طالبانو په پنجشیر کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد پلورلي

د پنجشیر لپاره د طالبانو د والي رسنیز دفتر وایي، چې د دې ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۳۱۸۵قیراطه زمرد د ۱۱میلیونه او ۶۶۹زره او ۸۷۶افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.

د پنجشیر لپاره د طالبانو د والي رسنیز دفتر وایي، چې د دې ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۳۱۸۵قیراطه زمرد د ۱۱میلیونه او ۶۶۹زره او ۸۷۶افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
د والي ویاند، سیفالدین لټون، ویلي چې دغه اندازه زمرد پرونسېشنبه (غویي ۱۵مه) د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.
د نوموړي په وینا، دا زمرد د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې د پنجشیر د حصهاول او پریان ولسوالیو له کانونو څخه استخراج شوي وو.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پنجشیر د زمردو کانونه په پرلهپسې ډول استخراج کېږي او تولیدات یې بازار ته وړاندې کېږي.
طالبان وایي چې د زمردو د پلور له عوایدو څخه لس سلنه د دوی ونډه ده او پاتې برخه یې قراردادي شرکتونو ته ورکول کېږي.
کارپوهان او د کانونو برخې څارونکي اندېښنه ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د کانونو استخراج ډېری وخت په غیرمسلکي او بېمعیاره ډول ترسره کېږي. د دوی په وینا، د تخنیکي معیارونو نه مراعات، د چاپېریالي اصولو نشتوالی او د شفافیت کمښت کولای شي د کانونو د زېرمو د چټک ضایع کېدو او اوږدمهاله اقتصادي زیانونو لامل شي.
همدارنګه ویل کېږي چې د مسلکي څار او عصري تجهیزاتو نشتوالی د دې سبب ګرځي چې د قیمتي ډبرو لکه زمردو ارزښت په سمه توګه خوندي نه شي او د استخراج بهیر له نړیوالو معیارونو سره سمون ونه لري.

د بشري حقونو فعالې فريما نوابي افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې په اروپايي پارلمان کې د دې عريضې ثبتول چې «په افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد په رسميت وپېژندل شي او طالبان د ترهګرې ډلې په توګه ونومول شي» يو پېچلی او وختخوړونکی بهير دی.
خو نوموړې په دې باور ده، چې د دې موضوع راپورته کول کولی شي د طالبانو د رسميت پېژندنې مخه ونيسي.
تر دې مخکې اروپايي پارلمان هم تاييد کړې وه، چې د «په افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد په رسميت پېژندنه او طالبانو د ترهګر سازمان په توګه نومونې» په اړه عريضه د دې بنسټ د عريضو کمېټې ته سپارل شوې ده، او دا کمېټه به له ارزونې وروسته خپله پرېکړه په ليکلي ډول اعلان کړي.
فريما نوابي، د سې شنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د اروپايي پارلمان کې د افغان ښځو د عريضې د بهير او پړاوونو په اړه وضاحت ورکړ او ويې ويل چې دا بهير د موضوع له لومړني ثبت څخه پيلېږي، او په بل ګام کې دا ارزول کېږي چې ايا دا موضوع د اروپايي ټولنې د صلاحيت په چوکاټ کې راځي که نه.
د نوموړې په وينا، له هغې وروسته موضوع د ارزونې او عامه بحث پړاو ته ننوځي، او بيا ښايي د اروپايي پارلمان اړوندو تخصصي کمېټو ته، چې ډېر احتمال لري د بشري حقونو او بهرنيو اړيکو په برخو کې وي، وسپارل شي.
نوموړې زياتوي، چې تر دې وروسته حقوقي ارزونه تر سره کېږي څو څرګنده شي چې ايا دا موضوع د نړيوالو حقوقو په چوکاټ کې د تعقيب وړتيا لري که نه.
نوابي ټينګار کوي، چې که دا بهير بريالی شي، نو د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو ترمنځ د اجماع ترلاسه کول به بل مهم ګام وي. که دا اجماع رامنځته شي، موضوع به د اروپا شورا ته ولېږدول شي او هلته به پرې بحث او رايهاچونه وشي.
هغې همدارنګه يادونه وکړه، چې «د جنسيت پر بنسټ اپارتايد» تر اوسه د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د يو روښانه مفهوم په توګه نه دی تعريف شوی. د هغې په خبره، که څه هم دا مفهوم ښايي په نړيوالو حقوقو کې لا رسميت ونه لري، خو په اروپايي ټولنه کې د دې موضوع راپورته کول کولی شي د پرېکړهليکونو د صادرېدو، د بنديزونو د لګولو، د ډيپلوماتيکو اړيکو د محدودېدو او پر طالبانو د سياسي فشارونو د زياتېدو لامل شي.
