• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: د مجرمو افغانانو اخراج به په دوامداره توګه روان وي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۱

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینټ ویلي چې له جرمني څخه د هغو افغانانو اخراج چې جرمونه یې ترسره کړي، په منظم او دوامداره ډول به افغانستان ته دوام ولري. نوموړي ویلي، دا بهیر به د سیاسي ستونزو او د طالبانو له استازو سره د خبرو اړتیا سره سره هم نه درېږي.

هغه د جرمني له عامه تلویزیون (ای ار ډي)سره په مرکه کې ویلي چې دا اخراجونه په اونیز ډول ترسره کېږي او حکومت د دې پالیسۍ پر دوام ټینګار لري.

هغه زیاته کړې: «موږ دا لاره په دوامداره ډول تعقیبوو.» نوموړي همدارنګه ویلي چې د «مجرمو کسانو» د اخراج په اړه نیوکې نه شي درک کولای او ټینګار یې کړی چې د جنسي تېریو او وژنو په څېر جرمونه د جرمني له امنیت سره په ټکر کې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، سره له دې چې د پناه غوښتنو شمېر کم شوی، د هېواد په پولو کې کنټرول لا هم دوام لري، څو د کډوالود مدیریت بهیر منظم وساتل شي.

نوموړي د ۲۰۲۵کال په مې میاشت کې د پولې کنټرول سخت کړي وو او فدرالي پولیسو ته یې لارښوونه کړې وه چې په ځینو مواردو کې د ځینو پناه غوښتونکو د داخلېدو مخه ونیسي، خو د ناروغانو او امیندواره ښځو په څېر زیانمن کسان له دې پرېکړې مستثنا دي.

هغه همدارنګه ویلي چې جرمني غواړي په اوږدمهاله توګه د اروپا په کچه د کډوالۍسیستم اصلاح کړي، څو د پولو د کنټرول تدریجي لغوه کېدو ته زمینه برابره شي، خو په وینا یې اوس مهال د دې بدلون لپاره مشخص وخت نه شته.

رسمي شمېرو ښيي چې د ۲۰۲۵کال په اپریل میاشت کې په جرمنيکې د پناه غوښتنې لومړنۍ غوښتنې ۶۱۴۴ته رسېدلې دي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله (۹۱۰۸غوښتنې) د پام وړ کمښت ښيي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

•
•
•

نور کیسې

روسیې له اوکراین سره د «بریا ورځې» په ویاړ دوه ورځنی اوربند اعلان کړی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۹ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مسکو د مې په ۸ او ۹ مه د «بریا ورځې» په مناسبت اوربند اعلانوي او له اوکراین څخه یې د ورته اقدام تمه کړې، خو خبرداری یې ورکړی چې د اوربند د ماتېدو په صورت کې به سخت پوځي ځواب ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په ایکس خواله رسنۍ کې د دفاع وزارت له قوله ویلي چې روسیه د مې د ۸ او ۹ مې نېټې لپاره د اوربند پرېکړه کړې، څو د دویمې نړیوالې جګړې د بریا ورځ ولمانځل شي.

په بیان کې له اوکراین څخه غوښتنه شوې چې د ورته اقدام په کولو سره د جګړې د لنډمهاله درولو دې پروسې ته غاړه کېږدي.

خو د روسیې دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې که د اوکراین حکومت هڅه وکړي د دې مراسمو د ګډوډولو لپاره بریدونه وکړي، نو مسکو به «سخت او پراخ ځواب» ورکړي.

ملاله بنسټ: د نجونو د زده‌کړې محرومیت نړۍ ته د ۱۵ تر ۳۰ ټریلیون ډالرو اقتصادي زیان اړوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۷ GMT+۱

د ملاله یوسفزۍ بنسټ ویلي، نجونې له زده‌کړې محرومول نه یوازې اخلاقي ستونزه ده، بلکې د نړیوال بانک د اټکل له مخې د نړۍ اقتصاد ته د ۱۵ تر ۳۰ټریلیون ډالرو پورې اوږدمهاله زیان اړوي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې د زده‌کړو له فرصت څخه بې‌برخې پاتې دي.

