• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
څېړنیز راپور

سخت دریځي سني پاله طالبان ولې له ایراني شیعه رژیم سره ملګرتیا پالي؟

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۱

د طالبانو او ایران اړیکه چې یو وخت پوځي تقابل ته رسېدلې وه، نن د غلي تعامل په چوکاټ کې تعریفېږي. طالبان، چې ځان د سني اسلام استازي ګڼي او د ایران نظام، چې د شیعه نړۍ له مهمو قدرتونو شمېرل کېږي، اوس داسې اړیکه پالي، چې د مذهبي اختلافونو پر ځای پکې دوه اړخیزې اړتیاوې غالبې دی.

په دې اړیکو کې ایډیالوژیک ټکر شاته تللی او پر ځای یې د ګټو پر بنسټ تعامل څو اړخیزه بڼه خپله کړې ده.

په لومړي نظر کې دا اړیکه متضاده او حتا نامعقوله ښکاري. د ۱۹۹۸ کال د مزارشریف پېښه، چې ایراني ډیپلوماټان پکې ووژل شول او دواړه خواوې یې سره ښکر په ښکر کړې، لا تر اوسه د دواړو رژیمونو په حافظه کې شته. خو له دوو لسیزو وروسته، د سیمې نقشه بدله شوې، دښمنان بدل شوي او دا اصل یو ځل بیا ثابتیږي، چې په منځني ختیځ او مرکزي او جنوبي اسیا کې مذهب ډېر ځله یوازې په ژبه بیانیږي خو پرېکړه سیاسي ګټې او اړتیاوې کوي.

له مخالفته تر جوړجاړي

په ۲۰۲۱ کال کې چې طالبان واک ته راوګرځېدل، ایران له څوهغو هېوادونو و چې دروازې یې په بشپړ ډول ونه تړلې. نه یې د طالبانو اداره په سیمت وپېژندله او نه یې اړیکې ورسره سړې کړې.تهران پوهېده، چې له اقتصادي ستونزو، مشروعیت او نړیوالې انزوا سره مخ افغانستان خطر او فرصت دواړه په ځان کې رانغاړي، خواسلامي جمهوریت دویمه لاره غوره وبلله.

طالبان هم نړیوالو بندیزونو، کنګل شویو شتمنیو او سیاسي انزوا اړ کړل چې ګاونډیو ته مخه وکړي. ایران له اوږدې پولې، برېښنا، تېلو، ترانزیتي لارو او نسبي سیاسي وزن سره عملي انتخاب و.

که څه هم د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د طالبانو او د ایران اسلامي جمهوريت تر منځ اړیکې ترینګلې وې،په بلخ کې ایراني ډېپلوماتان ووژل شول، خو د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په پای کې دا اړیکې یو څه رغېدلې وې.

د ملا عمر له مړینې وروسته د طالبانو دویم امیر ملا اختر محمد منصور له ایران سره د اړیکو اصلي رابط او پل و او د هغه نېږدې دوستان ابراهیم صدر، ملا شیرین، ملا طالب او یو شمېر نورو یې په سیستان - بلوچستان کې سني مدرسې جوړې کړې وې.

د طالبانو او ایران اړیکې څو پوړیز شالید لري چې د سیمې د سیاسي بدلونونو، د نړیوالو ځواکونو د حضور او د ګاونډیو هېوادونو د ستراتېژیکو اقداماتو په رڼا کې یې بڼه بدله کړې ده. په تېرو دوو لسیزو کې ایران د یوه «څو لارې سیاست» له لارې هم له افغان دولت سره اړیکې وساتلې او هم یې له طالبانو سره پټ او علني تماسونه پراخ کړل، څو د هرې احتمالي سناریو لپاره خپل نفوذ خوندي وساتي. همدا تدریجي تعامل او د ګټو پر بنسټ اړیکې د دې لامل شوې چې په افغانستان کې د نظام له سقوط وروسته له کابل سره د تهران اړیکې ادامه ومومي.

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ولسمشر پخواني مشر سلاکار محمد اقبال عزیزي په وینا، د ایران اسلامي جمهوري دولت له ۲۰۰۴ کال څخه وروسته تصمیم ونیوه چې له طالبانو سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر تهران ته د سفر پرمهال ددغه هېواد له ولسمشر مسعود پزشکیان سره
100%
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر تهران ته د سفر پرمهال ددغه هېواد له ولسمشر مسعود پزشکیان سره

هغه وايي: «ځکه خو ملا منصور، ابراهیم صدر او یو شمېر نور ایران ته لاړل او له هماغه ځایه به ورسره مرستې کېدلې».

