د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مالدیف په څلور اړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوي

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به د مالدیف په کوربتوب په یوه څلور اړخیز ټورنمنټ کې برخه واخلي.

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به د مالدیف په کوربتوب په یوه څلور اړخیز ټورنمنټ کې برخه واخلي.
د فدراسیون د معلوماتو له مخې، دا سیالۍ به د جون میاشتې په پیل کې ترسره شي او تر همدې میاشتې تر لسمې نېټې پورې به دوام وکړي.
په دې ټورنمنټ کې د افغانستان تر څنګ د پاکستان او مالدیف ملي لوبډلې ګډون کوي، او همدارنګه د بنګلهدېش د ۲۳کلنو څخه کم عمره لوبډله هم د ګډونوالو په منځ کې شامله ده.
د فدراسیون په وینا، دا سیالۍ به په څو اړخیزو لوبو کې ترسره شي، چې لوبډلو ته به دا فرصت برابر کړي څو له خپلو سیمهییزو سیالانو سره مخامخ شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي،چې د دې ټورنمنټ موخه د زیاتو نړیوالو لوبو برابرول او د لوبغاړو د وړتیاوو ارزونه ده.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوې، خو بیا هم هڅې روانې دي چې دا لوبډله په نړیوالو سیالیو کې خپل حضور وساتي او تجربه لا زیاته کړي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې د دغه ښار د تایمني سیمې په بازار کې د طالبانو له خوا د ښځو د پوښاک د څار په لړ کې یو شمېر ښځې نیول شوي او ځینې یې له تاوتریخوالي سره هم مخ شوې دي.
د ښار دغه اوسېدونکې چې نه غواړي د امنیتي دلایلو له امله یې نوم ښکاره شي وایي، د طالبانو د امربالمعروف محتسبین د تایمني په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوي او د ښځو پر د پوښاک جدي څارنه کوي.
دوی ویلي چې د دوشنبې په ورځ څو نجونې د حجاب د نه مراعتولو له امله ونیول شوې او په ځینو مواردو کې د نیولو پر مهال له تاوتریخوالي هم کار اخیستل شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې په وروستیو ورځو کې په دې سیمه کې د ښځو د نیولو پېښې زیاتې شوې دي، او د وېرې له امله ګڼې ښځې هڅه کوي خپل مخونه په بشپړ ډول پټ کړي.
تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی. خو په ځينې ویډيوګانو کې چې په خواله رسنیو کې خپرې شوي، ښکاري چې د ښځو سره تاوتریخوالی ترسره کیږي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دوی د واکمنۍ له بیا ټینګښت وروسته د ټولنیزو محدودیتونو د پلي کولو مهمه اداره بلل کېږي. دا وزارت د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، پر ورځني ژوند د سختو مقرراتو د تطبیق څارنه کوي.
د راپورونو له مخې، یاد وزارت د ښځو پر جامو، تګراتګ او ټولنیز حضور سخت بندیزونه لګولي دي. ښځې اړ دي چې ځانګړی حجاب مراعت کړي، ډېری وختونه پرته له محرم څخه له کوره د وتلو اجازه نه لري، او په ګڼو عامه ځایونو کې یې حضور محدود شوی دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینټ ویلي چې له جرمني څخه د هغو افغانانو اخراج چې جرمونه یې ترسره کړي، په منظم او دوامداره ډول به افغانستان ته دوام ولري. نوموړي ویلي، دا بهیر به د سیاسي ستونزو او د طالبانو له استازو سره د خبرو اړتیا سره سره هم نه درېږي.
هغه د جرمني له عامه تلویزیون (ای ار ډي)سره په مرکه کې ویلي چې دا اخراجونه په اونیز ډول ترسره کېږي او حکومت د دې پالیسۍ پر دوام ټینګار لري.