ملاله بنسټ په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې د نجونو د زده‌کړو له لاسه ورکول د هېوادونو پر اقتصاد، روغتیايي سیستمونو او ټولنیز پرمختګ ژور او اوږدمهاله اغېز لري.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، د نجونو له زده‌کړې محرومیت د عمر په اوږدو کې د ۱۵ تر ۳۰ټریلیون ډالرو پورې د احتمالي عوایدو د ضایع کېدو لامل ګرځي.

په خپره شوې وینا کې ویل شوي، چې کله د زده‌کړې بودیجه کميږي، نجونې لومړنۍ ډلې وي چې له ښوونځي څخه وځي او د بیا راستنېدو چانس یې هم کم وي، چې دا وضعیت د نسلونو پر راتلونکي مستقیم اغېز کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبانو واک نیولی، میلیونونه نجونې له ثانوي او لوړو زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي، چې دا وضعیت د هېواد د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره جدي خنډ ګڼل کېږي.

دغه بنسټ زیاتوي چې د نجونو د زده‌کړې له لاسه وتلی فرصت یوازې فردي زیان نه دی، بلکې د کورنیو، روغتیايي سیستمونو او ټول اقتصاد پر فعالیتونو پراخ اغېز لري او د نسلونو په کچه پایلې لري.

ملاله فنډ ټینګار کړی، چې د نجونو زده‌کړه د دوامدار پرمختګ بنسټ دی او د دې حق محدودول د ټولنو د اوږدمهاله ثبات لپاره جدي خطر جوړوي.

د بدخشان اوسېدونکی: په افغانستان کې کوکنار او نشه‌يي توکي د جدي ټولنیز بحران سبب شوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۱:۲۵ GMT+۱

د بدخشان ولایت یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت، د نشه‌يي توکو پراخه کارونه او د کانونو غیرشفاف کېندنې د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی او د ده په وینا، نړیواله ټولنه باید د دغه واقعیتونو له نږدې څېړنه وکړي.

دغه سرچینه، چې ځان د بدخشان یو اوسېدونکی او د افغانستان د یوه دردمن وګړي په توګه معرفي کوي، په خپل پیغام کې ویلي، چې د هېواد په ځانګړي ډول په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښت او د نشه‌يي توکو د کاروبار وضعیت لا هم په پراخه کچه دوام لري.

هغه ادعا کړې، چې که څه هم طالبان د کوکنارو د له منځه وړلو او د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې خبرې کوي، خو په ځینو سیمو کې لا هم د تریاکو پټ او ښکاره بازارونه فعال دي. د هغه په وینا: «که رښتیا هم د دې کار د مخنیوي اراده موجوده وای، هېڅ چا به د کوکنارو د تخم د کرلو جرات نه درلود.»

په پیغام کې همداراز ویل شوي، چې په بدخشان کې ځوانان د بې‌کارۍ، فقر او ناامیدۍ له امله د نشه‌يي توکو له جدي ستونزې سره مخ دي او دا وضعیت د کورنیو لپاره لوی ټولنیز بحران رامنځته کړی دی.

هغه زیاتوي چې د نشه‌يي توکو ترڅنګ، د بدخشان د طلاوو د کانونو غیرشفافه کیندنه هم د خلکو یوه جدي اندېښنه ده. د هغه په وینا، سره له دې چې له دغو کانونو څخه کلني میلیارډونه ډالر عواید ترلاسه کېږي، خو سیمه‌ییز خلک لا هم له فقر او محرومیت سره مخ دي.

د بدخشان دغه اوسېدونکي ادعا کړې چې د کانونو او د نشه‌يي توکو له عوایدو سره تړلي اقتصادي فعالیتونه د ناامنۍ او غیرقانوني شبکو د تمویل په اړه اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

دغه سرچینه له نړیوالو رسنیو او د بشري حقونو له ادارو غوښتي چې د افغانستان وضعیت له نږدې وڅېړي او د ده په وینا، اجازه ورنه کړي چې د خلکو واقعیتونه د سیاسي او تبلیغاتي روایتونو تر سیوري لاندې پټ پاتې شي.

هغه په پای کې ویلي: «د افغانستان خلک تر بل هر وخت ډېر د حقیقت، عدالت او نړیوالې پاملرنې اړتیا لري.»