د نوموړي په وینا، ایران ځکه د طالبانو مرسته کوله چې د دواړو هدف د امریکا د حضور پای ته رسېدل وو.

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ولسمشر د دفتر د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د افغانستان او ایران تر منځ پر کرښه د پرتو اسحاقزیو، نورزیو او علیزیو قومونو اړیکې له ایران سره نږدې دي.

هغه وايي: «ان په وروستیو کلونو کې له سپاه پاسداران سره په قاچاق کې هم د اسحاقزیو، نورزیو او علیزیو طالب قوماندانان شریک وو او دا اړیکې دومره قوي دي چې اوس یې د ملګرتیا یو نوی رنګ اخیستی دی».

د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، چې ایران په عنعنوی توګه په تېرو ۴۶کلونو کې ګڼ اړخیزې اړیکې ساتلې دي.

د خټک له نظره، د شوروی ځواکونو په موجودیت کې ایراني اخوندي رژیم د کابل له چپي حکومتونو سره اړیکې ساتلې وې او بل خوا یې د افغانستان د شیعه ګوندونو او ملیشو د تمویل او تجهیز کار پر مخ یووړ او ترڅنګ یې ژبنی سیاست هم کاوه. د ختک په وینا، تهران په هرات کې اسماعیل خان تمویلاوه او همدا رنګه یې له احمد شاه مسعود او برهان الدین رباني سره هم مرسته کوله او کټ مټ یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر مهال د افغانستان له حکومت سره هم ښې اړیکې لرلې خو د پردې تر شا یې طالبان هم پالل.

نوموړي وویل: « افغانستان د ایران لپاره مهم هېواد دی او د افغانستان له حکومتونو سره اړیکې د عملي سیاست پر بنیاد دي او ایران نه شي کولی چې مذهبي چلند وکړي».

هغه وايي، اوسني طالبان د سیمې او نړۍ د سیاست په تړاو په نسبي توګه پراخ نظر لري او ایران هم د جګړې په کلونو کې په طالبانو کې ډیره پانګونه کړې او پر رسمي اړیکو سربېره د طالبانو پر ځینو مشرانو د ایران نفوذ جوت ښکاري.

له ایران سره د طالبانو د ښو اړیکو په ایجاد کې یو ټاکونکی فکټور د پاکستان او طالب مشرانو تر منځ خرابې اړیکې هم ټاکي، ځکه طالبان له ایران سره په اړیکو کې خپل ځان له منزوي کېدو ژغوري او تهران هم همدغې اړتیا ته په کتو اړیکې پالي.

د ګډو ګټو او ګډ ګواښ منطق

د ایران او طالبانو د اړیکو په نږدې کېدو کې یو مهم فکتور د «ګډ ګواښ منطق» دی.

په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د دواړو لوریو لپاره یو ګډ چیلنج و، چې د دوی د اړیکو د تدریجي نږدېوالي بنسټ یې کېښود. ایران هڅه کوله د امریکا نفوذ محدود کړي او طالبان د همدې حضور پر ضد جنګېدل. له همدې امله، دواړه د « دښمن دښمن» په مصداق تعامل ته وهڅېدل.

پر دې سربېره ایران د افغانستان له اړخه امنیتي اندېښنې هم درلودې. له افغانستان او پاکستان سره د ګډو پولو ثبات، د داعش خراسان څانګې د پراخېدو مخنیوی، د بلوچ وسله والو څار، د مخدره توکو قاچاق او د کډوالو کنټرول هم د تهران له نظره له طالبانو سره په تعامل کې شوني دي. د داعش خراسان پرضد د طالبانو چټکو عملیاتو ایران، روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه لږترلږه په دې قانع کړل، چې طالبان په دې برخه کې اغیزناک ځواک کېدای شي.

پر دې سربېره، د طالبانو پر وړاندې د افغانستان په دننه کې داسې ځواک هم نه لیدل کېده، چې ایران او روسیه یې له طالبانو سره د یادو ننګونو په مخنیوي کې پرتله کړای شي. طالبانو له ټولو ستونزو سره سره، دغه امتیاز خوندي کړی او دې پالیسۍ له دې ډلې نه یوه بشپړه انحصاري ډله جوړه کړې ده.

