• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سږ کال تر دې دمه ۴۲۰ تنو افغانانو د اتریش تابعیت ترلاسه کړی

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۱

په اتریش کې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ ربع کې د بهرنیو وګړو د تابعیت ترلاسه کولو شمېر د تېر کال په پرتله شاوخوا ۲۱سلنه زیات شوی. سږ کال ۴۲۰ افغانانو د اتریش تابعیت ترلاسه کړی دی.

دا شمیرې ښيي چې په وروستیو کلونو کې له سوریې او افغانستان نه دغه هېواد ته ورغلي کسان د تابعیت اخیستونکو په منځ کې مهمه برخه جوړوي.

د اتریش د اوسني قانون له مخې، هر څوک چې شاوخوا لس کاله په یاد هېواد کې ژوند وکړي د تابعیت غوښتنه کولی شي او که نور شرایط پوره کړي، تابعیت ورته ورکول کیږي.

خو دغه بهیر له نیوکو سره هم مخ دی.

ښی اړخی د ازادۍ ګوند (FPÖ) دا بهیر «د هېواد د هویت پلورل» بولي او ادعا کوي چې د پناه غوښتنې سیستم اوس په مستقیم ډول د تابعیت ورکولو څپه چټکه کړې ده.

د دغه ګوند د امنیت ویاند ګېرنوت دارمان ویلي چې د سوریایي کډوالو ډېر شمېر د دې ښکارندوی دی چې د کډوالۍ پالیسي «له کنټروله وتلې» ده او اوس د تابعیت په سیستم کې هم را غبرګیږي.

خو سیمه ییز چارواکي وايي چې د تابعیت قانون د فدرالي حکومت تر صلاحیت لاندې دی او ایالتي ادارې یوازې هغه مقررات عملي کوي چې له مرکز څخه ورکول کېږي.

د نیدرې اتریش د کډوالو چارو مسوول مارتین انتاور ویلي چې ایالتونه د فدرالي قانون له تطبیق پرته بل انتخاب نه لري او د تابعیت ور کولو پرېکړې د مرکزي قانون پر بنسټ کېږي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۴

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۵

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

•
•
•

نور کیسې

کابل ښاروالي وايي چې د «نجات څلی» به په نوې بڼه بیا ورغول شي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۱:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وایي، د کابل ښار په حضوري چمن سیمه کې د نجات څلی به، چې د هوايي پله د جوړېدو پروژې له امله ړنګ شوی، په نوې بڼه بیا ورغول شي.

بارکزي ویلي چې «طالبان د تاریخي اثارو او ملي ارزښتونو ساتنې ته ژمن دي او پلان لري د نوي جوړېدونکي پله پر سر د نجات څلی په نوې بڼه بیا جوړ کړي».

د کابل ښار د حضوري چمن په سیمه کې د نجات څلي پخوانۍ بڼه د کورنیو جګړو پر مهال له منځه تللې وه او اوسنۍ بڼه یې شاوخوا نهه کاله وړاندې بیا رغول شوې وه.

په روان کال کې ترکیې او تاجکستان له ۱۳ زرو ډېر افغان کډوال اخراج کړي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، تاجکستان په ۲۰۲۶ کال کې لږ تر لږه ۸۲۴ تنه او ترکیې ۱۳ زره او ۵۰۰افغان وګړي افغانستان ته اخراج کړي دي. له ایران نه څه باندې ۱۷۳ زره او له پاکستان نه څه باندې ۵۳ زره تنه افغان کډوال اېستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ د شمېرو له مخې، تاجکستان او ترکیه د هغو هېوادونو ډلې ته داخل شوي، چې په ۲۰۰۶ کال کې یې د افغان کډوالو شمېر ته په پام، تر ټولو ډېر افغان کډوال او پناه غوښتونکي له خپلو خاورو اېستلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، په تاجکستان کې شاوخوا ۱۱،۸۰۰ افغان وګړي نړیوال خوندیتوب ته د اړو کسانو په توګه ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې په ټوله سیمه (ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو) کې له درې میلیونو څخه زیات افغانان ژوند کوي.