دا د بشري حقونو فعاله په دې اند ده چې «که په اوږدمهال کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد د نړيوالو قوانينو برخه وګرځي او اروپايي ټولنه يې هم په افغانستان کې په رسميت وپېژني، نو د طالبانو لپاره به د رسمي پېژندنې دروازه د تل لپاره وتړل شي».
په خوست ولایت کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو اعلان کړی، چې د مرکز اړوند په صحرا باغ سیمه کې یې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د یو نوي ښارګوټي د خط اندازۍ چارې په رسمي ډول پیل کړې دي.
په خوست کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، دا ښارګوټی د دوی د مشر هبتالله اخوندزاده د حکم پر بنسټ او د کور او ښار جوړولو وزارت تر چتر لاندې جوړېږي. دغه پروژه په ۱۳۰۰ جریبه ځمکه کې پلې کېږي او موخه یې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې د نمرو تثبیت او منظم وېش ښودل شوی دی.
په خوست کې د طالبانو د کور او ښار جوړولو رییس امانالله اسد ویلي، چې په دې ښارګوټي کې ټولټال ۱۶۸۳ د استوګنې نمرې تثبیت شوې دي. د هغه په وینا، د استوګنې د کورونو ترڅنګ په دې پروژه کې سوداګریز مارکېټونه، سړکونه، د اوبو ویالې، شنې ساحې، پارکینګونه، جوماتونه او ښوونځي هم په پام کې نیول شوي دي.
اسد زیاته کړې، چې د یاد ښارګوټي د منظم پلان له مخې به بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو ته د استوګنې مناسب چاپېریال برابر شي. طالب چارواکي وایي چې په دې ښارګوټي کې به د ښار ټولې اړینې اسانتیاوې په معیاري ډول ځای پر ځای شي.
په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستل کېدو څپې ډېرې شوي دي او دغه بېرته ستنېدونکي په کور دننه له سخت بشري ناورین سره مخ دي. د ملګرو ملتونو او د بېرته ستنېدونکو ملاتړي بنسټونه وایي، افغانستان کې اوس مهال ستانه شوي وګړي د سرپناوو له نشتوالي، بې روزګارۍ، د نجونو پر زده کړو بندیز او سخت فقر څه کړېږي.
ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې او بېلابېلو هېوادون څخه غوښتي چې په دغه سخت وضعیت کې د ستنېدونکو افغان کډوالو لاسنېوی وکړي.
د افغان نجونو د زدهکړو د حقونو فعال او د طالبانو پخوانی زنداني مٓطیع الله ویسا د فرانسې د «ازادۍ ۲۰۲۶» جايزه ګټلې ده. دا جايزه د فرانسې د نورماندي سيمې له خوا او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د زرګونو کسانو په رايو سره ښاغلي ویسا ته ورکړل شوې ده.
د فرانسې د نورماندي سيمې شورا د ۲۰۲۶ کال د مې په ۵مه اعلان وکړ چې دا جايزه د «زدهکړې د حق د پراختيا لپاره د ویسا د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د نجونو لپاره» د درناوي په توګه ورکړل شوې ده.
د ازادۍ جايزه په ۲۰۱۹ کال کې د فرانسې د بشري حقونو او سولې له نړيوال انستيتوت سره په همکارۍ جوړه شوې ده او هر کال د نړۍ د ځوانانو له خوا هغه کس ته ورکول کېږي چې د ازادۍ او بشري حقونو په دفاع کې يې مهمه ونډه لرلې وي.
د دې جايزې په اتم پړاو کې ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو له ۷۵ هېوادونو څخه په رايهورکولو کې برخه واخيسته او مطیعالله ویسا يې د ګټونکي په توګه وټاکه.
مطیعالله ویسا په ۱۹۹۲ کال کې د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. هغه د ۱۷ کلنۍ څخه خپلې هڅې پيل کړې او د «پنپت» په نوم يې يو داوطلبانه بنسټ جوړ کړ. دا بنسټ اوس د نږدې درې زره رضا کارانو يوه شبکه ده چې په کليوالو او لرې پرتو سيمو کې د تړلو ښوونځيو د بيا پرانستلو، د ګرځنده کتابتونونو د جوړولو او د زدهکړو د دودولو لپاره، په ځانګړي ډول د نجونو لپاره، کار کوي.
د نجونو د زدهکړو د ملاتړ په برخه کې د ویسا فعاليتونه سبب شول چې هغه د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۷مه د طالبانو د استخباراتو له خوا ونيول شي. هغه اووه مياشتې پرته له محکمې د طالبانو په بند کې وساتل شو او بالاخره د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۲۶مه خوشې شو.
