د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې، هر کال له ۴۵۰ زرو څخه تر ۵۰۰ زرو پورې پناه غوښتونکو ته له دې ټولنې څخه د وتلو امر شوی، خو له نیمايي څخه لږ یې وتلي دي.
د اروپایي کمېسیون ویاند، مارکوس لامرت وویل، چې له طالب چارواکو سره لیدنه په همدې چوکاټ کې ترسره کېږي. هغه زیاته کړه، چې دا خبرې اترې د کډوالو د اېستلو په عملي او ډیپلوماتیکو مسایلو تمرکز لري.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی. د نړیوالو بنسټونو د شمېرو لهمخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر پنځه میلیونه ډېر افغانان، چې ډېری یې په جبري ډول دي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي او ډېری یې له بېوزلۍ، بېکارۍ او د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي.
امریکايي رسنیو ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د مې په ۱۳مه چین ته لاړ شي. راپورونه وایي، هغه به د دغه ۳ ورځني سفر پر مهال د چین او امریکا د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په تړاو له ولسمشر شي جین پینګ سره خبرې وکړي. ټرمپ ویلي، له خپل چینایي سیال سره د ایران پر جګړې هم بحث کوي.
له دې سره سم، د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل چین ته د امریکا د ولسمشر د سفر په تړاو په یوه ویډیوي پېغام کې ویلي، چې ډونالډ ټرمپ غواړي په دغه سفر کې د خپل هېواد اقتصادي او پوځي ګټې خوندې کړي. د نوموړي په خبره، نړۍ اوس له قطبي حالته څو قطبي خوا ته روانه ده او په دې حال کې چین او امریکا په ځانګړې سیالۍ کې ځای لري.
د هغه په وینا، که څه هم چین او امریکا سره اقتصادي او سیاسي کړکېچونه لري، خو بیا هم هېڅکله نهغواړي، چې مخامخ سره ټکر وکړي. د هغه په خبره، دواړه هېوادونه به په امنیتي او نړیوالو مسایلو کې سره حتمي رقابتونه ولري.
نوموړي وویل: «د جمهور رییس ټرمپ ستراتېژي د امریکا له روایتي ستراتېژیو سره فرق لري». د هغه په باور پخوا که امریکا به خپلې موخې عملي کولې، نو د خپلې سیمې په کچه به یې اجماع رامنځته کوله.
شاه محمود میاخېل زیاتوي، دا ځل ډونالډ ترمپ په خپل سر روان دی او له خپلو متحدینو سره یې اجماع نه ده رامنځته کړې. هغه وایي: «د ده له پالیسیو سره په داخل د امریکا کې، منطقه کې او نړۍ کې یو اختلاف موجود دی». د نوموړي په وینا، دا چې په راتلونکي کې به د نړۍ په کچه څنګه اقتصادي او امنیتي تړونونه رامنځته کېږي د امریکا راتلونکو ټاکنو پورې تړاو لري.
له ټرمپ سره چین ته په سفر کې د اېلان ماسک او ټیم کوک په ګډون د امریکا د سترو شرکتونو رییسان هم ملتیا کوي. تر دې وړاندې ډونالډ ترمپ پر چینایي توکو درنې ماليې وضعه کړې وې او بیجېنګ هم ورته اقدام کړی وو.
دغه دواړه هېوادونه د تعرفو په جګړه کې هم سره ښکېل پاتې شوي اوس به ولیدل شي، چې د دغه سفر پر مهال د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کړکېچ ختمیدای شي که نه.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځينو امريکايي رسنيو پر راپورونو نيوکه کړي او په خپلې ټولنيزې شبکې تروث سوشل کې لیکلي: «کله چې جعلي خبرونه وايي ايراني دښمن زموږ پر ضد په پوځي برخه کې ښه عمل کوي، دا يو ډول مجازي خيانت دی، ځکه دا ډول څرګندونې دروغجنې او ان مسخره کوونکې دي».
هغه زياته کړې: «دوی له دښمن سره مرسته او همکاري کوي! يوازنی کار چې کوي دا دی چې ايران ته ناسمې هيلې ورکوي، په داسې حال کې چې هېڅ هيله بايد موجوده نه وي».
ټرمپ پرته له دې چې د کومې ځانګړې رسنۍ نوم واخلي امریکایي رسنۍ او خبریالان «بزدلان» بللي او د خپل هېواد پر ضد یې پر تبلیغاتو تورن کړي دي.
د اروپا پارلمان کې د زرغون ګوند استازې هانا نیومن خبرداری ورکړی، چې له جرمني او نورو اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو تګلاره به د طالبانو د پیاوړتیا او د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو لامل شي.
هغې د جرمني په «فرانکفورټر روندشاو» ورځپاڼه کې په یوې لیکنه کې ویلي، چې د جرمني حکومت افغانستان ته د افغان کډوالو د اېستلو د زمینې برابرولو لپاره له طالبانو سره تعامل ته مخه کړې ده. د هغې په وینا، دا اقدام تر ډېره د کورنیو سیاسي فشارونو او د کډوالو ضد بحثونو تر اغېز لاندې ترسره شوی دی.
مېرمن نیومن ویلي، د جرمني حکومت اصلي تمرکز پر دې دی چې څومره افغان کډوال، په کوم سرعت او کومو شرایطو کې اېستل کېدای شي، خو د دې پرېکړې امنیتي او بشري پایلو ته کمه پاملرنه شوې ده.
هغې خبرداری ورکړی، ډېری هغه افغانان چې له اروپا اېستل کېږي، تر بېرته ستنېدو وروسته به له سختې بېوزلۍ، بېکارۍ، د دولتي خدمتونو له نشتوالي او نامعلوم راتلونکي سره مخ شي.
د اروپا پارلمان د دې غړې په وینا، افغانستان د نړۍ له تر ټولو بېوزلو هېوادونو څخه دی او د خلکو لویه برخه یې ان د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نهلري. هغې زیاته کړې، چې په داسې وضعیت کې مذهبي شبکې او دیني مدرسې، چې ځینې یې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي، د کمزورې حکومتولۍ تشه ډکوي.
نیومن ټینګار کړی، چې دغو افراطي شبکو ته د ډېرو بېرته ستنو شویو ځوانانو یو ځای کېدل تر ډېره د اړتیا او د ژوندي پاتې کېدو لپاره وي، نه د ایډیولوژیک باور له امله.
هغې د ایران تجربې ته په اشارې ویلي، چې استبدادي حکومتونه معمولاً د بېوزلو قشرونو په جذب او د اقتصادي او ټولنیزو ملاتړ په وړاندې کولو سره سیاسي وفاداري رامنځته کوي؛ هغه تګلاره چې د هغې په خبره طالبان هم ترې ګټه اخیستلای شي.