• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران بهرنیو چارو وزارت: له امریکا سره د هوکړې په تړاو وروستۍ پرېکړه لا نه‌ده شوې

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د هوکړه لیک وروستي کولو چارې روانې دي، خو په دې اړه لا هم وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې. نوموړي دا څرګندونې له صداوسیما شبکې سره په مرکه کې کړې دي.

اسماعیل بقایي په خپلو خبرو کې روښانه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دغه هوکړه لیک بحثونه وروستي پړاو ته رسېدلي او د جمع‌بندۍ چارې یې روانې دي. هغه زیاته کړې، چې د دغه هوکړه لیک په اړه لا هم کار ته اړتیا شته.

د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند د معلوماتو له‌مخې، د دواړو لورو ترمنځ په بېلابېلو کچو خبرې اترې روانې دي، څو پر شته مسایلو یوې پرېکړې ته ورسېږي.

بلخوا، د تهران او واشنګټن ترمنځ سیاسي تفاهم ته د نږدې کېدو راپورونو په نړیوالو بازارونو کې د تېلو پر بیو هم اغېز کړی دی. د راپورونو له مخې، د فارس خلیج په سیمه کې د کړکېچ د کمېدو او د دواړو هېوادونو د احتمالي هوکړې په اړه د خبرونو له خپرېدو وروسته، په نړیوالو بازارونو کې د خامو نفتو بیې راټیټې شوې دي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۳

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۴

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

مقاومت جبهې په بغلان کې د یوه طالب د وژلو او یوه بل د ټپي کولو ادعا کړې

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۱۰ GMT+۱
مقاومت جبهې په بغلان کې د یوه طالب د وژلو او یوه بل د ټپي کولو ادعا کړې
100%

د مقاومت جبهې ادعا کړې، چې ځواکونو یې د بغلان په مربوطاتو کې د یو لړ پلان شویو عملیاتو په ترڅ کې یو طالب وژلی او بل یې ټپي کړی دی. خبرپاڼه وایي، دغه برید د بغلان پر مرکزي لویه لاره ترسره شوی، خو خپل لور ته یې د اوښتې احتمالي مرګ‌ژوبلې په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

د مقاومت جبهې د جمعې ورځې په ناوخته (د غبرګولي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو د کندوز قول‌اردو اړوند د تېلو یو ټانکر هم په بشپړ ډول سوځول شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه برید د چهارشنبې په شپه شاوخوا ۱۱ بجې د بغلان د پشه‌يي‌ها په سیمه کې ترسره شوی دی.

مقاومت جبهې ټینګار کړی، چې د دوی ځواکونو دغه برید په بشپړ دقت او پلان سره سرته رسولی دی. د مقاومت جبهې مسوولینو ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر وړاندې خپلو هدفي بریدونو ته دوام ورکوي.

د دغې جبهې په وینا، د دغو پوځي عملیاتو اصلي هدف د طالبانو له واکمنۍ څخه د افغانستان او د خلکو ازادول دي. تر اوسه طالبانو د مقاومت جبهې د دغې تازه ادعا په تړاو څه نه‌دي ویلي.

ګراهام: د اسلامي جمهوریت مشران «افراطي مذهبي نازیان» دي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۶ GMT+۱
ګراهام: د اسلامي جمهوریت مشران «افراطي مذهبي نازیان» دي
100%

د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور لینډسي ګراهام پر خپل ایکس لیکلي ډېر خوشحال دی چې ټرمپ د ایران د رسنیو هغه راپورونه جعلي وبلل چې د یوې ادعا شوې هوکړې په اړه خپاره شوي دي. هغه د ایران مشران «افراطي مذهبي نازيان» بللي دي.

ګراهام ویلي چې ټرمپ او د امریکا پوځ د ستاینې وړ دي، ځکه چې د موثرو پوځي بریدونو او سخت محاصرې په ګډه یې ایران د تېرو ۴۷ کلونو په پرتله تر ټولو کمزوري حالت ته رسولی دی.

