په دې شننه کې راغلي چې دا شخړه یوازې سرحدي یا امنیتي اختلاف نه دی، بلکې تاریخي، سیاسي، امنیتي او اقتصادي عوامل د دې کړکېچ په رامنځته کېدو او دوام کې مهم رول لري.
دغه بنسټ ویلي چې د بحران ریښې د ډیورنډ کرښې پر سر پخوانیو اختلافاتو او همدارنګه د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ متقابلې بېباورۍ ته رسېږي.
د شننې له مخې، کله چې طالبان په ۲۰۲۱کال کې بیا واک ته ورسېدل، پاکستان تمه لرله چې نوی حکومت به د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) پر ضد جدي اقدامات وکړي، خو د دې تمې نه پوره کېدو د دواړو لورو ترمنځ کړکېچونه د پام وړ زیات کړي دي.
په راپور کې ویل شوي چې ډیورنډ کرښې ته په نږدې پرتو سیمو کې د وسلهوالو ډلو فعالیتونه، پرلهپسې ناامنۍ او د پاکستان په خاوره، په ځانګړي ډول خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې بریدونه، د اختلافاتو د زیاتېدو له مهمو عواملو څخه دي.
له بلې خوا، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پالیسۍ، لکه جبري ایستل او د لارو محدودیتونه، پر افغانستان انساني او سیاسي فشارونه زیات کړي او د دواړو غاړو اړیکې یې لا پېچلې کړې دي.
د اوسلو د سولې څېړنیز بنسټ د خپلې شننې په دوام کې د سیمهییزو لوبغاړو رول ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې په سویلي اسیا کې د سیمهییزو قدرتونو سیالي او د سیاسي او امنیتي نفوذ پراختیا، د بېباورۍ فضا لا پیاوړې کړې او د دوامدارو خبرو اترو بهیر یې ستونزمن کړی دی.
په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د اوسني وضعیت دوام کولای شي د سیمې پر ثبات پراخې اغېزې ولري، په ځانګړي ډول داسې مهال چې افغانستان له اقتصادي بحران، پراخې بېکارۍ او د نړیوالو مرستو له کمښت سره مخ دی.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې د منظمې خبرې اترې چوکاټ، د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ د باور جوړونې او د سیمهییزو لوبغاړو له فعال ګډون پرته، دا شخړه به د سویلي اسیا د بېثباتۍ له اصلي عواملو څخه پاتې شي.