لس بجې د هرمز تنګي د محاصرې پلان عملي کیږي. پوښتنه دا ده: ایا امریکا هم دا د هرمز تنګي کنټرول غوښت که نه د جګړې له شروع کولو مخکې یې اهداف بدل وو؟ ایران څه غوښتل؟او ولې دا خبرې بیا هم ناکامې شوې؟
د سیمې جیوپولیټیک فشارونه، لکه د اسراییل اندېښنې او له ایران سره د مذاکراتو مخالفت، د خلیج رقابتونه او د امریکا داخلي سیاست، دا ټول عوامل د توافق فضا محدودوي.
سربېره پر دې،د هرمز تنګي وضعیت او د انرژۍ نړیوال بازاردې شخړې ته یو نړیوال بعد ورکوي.
پایله دا شوه، چې دواړه لوري پر خپلو اعظمي غوښتنو ودرېدلاو منځنۍ لار له منځه لاړه.
یو غالب باور دا دی چې د دې بنبست یوازینۍ عملي حل لاره “مرحلهییز توافق” دی.
دې ته په پام، چې اوس د سېلابونو د بهېدو موسم دی، دلته به پر همدې موضوع ډېر تمرکز وکړو او د دې پېښې پر وړاندې د خطر کچه او د دې خطر د کمولو ممکنې لارې به په جلا توګه وڅېړو.
سېلاب، د رامنځته کېدو عوامل او پایلې یې:
سېلاب په افغانستان کې له هغو طبیعي پېښو څخه دی چې د ډېر تکرار، لوړو انساني تلفاتو او درنو مالي زیانونو له امله تر ټولو خطرناک بلل کېږي. که څه هم د سېلاب د رامنځته کېدو لاملونه په بېلابېلو سیمو کې توپیر لري، خو په عمومي توګه دا لاملونه د جغرافیایي، ټولنیزو، اقتصادي او اقلیمي عواملو له ګډ اغېز څخه رامنځته کېږي؛ لکه د هېواد غرنی جوړښت، اوږدې او تېرې پېچلې درې، د نفوس چټکه وده او په زیانمنو سیمو کې د خلکو خپرېدل، د سیندونو او سېلابي لارو په محدوده کې د ښارونو او استوګنیزو سیمو نامنظمه پراختیا، د اوبو او سېلاب مدیریت په زیربنایي پروژو کې کمه پانګونه، د اغېزناکې او ځواب ویونکې حکومتولۍ نشتوالی، د ځنګلونو نه کرل او د نباتي پوښښ او خاورې تخریب، همدارنګه اقتصادي بېوزلي او د عامه پوهاوي ټیټه کچه چې دا ټول په ګډه د سېلاب خطر زیاتوي او زیانونه یې لا پراخوي.
له همدې امله، د نړیوال بانکد راپور له مخې، هر کال په اوسط ډول شاوخوا ۱۰۰ زره کسان د سېلابونو له امله اغېزمن کېږي او اقتصادي زیانونه یې په ځینو کلونو کې تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو هم اوړي. دا په داسې حال کې ده چې د همدې راپور پر بنسټ، د اقلیمي بدلونونو او ټولنیزې-اقتصادي ودې د ګډو عواملو له امله کېدای شي تر ۲۰۵۰ کال پورې د سېلابونو له امله د زیانمنو کسانو شمېر له دوو برابرو څخه هم زیات شي.
-د سېلاب له راتلو مخکې، موږ کولای شو د خپلې سیمې د ژوند له تجربو څخه په ګټې اخیستنې، لکه د بېساري باران په لیدلو سره خطر احساس وکړو او ځان چمتو کړو. د مشاهدې، له نورو سره د اړیکو او د رسنیو له لارې د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ له ځانه وپوښتئ چې آیا ستاسو کور، کارځای یا د ماشومانو ښوونځی د سېلاب له خطر سره مخ دی؟ که ځواب هو وي، نو باید ژر اقدام وشي؛
-د سېلاب له راتلو مخکې باید ځان د احتمالي خطر پر وړاندې چمتو کړو. دا چمتووالی کېدای شي د اړینو توکو برابرول وي لکه پاکې اوبه، وچ خواړه او کنسرو، اړین درمل، ټیلیفون، چارجر، د کورنۍ او ملګرو د اړیکو شمېرې او پته. همدارنګه باید له مخکې فکر وشي چې که اړتیا پېښه شي، کوم خوندي ځای ته ځئ؟ کومه لاره ده چې د بندېدو امکان یې شته؟
-د قیمتي توکو لکه سرو زرو، ګاڼو او مهمو اسنادو د انتقال په اړه فکر وکړئ. که یې له ځان سره وړلای نه شئ، نو خوندي ځای ورته پیدا کړئ چې هم له لاسرسي لرې وي او هم وچ پاتې شي. مثلاً مهم اسناد په پلاستیکي کڅوړو کې واچوئ تر څو لمده نه شي، او که امکان وي، ارزښتناک توکي د ودانۍ لوړو پوړونو ته انتقال کړئ.
