• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پروان کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او درې ماشومان ټپیان دي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۸:۱۱ GMT+۱

په پروان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د بګرام ولسوالۍ په باریکاب سیمه کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله یو ۲۰کلن ځوان وژل شوی او درې ماشومان ټپیان دي. د یادې قوماندانۍ په وینا؛ د یادې پېښې ټپیان د بګرام ولسوالۍ غلام‌علي ۵۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۴
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۵

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

•
•
•

نور کیسې

په یوه ورځ؛ له ایران او پاکستان نه نږدې ۵زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۹۰۰ کډوالې کورنۍ چې ټول ۴زره او ۷۱۱ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون زیاته کړې، چې په همدې ورځ یې ۹۳۱ کورنۍ خپلو مېنو ته لېږدولې دي.

د طالبانو یاد کمېسیون د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) ویلي، چې دغه کورنۍ د کندهار د سپين بولدک، د ننګرهار د تورخم، د نیمروز د ورېښمو پله او د هرات د اسلام‌کلا له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.
په تېرو وروستیو کې له طالبانو سره د پاکستان کړکېچ او د افغان کډوالو د ځورونې له امله افغانستان ته د کډوالو پراخې څپې روانې دي. تازه په پاکستان کې د بشري حقونو کمېسيون په خپل کلني راپور کې له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر غيرانساني او لانجمن بللی دی.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې په روانې غویي میاشت کې له پاکستان، ایران او ترکیې نه په خپله خوښه او جبري توګه ۱۰۴زره او ۲۵۵ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د هغه په وینا؛ له دې ډلې ۶۰زره او ۸۰۷ کډوال له پاکستان نه، ۴۲زره او ۸۳۹ کډوال له ایران او ۶۰۹ کسان بیا له ترکیې نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د کاناډا لومړی وزیر، مارک کارني ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران ډلې هېڅ غړی ته به دې هېواد ته د ننوتلو اجازه ور نه کړل شي.

کارني زیاته کړې چې تر دې دمه ۱۷زره د ویزې غوښتنلیکونه ارزول شوي، چې له ډلې یې ۱۷۰قضیې د لا زیاتې څېړنې لپاره راجع شوې دي. د نوموړي په وینا، همدارنګه ۳۳۰ویزې چې د ایران د حکومت اړوند کسانو پورې تړاو لري، لغوه شوې دي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د کاناډا د محافظه‌کار ګوند مشر پیر پولیور په پارلماني مناظره کې د دغه هېواد د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزیر د سپاه پاسداران غړو ته د ویزو د ورکړې په اړه تر نیوکې لاندې راوست.

کاناډا په وروستیو کلونو کې د ایران د حکومتي ادارو او امنیتي بنسټونو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی او هڅه کوي د هغو کسانو د ننوتلو مخه ونیسي چې د امنیتي اندېښنو سره تړاو لري.

طالبانو په پنجشیر کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد پلورلي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۱ GMT+۱

د پنجشیر لپاره د طالبانو د والي رسنیز دفتر وایي، چې د دې ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۳۱۸۵قیراطه زمرد د ۱۱میلیونه او ۶۶۹زره او ۸۷۶افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.

د والي ویاند، سیف‌الدین لټون، ویلي چې دغه اندازه زمرد پرونسې‌شنبه (غویي ۱۵مه) د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.

د نوموړي په وینا، دا زمرد د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې د پنجشیر د حصه‌اول او پریان ولسوالیو له کانونو څخه استخراج شوي وو.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پنجشیر د زمردو کانونه په پرله‌پسې ډول استخراج کېږي او تولیدات یې بازار ته وړاندې کېږي.

طالبان وایي چې د زمردو د پلور له عوایدو څخه لس سلنه د دوی ونډه ده او پاتې برخه یې قراردادي شرکتونو ته ورکول کېږي.

کارپوهان او د کانونو برخې څارونکي اندېښنه ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د کانونو استخراج ډېری وخت په غیرمسلکي او بې‌معیاره ډول ترسره کېږي. د دوی په وینا، د تخنیکي معیارونو نه مراعات، د چاپېریالي اصولو نشتوالی او د شفافیت کمښت کولای شي د کانونو د زېرمو د چټک ضایع کېدو او اوږدمهاله اقتصادي زیانونو لامل شي.

همدارنګه ویل کېږي چې د مسلکي څار او عصري تجهیزاتو نشتوالی د دې سبب ګرځي چې د قیمتي ډبرو لکه زمردو ارزښت په سمه توګه خوندي نه شي او د استخراج بهیر له نړیوالو معیارونو سره سمون ونه لري.

بشري حقونو فعاله: اروپايي پارلمان کې د افغان ښځو عریضه د طالبانو د رسمیت پېژندنې مخه نیسي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۱

د بشري حقونو فعالې فريما نوابي افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې په اروپايي پارلمان کې د دې عريضې ثبتول چې «په افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد په رسميت وپېژندل شي او طالبان د ترهګرې ډلې په توګه ونومول شي» يو پېچلی او وخت‌خوړونکی بهير دی.

