• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان وايي طالبانو په ننګرهار کې خبریالانو ته سپکاوی کړی

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۲:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان ویلي، چې تېره ورځ طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه چارواکي د ننګرهار په نارنج ګل مشاعره کې ځايي خبریالانو ته سپکاوی کړی. امسو وايي، د مایکونو د تنظیم پر سر له خبریالانو سره ناسم چلند شوی او پر سټیج هغوی ته «سپکې سپورې» ویل شوې دي.

امسو سازمان نن سې شنبه، د غويي پر ۱۵مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې خبریالانو ته سپکاوی، په اصل کې د بیان ازادۍ او د ولس پوهاوي حق ته سپکاوی دی.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان له مشاعرې سره د خبریالانو د پرېکون ننګه کړې ده.

یاد سازمان له طالبانو جدي غوښتنه کړې چې د دوی مسوول باید د «سپکې ژبې او ناسم چلند» له امله له ټولو خبریالانو بښنه وغواړي.

تېره ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، په جلال‌اباد ښار کې د نارنج ګل دودیزې مشاعرې پر مهال د غونډې یوه مسوول له خبریالانو سره ناسم چلند کړی او ترټونکي الفاظ یې ورته کارولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې کې په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې یوه ډله خبریالان د نارنج ګل له مشاعرې وځي.

تر اوسه د اړوندې پېښې په اړه د طالبانو مسوولو چارواکو غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

کمال ناصر اصولي: د نجات څلي ړنګول د سقاوي دورې د فکر ملاتړ کول دي

•
•
•

نور کیسې

تاجکستان نن له خجند نه ۲۵۰ افغانې کورنۍ افغانستان ته اخراج کړې

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۶ GMT+۱

په تاجکستان کې میشتو یو شمېر افغانانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د یو افغان له لوري د یوې تاجکستانۍ مېرمنې له قتل وروسته ۲۵۰ افغانې کورنۍ نن سهار افغانستان ته اخراج شوې دي. اېستل شوي افغانان وايي، چې په تاجکستان کې یې ډک کورونه او کاروبارونه پاتې شول.

د سرچینو په وینا، تاجکستان دغه افغان کډوال نن سې شنبه، د غويي پر ۱۵مه سهار ۴ بجې د افغانستان کندز ولایت ته اخراج کړي دی.

اخراج شوي افغانان وايي، چې یوازې په یو جوړ جامو کې نیول شوي وو او هیڅ وخت نه دی ورکړل شوی چې خپل د کور سازمانونه او د دوکانونو توکي راټول کړي.

یو تن وویل، « هر څه هلته پاتې شول».

تېره ورځ د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې ۲۲ کلن محمد عمر رحماني یې د اپرېل په وروستیو کې د یوې ۲۷ کلنې تاجکستانۍ ښځې وحیدووا عزیزه دونیاربیکوونا د وژلو په تور نیولی دی.

د اعلامیې له مخې، رحماني د خجند ښار د جبار رسولوف ولسوالۍ په دهنموي کلي کې په غیر قانوني ډول اوسېده او یاده ښځه یې د پخلنځي د چړې په ګوزار وژلې ده.

په اعلامیه کې راغلي و چې « عزيزه وحیدووا د خپل ناموس د دفاع هڅه کړې وه».

د ددوشنبې په ورځ په دوشنبه ښار کې سرچینو ویلي و، چې له دغو کورنیو نه اسناد واردمخه غوښتل شوي او راغونډ شوي او وروسته یې ټولې کورنۍ دوشنبې ښار ته لېږدولې دي.

په دغو کورنیو کې ډېری کسان له طالبانو سره د سیاسي ستونزو له امله او غچ اخېستنې له وېرې تاجکستان ته کډوال شوي دي.

سرچینې ویلي وو، په وژنه تورن افغان د شپې مهال د څو تاجکستاني ځوانانو په ګډون یاده ښځه وژلې، خو دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت په پېښه کې یوازې د یوه افغان د ښکیلتیا او نیول کېدو خبر ور کړی دی.