-په یاد ولرئ چې باید هوښیار اوسئ او راتلونکی وسنجوئ؛ که د خطر احساس کوئ، ځنډ مه کوئ او خپل اړین توکي راټول کړئ، ځکه کله چې سېلاب راورسیږي او وضعیت بحراني شي، سم فکر او پرېکړه کول سختېږي.
-که د سېلاب په منځ کې یا د سېلاب ځپلې سیمې ته نږدې یاست، باید ژر پرېکړه وکړئ. که په کور کې یاست، ژر تر ژره برېښنا، ګاز او اوبه بندې کړئ او هڅه وکړئ لوړو سیمو ته وخېژئ.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې، چې په وروستیو کې د خونړیو بریدونو، سرحدي نښتو او سیاسي تورونو له امله سختې ترینګلې شوې وې، یو ځل بیا د خبرو مېز ته راګرځېدلې دي؛ مګر ښکاري چې دا مذاکرات به عملي نتیجه ونه لري.
دا ځل د چین په منځګړیتوب ترسره شوې خبرې د یو بشپړ او بنسټیز توافق پر ځای د “احتیاطي تفاهم” هیله څرګنده شوې، یو داسې تفاهم چې د کړکېچ د کمولو هڅه کوي، خو د حل ژمنه نه کوي.
دا پرمختګ په لومړي نظر مثبت ښکاري، خو ژور تحلیل ښيي چې د دې اړیکو ستونزې لا هم بنسټیزې، پېچلې او تر ډېره حلناشونې پاتې دي.
د ډېپلوماتیکو سرچینو په وینا، دا خبرې پر درې مهمو محورونو راڅرخېدلې: امنیت، سیاست او اقتصاد.
د ټي ټي پي لانجه
امنیتي بحث د خبرو اصلي محور و. پاکستان پر دې ټینګار کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) فعالیتونه چې اسلاماباد یې له افغانستان سره تړي، باید مهار شي. د پاکستان دریځ دا دی چې د افغانستان خاوره د دې ډلې لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول کېږي.
په مقابل کې طالبانو یو نسبتاً محتاط خو مهم دریځ خپل کړی. دوی چمتووالی ښودلی چې په لیکلې بڼه به ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د ټي ټي پي پر ضد نه کارول کېږي؛ خو په عین حال کې یې یو مهم شرط ایښی: طالبان وايي چې د پاکستان دننه د ټي ټي پي کنټرول د دوی له واکه بهر دی او دا د پاکستان خپله کورنۍ ستونزه ده.
سیاسي اړخ د دې خبرو بل مهم بعد و. طالبان هڅه کوي ځان د یو مسوول حکومت په توګه وښيي، چې له ګاونډیو سره د تعامل وړتیا لري. د پاکستان لپاره هم دا خبرې د دې فرصت برابروي چې د سیمهییزو فشارونو تر سیوري لاندې خپله امنیتي اندېښنه مطرح کړي؛ خو اصلي ستونزه دلته د باور نشتوالی دی.
پاکستان پر طالبانو شک لري چې د ټي ټي پي پر وړاندې کافي اقدام نه کوي او طالبان باور لري چې پاکستان د فشار د وسیلې په توګه دا موضوع کاروي.
دا بېباوري یوازې سیاسي نه ده؛ بلکې تاریخي، استخباراتي او حتا ایدیولوژیک اړخونه هم لري.