هغه زیاته کړې چې د ایران اسلامي جمهوریت ۴۲ زره کسان یوازې د ښه ژوند غوښتنې له امله وژلي او د دغه هېواد رهبران یې «افراطي مذهبي نازیان» بللي دي.

ګراهام همدارنګه ویلي د ایران په اړه د ټرمپ سره کرښه دا ده چې ایران به هیڅ کله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي او دا اصل باید وساتل شي.

د خیبر پښتونخوا په امنیتي چاپېریال کې د وسله‌والو ډلو او حکومتي تګلارو رول

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۰ GMT+۱
•
خبرخونه
د خیبر پښتونخوا په امنیتي چاپېریال کې د وسله‌والو ډلو او حکومتي تګلارو رول
100%

سره له دې چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ پر ضد پراخ پوځي عملیات کړي، خو لا هم لسګونه منع شوې وسله‌والې ډلې فعالې دي او خپل جوړښتونه یې ساتلي دي. که څه هم د دغو ډلو ډېری مرکزونه په پنجاب کې دي، خو د تاوتریخوالي تر ټولو دروند بار بیا پښتونخوا او قبایلي سیمې زغمي.

دا وضعیت دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا دا یوازې جغرافیایي تصادف دی، که امنیتي تګلارې ؟

په پاکستان کې د منع شویو سازمانونو شتون د افغان جهاد په جریان کې هغه وخت څرګند شو چې پاکستان پخپله د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره دا سازمانونه روزل او هر ډول ملاتړ یې ورته برابراوه.

د سړې جګړې په جریان کې، متحده ایالاتو د روسیې پر وړاندې د افغانستان له خاورې څخه یوه لویه جګړه وکړه، چې په بشپړه توګه د پاکستان په خاوره کې پلان شوې وه او د ځینو عربي هیوادونو له خوا یې مالي ملاتړ کیده.

د افغان جهاد له پای ته رسیدو وروسته، په ۲۰۰۰مو کلونو کې پر پاکستان پراخ تورونه وو، چې ځینې افراطي ډلې پالي او ملاتړ یې کوي او دا سازمانونه د هند او افغانستان د حکومتونو پر وړاندې فعال دي.

د پاکستان د ملي ترهګرۍ ضد ادارې (NCTA) په وینا په دغه هیواد کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۱ کال کې افراطي سازمانونه منع شول او په لومړي پړاو کې، له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۲ پورې اته سازمانونه منع شول. په دې توګه، دا بندیزونه د وخت په تیریدو سره دوام لري.

اوس مهال، د NCTCA د ریکارډونو له مخې، ۸۲ داسې سازمانونه شته چې د پاکستان حکومت له هرډول سیاسي او نظامي فعالیت نه منع کړي دي، خو ډېرې داسې ډلې شته، چې نومونه یې بدل کړي او تر نوي نامه لاندې یې سیاسي فعالیتونه پیل کړي دي.

په خیبر پښتونخوا کې وسله والې ډلې

خیبر پښتونخوا او پخوانۍ قبایلي سیمې د پاکستان د امنیتي منظرې هغه برخه ده چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د بېلابېلو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو مرکز پاتې شوې دي. دلته د افغان مجاهدینو، طالبانو او په ورته وخت کې د پاکستاني وسله والو د څو مهمو ډلو حضور نه یوازې امنیتي وضعیت اغېزمن کړی، بلکې د وضعیت تحلیل یې هم پیچلی کړی دی.

دلته په خیبر پښتونخوا کې فعالو وسله والو ډلو ته یوه ځغلنده کتنه شوې ده.