د افغانستان-مرکزي اسیا د بین‌الحکومتي همغږۍ غونډه د طالبانو له ګډون پرته شوې

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۱

د افغانستان-مرکزي اسیا د بین‌الحکومتي همغږۍ د مرکز (ACICC) غونډه د طالبانو په غیاب کې د اړوندو هېوادونو د استازو په ګډون شوې ده. پاکستان ویلي، چې د غونډې مهم تمرکز د څلور اړخیز ترانزیټي سوداګریز تړون پر پراخولو و. په دغه تړون کې افغانستان شامل نه دی.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، چې دده په وینا، ددې غونډې مشري یې کوله، ویلي، په غونډه کې د ترانزیټي او سوداګریزو لارو د پراخولو موضوعات تر بحث لاندې راغلل او ګډونوالو د موجودو میکانیزمونو د اغیز پر لوړولو ټینګار کړی دی.

د صادق په وینا، د غونډې مهم تمرکز د څلور اړخیزه ترانزیټي سوداګریز تړون پر پراخولو و، چې اوس مهال پاکستان، چین، قزاقستان او قرغیزستان پکې شامل دي. په بحث کې وړاندیز شوی، چې تاجکستان او ازبکستان دې هم په دې څو اړخیزه ترانزیټي هوکړه کې شامل شي، چې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ لپاره نوې لارې پرانېستل شي.

په دې ناسته کې دغه راز د پاکستان او تاجکستان ترمنځ د هوایي اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګرو لپاره د ویزو د اسانتیاوو په اړه هم خبرې شوې دي.

پاکستان له دې وړاندې هم ویلي وو، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د څو ترانزیټي دهلیزونو د فعالولو له لارې پر یوې واحدې لارې د تکیې کمولو په لټه کې دی.

د افغانستان-مرکزي اسیا د بین‌الحکومتي همغږۍ د مرکز (ACICC) په تېره غونډه کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر وویل چې د ترانزیټ لپاره یوازې پر یوې لارې تکیه کول، چې هدف یې افغانستان و، دده نظره، عملي نه دي او باید څو موازي لارې فعالې وساتل شي چې د سوداګرۍ دوام او ثبات تضمین شي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا له امله په دغه مرکز کې د افغانستان په استازیتوب چا ګډون نه دی کړی.

طالبانو تېره میاشت په کابل کې د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي ډیالوګ په نامه یوه غونډه وکړه، خو تر اوسه روښانه نه ده، چې ددې ډیالوګ نورې غونډې هم کیږي او که نه.

پاکستان په دې وروستیو کې په دې لټه کې دی، چې د افغانستان پرځای د ایران له لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي لارې پرانیزي، خو د شنونکو په باور، دغه لارې اوږدې او ګرانبیه دي.

طالبان وايي د کابل ښار د منډوي د انتقال طرحه تر غور لاندې نه ده

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت وایي، چې د کابل ښار د منډوی د انتقال طرحه تر غور لاندې نه ده او په دې اړه خپاره شوي معلومات ناسم دي. یاد وزارت ویلي، چې د «کابل منډوي د انتقال یا د ښار په شاوخوا کې د نورو مارکېټونو جوړولو» یوازې یادونه شوې ده.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت نن سې شنبه، د غويي پر ۱۵مه وویل، چې دوه ورځې وړاندې په دغه وزارت کې د اړوندو ادارو په ګډون یوه غونډه شوې، چې موخه یې په کابل ښار کې د څو پوړیزو سوداګریزو ودانیو په کوړ (تهکاوي) کې د وسایطو د تمځای د جوړولو څرنګوالي ارزونه وه.

یاد وزارت وايي، چې د دې غونډې اصلي موضوع یوازې په ښاري لوړو ودانیو کې د موټرو د تمځای د جوړولو پر لارو چارو تمرکز و.

وزارت په وضاحتي خبرپاڼه کې لیکلي، « که څه هم په خپره شوې خبرپاڼه کې په ضمني ډول د ښاري ګڼې ګوڼې د کمولو موضوع ته اشاره شوې وه او د «کابل منډوي د انتقال یا د ښار په شاوخوا کې د نورو مارکېټونو جوړولو» یادونه هم شوې وه، خو دا موضوع نه د غونډې اساسي محور و او نه هم پرې کومه پرېکړه شوې ده».

دغه وزارت ټینګار کړی، چې اوس مهال د کابل ښار د منډوي د انتقال په اړه هېڅ مشخصه طرحه تر غور لاندې نه ده.

