پولنډ له ۲۰ زیات افغان او پاکستاني وګړي د ناقانونه اوښتو پر مهال نیولي

د پولنډ سرحدي ځواکونو اعلان کړی، چې له ۲۰څخه زیات افغان او پاکستاني وګړي یې د ناقانونه تګ راتګ د هڅې په تور نیولي دي.

د پولنډ سرحدي ځواکونو اعلان کړی، چې له ۲۰څخه زیات افغان او پاکستاني وګړي یې د ناقانونه تګ راتګ د هڅې په تور نیولي دي.
د پولنډ سرحدي ګارډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسانوهڅه کوله دپولنډاوبیلاروسترمنځ له پولې په ناقانونه ډول واوړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان د سرحدي پوستو اړوندو سیمو کې پېژندل شوي او وروسته نیول شوي دي.
تر دې وړاندې هم د پولنډ چارواکو د ورته پېښو خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې یو شمېر افغان وګړي د همدې پولې د ناقانونه اوښتو پر مهال نیول شوي دي.
په ورته یوه بله پېښه کې، د پولنډ سرحدي ځواکونو اته ناقانونه کډوال نیولي وو چې پکې د افغانستان، بنګلهدېش، ایتوپیا، اریتریا او پاکستان وګړي شامل وو.
د راپورونو له مخې، دغو کسانو غوښتل د پولنډ له خاورې په ناقانونه ډول تېر شي اووروستی هدف یې جرمني ته رسېدل وو.
په وروستیو کلونو کې د پولنډ او بلاروس پر پوله د ناقانونه کډوالۍ پېښې زیاتې شوې دي او اروپايي هېوادونه د دې لارې د کډوالو د اوښتو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزیر ویس برمک د بریتانیا پارلمان په یوه غونډه کې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان یوازې یوه کورنۍ موضوع نه ده، بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته په بدلېدونکي ګواښ اوښتې ده.
نوموړي ویلي، طالبان د شاوخوا ۲۳زره دیني مدرسو په پراخولو سره هڅه کوي د افغانستان تعلیمي نظام په یوې ایډیولوژیکې جوړښت بدل کړي؛ داسې جوړښت چې د هغه په وینا عصري زده کړې کمزورې کوي، نجونې له زده کړو محروموي او نوی نسل په یوه تړلي چاپېریال کې روزي چې د افراطیت د پراخېدو ګواښ په کې زیات دی.
برمک ټینګار کړی، چې د طالبانو سره د نړیوالې ټولنې پنځه کلنه تعاملاتي تګلاره بریالۍ نه ده تمامه شوې او د دې وضعیت اغېزې به یوازې تر افغانستان محدودې نه وي.
هغه زیاته کړه چې سیمهییز هېوادونه هم د دې بهیر له پایلو خوندي نه دي او که اوسنیو ننګونو ته جدي پاملرنه ونه شي، راتلونکې کې به امنیتي ستونزې لا پراخې شي.
دا څرګندونې د بریتانیا پارلمان په هغې غونډه کې مطرح شوې چې پکې د افغانستان د وضعیت، د ښځو د حقونو، زده کړو او د افراطیت د پراخېدو په اړه بحثونه وشول.
د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیرې نرګس نهان، د بریتانیا د پارلمان په یوه غونډه کې ویلي چې افغان ښځې له تېرو پنځو کلونو راهیسې له خپلو لومړنیو بشري حقونو محرومې پاتې دي.
نوموړې دا څرګندونې د بریتانیا پارلمان په هغه غونډه کې وکړې چې د «فراګیر» بنسټ د نوي راپور د وړاندې کولو لپاره جوړه شوې وه. هغې د افغانستان د ښځو د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د ښځو د حقونو موضوع باید له نړیوال پام څخه ونه غورځول شي.
په همدې حال کې «فراګیر» بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته د دیني مدرسو شمېر زیات شوی، خو د عصري زده کړو بهیر کمزوری شوی او د معاصرو تعلیمي فرصتونو کچه راټیټه شوې ده.
راپور زیاتوي چې د تعلیمي تګلارو بدلون او د عصري زده کړو محدودېدل د افغانستان پر راتلونکي ژور اغېز کولی شي او د ټولنې د پرمختګ پر بهیر به اوږدمهاله پایلې ولري.
د یاد بنسټ په وینا، د ښوونې او روزنې په برخه کې اوسني بدلونونه د افغانستان د راتلونکو نسلونو لپاره جدي ننګونې رامنځته کولی شي او نړیواله ټولنه باید د دې وضعیت په اړه لا ډېره پاملرنه وکړي.
د بریتانیا حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد ته د افغان وګړو د لېږد او بیا مېشتېدو بهیر به تر ۲۰۲۸کال پورې بشپړ او پای ته ورسېږي.
د بریتانیا د یوې دفاعي مجلې د راپور له مخې، د دغه هېواد دفاع وزارت هغو افغان وګړو ته چې د لېږد شرایط پوره کوي، درېیمو هېوادونو ته د انتقال لپاره دننه مرستې درولې دي او له غوښتونکو یې غوښتي چې خپله ځانونه یوه خوندي درېیم هېواد ته ورسوي.
د بریتانیا د دفاع وزارت چارواکي لاک پولارډ ویلي، دا پرېکړه هغو ارزونو وروسته شوې چې په کې درېیمو هېوادونو ته د افغانانو د بریالیو لېږدونو زیاتوالی، لګښتونه او احتمالي خطرونه ارزول شوي دي.
