رخشانه هم په غور کې تر ډبرو لاندې ووژل شوه او دا لړۍ تر فرزانې هم راورسېده چې د تبر به وسیله یې ژوند ختم کړای شو. فرزانې له وژل کېدو مخکې ویلي وو: «وېریږم چې ما به ووژني». هغه بالاخره د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ کې د «کرنډه» (یو کرنیز وسیله چې تبر ته ورته ده) په ګوزارونو ووژل شوه.
د نوي ژوند پیل
فرزانې یو کال مخکې واده کړی و، خو د یوه سړي دویمه مېرمن شوه او داسې کور ته ولاړه چې له پیله په کې د سیالۍ، توپیر او تاوتریخوالي سیوری خپور و. فرزانې د ۶۰۰ زره افغانیو په بدل کې له محبالله سره نکاح کړې وه او د هغې لپاره د واده هېڅ مراسم ونه شول.
هغه سرچینې چې د فرزانې د ژوند کیسه بیانوي، وايي چې خپله فرزانه د واده د مراسمو له نه ترسره کېدو سره مخالفت نه درلود، خو پلار یې له دې امله خواشینی و، ځکه لور یې له پلارني کوره د عادي ناوې د خوښۍ او درناوي له برخې پرته ووته.
په پیل کې د فرزانې او محبالله ګډ ژوند تر یوه حده ښه بلل شوی، خو د دوو مېرمنو کور ډېر ژر خپل تاوتریخجن مخ وښود.
لومړۍ مېرمن (بنه) او د هغې زوی د فرزانې لنډ مهاله ارامي له منځه یووړه. خپلوان یې وايي چې هغه وهل ټکول کېده او کور ورو ورو داسې ځای شو چې فرزانه ترې تښتېده.
د فرزانې کورنۍ ته نږدې سرچینو ویلي چې د هغې مېړه د نامعلومو لاملونو له امله د دویمې مېرمنې پر وړاندې د تاوتریخوالي، بد چلند او پرلهپسې وهلو ټکولو په وړاندې چوپ پاتې کېده. فرزانه تر ټولو ډېر د خپل ناسکه زوی له خوا ځورول کېده.
سره له دې، سرچینې د مېړه چوپتیا د تاوتریخوالي په وړاندې یو ډول ملتیا بولي.
فرزانې له مرګ څو میاشتې مخکې یو ځل د خسر کور ته پناه یووړه او د خپل ژوند د شپو او ورځو ترخې کیسې یې ورته وکړې. مېړه یې وروسته له خبرو او حتی د لا زیاتې پاملرنې له ژمنې وروسته، هغه بېرته خپل کور ته ستنه کړه.
فرزانه بېرته ولاړه، خو د دې پېښې د روایت کوونکو په وینا، هغې خپلې مور ته ویلي وو: «که بېرته لاړه شم، هغوی به ما ووژني».
هغه ښځې چې د فرزانې په څېر دي، د طالبانو له عدلي او قانوني ملاتړ څخه بېبرخې دي او اړې دي چې د مېړه د کور له تاوتریخجن چاپېریال سره جوړجاړی وکړي. که هغوی محکمې ته ولاړې شي، د طالبانو قاضیان د هغوی خبرې نه اوري.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ د ۱۴۰۴ کال د زمري په میاشت کې د بشري حقونو شورا ته وویل چې د طالبانو اداره له عدلي سیسټم څخه د ښځو او نجونو د ځپلو لپاره د وسیلې په توګه کار اخلي.
د هغه په وینا، طالبانو له واک ترلاسه کولو وروسته د افغانستان قضايي نظام بدل کړی دی. د پخواني حکومت ټول قاضیان، چې نږدې ۲۷۰ ښځینه قاضیانې هم پکې شاملې وې، له دندو ګوښه شوي او پر ځای یې د طالبانو اړوند کسان ګومارل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې دا قاضیان مسلکي حقوقي زدهکړې نه لري او پرېکړې د ثابتو حقوقي اصولو پر بنسټ نه، بلکې د طالبانو د فرمانونو له مخې کوي. راپور دا هم وايي چې اوس ټول قاضیان نارینه دي.
د فرزانې د وژل کېدو کیسه
د غویي په پنځمه، له دې څو ورځې وروسته چې فرزانه بېرته کور ته ستنه شوه، د هغې ناسکه زوی جواد له خپلې مور سره یو ځای لومړی د «کرند» په نوم وسیلې په سر ووهله.
نږدې هېڅوک نه پوهېږي چې د دې پېښې لامل څه و، ځکه جواد او مور یې په پیل کې خپله لاس لرنه ردوله، خو څو ورځې وروسته یې بالاخره مسوولیت ومانه. کرند یوه وسیله ده چې تبر ته ورته ده او د بوټو د ایستلو لپاره کارېږي.
کله چې فرزانه روغتون ته ولېږدول شوه، د کرند د ګوزار تر څنګ د هغې په ستوني کې د رسۍ نښې او حتی د سوځېدو اثار هم لیدل کېدل. جواد او مور یې د طالبانو مامورینو ته ویلي وو چې فرزانې ځان وژنه کړې ده.
د غور د مرکزي روغتون ډاکټرانو طالبانو ته راپور ورکړ چې د فرزانې مړینه له ځان وژنې سره تړاو نه لري او پر بدن یې د تاوتریخوالي څرګندې نښې شته.
فرزانه، په غور ولایت کې یوه ځوانه ښځه، د مېړه کور ته له بېرته ستنېدو څو ورځې وروسته د تاوتریخوالي له نښو سره مړه شوې ده.لږ تر لږه د غور ولایت دوه سرچینو او د ښځو د حقونو یوه فعاله د هغې د وژل کېدو، روغتون ته د لېږد او د ډاکټرانو د راپور په اړه ورته کیسه وړاندې کړې ده.