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱

مولانا محمد ادریس د جمعیت علمای اسلام د مرکزي شورا او د پخواني صوبايي اسمبلۍ غړی نن په چارسده کې په یوه هدفي‌برید کې ووژل شو. نوموړی په حقانیه مدرسه کې د ګڼو طالب مشرانو استاد هم پاتې شوی و.

مولانا محمد ادریس ترنګزی په ۱۹۶۱کال کې د چارسدې په ترنګزي سیمه کې په یوې علمي کورنۍ کې زېږېدلی، پلار یې مولانا حکیم عبدالحق د «مناظر اسلام» په نوم مشهور و. نېکه یې شیخ الحدیث مفتي شهزاده د دارالعلوم دیوبند فاضل او عالم و.

هغه د مدینې پوهنتون مشهور عالم شیخ الحدیث مولانا محمد حسن جان مدني شهید زوم و.نوموړي په ۱۹۸۳کال کې د چارسدې په جامعه نعمانیه کې تدریس پیل کړ او اوږده موده یې بېلابېل علوم تدریس کړل. وروسته یې په دارالعلوم اسلامیه تنګي کې تدریس وکړ او بیا یې په بېلابېلو مدرسو کې تدریس ته دوام ورکړ. په ۲۰۱۳کال کې هغه د دارالعلوم نعمانیه د شیخ الحدیث او د مدرسینو د رییس په توګه وټاکل شو.

نوموړی د اکوړه خټک د حقانیه دارالعلوم فاضل و او د بنسټګر شیخ عبدالحق ځانګړی شاګرد هم پاتې شوی و. د مولانا شېرعلي شاه له مړینې وروسته د مولانا سمیع الحق په ټینګار هغه هلته د حدیث درس پیل کړ او د بخاري او ترمذي له لارې یې زرګونه زده‌‌کوونکي وروزل.

په سیاسي ډګر کې هم هغه مهم نظریاتي شخص پاتې شوی، چې په ۲۰۰۲کال کې له چارسدې د صوبايي اسمبلۍ غړی وټاکل شو. هغه د جمعیت علمای اسلام د مرکزي او صوبایي شورا غړی هم و.

نوموړی د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان نږدې کس او د حقانیه مدرسې مدرس و، چې د افغان طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي یې هم روزلي وو. پاکستانی لیکوال محمد زاهد شاه په یوې لیکنه کې کاږلي، چې په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا د خبرو اترو او د سیمې د کړکېچ د کمښت په تړاو د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د رول ستاینې له امله هغه پر خواله رسنیو او ځینو سیاسي کړیو په ځانګړي ډول د تحریک انصاف د ځینو غړو او پښتون ملتپالو له‌خوا له سختو نیوکو او نامناسب چلند سره مخ شوی و او ان ځېنې ګواښونه یې هم ترلاسه کړي وو.

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۸ GMT+۱

نن (د مئ ۵مه) د قابلو نړۍوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره پر زده‌کړو لګېدلي بندیز او محدودیتونو د قابلو پر شمېر او فعالیت ناوړه اغېز کړی او د ښځو د روغتیايي وضعیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

که څه هم قابلې د یوه هېواد د روغتیايي نظام له بنسټیزو ستنو څخه دي؛ خو په افغانستان کې دغه برخه د نجونو د زده‌کړو بندیز له امله له ناروښانه وضعیت سره مخ ده. شنونکي خبرداری ورکوي، که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د مسلکي قابلو له سخت کمښت سره مخ شي، داسې کمښت چې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو پر روغتیا به ناوړه اغېزې ولري.

ورته مهال په ګڼو روغتونونو کې د زېږون څانګې له بې‌سارې ګڼې‌ګوڼې سره مخ دي او قابلې اړ دي چې له محدودو امکاناتو سره ډېرو ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کړي. ندا (مستعار نوم) چې د هرات په یوه خصوصي روغتیایي مرکز کې کار کوي وایي:« ما په ایران کې د ښوونې او رورنې څانګه کې تر ماسټرۍ پورې زده‌کړې کړې وې؛ خو کله چې افغانستان ته ستنه شوم، اړه شوم چې قابلګي ولولم. اوس په همدې برخه کې کار کوم؛ خو کله چې راتلونکې ته ګورم، رښتیا هم د افغانستان د ښځو لپاره اندېښمنه یم. که دغه حالت همداسې دوام وکړي؛ نو ښايي څو کاله وروسته هېڅ نوې فارغه قابله ونه لرو».