هغه ټینګار کړی چې بریتانیا به درېیم هېواد ته د رسېدلو افغانانو ملاتړ تر ۲۰۲۸کال پورې دوامداره وساتي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵کال په جولای میاشت کې د نوو پروګرامونو له بندېدو وروسته، د پاتې دوسیو شمېر له شاوخوا ۲۵زرو څخه تر ۱۷زرو کم شوی او حکومت اټکل کوي چې له ۹زرو کم نور کسان به د لېږد شرایط ولري.
د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، موخه یې دا ده چې د راتلونکي کال تر پسرلي پورې د ټولو پاتې دوسیو ارزونه بشپړه کړي.
همداراز ویل شوي چې د کډوالۍ نوې تګلارې، لکه د ویزې مرکزونو ته د ۱۲میاشتو په موده کې مراجعه، هم عملي کېږي.
د استوګنې په برخه کې بریتانیا پلان لري چې تر ۲۰۲۸کال پورې د لنډمهاله استوګنځایونو او د مېشتېدو د ځینو مرکزونو کارول بند کړي او هغه هوټلونه چې د افغانانو د استوګنې لپاره کارول کېږي، ځینې به یې په راتلونکو میاشتو کې وتړل شي.
بریتانوي چارواکي وایي، ټاکل شوې دا پروګرام د اوسني پارلمان تر دورې مخکې بشپړ شي.
خوست کې د طالبانو والي عبدالرحمن حقاني د امر بالمعروف قانون د تطبیق کمېټې ناسته کې، دغه قانون د اسلامي ټولنې د سمون او د شرعي اصولو لپاره مهم بللی. له دې سره هممهاله د بشري حقونو د ځینو بنسټونو له لوري د دې قانون د اغېزو په اړه د اندېښنو او نیوکو راپورونه هم خپاره شوي دي.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دغه ولایت والي مولوي عبدالرحمن حقاني په مشرۍ د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د قانون د تطبیق کمېټې ناسته، د خوست د والي په کاري دفتر کې ترسره شوې، چې پکې د اړوندو ادارو مسوولینو او استازو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې والي عبدالرحمن حقاني د امر بالمعروف قانون پر اهمیت او ارزښت هر اړخیزې خبرې کړې او ویلي یې دي چې دغه قانون د اسلامي ټولنې د سمون، اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا او د شرعي اصولو د عملي کېدو لپاره مهم رول لري.
نوموړي ټینګار کړی چې ټولې ادارې مسوولیت لري څو د یاد قانون د ښه تطبیق لپاره همغږي رامنځته کړي او خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
هغه زیاته کړې: «د طالبانو ټول مسوولین باید د خپلو دندو ترڅنګ د ولس د اصلاح، عامه پوهاوي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې هم جدي پاملرنه وکړي، څو په ټولنه کې د نظم، یووالي او متقابل احترام فضا لا پیاوړې شي.»
بل پلو، د دغه قانون په اړه په سیمهییزه او نړیواله کچه بېلابېلې نیوکې هم مطرح شوي دي. د بشري حقونو فعالان او بنسټونه اندېښنه ښيي چې د دې ډول مقرراتو پراخ تطبیق کولی شي د وګړو پر فردي ازادۍ او ټولنیزو حقونو اغېز ولري.
خو د اسلامي امارت چارواکي بیا ټینګار کوي چې دغه قانون د اسلامي اصولو د پلي کېدو او ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره اړین دی.
د بریتانیا د مشرانو جرګې غړې بارونس فیونا هاجسن ویلي، د طالبانو له لوري پر ښځو لګېدلو محدودیتونو د افغانستان راتلونکی له ژور بحران سره مخ کړی دی.
بارونیس ټینګار وکړ چې د افغانستان د ښځو اساسي حقونه باید د نړیوالې ټولنې له پامه ونه لوېږي او باید تل د نړیوالو بحثونو په مرکز کې پاتې شي.
هغې دا څرګندونې د بریتانیا د مشرانو جرګې په هغه غونډه کې وکړې چې په کې د «فراګیر» بنسټ د نوي راپور د وړاندې کولو مراسم ترسره شول. نوموړې د طالبانو د پالیسیو له امله د ښځو پر وضعیت د ژورې اندېښنې څرګندونه وکړه.
په همدې غونډه کې د «فراګیر» بنسټ ادارې لوړپوړې څېړونکې انانیا کونډو وویل چې افغانستان اوس د «پراخ نظارت او سیستماتیکې وېرې» مرحلې ته داخل شوی دی.
هغې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون ته په اشارې سره وویل چې زرګونه کسان چې د «اخلاقي پولیسو» (د امر نالمعروف محتسبان) په نوم یادېږي، په ښارونو کې ښځې د هغوی د لباس، لوړ غږ، د موبایل کارولو او یا له محرم پرته د وتلو له امله څاري.
د هغې په وینا، په بېلابېلو مواردو کې ښځې په سړکونو کې نیول شوي او حتی وهل شوي هم دي.
دوی زیاته کړه چې د دغه قانون مبهمې مادې د سلیقوي چلند او ناوړه استفادې زمینه برابروي.
دې ادارې نن خپل تازه راپور د «د خطر زنګ؛ د افغانستان د ښځو روایتونه د جنسیتي اپارتاید او د مذهبي افراطیت د پراخېدونکي ګواښ» په نوم د بریتانیا د مشرانو جرګې په غونډه کې وړاندې کړ.
د دغه څېړنې له مخې، په افغانستان کې د ناامنۍ او افراطیت احساس زیات شوی او زیانمنې ډلې لکه مذهبي او قومي اقلیتونه، د پخواني حکومت کارکوونکي او د نړیوالو ادارو همکاران د هدفي تاوتریخوالي له جدي ګواښ سره مخ دي.