خو نوموړې په دې باور ده، چې د دې موضوع راپورته کول کولی شي د طالبانو د رسميت پېژندنې مخه ونيسي.

تر دې مخکې اروپايي پارلمان هم تاييد کړې وه، چې د «په افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد په رسميت پېژندنه او طالبانو د ترهګر سازمان په توګه نومونې» په اړه عريضه د دې بنسټ د عريضو کمېټې ته سپارل شوې ده، او دا کمېټه به له ارزونې وروسته خپله پرېکړه په ليکلي ډول اعلان کړي.

فريما نوابي، د سې شنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د اروپايي پارلمان کې د افغان ښځو د عريضې د بهير او پړاوونو په اړه وضاحت ورکړ او ويې ويل چې دا بهير د موضوع له لومړني ثبت څخه پيلېږي، او په بل ګام کې دا ارزول کېږي چې ايا دا موضوع د اروپايي ټولنې د صلاحيت په چوکاټ کې راځي که نه.

د نوموړې په وينا، له هغې وروسته موضوع د ارزونې او عامه بحث پړاو ته ننوځي، او بيا ښايي د اروپايي پارلمان اړوندو تخصصي کمېټو ته، چې ډېر احتمال لري د بشري حقونو او بهرنيو اړيکو په برخو کې وي، وسپارل شي.

نوموړې زياتوي، چې تر دې وروسته حقوقي ارزونه تر سره کېږي څو څرګنده شي چې ايا دا موضوع د نړيوالو حقوقو په چوکاټ کې د تعقيب وړتيا لري که نه.

نوابي ټينګار کوي، چې که دا بهير بريالی شي، نو د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو ترمنځ د اجماع ترلاسه کول به بل مهم ګام وي. که دا اجماع رامنځته شي، موضوع به د اروپا شورا ته ولېږدول شي او هلته به پرې بحث او رايه‌اچونه وشي.

هغې همدارنګه يادونه وکړه، چې «د جنسيت پر بنسټ اپارتايد» تر اوسه د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د يو روښانه مفهوم په توګه نه دی تعريف شوی. د هغې په خبره، که څه هم دا مفهوم ښايي په نړيوالو حقوقو کې لا رسميت ونه لري، خو په اروپايي ټولنه کې د دې موضوع راپورته کول کولی شي د پرېکړه‌ليکونو د صادرېدو، د بنديزونو د لګولو، د ډيپلوماتيکو اړيکو د محدودېدو او پر طالبانو د سياسي فشارونو د زياتېدو لامل شي.

دا د بشري حقونو فعاله په دې اند ده چې «که په اوږدمهال کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد د نړيوالو قوانينو برخه وګرځي او اروپايي ټولنه يې هم په افغانستان کې په رسميت وپېژني، نو د طالبانو لپاره به د رسمي پېژندنې دروازه د تل لپاره وتړل شي».

طالبان: په خوست کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د نوي ښارګوټي د خط اندازۍ چارې پیل شوې

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۰ GMT+۱

په خوست ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د مرکز اړوند په صحرا باغ سیمه کې یې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د یو نوي ښارګوټي د خط اندازۍ چارې په رسمي ډول پیل کړې دي.

په خوست کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، دا ښارګوټی د دوی د مشر هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ او د کور او ښار جوړولو وزارت تر چتر لاندې جوړېږي. دغه پروژه په ۱۳۰۰ جریبه ځمکه کې پلې کېږي او موخه یې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې د نمرو تثبیت او منظم وېش ښودل شوی دی.

په خوست کې د طالبانو د کور او ښار جوړولو رییس امان‌الله اسد ویلي، چې په دې ښارګوټي کې ټولټال ۱۶۸۳ د استوګنې نمرې تثبیت شوې دي. د هغه په وینا، د استوګنې د کورونو ترڅنګ په دې پروژه کې سوداګریز مارکېټونه، سړکونه، د اوبو ویالې، شنې ساحې، پارکینګونه، جوماتونه او ښوونځي هم په پام کې نیول شوي دي.

اسد زیاته کړې، چې د یاد ښارګوټي د منظم پلان له مخې به بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو ته د استوګنې مناسب چاپېریال برابر شي. طالب چارواکي وایي چې په دې ښارګوټي کې به د ښار ټولې اړینې اسانتیاوې په معیاري ډول ځای پر ځای شي.

په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستل کېدو څپې ډېرې شوي دي او دغه بېرته ستنېدونکي په کور دننه له سخت بشري ناورین سره مخ دي. د ملګرو ملتونو او د بېرته ستنېدونکو ملاتړي بنسټونه وایي، افغانستان کې اوس مهال ستانه شوي وګړي د سرپناوو له نشتوالي، بې روزګارۍ، د نجونو پر زده کړو بندیز او سخت فقر څه کړېږي.

ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې او بېلابېلو هېوادون څخه غوښتي چې په دغه سخت وضعیت کې د ستنېدونکو افغان کډوالو لاسنېوی وکړي.