نتنیاهو د امنیتي کابینې تر غونډې وروسته له ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني اړیکه نیولې

اسراییلي رسنیو خبر ورکړی چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دغه هېواد د امنیتي کابینې تر غونډې وروسته د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

اسراییلي رسنیو خبر ورکړی چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دغه هېواد د امنیتي کابینې تر غونډې وروسته د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، دا ټیلیفوني اړیکه په داسې وخت کې ترسره شوې چې د لبنان پر وړاندې د اسراییل پوځي عملیات، په ځانګړي ډول د حزبالله پر ضد، لا پراخ شوي دي.
راپور زیاتوي چې دغه اړیکه په داسې حساسو شرایطو کې شوی چې د راپورونو له مخې امریکا له اسراییل غوښتي له بېروت ښار څخه د احتمالي بریدونو ډډه وکړي، څو د واشنګټن او ایران ترمنځ روانو مذاکراتو ته زیان ونه رسېږي.
تر اوسه د نتنیاهو او ټرمپ د خبرو د جزییاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو شنونکي باور لري چې د سیمې امنیتي وضعیت، د لبنان جګړه او له ایران سره روانې سیاسي هڅې به د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وې.
دغه پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د منځني ختیځ روان کړکېچ د نړیوالو اندېښنې زیاتې کړې او د جګړې د پراخېدو په اړه وېره هم مخ په زیاتېدو ده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، هیله لري چې د ایران د جګړې ښکېل لوري د اوربند پر دوام خپلې ژمنې وساتي او د یو بل پر وړاندې خپل مصالحهمحور دریځ ته دوام ورکړي، څو سوله ژر تر ژره منځني ختیځ ته بېرته را وګرځي.
وانګ يي د سېشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې وروسته، چې مشري یې هم خپله کوله، خبریالانو ته وویل چې د مذاکراتو له لورو تمه لري د اوربند د ساتلو او د کړکېچ د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه: «موږ هیله لرو چې د خبرو اترو لوري د اوربند تعقیب ته ژمن پاتې شي او د یو بل پر وړاندې د روغې جوړې چلند ته دوام ورکړي، څو سوله هر څه ژر منځني ختیځ ته بېرته را وګرځي.»
د چین د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ایران جګړه او د سیمې روان کړکېچ د نړیوالو اندېښنو سبب شوی او ګڼ هېوادونه د تاوتریخوالي د کمېدو او د سیاسي حللارې غوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامې» د ښځو او نجونو د حقونو، امنیت او قانوني وضعیت په اړه جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.
دغه بنسټ د سېشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۵مه، په یوه راپور کې ویلي چې دا اصولنامه ښايي د ماشومانو د ودونو د زیاتېدو او پر ښځو د لا ډېرو محدودیتونو زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې چې دغه اصولنامه په داسې وخت کې خپره شوې چې افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځم کال ته نږدې شوی ده.
د راپور له مخې، که څه هم په دې اصولنامه کې د مېړه او مېرمنې د بېلتون شرایط مشخص شوي، خو ښځې د دې بهیر د بشپړولو لپاره د نارینهوو په پرتله له پېچلو قانوني خنډونو سره مخ دي.
راپور همداراز وایي چې په دې اصولنامه کې د واده لپاره لږ تر لږه عمر نه دی ټاکل شوی؛ هغه موضوع چې د ملګرو ملتونو په وینا د ماشومانو د ودونو د عادي کېدو ګواښ زیاتوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې پخوانیو قوانینو په افغانستان کې د واده لږ تر لږه عمر ټاکلی و او د ماشومانو او جبري ودونه یې جرم ګڼل.
د راپور پر بنسټ، د طالبانو اصولنامه د ښځو لپاره د بېلتون یا طلاق بهیر نور هم ستونزمن کړی او په ځینو مواردو کې د غوښتنې د ثبت لپاره د ګڼو شاهدانو او پېچلو شرایطو اړتیا رامنځته کوي.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې دا وضعیت یو ځل بیا د ښځو او نارینهوو ترمنځ حقوقي نابرابري روښانه کوي او د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د جدي خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.
په کاناډا کې ۱۱۹۲ کسانو یو غوښتنلیک لاسلیک کړی، چې په کې د کاناډا له حکومت څخه غوښتل شوي، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د بشردوستانه او کډوالۍ غوښتنلیکونو پروسه په بېړنۍ توګه ګړندۍ کړي.
دغه لاسلیک کوونکي اندېښنه ښيي چې په پاکستان کې مېشت افغانان د نیول کېدو او په زوره افغانستان ته د شړلو له جدي ګواښ سره مخ دي.