هغه انځورونه چې له جسد څخه ترلاسه شوي، د هغې د بدن شنېدلي (کبود) حالت ښيي. د غوږونو او غاړې شاوخوا د ټپونو او د پوستکي د رنګ بدلون ښکاري.
په نورو انځورونو کې د هغې شا او ملا ښکاري چې پوستکی یې له لویو تورو داغونو ډک دی او په ځینو ځایونو کې د وهلو اوږدې نښې لیدل کېږي چې ددرو په څېر ښکاري.
دا انځورونه د ډاکټرانو له راپور سره سمون لري، چې ویلي یې دي د هغې مړینه د ځان وژنې په څېر نه ده او د تاوتریخوالي څرګندې نښې پرې شته.
په دغو انځورونو کې د هغې څېره لا هم د ځوانۍ نښې لري. مخ، شونډې او تړلې سترګې د داسې یوې ښځې انځور وړاندې کوي چې ژوند یې تازه پیل کېده. هغه یوازې ۱۸ کلنه وه.
له فرزانې څخه یوه درې میاشتنۍ لور پاتې ده. هغه د همدې اوونۍ په پیل کې په پسابند غور کې خاورو ته وسپارل شوه.
تر اوسه طالبانو یوازې جواد، د فرزانې ناسکه زوی، نیولی او د هغې له مېړه څخه یې هم پلټنې کړې دي.
یو خبریال چې دا قضیه له نږدې څاري، ویلي چې طالبان معمولاً دا ډول قضیې څو ورځې تعقیبوي او وروسته ورو ورو هېرېږي. هغه وېره لري چې د دې وژنې عاملان به هم د رخشانې د قاتلانو په څېر بېسزا پاتې شي.
د فرزانې شین او د شکنجې نښو لرونکی بدن، چې د هویت د خوندي ساتلو او د صحنې د سختوالي له امله تت ښودل شوی دی.د ښځو پر وړاندې زیاتېدونکی تاوتریخوالی
د غور نوم له فرزانې مخکې هم د ډېرو ښځو له وژنو سره تړلی دی. کلونه مخکې رخشانې، هغه ځوانه ښځه چې د جبري واده څخه د تېښتې او د خپلې خوښې له سړي سره د ژوند غوښتلو له امله سنګسار شوه.
هغې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې ژوند له لاسه ورکړ او د هغې د سنګسار ویډیو او انځورونو نړیوال غبرګونونه راوپارول. طالبان اوس نه یوازې هغه سیمې، بلکې ټول افغانستان تر خپلې ولکې لاندې لري او پر ښځو یې پرلهپسې سخت بندیزونه لګولي دي.
د رخشانې او فرزانې تر پېښو شاوخوا یوه لسیزه واټن و، خو په دې موده کې ګڼې ښځې د داسې تاوتریخوالي قرباني شوې چې د ټولنې له منځه راپورته کېږي.
رخشانه لس کاله وړاندې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې له کوره د تېښتې په تور سنګساره شوې وه. دا انځور په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له تر ټولو دردناکو کیسو څخه یوه یادونه کوي.لکه د عابدې کیسه، هغه ځوانه ښځه چې تېر کال د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ کې د جبري واده څخه د تېښتې لپاره یې ځان ته اور واچاوه او مړه شوه.
د د بښنې نړیوال سازمان په ۲۰۲۵ کال راپور کې راغلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په کور او ټولنه کې له زیاتېدونکي جنسیتي تاوتریخوالي سره مخ دي. د دې بنسټ د ملګرو ملتونو سازمان په حواله لیکلي چې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر ۴۰ سلنه زیات شوی او ۱۴.۲ میلیونه ښځې مرستو ته اړتیا لري.
د «د ښځو د رواني روغتیا ارشیف» مجلې د یوې څېړنې پایلې ښيي چې ۵۵.۵۴ سلنه افغان ښځې د ګډ ژوند پر مهال د فزیکي، عاطفي یا جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي. دا څېړنه چې د ۲۱ زره او ۲۳۴ واده شوو ښځو د ځوابونو پر بنسټ شوې، په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي پراخوالی څرګندوي.
د دې ارزونې موندنې ښيي چې فزیکي تاوتریخوالی، چې شاوخوا ۵۰ سلنه جوړوي، د ښځو پر وړاندې تر ټولو عام ډول دی. څېړنه دا هم ښيي چې د پلارني کور کې د تاوتریخوالي لیدل، لکه د پلار له خوا د مور وهل، او د ښځو له خوا د تاوتریخوالي منل، د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر زیاتوي.
د زدهکړې کچه د دې ستونزې په کمولو کې مهم رول لري. د څېړنې له مخې، لږ تر لږه لومړنۍ زدهکړې د ښځو او د هغوی د مېړونو لپاره د کورني تاوتریخوالي د کمېدو سره مستقیم تړاو لري. څېړونکي ټینګار کوي چې د افغان ښځو تر منځ د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده او د مخنیوي لپاره باید دې ټولنیزو او نفوسي لاملونو ته جدي پاملرنه وشي.
طالبانو له واک ترلاسه کولو وروسته د ښځو د حقونو ملاتړي بنسټونه او د جنسیتي تاوتریخوالي د مخنیوي ادارې له منځه وړي دي. د یوې نوې څېړنې له مخې، ۹۵ سلنه افغان ښځې د طالبانو پر عدلي نظام باور نه لري او ۶۵ سلنه یې د هغوی محکمو ته له تګ څخه بده تجربه لري.