د چاپېریال ساتنې کارپوهان وایي، د افغانستان جغرافیایي موقعیت، وچ او نیمه وچ اقلیم، پر کرنه د خلکو پراخه تکیه او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د بنسټیزو اسانتیاوو کمښت د دې لامل شوی چې هېواد د اقلیمي بدلونونو له امله سخت اغېزمن شي.
په وروستیو میاشتو کې د سختو بارانونو له امله په یوشمېر ولایتونو کې سېلابونو پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. له بلې خوا افغانستان ته د سلګونه زره کډوالو ستنېدو د اوبو، ځمکې، طبیعي سرچینو او عامه خدمتونو پر وړاندې د فشار د زیاتېدو اندېښنې هم راپارولې دي.
د ۲۰۲۶کال د داخلي بېځایه شویو کلني راپور له مخې؛ تېر کال په افغانستان کې شاوخوا اووه مېلیونه کسان د اوږدمهاله جګړو او طبیعي پېښو له امله د هېواد دننه بېځایه شوي دي. دغه شمېر د ۲۰۲۵کال په سویلي اسیا کې د ټولو داخلي بېځایه شویو نږدې نیمایي برخه جوړوي.
اقلیمي بدلونونه پر افغانستان څه اغېز لري؟
د چاپېریال ساتنې کارپوه ساحل دوران افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، سره له دې چې افغانستان د شین کوریزه ګازونو په تولید کې ډېره کمه ونډه لري؛ خو د جغرافیایي موقعیت، د طبیعي سرچینو محدودیت، د اقتصادي زېربناوو کمزورتیا او د اقلیمي بدلونونو سره د تطابق د ټیټ ظرفیت له امله د اقلیمي بدلونونو تر ټولو زیانمنو هېوادونو شمېرل کېږي.
د هغه په وینا؛ د تودوخې لوړېدل، د بارانونو د موسمي نظم ګډوډېدل او د واورو او یخچالونو چټک ویلي کېدل د دې لامل شوي چې افغانستان د اوبو له کمښت، وچکالۍ، سېلابونو او د کرنیزو حاصلاتو له کمښت سره مخ شي. نوموړی زیاتوي، چې د اقلیمي بدلونونو اغېز یوازې د ګازونو د تولید له کچې سره تړاو نهلري؛ بلکې د هېوادونو د زیانمننې او چمتووالي له کچې سره هم مستقیمه اړیکه لري.
سېلابونه او وچکالي
افغانستان په وروستیو کلونو کې په یوه وخت له اوږدمهاله وچکالیو او ناڅاپي سېلابونو سره مخ شوی دی؛ هغه مسله چې کارپوهان یې د اقلیمي بدلونونو له مهمو پایلو ګڼي. ساحل دوران وایي: «اقلیمي بدلونونه د سېلابونو، وچکالیو او د هوا د سختو پېښو د زیاتوالي له مهمو لاملونو دي. د نړۍوالې تودوخې له امله د بارانونو شدت او بېنظمي زیاته شوې، چې په پایله کې یې په لنډ وخت کې درانه بارانونه او ناڅاپي سېلابونه رامنځته کېږي».
د شنونکو په باور؛ د کرنیزو ځمکو تخریب، د حاصلاتو کمښت، د اوبو سرچینو کمښت او د ناخوندي خوړو زیاتوالی د دغه وضعیت له مهمو پایلو څخه دي. دغه ستونزې په ځانګړې توګه د کلیوالو سیمو د خلکو پر استوګنې مستقیم اغېز کړی دی.
په وروستیو میاشتو کې د سلګونه زره کډوالو راستنېدو د نفوس د زیاتوالي ترڅنګ د اوبو، ځمکې، سون توکو او نورو طبیعي سرچینو اړتیا هم لوړه کړې ده. د ساحل دوران په وینا؛ که د کډوالو د ځای پرځای کېدو او د سرچینو د مدیریت لپاره اغېزمن پلانونه جوړ نهشي، نو پر طبیعي سرچینو به فشار نور هم زیات شي او دا به د چاپېریالي ستونزو د لا پراخېدو لامل شي.
افغانستان د اقلیمي بدلون ناورین د مخنیوي لپاره څه ته اړتیا لري؟
کارپوهان ټینګار کوي، چې د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مبارزه یوازې په بېړنیو مرستو نهشي کېدای؛ بلکې اوږدمهاله او بنسټیزو پروګرامونو ته اړتیا لري. د اوبو د سرچینو مدیریت، د ځنګلونو ساتنه، د طبیعي پېښو پر وړاندې د پیاوړو زېربناوو جوړول او د عامه پوهاوي لوړول له مهمو لومړیتوبونو دي.
ساحل دوران وایي، اړونده ادارې باید د اوبو مدیریت منظم سیستمونه رامنځته کړي، د ځنګلونو د لهمنځه تلو مخه ونیسي، د سېلابونو ګواښ کمولو پروژې پیاوړې کړي او د اقلیمي بدلونونو په اړه د خلکو پوهاوی زیات کړي.
په داسې حال کې چې افغانستان له ګڼو اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دی، کارپوهان خبرداری ورکوي چې د چاپېریال او اقلیمي بدلونونو له پامه غورځول به شته ستونزې لا ژورې کړي. د هغوی په وینا؛ د طبیعي سرچینو ساتنه، د اوبو دوامداره مدیریت او د اقلیمي پېښو پر وړاندې چمتووالی د هېواد د راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت لري.