ویسا له خوشې کېدو وروسته ټينګار وکړ چې د زدهکړو د حق د تأمين لپاره به خپلو هلو ځلو ته په لا پياوړي عزم سره دوام ورکړي.
د ۲۰۲۶ کال د دې جايزې د نړيوالې داورۍ مشره هاجا ادریسابا د ویسا ستاينه وکړه او ويې ويل: «د هغه ژمنتيا د ځوان نسل د ځواک نښه ده. ازادي زموږ غږ دی او موږ بايد د نجونو د زدهکړې له حقه دفاع وکړو».
په دې پړاو کې د چين د کارګرانو د حقونو يو ملاتړی بنسټ او له اکوادور څخه د چاپېريال ساتنې فعاله نومونته ننکیمو هم وروستي نوماندان وو.
ټاکل شوې ده چې د «ازادۍ ۲۰۲۶» جايزې د ورکړې مراسم د جون په ۴مه د فرانسې د کن په ښار کې ترسره شي. تېر کال دا جايزه ژیزل پلیکو ته د جنسي تاوتريخوالي پر ضد د مبارزې له امله ورکړل شوې وه.
د نسکور شوي جمهوري نظام د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي، د افغانستان پر اوسني سیاسي وضعیت سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د حقارت او سپکاوي د عادي کېدو پر وړاندې چوپتیا د خپلواک افغاني سیاست لپاره یوه لویه فاجعه ده.
فضلي پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په افغان سیاست کې له بهرنیانو د مرستې غوښتل او د پاکستان له خوا د شاتګپالو ځواکونو دوامداره تولید اوس یو عادي حالت ګڼل کېږي. هغه له حکومتولۍ څخه د «ملي» کلمې لرې کولو ته په اشارې سره وویل، چې دا یوازې د یوې کلمې حذف نه دی، بلکې د هویت، مالکیت او جمعي شعور سیستماتیک کمزوري کول دي.
نوموړي زیاته کړې، چې له زده کړو څخه د نجونو او مېرمنو محرومیت او د هغوی سیستماتیک ټولنیز انزوا نور د اضطراري حالت پر ځای د یو عادي نظم په توګه وړاندې کېږي. د فضلي په وینا، د طالبانو سره د جګړې یا تعامل لپاره د بې شمېره انجوګانو جوړېدل د حل لارې پر ځای د ستونزې د دوام په وسیلو بدل شوي دي.
د چارو ادارې پخواني رییس ټینګار کړی، چې په خپلواک ډول د افغان سیاسي بهیر مخته وړل اوس سپک او غیر عملي کار بلل کېږي، چې له امله یې ازاد فکر تر فشار لاندې دی او ملي کلتوري مناسبتونه بند شوي دي. هغه دا وضعیت یوه شدیده مزمنه ټولیزه ناروغي بللې او غوښتنه یې کړې چې د حقارت د عادي کولو هره بڼه باید وپېژندل شي، بربنډه شي، رد شي او پر ضد یې کلکه مبارزه وشي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، چې په تېر میلادي کال کې یې په افغانستان کې ۶۱۰زره هغه ماشومانو ته چې په خوارځواکۍ اخته وو، د ژغورنې درملنیزې خوراکي کڅوړې وېشلې دي.
یونیسف د سېشنبې په ورځ (غویي ۱۵مه) په اېکس کې لیکلي چې د دې ځانګړو خوراکي بستو وېش کورنیو ته دا زمینه برابره کړې چې خپل خوارځواکه ماشومان په کور کې تر درملنې لاندې ونیسي.
د دې ادارې په وینا، د ماشومانو د خوارځواکۍ درملنه شاوخوا ۳۰کاله وړاندې د چمتو خوړلو درملنیزو خوړو په تولید سره بدلون موندلی او دا بهیر یې اغېزمن کړی دی.
یونیسف تېره ورځ هم په یوه راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۲۵کال کې ۵.۶میلیونه ماشومانو، چې پکې ۱.۴میلیونه نوي زېږېدلي هم شامل دي، روغتیايي خدمات ترلاسه کړي دي.
د راپور له مخې، همدارنګه ۱۰میلیونه ماشومان او میندې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره حیاتي خدمات او سرچینې ترلاسه کړې دي.
خو یونیسف ټینګار کړی چې لا هم اړتیاوې لوړې دي او پلان لري چې په ۲۰۲۶کال کې د شدیدې خوارځواکۍ له امله له یو میلیون څخه ډېر ماشومان تر درملنې لاندې ونیسي.