پرانیستې لارې، تړلې محاسبې
اقتصادي موضوع هم د خبرو مهمه برخه وه. پاکستان موافقه ښودلې چې د سوداګرۍ لپاره به د ډېورنډ کرښې لارې پرانیستې وساتي، څو د سیمهییز اتصال او اقتصادي ثبات لړۍ ونه درېږي.
خو دا ژمنه مطلقه نه ده. پاکستان دا شرط ایښی چې که امنیتي وضعیت خراب شي، نو دا لارې بیا تړل کېدای شي.
په بل عبارت، اقتصاد دلته د فشار او امتیاز دواړو وسیله ده.
ایا دا خبرې عملي نتیجه لري؟
په دې خبرو کې د چین حضور یوازې یو ساده منځګړیتوب نه دی. چین د تضمین کوونکي رول منلی، څو د دواړو خواوو ژمنې وڅاري او د باور فضا رامنځته کړي.
خو تر دې شا یوه لویه ستراتیژي هم پرته ده.
چین غواړي په سیمه کې ثبات وساتي، ځکه چې د دغه هېواد اقتصادي پروژې لکه د سیمې اتصال او سوداګریز دهلېزونه له امنیتي وضعیت سره مستقیم تړاو لري.
له همدې امله، چین هڅه کوي د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تر یوې اندازې کنټرول کړي، څو کړکېچ په بشپړ بحران بدل نه شي؛ مګر بیا هم احتیاط کوي او ژور فشار نه واردوي.
د دې مذاکراتو د محتاط ماهیت څو مهم لاملونه لري؛ تر هیڅ واضح میکانیزم نشته چې څنګه به د ټي ټي پي مهار عملي کېږي، بحث موارد تر ډېره عمومي دي، نه مشخص، باور نشته چې دواړه خواوې به پر خپلو ژمنو عمل وکړي، ټولې ژمنې مشروطې دي؛ نو ځکه دا تفاهم د حل پر ځای د “وخت اخیستلو” هڅه ښکاري.
دا “کنټرول شوې ناامني” — یعنې جګړه یا ناامني بشپړه نه وي، خو د خپلواکې پرېکړې او فشار له لارې مدیریت کېږي — د پاکستان اوږدمهاله ستراتیژي ده.
په عمل کې د پاکستاني طالبانو تحریک بشپړ له منځه وړل تقریباً ناممکن دي؛ مګر د پاکستان اساسي غوښتنه همدغه ده. ټي ټي پي یوازې یو نظامي جوړښت نه دی، بلکې یوه ایډیالوژیکه شبکه ده چې په قبایلي سیمو کې ریښې لري، پټنځایونه یې خوندي دي، او د فشار په وړاندې بېلابېلې فرعي څانګې راپورته کېدای شي.
حتا که طالبان پرې فشار راوړي، دا ډله به هم ووېشل شي یا نورې سختدریځې ډلې به راپورته شي، نه دا چې په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي.
خو پاکستان غواړي:امنیتي تضمین موجود وي او هېڅ برید ونه شي.
طالبان غواړي: پر نورو جهادي ډلو ښکاره جګړه ونه کړي او خپل داخلي مشروعیت وساتي.
که طالبان د پاکستان غوښتنې ومني، خپل مشروعیت له خطر سره مخ کوي. که یې ونه مني، له اسلاماباد سره یې اړیکې خرابېږي.
یعنې دواړه خواوې د داسې څه غوښتنه کوي چې عملي کول یې د مقابل لوري لپاره سیاسي زیان دی. بلخوا چین یوازې منځګړیتوب کوي او ژور سیاسي فشار نه راوړي؛ یوازې هڅه کوي چې خبرې روانې وساتي او سیمهییز بحران کنټرول شي.
په ټوله کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ خبرې د یو بنسټیز بدلون نښه نه ده، بلکې د کړکېچ د مدیریت هڅه ده.
دا خبرې ښيي چې دواړه خواوې نه غواړي اړیکې بشپړې پرې کړي، خو په عین حال کې نه شي کولی خپلې بنسټیزې ستونزې حل کړي.