۱- تحریک طالبان پاکستان

دا سازمان په ۲۰۰۷ کال کې تاسیس شو. دا د پاکستان د دولت پر وړاندې فعاله تر ټولو لویه منع شوې ډله ګڼل کیږي او ادعا کوي چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې وسله وال غړي لري.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د دوی د جنګیالیو شمیر شاوخوا ۶۰۰۰ اټکل شوی، مګر د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د دوی د جنګیالیو شمیر ډیر لوړ دی. ټي ټي پي په وروستیو کلونو کې په خپل تنظیم کې ډیری بدلونونه راوستي او ټول هیواد یې په مختلفو زونونو ویشلی دی، په داسې حال کې چې د دوی د هرې سیمې لپاره سیوري واليان هم ټاکل شوي دي. په تیرو وختونو کې، ټي ټي پي د پاکستان په ټولو لویو ښارونو، راولپنډۍ، اسلام اباد، لاهور، کراچۍ، ګلګت بلتستان او پیښور کې لوی بریدونه کړي دي، مګر د دې ډلې د ډیری بریدونو تمرکز پر پښتونخوا و.

د دوی بریدونه له کلونو راهیسې په پښتونخوا کې روان دي. دا ډله په قبایلي ولسوالیو او د پښتونخوا په جنوبي ولسوالیو کې تر ټولو پیاوړې ده.

د جی ایچ کیو برید، د پېښور د اردو عامه ښوونځي، د باچا خان پوهنتون، د استخباراتي ادارو مرکزونه او بې شمیره نورې داسې لویې پیښې د ټي ټي پي په غاړه دي. د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د وروستي تاو تریخوالي مرکزي محور د ټي ټي پي بریدونه دي، چې دا مهال د پاکستان د دولت لپاره ترټولو لوی سر درد دی.

ټي ټي پي ادعا کوي چې د دوی په سازمان کې شاوخوا اتیا کوچني او لوی سازمانونه شامل دي.

۲- اتحاد المجاهدین پاکستان (IMP)

اتحاد المجاهدین پاکستان د دریو وسله والو ډلو اتحاد دی چې په دې وروستیو کې جوړ شوی.

په دې ډله کې ترټولو لویه ډله د حافظ ګل بهادر ده. دا اتحاد د شمالي وزیرستان د طالبانو قوماندان حافظ ګل بهادر له خوا رهبري کیږي، چې په تیرو وختونو کې د پاکستان د دولتي ادارو متحد ګڼل کیده. نورې دوه ډلې چې د دې اتحاد برخه دي لشکر اسلام او انقلاب اسلامي پاکستان دي.

لشکر اسلام د خیبر ولسوالۍ څخه یوه وسله واله ډله ده، چې ډیری یې په همدې ولسوالۍ کې بریدونه کړي دي، پداسې حال کې چې انقلاب اسلامي پاکستان د یوې نوې ډلې په توګه راڅرګند شوی، چې باور کیږي د القاعدې د برصغیر یوه فرعي ډله ده، خو د دې ډلې په اړه ډیر څه نه دي په ډاګه شوي.

په وروستیو کلونو کې، چې ډیری کوچنۍ ډلې له ټي ټي پي سره یوځای شوې، حافظ ګل بهادر هم هڅه وکړه چې د ټي ټي پي په پرتله لویه ډله جوړه کړي. د حافظ ګل بهادر ډلې د بریدونو تمرکز تل شمالي وزیرستان او د هغې سره نږدې قبایلي ولسوالۍ وې، ځکه خپله ګل بهادر د شمالي وزیر مداخېل وزیر دی او په خپله قبیله کې پراخ نفوذ لري.

دې ډلې په شمالي وزیرستان، بنو، لکی مروت او نورو سیمو کې د ځانمرګو بریدونو په ګډون ډیر لوی بریدونه کړي دي.