دوشنبې په روان کال کې ۸۲۴ کسان اخراج کړي دي، چې وروستۍ ډلې یې یوه اونۍ وړاندې کندوز ولایت ته واستول شوه.

په سیمه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمشنرۍ اوکډوالو نړیوال سازمان ګډې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۶ کال کې تر اپرېل میاشتې پورې افغانستان ته د بېرته ستنېدو شمېر ۵۶۳،۱۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.

له دې ډلې ۲۴۱،۴۲۴ کسان په زور شړل شوي دي، چې لویه برخه یې له ایران او پاکستان څخه ده. د منځنۍ اسیا له هېوادونو، په ځانګړي ډول تاجکستان نه هم کوچنۍ خو د پام وړ برخه شته.

د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر ۳۰مې پورې له ایران نه شاوخوا ۱۷۳،۸۰۰ کسان افغانستان ته اخراج شوي دي. دا د ټولو شړنو نږدې ۷۲سلنه جوړوي. پاکستان دوهم لوی هېواد دی، چې شاوخوا ۵۳،۳۰۰ کسان یې افغانستان ته استولي، چې د ټول شمېر نږدې ۲۲،۱ سلنه کېږي.

پر دې سربېره، له ترکیې څخه هم شړنې ثبت شوې دي، چې شاوخوا ۱۳،۵۰۰ کسان جوړوي او د ټولې شمېرې نږدې ۵،۶ سلنه برخه ده.

بشري ادارې وایي چې د بېرته ستنېدو دا لویه څپه د افغانستان پر کمزوري اقتصاد او محدودو عامه خدماتو سخت فشار راوړي.

د ملګرو ملتونود کډوالو کمشنرۍدا وضعیت د «بېرته ستنېدو لوی ناورین» بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا بهیر د خلکو د بیا بېځایه کېدو خطر زیاتوي.

دغه بهیر په داسې وخت کې روان دی چې په سیمه کې د مهاجرت سخت سیاستونه او اقتصادي فشارونه زیات شوي دي.

جرمني، اتریش او سویس په اروپايي هېوادونو کې درې هغه هېوادونه دي، چې له طالبانو سره په همغږۍ د مجرمو افغانانو د لیږد لارې چارې ګوري او یو شمېر افغانان یې کابل ته استولي دي.

ایران او پاکستان لا هم د افغان کډوالو تر ټولو ستر کوربه هېوادونه دي، خو دواړو هېوادونو په وروستیو کلونو کې د شړلو او محدودیتونو پالیسي هم سخته کړې ده.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د کډوالۍ د بحران د مدیریت لپاره د ۴۵۲،۴میلیونه ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده، خو د کډوالو عالي کمشنرۍ په وینا، اوسنی تمویل د اړتیاوو یوازې یوه کوچنۍ برخه پوره کوي.

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر په غور کې د طالبانو پر ځواکونو د برید خبر ور کړی

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ یې د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د طالبانو د جلب او جذب پر مرکز برید کړی دی. زرغون بهیر ویلي چې ځواکونو یې د طالبانو د مرکزي دفتر په ودانۍ کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او بیا یې چاودنه ورکړې ده.

د زرغون بهیر په خبرپاڼه کې ویل شوي:«د زرغون لوا جنګیالیو چې ځانګړي مهارتونه یې درلودل د غور ولایت په فیروزکوه ښار کې د طالبانو د جلب او جذب په قوماندانۍ کې حساس مواد ځای پر ځای کړي وو، چې چاودنه یې وکړه.»

درې سیمه ییزو سرچینو په فیروزکوه کې چاودنه تایید کړه او افغانستان انټرنشنل ته یې وویل چې په ښار کې د چاودنې غږ اوریدل شوی.