طالبان د خپل واک د تثبیت او ادامې لپاره د سیمه‌ییزو قدرتونو له همکارۍ پرته نه شي کولی دوامدار ثبات وساتي. دغه مساله له پاکستان سره د دې ډلې په وروستیو ټکرونو کې محسوسه ده. له همدې امله، دواړه لوري د امنیتي مدیریت په چوکاټ کې یو بل د تعامل وړ شریکان ګڼي، خو دغه شراکت تر دې مهاله د ګډو ګټو او اړتیاوو پر بنسټ پایېدلی او باور، چې د اړیکو اساس ګڼل کیږي، لا هم پر دغه تعامل د سیوري په ډول پروت دی.

اقتصادي او جیو-اقتصادي فکتورونه هم د دې اړیکې مهمه برخه جوړوي. د بندیزونو او نړیوالې انزوا له امله طالبان اړ دي چې پر سیمه‌ییزو اقتصادي شبکو تکیه وکړي او ایران د انرژۍ، سوداګرۍ او ترانزیت له اړخه یو مهم شریک دی. په مقابل کې، تهران د افغانستان له بازار، ترانزیتي لارو او د اوبو د منابعو له معادلې څخه خپلې ګټې تعقیبوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته د سفر پرمهال په یوه رسټورانټ کې
100%
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته د سفر پرمهال په یوه رسټورانټ کې

د کابل او تهران اړیکې پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته لا نږدې شوې ښکاري.

په داسې حساسو شرایطو کې چې د ایران اسلامي جمهوریت له امریکا، اسراییل او حتا عربي هېوادونو سره په کړکېچ اخته دی، تهران نه غواړي د طالبانو ملاتړ له لاسه ور کړي.

د طالبانو د تحریک یو بنسټګرد نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د طالبانو دویم امیر ملا اختر محمد منصور نه غوښتل چې له ایران سره دې د مذهب پر بنسټ اړیکې وپالل شي. هغه وویل: « زما یاد شي چې په ۲۰۰۰ کال کې مولوي اختر محمد منصور پاکستان ته راغی او موږ کوېټې ته لاړو، هلته د ملا سخي اخوند په مدرسه کې سره راټول شوو. مولوي منصور د ملا محمد عمر پیغام راوړی و، چې د ایران د اسلامي جمهوریت یو شمېر استازي له موږ سره په اسلام اباد کې ګوري او پلان دا دی چې موږ له ایران سره د ګټو پر بنسټ اړیکې رغوو او مذهبي تضاد ته باید ځای ور نه کړو».

د نوموړي په وینا، د طالبانو د لومړني رژیم له پرځېدو وروسته ملا اختر محمد منصور د همغه فکر له مخې له ایران سره خپلې اړیکې وپاللې.

د طالبانو د تحریک د بنسټګرو ډلې دغه غړي وویل چې ایران د هلمند، هرات، کندهار، زابل، غزني، میدان وردګ، فراه او نورو سیمو له طالبانو سره مرسته کړې ده.

هغه وویل: « دا که څوک پرې سترګې پټوي بیله خبره ده خو له امریکا سره زموږ په جګړه کې ایران د یو مسلمان ورور هېواد په توګه زموږ سره مرسته کړې، موږ ته یې ځای راکړی او د جهاد په جریان کې یې یو شمېر مجاهدینو ته ځای ورکړی و».

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان او د ایران رژیم یوه مشترکه ویره له داعش-خراسان ډلې څخه لري، چې دغه ګډ ګواښ د دواړو لپاره د ملګرتیا فضاء په برابرولو کې رول لوبولی دی.

نوموړی وايي: «یو بل اړخ دا دی چې ایران ځان له افغانستان نه مطمین کړی دی. طالبانو هم له لومړۍ واکمنۍ زده کړه کړې ده، ځکه له ایران سره په ټکر کې طالبان تاوان کوي او د ایران لپاره ډاډ دا دی چې د طالبانو او امریکا د متحد پاکستان اړیکې هم ترینګلې دي».

د میاخېل له نظره، د دواړو خواوو تر منځ ویرهاو اړتیا د رسمي قراردادونو او اعلامیو بڼه نه لري؛ ډېری وخت د امنیتي تماسونو، سرحدي همغږۍ او احتیاطي خبرو اترو په بڼه دي. نه ایران غواړي چې له طالبانو څخه مطلق دفاع وکړي او نه طالبان غواړي د یوه شیعه قدرت تر سیوري لاندې وپېژندل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی د نوم د نه ښودلو په شرط وايي، چې له ایران سره اړیکې تر ډېره اقتصاد محوره دي.

د هغه په وینا، ایران افغانستان ته برېښنا، تېل، خوراکي توکي او صنعتي مواد صادروي او همدا ټکي طالبان له ایران سره وصلوي.