۳- جماعت الاحرار

جماعت الاحرار د مهمند طالبانو یوه ډله ګڼل کیږي. کله چې په ۲۰۰۷ کال کې تحریک طالبان پاکستان رامنځته شو، د دې ډلې قوماندان عبدالولي عرف عمر خالد خراساني د تحریک طالبان پاکستان سره یوځای شو. دا ډله د الاحرار الهند په نوم هم فعاله وه. کله چې په ۲۰۰۱ کال کې حکیم الله محسود د ډرون برید کې ووژل شو، د امارت په اړه د تحریک طالبان پاکستان دننه اختلافات رامنځته شول او ډله له تحریک طالبان پاکستان څخه جلا شوه. خو څو کاله وروسته، چې مفتي نور ولي محسود د طالبانو امیر شو، نوموړي هغه ډلې سره یوځای کړې چې له تحریک څخه جلا شوې وې او جماعت الاحرار بیرته له تحریک طالبان پاکستان سره یوځای شو او عمر خالد خراساني ته د مرستیال امیر مقام ورکړل شو. خو په ۲۰۲۲ کال کې، عمر خالد خراساني په افغانستان کې ووژل شو، چې له هغه وروسته جماعت الاحرار دا تاثر ورکړ چې د عمر خالد خراساني په وژنه کې د ټي ټي پي دننه ځینې کسان ښکېل وو، او په دې توګه بیا جدي اختلافات راپورته شول. اوس مهال، دا سازمان په نوم د ټي ټي پي برخه ده، مګر د دوی ترمنځ داخلي اختلافات دومره ژور شوي چې ډیری څارونکي په دې باور دي چې دوی نشي کولی بیا سره یوځای شي.

ویل کیږي چې جماعت الاحرار د ټي ټي پي دننه لویه وسله واله ډله ګڼل کیږي. دې ډلې په تیرو وختونو کې په پاکستان کې هم لوی بریدونه کړي دي، حتا د یو جلا سازمان په توګه، چې د واګه پولې، لاهور او د پولیسو لاین او پیښور بریدونه یې یادېدای شي.

دا ډله ادعا کوي چې د پښتونخوا په ډیری ښارونو کې سازمانونه لري. جماعت الاحرار په مهمند ولسوالۍ کې ډیری بریدونه کړي دي او د هغې نفوذ دلته هم احساس کیږي، مګر په پیښور او خیبر ولسوالیو کې یې هم څو بریدونه کړي دي.

۴- داعش خراسان

په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې، چې اسلامي دولت یا داعش د ابوبکر البغدادي په مشرۍ په عراق او سوریه کې خلافت اعلان کړ، په پاکستان او افغانستان کې ځینو منع شویو سازمانونو هم له دې ډلې سره اړیکې زیاتې کړې. په ۲۰۱۵ کال کې، څو ډلې له ټي ټي پي څخه جلا شوې او په دې توګه اسلامي دولت خراسان رامنځته شو. حافظ سعید خان، چې د ټي ټي پي د اورکزۍ ادارې د هغه وخت امیر و، د خپلو ټولو ملګرو سره د اسلامي دولت خراسان سره یوځای شو او وروسته د داعش خراسان والي وټاکل شو.

په پیل کې، دا سازمان یوازې په افغانستان پورې محدود و، خو اوس یې د ولایت پاکستان په نوم د پاکستان لپاره یوه څانګه هم جوړه کړې ده. اسلامي دولت یو نړیوال افراطي سازمان دی چې په نورو هیوادونو کې هم څانګې لري. له نظري پلوه، دا سازمان سلفي ایډیالوژۍ لري، چې هدف یې د شیعه فرقې خلک په نښه کول دي.

دا سازمان وخت په وخت په افغانستان او همدارنګه په پاکستان کې بریدونه کوي. د بریدونو له پلوه، د دې سازمان اصلي تمرکز په بلوچستان او پښتونخوا کې دی. دې سازمان په بلوچستان کې څو کوچني او لوی بریدونه کړي دي، چې ډیری د شیعه هزاره ټولنې غړي په نښه کوي.

داعش خراسان په پیښور کې د شیعه وو پر جوماتونو بریدونه کړي دي. یو پکې پر امامیه جومات ځانمرګی برید و، چې له پنځوسو څخه ډیر کسان پکې ووژل شول. سربیره پردې، دې ډلې په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام څو غونډې په نښه کړې دي. په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام په غونډه برید وشو، چې پکې د جمعیت شاوخوا پنځوس غړي ووژل شول. په دې توګه، داعش خراسان په باجوړ کې په څو هدفي وژنو کې هم ښکیل دی.