هغه زیاته کړې: «موږ دا لاره په دوامداره ډول تعقیبوو.» نوموړي همدارنګه ویلي چې د «مجرمو کسانو» د اخراج په اړه نیوکې نه شي درک کولای او ټینګار یې کړی چې د جنسي تېریو او وژنو په څېر جرمونه د جرمني له امنیت سره په ټکر کې دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، سره له دې چې د پناه غوښتنو شمېر کم شوی، د هېواد په پولو کې کنټرول لا هم دوام لري، څو د کډوالود مدیریت بهیر منظم وساتل شي.
نوموړي د ۲۰۲۵کال په مې میاشت کې د پولې کنټرول سخت کړي وو او فدرالي پولیسو ته یې لارښوونه کړې وه چې په ځینو مواردو کې د ځینو پناه غوښتونکو د داخلېدو مخه ونیسي، خو د ناروغانو او امیندواره ښځو په څېر زیانمن کسان له دې پرېکړې مستثنا دي.
هغه همدارنګه ویلي چې جرمني غواړي په اوږدمهاله توګه د اروپا په کچه د کډوالۍسیستم اصلاح کړي، څو د پولو د کنټرول تدریجي لغوه کېدو ته زمینه برابره شي، خو په وینا یې اوس مهال د دې بدلون لپاره مشخص وخت نه شته.
رسمي شمېرو ښيي چې د ۲۰۲۵کال په اپریل میاشت کې په جرمنيکې د پناه غوښتنې لومړنۍ غوښتنې ۶۱۴۴ته رسېدلې دي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله (۹۱۰۸غوښتنې) د پام وړ کمښت ښيي.
د ملاله یوسفزۍ بنسټ ویلي، نجونې له زدهکړې محرومول نه یوازې اخلاقي ستونزه ده، بلکې د نړیوال بانک د اټکل له مخې د نړۍ اقتصاد ته د ۱۵ تر ۳۰ټریلیون ډالرو پورې اوږدمهاله زیان اړوي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې د زدهکړو له فرصت څخه بېبرخې پاتې دي.
ملاله بنسټ په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې د نجونو د زدهکړو له لاسه ورکول د هېوادونو پر اقتصاد، روغتیايي سیستمونو او ټولنیز پرمختګ ژور او اوږدمهاله اغېز لري.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، د نجونو له زدهکړې محرومیت د عمر په اوږدو کې د ۱۵ تر ۳۰ټریلیون ډالرو پورې د احتمالي عوایدو د ضایع کېدو لامل ګرځي.
په خپره شوې وینا کې ویل شوي، چې کله د زدهکړې بودیجه کميږي، نجونې لومړنۍ ډلې وي چې له ښوونځي څخه وځي او د بیا راستنېدو چانس یې هم کم وي، چې دا وضعیت د نسلونو پر راتلونکي مستقیم اغېز کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبانو واک نیولی، میلیونونه نجونې له ثانوي او لوړو زدهکړو بېبرخې پاتې دي، چې دا وضعیت د هېواد د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره جدي خنډ ګڼل کېږي.
دغه بنسټ زیاتوي چې د نجونو د زدهکړې له لاسه وتلی فرصت یوازې فردي زیان نه دی، بلکې د کورنیو، روغتیايي سیستمونو او ټول اقتصاد پر فعالیتونو پراخ اغېز لري او د نسلونو په کچه پایلې لري.
ملاله فنډ ټینګار کړی، چې د نجونو زدهکړه د دوامدار پرمختګ بنسټ دی او د دې حق محدودول د ټولنو د اوږدمهاله ثبات لپاره جدي خطر جوړوي.
د بدخشان ولایت یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت، د نشهيي توکو پراخه کارونه او د کانونو غیرشفاف کېندنې د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی او د ده په وینا، نړیواله ټولنه باید د دغه واقعیتونو له نږدې څېړنه وکړي.
دغه سرچینه، چې ځان د بدخشان یو اوسېدونکی او د افغانستان د یوه دردمن وګړي په توګه معرفي کوي، په خپل پیغام کې ویلي، چې د هېواد په ځانګړي ډول په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښت او د نشهيي توکو د کاروبار وضعیت لا هم په پراخه کچه دوام لري.