نوموړي زیاته کړه: « ایران او افغانستان دا مهال تر نړۍوالو بندیزونو لاندې دي او د ایران لپاره افغانستان ښه مارکیټ دی او زموږ لپاره ایران یو ښه بازار دی چې توکي ترې وپیرو».

میاخېل وايي، چې ایران او افغانستان نږدې ۹۰۰کیلومتره ګډه پوله لري. په ایران کې د میلیونونو افغان کډوالو حضور، د پولې امنیت، نشه‌يي توکي، قاچاق او سرحدي ثبات داسې مسایل دي چې بې‌تماسه نه شي اداره کېدای.

تهران په کابل کې د واکمن واقعیت له منلو پرته خپل سرحدي امنیت نه شي تضمینولای او طالبان د ایران له لارې ترانزیت اوبندرونو (چابهار) ته لاسرسی غواړي.

سیمه ییز سیاستونه او د ټکر احتمالات

د ایران او طالبانو اړیکه که د سیمه‌ییزو او نړیوالو اړیکو په پراخ چوکاټ کې وکتل شي،د همکارۍ ترڅنګ ژور ایډیالوژیک اختلافونه، سیالۍ او احتمالي ټکرونه هم پکې نغښتي دي.

په لومړي سر کې، ایډیالوژیک او تاریخي واټن د دغو ټکرونو یو اساسي عامل دی. ایران د شیعه اسلامي جمهوریت په توګه خپل نظامي-ایډیالوژیک مشروعیت پر ولایت فقیه ولاړ کړی، حال دا چې طالبان د سني دیوبندي سخت‌دریځه تعبیر استازولي کوي. د دغه فکري واټن له امله دواړه لوري یو بل ته د «طبیعي شریک» په سترګه نه ګوري، بلکې د «مدیریت وړ مخالف» په توګه سره نږدې شوي.

جیوسیاسي او سیمه‌ییزې سیالۍ د اړیکو د محدودیت بل مهم عامل دی.

د هند او پاکستان د رقابتونو په څېر د عرب هېوادونو او ایران ترمنځ تاریخي رقابت هم پر افغانستان بې اغیزې نه دی.

امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره
100%
امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره

پر عربو هېوادونو د ایران بریدونه که څه هم طالبانو په مستقیم ډول نه دي غندلي، خو په غیر مستقیم ډول یې دا ډول بریدونه ناورین زیږوونکي او غیر عادلانه ګڼلي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي په دې وروستیو کې وویل، چې د عربو هېوادونو او ایران ترمنځ کړکېچ دوی په یوه دوه لار کې واقع کړي دي. طالبان هڅه کوي لږ ترلږه له دریو عربي هېوادونو ( سعودي عربستان، قطر او متحده عرب اماراتو) سره ښې او نږدې اړیکې وساتي، خو د امریکا او اسراییل له جګړې راټوکېدلی وضعیت کړکېچن کیږي، د ایران او عربي نړۍ ترمنځ په اړیکو کې انډول ساتل ښايي طالبانو ته اسانه نه وي.

طالبان هممهاله له امریکا سره د ښو اړیکو په لټه کې دي، ځکه له واشنګټن سره ددوی د تړلو دروازو پرانېستل کېدل اروپايي هېوادونو ته هم دا فرصت ور کوي، چې لږترلږه د کډوالو په څېر ستونزو په اواري کې له طالبانو سره مستقیمو اړیکو او تعامل ته را وړاندې شي. د طالبانو له نظره، اروپايي هېوادونو د متحده ایالاتو دریځ ته ګوري او که واشنګټن د طالبانو پر وړاندې نرمښت وښيي، اروپا هم ښايي د تعامل په برخه کې نرمښت وښيي. خو له دې سره سره ډېر اروپايي هېوادونه د ښځو د زده کړو، حقونو او بیان او نورو ازادیو په برخه کې د طالبانو پر وړاندې شدید دریځ لري.

په کوردننه او په دوه اړخیزو اړیکو کې د کډوالو مساله او د هلمند سیند اوبه چې د دواړو هېوادونو د کلیوالو د ژوند بنسټ دی، لا هم ددواړو رژیمونو په اړیکو کې ننګوونکي فکتورونه دي.

په ورته وخت کې طالبان هیله لري چې ایران یې په رسمیت وپېژني، خو ایران تر اوسه دغه کارت د امتیاز په توګه خوندي ساتلی.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۴

د خیبر پښتونخوا یوې محکمې د ۱۵ وسله والو د نیولو لپاره نغدي انعامونه اعلان کړل

۵

اشرف غني: پر افغانستان د پاکستان برید یوازې امنیتي پېښه نه، بلکې ملي خبرداری دی