ویل کیږي چې دې سازمان په باجوړ کې یوه قوي شبکه جوړه کړې ده.

په پنجاب کې د منع شویو وسله‌والو ډلو رول

پنجاب د پاکستان تر ټولو زیات نفوس لرونکی او سیاسي-اقتصادي مهم ایالت دی، خو د دې سیمې له نوم سره په تېرو څو لسیزو کې د یو شمېر منع شویو او افراطي ډلو حضور هم تړل شوی دی. که څه هم د دې ډلو فعالیتونه په بېلابېلو برخو کې ثبت شوي، خو د هغوی تنظیمي مرکزونه، فکري مشران او شبکې تر ډېره له همدغه ایالت سره تړاو لري.

دغه ډلې په عمومي ډول د کشمیر جګړې، فرقه‌ییز تاوتریخوالي او سیمه‌ییزو امنیتي کړکېچونو له تاریخي تسلسل سره تړلې دي.

له دغو ډلو څخه یوه مهمه ډله لشکر طیبه ده، چې د افغان جهاد په مهال د سلفي فکر تر اغېز لاندې رامنځته شوه. د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته دې ډلې خپل تمرکز کشمیر ته واړاوه او د هند تر ادارې لاندې سیمو کې یې د وسله‌والو عملیاتو لړۍ پیل کړه. لشکر طیبه د پاکستان له ځینو دولتي حلقو سره د نږدې اړیکو په لرلو تورنه شوې او د هند په خاوره کې د څو لویو بریدونو مسؤوله ګڼل کېږي. د نړیوال فشار له امله د ۲۰۰۱ کال په شاوخوا کې دا ډله په رسمي ډول منع اعلان شوه. د دې ډلې مرکزي جوړښت په پنجاب کې دی، خو په نورو سیمو کې هم خپره شوې شبکه لري.

د پنجاب میشتو ډلو بل مهم نوم لشکر جنګوي دی، چې د فرقه‌ییزو تاوتریخوالو په تاریخ کې له خورا سخت دریځو ډلو ګڼل کېږي.

د دې ډلې اصلي هدف د شیعه مسلمانانو په نښه کول بلل کېږي. که څه هم د دې ډلې مشرتابه تر ډېره له پنجاب څخه و، خو بریدونه یې د پاکستان په ګڼو لویو ښارونو کې شوي دي. د وخت په تېرېدو، کله چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) جوړ شو، لشکر جنګوي ځینې عناصر له دې شبکې سره یوځای شول او د نورو وسله‌والو ډلو سره یې اړیکې پراخې شوې، په دې کې د القاعده له شبکو سره تړاو هم یادېږي.

سپاه صحابه پاکستان هم د همدې فکري او فرقه‌ییز جریان برخه ګڼل کېږي. دا ډله هم د شیعه ټولنې پر ضد د تاوتریخوالي له امله پېژندل کېږي او د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې یې څانګې موجودې پاتې شوې دي.

د طالبانو په لومړۍ دوره کې په مزار شریف کې د ایراني ډیپلوماټانو په وژنه کې دې ډلې ته ګوته نیول کېده او ډېر غړي یې د طالبانو په لیکو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې جنګېدل.

که څه هم په پاکستان کې د دولتي بندیزونو او امنیتي فشارونو له امله د دې ډلې پخوانی نفوذ تر ډېره کم شوی، خو د فرقه‌ییزو شبکو په تاریخ کې یې رول د پام وړ پاتې دی.

په همدې لړۍ کې جیش محمد هم راځي، چې په ۲۰۰۰ کال کې یې مولانا مسعود اظهر بنسټ کېښود.

د اظهر نوم کندهار ته له تښتول شوې هندۍ الوتکې سره تړلی یادیږي.