هغه ادعا کړې، چې که څه هم طالبان د کوکنارو د له منځه وړلو او د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې خبرې کوي، خو په ځینو سیمو کې لا هم د تریاکو پټ او ښکاره بازارونه فعال دي. د هغه په وینا: «که رښتیا هم د دې کار د مخنیوي اراده موجوده وای، هېڅ چا به د کوکنارو د تخم د کرلو جرات نه درلود.»
په پیغام کې همداراز ویل شوي، چې په بدخشان کې ځوانان د بېکارۍ، فقر او ناامیدۍ له امله د نشهيي توکو له جدي ستونزې سره مخ دي او دا وضعیت د کورنیو لپاره لوی ټولنیز بحران رامنځته کړی دی.
هغه زیاتوي چې د نشهيي توکو ترڅنګ، د بدخشان د طلاوو د کانونو غیرشفافه کیندنه هم د خلکو یوه جدي اندېښنه ده. د هغه په وینا، سره له دې چې له دغو کانونو څخه کلني میلیارډونه ډالر عواید ترلاسه کېږي، خو سیمهییز خلک لا هم له فقر او محرومیت سره مخ دي.
د بدخشان دغه اوسېدونکي ادعا کړې چې د کانونو او د نشهيي توکو له عوایدو سره تړلي اقتصادي فعالیتونه د ناامنۍ او غیرقانوني شبکو د تمویل په اړه اندېښنې هم زیاتې کړې دي.
دغه سرچینه له نړیوالو رسنیو او د بشري حقونو له ادارو غوښتي چې د افغانستان وضعیت له نږدې وڅېړي او د ده په وینا، اجازه ورنه کړي چې د خلکو واقعیتونه د سیاسي او تبلیغاتي روایتونو تر سیوري لاندې پټ پاتې شي.
هغه په پای کې ویلي: «د افغانستان خلک تر بل هر وخت ډېر د حقیقت، عدالت او نړیوالې پاملرنې اړتیا لري.»
باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، په جلالاباد ښار کې د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د ترسره کېدو پر مهال خبریالان سره د غونډې د تنظیم یوې برخې له لوري، ناسم چلند شوی او سپک الفاظ ورته کارول شوي، چې له امله یې هغوی د مشاعرې له پوښښ څخه لاس پر سر شوي او له غونډې وتلي دي.
سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، د ننګرهار ولایت د جلالاباد ښار په سراجالعمارت بڼ کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره روانه وه، چې د رسنیو استازي د دغه فرهنګي بهیر د ثبت او خپرولو لپاره ورغلي وو.
د نوموړي په خبره، کله چې کیمرې او مایکروفونونه نصب شول او د مشاعرې رسمي بهیر پیل شو، د تنظیم ځینو کسانو له خبریالانو وغوښتل چې د فلم اخیستنې بهیر په موقتي ډول ودروي او وروسته یې بیا پیل کړي.
سرچینه وايي، د همدې موضوع پر سر د نظر اختلاف رامنځته شو، چې وروسته یو سیمهییز مسول، چې د غونډې د تنظیم برخه بلل کېږي، له خبریالانو سره توندې خبرې وکړې او ناسم الفاظ یې وکارول.
سره له دې چې د خبریالانو له لوري د وضعیت د ارامولو هڅه وشوه او له یاد مسول څخه د خبرو د نرمولو غوښتنه وشوه، خو وضعیت لا نور هم ترینګلی شو.
سرچینه زیاتوي چې د رامنځته شوي وضعیت له امله خبریالان اړ شول د مشاعرې پوښښ پرېږدي او خپل تجهیزات له ځایه ټول او غونډه ترک کړي.
یوه ویډيو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، ښکاري چې یو ډله خبریالان د نارنج ګل له مشاعرې وځي.
تر اوسه د اړوندې پېښې په اړه د طالب مسولو چارواکو له لوري رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.