په میدان وردګ ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي

د طالبانو د میدان وردګ امنیه قوماندانۍ ویلي، د کابل- کندهار پر لویه لاره په سیداباد ولسوالۍ کې د یو بار وړونکي ټېلر او دوو کرولا موټرو د ټکر له امله د یوې ښځې په ګډون درې تنه مړه شوي او اووه نور ټپیان دي.