دا ډله په ځانګړي ډول د کشمیر د شخړې په متن کې مطرح شوې او خپل اصلي هدف یې د هند پر ضد وسله‌وال مقاومت بلل کېږي. خو ددې ډلې تر کنټرول لاندې لسګونو جنګیالیو په افغانستان کې له ۲۰۰۳ کال مه تر ۲۰۱۳ کال پورې ځانمرګي بریدونه کړي دي.

جیش محمد په کشمیر او د هند تر ادارې لاندې سیمو کې په څو لویو بریدونو تورنه شوې ده. د دې ډلې اصلي مراکز په جنوبي پنجاب کې دي او همدارنګه په پنجاب او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې پراخې شبکې لري. د هند او پاکستان په جګړو کې نوي ډیلي په مکرر ډول ادعا کړې، چې په پاکستان کې یې د لشکر طیبه او جیش محمد ډلو مرکزونه هدف ګرځولي دي.

یو برید د ایبټ اباد په بالاکوټ کې پر تعلیم القران مدرسې و، چې نوي ډیلي له جیش محمد سره تړلې ګڼله.

دغه ډله هم د پاکستان له امنیتي جوړښتونو سره د پیچلو او جنجالي اړیکو له امله په نړیواله کچه تر بحث لاندې پاتې شوې ده.

په مجموع کې، دا ډلې د پاکستان د امنیتي تاریخ یوه پېچلې برخه جوړوي، چې د سیمه‌ییزو جګړو، فرقه‌ییزو اختلافاتو او ستراتیژیکو پالیسیو له اوږدې لړۍ سره تړاو لري.

په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پښتونخوا ترخه تجربه

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته، په پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو یوه نوې او اوږده لړۍ پیل شوه، چې تر اوسه پورې د رسمي او غیر رسمي سرچینو له مخې پکې د وژل شویو کسانو شمېر له ۸۳ زرو اوښتی ګڼل کېږي.

د ۹/۱۱ د پېښو د شلمې کلیزې په مناسبت، د پاکستان د پوځ هغه وخت ویاند مېجر جنرال بابر افتخار ویلي وو چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ پر ضد یوه اوږده او یوڅه بریالۍ جګړه کړې، خو په دې موده کې یې له ۸۳ زرو څخه زیاتې قربانۍ ورکړې دي. هغه دا هم ویلي وو چې دې جګړې پاکستان ته شاوخوا ۱۲۶ میلیارده ډالره اقتصادي زیان اړولی دی.

که څه هم دغه شمېرې د ټول هېواد لپاره وړاندې کېږي، خو ګڼې ادعاوې دا دي چې د دغو قربانیو تر ټولو لویه برخه خیبر پښتونخوا ورکړې ده.

د پاکستان د پوځ اوسني ویاند جنرال احمد شریف چوهدري د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په میاشت کې په پېښور کې په یوه خبري غونډه کې د خیبر پښتونخوا خلک د خاورې د «زړورو زامنو» په نوم یاد کړي وو او ویلي یې وو چې پاکستان، په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا، له تېرو دوو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ له سختو ستونزو سره مخ دی.

په ۲۰۱۴ کال کې د پېښور د ارمي پبلک سکول له خونړۍ پېښې وروسته د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د «نشنل اېکشن پلان» په نوم یوه هر اړخیزه ۲۰ مادیزه تګلاره جوړه شوه. په دغه پلان کې د کرکې، افراطیت او فرقه‌ییز تعصب پر ضد اقدامات، د ترهګرو ډلو د مالي سرچینو بندول، د دیني مدرسو ثبت او تنظیم او په قبایلي سیمو کې اداري او پرمختیايي اصلاحات شامل وو.

خو پر دې تګلارې له پیل څخه نیوکې موجودې وې چې په بشپړ ډول عملي نه شوه. همدارنګه د مالي څار او ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي په برخه کې، د «FATF» په نوم نړیوالې ادارې له ۲۰۰۸ کال راهیسې پاکستان د څار په نوملړ کې ساتلی و، چې په ۲۰۲۲ کال کې له خړ نوملړ څخه وایستل شو.