هغه زیاتوي: «له ایران او پاکستان څخه د کډوالو بېرته راتګ وضعیت نور هم پېچلی کړی دی. د ولادي څانګې ګڼه‌ګوڼه د پخوا پرتله ډېره شوې او موږ له درانه کاري فشار سره مخ یو. سره له دې بیا هم ځینې ښځې د لاسرسي ستونزو او کلتوري محدودیتونو له امله په کورونو کې زېږون کوي، چې دا د مېندو او ماشومانو د مړینې ګواښ زیاتوي».

یوه بله تجربه‌لرونکې قابله مسکا(مستعار نوم) چې تقاعد ته نږدې ده وایي: «قابلګي یوازې یو مسلک نه‌دی؛ بلکې د مور او ماشوم ژوند ژغورل دي. که د نجونو زده‌کړې په دې برخه کې بندې پاتې شي، ډېر ژر به له جدي کمښت سره مخ شو او دا به د زېږون پرمهال ګواښونه لا زیات کړي». هغه زیاتوي:« زموږ د کار او انرژۍ وخت نور پای ته رسېږي او زه ډېره خواشینې یم، چې نوی نسل به ډېر ژر د مسلکي قابلو له شتونه محرومه شي». هغه وایي، د روغتیایي زده‌کړو بندیز یو نه جبرانېدونکې تېروتنه ده چې تاوان به یې ټول عام خلک پرې کوي.

ثنا (مستعار) چې د کندهار په کوچني مومند خصوصي روغتون کې ډاکټره ده، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي: «موږ د پرسونل له کمښت، د ډېر کاري فشار او کله ناکله د تجهیزاتو له نشتوالي سره مخ یو. سره له دې هڅه کوو ښه خدمتونه وړاندې کړو؛ خو پرته له نوو او روزل شویو قابلو، د دغه وضعیت دوام ډېر ستونزمن دی».

هغې وویل، چې په پخواني نظام کې د روزنیزو پروګرامونو له امله ښه فرصتونه وو؛ خو اوس دغه امکانات محدود شوي دي. د هغې په وینا؛ د محرم شرط هم د ځینو کورنیو لپاره ستونزې جوړې کړې او ځینې ښځې یې له کار کولو راګرځولې دي.

ثنا ټینګار کوي، چې د ښځو پر زده‌کړو بندیز یې ژوره اندېښنه رامنځته کړې؛ ځکه په اوسني حالت کې هم د قابلو کمښت احساسېږي او په راتلونکو کلونو کې به دغه ناورین لا ژور شي. هغه غوښتنه کوي، چې د ښځو پر زده‌کړو او کار لګول شوي محدودیتونه باید ژر تر ژره لرې شي.

د پکتیا په یوه روغتیایي مرکز کې یوه قابله چې د امنیتي اندېښنو له امله یې د نوم له اخیستو ډډه کړې، وایي: «قابله‌ګانې د مور او ماشوم د ژوند ژغورنې په برخه کې نه بدلېدونکی رول لري. په لرو پرتو سیمو کې اکثره خلک بنسټیز روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري؛ نو موږ ته ډېرې پېچلې او بېړنۍ پېښې راځي. له محدودو امکاناتو سره، سره هڅه کوو چې د مېندو او ماشومانو ژوند وژغورو؛ خو د نوو قابلو د نه روزنې له امله راتلونکی ډېر اندېښمن ښکاري».

د هغې په وینا؛ طالبانو د کورنۍ تنظیم (Family Planning) پروګرام بند کړی او په دې اړه عامه پوهاوی کم دی، چې له امله یې ډېرې ښځې د شته محدودیتونو له امله له دغه خدمتونو ګټه نه‌شي اخیستلای، چې دا د پرله‌پسې مېندوارۍ او روغتیايي ستونزو لامل ګرځي.

قابلې ټینګار کوي، چې د ښځو زده‌کړې، د نوو قابلو روزنه او د عامه پوهاوي لوړول د یوې سالمې ټولنې لپاره بنسټیزې اړتیاوې دي. په داسې حال کې چې د ښځو پر زده‌کړو محدودیتونه دوام لري، اندېښنه دا ده چې افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې له جدي ناورین سره مخ شي؛ داسې ناورین چې اغېزې به یې تر راتلونکو نسلونو پورې ورسېږي.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.