په جلال‌اباد کې د نارنج ګل مشاعرې پر مهال له خبریالانو سره ناوړه چلند شوی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۱

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، په جلال‌اباد ښار کې د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د ترسره کېدو پر مهال خبریالان سره د غونډې د تنظیم یوې برخې له لوري، ناسم چلند شوی او سپک الفاظ ورته کارول شوي، چې له امله یې هغوی د مشاعرې له پوښښ څخه لاس پر سر شوي او له غونډې وتلي دي.

سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار په سراج‌العمارت بڼ کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره روانه وه، چې د رسنیو استازي د دغه فرهنګي بهیر د ثبت او خپرولو لپاره ورغلي وو.

د نوموړي په خبره، کله چې کیمرې او مایکروفونونه نصب شول او د مشاعرې رسمي بهیر پیل شو، د تنظیم ځینو کسانو له خبریالانو وغوښتل چې د فلم اخیستنې بهیر په موقتي ډول ودروي او وروسته یې بیا پیل کړي.

سرچینه وايي، د همدې موضوع پر سر د نظر اختلاف رامنځته شو، چې وروسته یو سیمه‌ییز مسول، چې د غونډې د تنظیم برخه بلل کېږي، له خبریالانو سره توندې خبرې وکړې او ناسم الفاظ یې وکارول.

سره له دې چې د خبریالانو له لوري د وضعیت د ارامولو هڅه وشوه او له یاد مسول څخه د خبرو د نرمولو غوښتنه وشوه، خو وضعیت لا نور هم ترینګلی شو.

سرچینه زیاتوي چې د رامنځته شوي وضعیت له امله خبریالان اړ شول د مشاعرې پوښښ پرېږدي او خپل تجهیزات له ځایه ټول او غونډه ترک کړي.

یوه ویډيو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، ښکاري چې یو ډله خبریالان د نارنج ګل له مشاعرې وځي.

تر اوسه د اړوندې پېښې په اړه د طالب مسولو چارواکو له لوري رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

پولنډ ته د ناقانونه ننوتلو په تور ۸ افغانان نیول شوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۱

د پولنډ سرحدي ځواکونو ویلي، چې د لیتوانیا له پولې سره نږدې سیمو کې یې د څو جلا عملیاتو پر مهال ۸ افغان وګړي دغه هېواد ته د ناقانونه ننوتلو د هڅې په تور نیولي دي.

د یادې ادارې د راپور له مخې، دغه پېښې د تېرې اوونۍ په پای کې ثبت شوې او په ټولیز ډول ۳۷کډوال، چې غوښتل یې په ناقانونه ډول پولنډ ته داخل شي، وپېژندل شول او نیول شوي دي.

چارواکو ویلي، چې تر ټولو لویه ډله ۲۴کسان وو، چې یو اوکرایني وګړي هڅه کوله د یو باروړونکي موټر په وسیله د موقتي سرحدي لارې پولنډ ته انتقال کړي.

د پولنډ سرحدي ځواک زیاته کړې، چې دغه کسان د قانوني اسنادو له نشتوالي سره مخ وو او په هماغه ځای کې یې د ننوتلو مخه نیول شوې ده.

په نورو عملیاتو کې هم د پولې په بېلابېلو سیمو کې وړې ډلې نیول شوې دي، چې په کې د افغانستان تر څنګ د پاکستان، بنګله‌دېش او الجزایر اتباع شامل دي.

د معلوماتو له مخې، ځینې دغه کډوال په پلي ډول د لیتوانیا له لارې پولنډ ته اوښتي وو او وروسته د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول.

چارواکو ویلي چې ټول نیول شوي کسان د لومړنیو قانوني مرحلو له بشپړېدو وروسته بېرته د لیتوانیا چارواکو ته سپارل شوي دي.

همدارنګه، هغه کسان چې د دغو کډوالو په لېږد کې ښکېل وو، نیول شوي او د ناقانونه تګ راتګ د تنظیم او اسانتیا برابرولو په تور له جدي قانوني تعقیب سره مخ دي، چې ښايي تر ۸کلونو پورې بند سزا ولري.

د یادونې وړ ده، هغه کسان چې د ناقانونه ننوتلو په هڅه نیول کېږي، عموماً لومړی توقیف کېږي او بیا یې دوسیې د محکمو له لارې څېړل کېږي. په داسې مواردو کې لږ تر لږه شپږ میاشتې بند سزا ټاکل کېږي، او له سزا وروسته ډېری وخت بېرته خپلو اصلي هېوادونو، لکه افغانستان، ته ستنېږي.