په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ له مهمو پېښو څخه د ۲۰۰۹ کال د پېښور مینه بازار چاودنه یادیږي، چې تر ۱۳۷ کسانو پورې پکې ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان شول. همدارنګه په ۲۰۱۳ کال کې د قصه خوانۍ چاودنې، په ۲۰۱۴ کال کې د ارمي پبلک سکول پېښه، په ۲۰۱۶ کال کې د چارسدې باچا خان پوهنتون برید او په ۲۰۲۳ کال کې د پېښور پولیس لاینز برید هغه لویې پېښې دي چې په ولسي ځایونو، تعلیمي ادارو، سیاسي غونډو او جوماتونو کې ترسره شوې.

د سویلي اسیا د ترهګرۍ د څار ادارې (South Asia Terrorism Portal) د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۵ پورې په پاکستان کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوې، چې ډېری یې په خیبر پښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان کې شوې دي. د همدې راپور له مخې، په دغه موده کې یوازې په خیبر پښتونخوا کې د وژنو ۲۵۳۶ پېښې ثبت شوې دي او دغه لړۍ له ۲۰۲۱ کال وروسته بیا چټکه شوې او تر اوسه روانه ده.

په مقابل کې، په همدې موده کې په پنجاب ایالت کې د وژنو شمېر ټیټ، یعنې شاوخوا ۱۹۶ پېښې ثبت شوې دي.

له همدې وضعیت سره، داسې انځور وړاندې کېږي چې خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمې د ترهګرۍ او ناامنۍ تر ټولو سخت بار زغمي، په داسې حال کې چې په پنجاب کې د پراختیايي پروژو لکه موټروې، اورنج ټرېن، مېټرو بس، صنعتي زونونو او تعلیمي اصلاحاتو لړۍ چټکه ده. له بلې خوا، په خیبر پښتونخوا کې محدودې پروژې لکه د سوات ایکسپریس وې، د پېښور BRT، صحت کارډ او ځینې برېښنايي پروژې موجودې دي، خو دا سیمه لا هم د برېښنا کمښت، اقتصادي محدودیتونو او امنیتي ننګونو سره مخ ده.

ولې خیبر پښتونخوا د جګړې اصلي ډګر دی؟

خیبر پښتونخوا او پخوانۍ قبایلي سیمې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې تر ټولو مهم مرکز پاتې شوي دي. که څه هم په پاکستان کې د ګڼو وسله‌والو ډلو تنظیمي، سیاسي او فکري رېښې د هېواد په نورو سیمو، په ځانګړي ډول پنجاب کې موجودې وې، خو د جګړې اصلي ډګر بیا خیبر پښتونخوا وګرځېده. د دې تر شا څو مهم عوامل موجود دي.

د پاکستان افغان پالیسي د سیمې له مهمو او بحث‌پارونکو بهرنیو او امنیتي تګلارو ګڼل کېږي. د دې پالیسۍ بنسټ تر ډېره د پاکستان له امنیتي، ستراتیژیکو او جیوپولیټیکو سیاستونو سره تړل شوی دی. د وخت په تېرېدو، که څه هم د دې پالیسۍ بڼه بدله شوې، خو اساسي موخې یې تر ډېره ثابتې پاتې شوې دي.

د پاکستان له جوړېدو وروسته، افغانستان او پاکستان تل له پېچلو اړیکو سره مخ وو. د ډیورنډ کرښې موضوع او د پښتونستان مسئله د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف مهم ټکي دي. له همدې امله پاکستان له پیل څخه هڅه کوله چې په افغانستان کې داسې حکومت موجود وي چې د اسلام‌اباد امنیتي او سیاسي اندېښنې په پام کې ونیسي.

د سړې جګړې پر مهال او په ځانګړي ډول د شوروي اتحاد له یرغل وروسته، پاکستان د امریکا او ځینو عربي هېوادونو په ملاتړ د افغان مجاهدینو اصلي مرکز وګرځېد. د مجاهدینو روزنه، تمویل او تنظیم تر ډېره د پاکستان له خاورې کېده.