تر هغه چې د ټي ټي پي مساله حل نه شي، د باور فضا رامنځته نه شي او دواړه خواوې پر یو ګډ تعریف سره سلا نه شي؛ نو دا ډول “احتیاطي او ټیټ رتبه مذاکرات” به دوام وکړي، خو پایلې به یې محدودې، موقتي او ناپایداره وي.
په بل عبارت، دا یوه داسې معادله ده چې تر اوسه یې حل نه دی موندل شوی او ښايي په نږدې راتلونکې کې هم حل نه شي.
طالبانو داسې مهال ډنیس کوییل خوشې کړ، چې د امریکا متحده ایالاتو سیاسي، رسنیز او ډیپلوماټیک فشارونه په څرګند ډول زیات شوي وو. واشنګټن دا اقدام «د سمې لار پر لور یو ګام» وباله، خو په ورته وخت کې یې ټینګار وکړ چې دا بدلون هېڅکله هم د کړکېچ د پای معنا نه لري.
حقیقت دا دی چې د دې ازادۍ سره سره، لږ تر لږه درې امریکايي وګړي، له هغې ډلې یې محمود شاه حبیبي او پل اوربي، لا هم د طالبانو په بند کې دي یا یې برخلیک نامعلوم دی. همدا موضوع ښيي چې د یرغمل شوو کسانو مسئله یوه لنډمهاله پېښه نه ده، بلکې د طالبانو او د امریکا ترمنځ د اړیکو د یوې ژورې او جوړښتي ستونزې برخه ده.
په دې چوکاټ کې، محدودې ازادۍ زیاتره د یوې مدیریت شوې او پړاو په پړاو پروسې د برخې په توګه درک کېدای شي، نه د وروستي حل نښه. په ځانګړي ډول د محمود حبیبي په قضیه کې، چې طالبان یې نیونه ردوي، دا دوسیه لا پېچلې شوې او د رسمي روایتونو او میداني واقعیتونو ترمنځ واټن یې لا روښانه کړی دی.
په دې منځ کې، د القاعده مهم غړی او د اسامه بن لادن نږدې کس محمد رحیم نوم د بندیانو د تبادلې په بحث کې بیا بیا راپورته کېدل ښيي چې طالبان غواړي دا وسیله په ستراتیژیکه کچه لوړه کړي. د هغه ساتنه په ګوانتانامو زندان کې له ۲۰۰۸ کال راهیسې، دا دوسیه د طالبانو او امریکا د غیرمستقیمو تعاملاتو یوه له مهمو کارتونو څخه ګرځولې ده.
دا تاریخي تړاو د طالبانو او القاعدې ترمنځ لا هم د نن ورځې په محاسباتو کې حضور لري او ښيي چې د یرغمل شوو کسانو قضیه یوازې انساني یا حقوقي مسئله نه ده، بلکې د سیمهییز او نړیوالځواک یوه پیچلې لوبه ده.
طالبان او د برمتهکوونکو له کارت سره ګرانبیه لوبه
همدارنګه، د امریکا متحده ایالاتو یو بل مهم ګام هم اخیستی او د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړی چې په کې د بهرنیو اتباعوپه ځانګړي ډول امریکايي اتباعو «ناقانونه او خپل سري نیونې» په سیستماتیک ډول ترسره کېږي. دا اقدام یوازې سیاسي موقف نه دی، بلکې پراخې حقوقي او ډیپلوماټیکې پایلې لري.
په داسې یوه لېست کې شاملیدل د طالبانو نړیوال مشروعیت نور هم کمزوری کوي او د نورو محدودیتونو لپاره زمینه برابروي، لکه هدفمند بندیزونه، د سفر محدودیتونهاو دملګرو ملتونو سازمان په څېر سازمانونو کې څو اړخیزه فشارونه راوړل.
سربېره پر دې، دا طبقهبندي له افغانستان سره د شرکتونو، بشردوستانه بنسټونو او بهرنیو پانګهوالو تعامل هم خورا محدودوي، ځکه د داسې نظام سره د همکارۍ حقوقي او اعتباري خطرونه زیاتوي.
په پایله کې، د امریکا دا اقدام د طالبانو د برمتهکولو دیپلماسي د چڼې وهلو وسیلې څخه په هغه عامل بدلوي چې د هغوی انزوا او بنسټیز لګښتونه لا پسې زیاتوي.