په دغه غوښتنلیک کې پر کاناډا غږ شوی چې د افغانانو د دوسیو د څېړلو پر مهال د لنډمهاله خوندیتوب تدابیر پلي کړي ترڅو د هغوی د شړلو مخنیوی وشي. همدارنګه غوښتنه شوې چې په پاکستان کې د کډوالۍ د دوسیو د پروسس ظرفیت لوړ کړل شي ترڅو د پروسې د خطرناکو ځنډونو مخه ونیول شي او له نړیوالو شریکانو او پاکستان سره په ګډه د هغو افغانانو ساتنه وشي چې د کاناډا د پرېکړې په تمه دي.
لاسلیک کوونکي وایي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت خورا خراب شوی دی. په غوښتنلیک کې راغلي چې هغو افغانانو چې د زده کړو، د ښځو د حقونو او مدني ټولنې ملاتړ کاوه، اوس د خپلو قانوني او سوله ییزو فعالیتونو له امله د ځورونې او تعقیب له جدي ګواښونو سره مخ دي.
د دغه غوښتنلیک د معلوماتو له مخې، ډېری دغه زیان ګالي کسان او د هغوی کورنۍ پاکستان ته تښتېدلي او کاناډا ته د بشردوستانه او کډوالۍ د لارو د لېږدولو په تمه دي. دوی ټینګار کوي چې کاناډا د بشري حقونو د مدافعانو او د برابري او زده کړو د ملاتړو په ګډون د زیان منونکو افغانانو د خوندیتوب لپاره ژمنه کړې وه او باید اوس پر دغې ژمنې عمل وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د روسیې سفیر یې پر کیېف د مسکو له وروستیو بریدونو او ګواښونو وروسته احضار کړی دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، روسیې پر روغتونونو، ښوونځیو او د جرمني اړوند ټلوېزیون پر سټوډیوګانو بریدونه کړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، روسیې پر روغتونونو، ښوونځیو او د جرمني د ټلوېزیون پر سټوډیوګانو بریدونه کړي او هم یې په کیف کې د جرمني سفارت له کارکوونکو غوښتي چې ښار پرېږدي. برلین دغه اقدامات د فشار او ترهې هڅه بللې ده.
دغه وزارت ویلي چې د همدې پېښو له امله یې د روسیې سفیر احضار کړی او هغه ته یې په ډاګه کړې چې جرمني به د روسیې له ګواښونو ونه وېرېږي.
برلین ټینګار کړی چې له اوکراین څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د روسیې د فشار سیاست به د دوی دریځ بدل نه کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د چین او پاکستان ګډه اعلامیه کې د جمو او کشمیر په اړه څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې بېځایه څرګندونې بللې. هند د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز اړوند پروژو ته په اشارې ویلي، چې د هغو اقداماتو مخالفت کوي چې د پاکستان «غیرقانوني اشغال» ته مشروعیت ورکوي.
د شهباز شریف د چین د سفر په پای کې په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان چینايي لوري ته د جمو او کشمیر د وضعیت د وروستیو بدلونونو په اړه معلومات ورکړي دي.
چین هم ویلي چې د جمو او کشمیر شخړه یوه تاریخي پاتې مسئله ده او باید د ملګرو ملتونو د منشور، د امنیت شورا د اړوندو پرېکړهلیکونو او د دواړو هېوادونو د دوهاړخیزو هوکړو له مخې په سولهییز ډول حل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د سې شنبې په ورځ ویلي، د جمو او کشمیر او لداخ قلمرونه د هند «نه بېلېدونکې او بشپړې برخې» دي او هېڅ بل هېواد د دې سیمو په اړه د نظر څرګندولو حق نه لري.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «د هند دریځ ثابت او اړوندو لورو ته ښه معلوم دی. د جمو او کشمیر او لداخ قلمرونه پخوا هم، اوس هم او راتلونکې کې به هم د هند نه بېلېدونکې او بشپړې برخې وي. هېڅ بل هېواد د دې موضوع په اړه د نظر څرګندولو قانوني صلاحیت نه لري».
هغه د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېزاړوند پروژو ته په اشارې ویلي، هند د هغو اقداماتو مخالفت کوي چې د پاکستان «غیرقانوني او جبري اشغال» ته مشروعیت ورکوي. د نوموړي په وینا، دا موضوع څو ځله چینايي او پاکستاني چارواکو ته رسول شوې ده.
جیسوال همداراز د چین او پاکستان ترمنځ د «سرحدونو هاخوا د اوبو د سرچینو د همکارۍ» یادونه هم بېاساسه بللې او ویلي یې دي چې چین او پاکستان ګډه پوله نه لري.
هند یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ۱۹۶۳ کال د چین او پاکستان سرحدي تړون نه مني او هغه د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ګڼي.