په ورته وخت کې دې سرچینو د زیان یا احتمالي مرګ ژوبلې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

زرغون بهیر وویل چې د طالبانو د مرګ ژوبلې دقیق شمیر لا تر اوسه نشته، خو ټینګار یې کړی، چې دوی به د «افغانستان تر ازادۍ» خپلې هڅې روانې ساتي.

دا لومړی ځل دی چې زرغون بهیر په خپلواکه توګه او له خپل رسمي ادرس څخه د طالبانو پر ضد د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

له دې وړاندې یاد بهیر په مستقیم ډول د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو راپور نه دی ورکړی.

طالبانو تراوسه ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

طالبان وايي چې له نړیوالو بنسټونو سره د نشه يي توکو پرضد مبارزه کې همکاري کوي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معیین عبدالرحمان منیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد دفتر له سرپرست اردراغلي سره په کتنه کې د دوه اړخیزې همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن سې شنبه، د غويي پر ۳۰مه وویل، چې د ددغه وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معیین عبدالرحمان منیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر له سرپرست اردراغلي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر ګډو همکاریو او همغږۍ خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، عبدالرحمان منیر د ملګرو ملتونو د دغه دفتر سرپرست ته ویلي چې دوی هڅه کوي له ټولو هغو نړیوالو بنسټونو سره چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کوي، خپلې اړیکې او همکارۍ وساتي.

په دې کتنه کې د نړیوالو بنسټونو او د طالبانو د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو ضد ادارې د معیین دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي ، چې طالبانو په جنوب لویدیزو ولایتونو کې په غير مستقيم ډول خلکو ته ويلي چې تارياک له سترګو پناه او په کلاوو کې دننه کرلی شي.

هند د افغان کډوالو په ګډون د پاکستان او بنګله‌دېش وګړو لپاره د تابعیت قانون سخت کړی

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۷ GMT+۱

هند اعلان کړی، چې د تابعیت د اصلاح شوي قانون له مخې له افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش نه د هند تابعیت غوښتونکي باید د خپلو اوسنیو یا پای‌ته رسېدلو پاسپورټونو بشپړ معلومات دوی ته وړاندې کړي.

د هند کورنیو چارو وزارت په تازه خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، هغه مذهبي لږکۍ چې له افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش نه د هند تابعیت غواړي؛ باید د خپلو پاسپورټونو اړوند ټول معلومات ثبت کړي.
د هندي چارواکو په وینا؛ دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې ځینې کسان د هند تابعیت تر ترلاسه کولو وروسته هم د افغانستان، پاکستان یا بنګله‌دېش پاسپورټونه لري. هند دوه‌ګونی تابعیت نه‌مني.

د نوو مقرراتو له مخې؛ هغه کسان چې د هند تابعیت ترلاسه کوي، اړ دي چې د ۱۵ ورځو په موده کې خپل پخوانی پاسپورټ دوی ته وسپاري. له تابعیت غوښتونکو غوښتنه شوې، چې د پاسپورټ شمېره، د صادرېدو نېټه، د صادرېدو ځای او د پای نېټې اړوند معلومات هم وړاندې کړي.

د هند پارلمان په ۱۳۹۸کال کې د تابعیت جنجالي قانون تصویب کړی و. د دغه قانون له مخې؛ هند کولای شي هغو مذهبي لږکیو ته تابعیت ورکړي، چې له افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش نه د ځورونې او تبعیض له امله دغه هېواد ته تللي.

مسلمانان د دغه قانون برخه نه‌دي. د قانون له مخې؛ هندوان، سېکان، بودایان، زردشتیان او عیسویان چې تر ۲۰۱۵کال وړاندې هند ته تللي، د دغه هېواد تابعیت لپاره غوښتنه کولای شي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د قومي او مذهبي لږکیو وضعیت خورا کړکېچن شوی او ګڼ شمېر سېکان هند، کاناډا او نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.