د شوروي ځواکونو له وتلو او د کورنیو جګړو له پیل وروسته، پاکستان هڅه وکړه چې په افغانستان کې د خپلې خوښې او نږدې حکومت رامنځته کړي. په ۱۹۹۰مو کلونو کې د طالبانو د راڅرګندېدو پر مهال، پاکستان یو له هغو محدودو هېوادونو و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند.

د پاکستان د امنیتي ادارو په ستراتیژیک فکر کې یوه مشهوره نظریه د ستراتیژیک عمق په نوم یادېږي. د دې نظریې له مخې، پاکستان غوښتل په افغانستان کې داسې حکومت موجود وي چې د هند نفوذ محدود کړي او د پاکستان لپاره یو دوستانه چاپېریال رامنځته کړي. منتقدین وایي همدا لیدلوري د افغانستان په کورنیو چارو کې د اوږدمهاله مداخلې لامل شو.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې وروسته، پاکستان د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ائتلاف برخه شو او ظاهراً یې د طالبانو پر ضد دریځ خپل کړ. خو په همدې وخت کې پر پاکستان تورونه هم ولګېدل چې د طالبانو ځینې مشران او شبکې لا هم په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري.

خیبر پښتونخوا له افغانستان سره اوږده او غرنیزه پوله لري چې د ډېرو کلونو لپاره یې اغېزناک کنټرول ستونزمن و. د همدې جغرافیایي جوړښت له امله وسله‌والو ډلو ته د تګ راتګ، پټنځایونو او بیا تنظیم لپاره مناسب فرصتونه برابرېدل. د افغانستان جګړې او په سیمه کې د دوامدارې بې‌ثباتۍ اغېزې هم په مستقیم ډول پر همدې سیمو پرېوتې.

پخوانیو قبایلي سیمو د اوږدې مودې لپاره ځانګړی اداري جوړښت درلود او د هېواد له نورو برخو سره یې د ادارې، قانون او پراختیا په برخه کې توپیر موجود و. د دولت کمزوری حضور، محدودې اقتصادي سرچینې، د زده‌کړو ټیټه کچه او د بنسټیزو خدمتونو نشتوالي داسې تشه رامنځته کړه چې وسله‌والو ډلو ترې ګټه واخیسته.

د ترهګرۍ ضد پوځي عملیاتو تمرکز هم تر ډېره په همدې سیمه و، خو د څارونکو په باور، اصلي هدف هغه وسله والې ډلې وې، چې په پاکستان کې یې عملیات کول، خو هغه ډلې نه په نښه کېدې، چې د عملیاتو تمرکز یې پر افغانستان و. ټول ستر عملیات لکه «راه راست او زلزله»، «ضرب عضب» او «ردالفساد» په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې ترسره شول. که څه هم د دغو عملیاتو له لارې ګڼې وسله‌والې شبکې کمزورې شوې، خو په ورته وخت کې پراخې بې‌ځایه کېدنې، اقتصادي زیانونه او ټولنیز تاثیرات هم رامنځته شول.

عباس عراقچي: د اسلام‌اباد هوکړه نهايي کېدو ته نږدې ده

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۰ GMT+۱
عباس عراقچي: د اسلام‌اباد هوکړه نهايي کېدو ته نږدې ده
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان کړی، چې د اسلام‌اباد د تفاهم یادښت د نږدې کېدو او نهایي کېدو پړاو ته رسېدلی دی. نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، تر هغه چې دا هوکړه په بشپړه توګه وروستۍ کېږي، رسنۍ باید د هغې د محتوا په اړه له هر ډول احتمالي اټکلونو ډډه وکړي.

عباس عراقچي ویلي، د دغه یادښت د نهایي کېدو چارې په جدي توګه روانې دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې په دې اړه په رسنیو کې خپرېدونکي اټکلونه له وخت مخکې دي او په کار ده چې تر رسمي خپرېدو پورې ورته په تمه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی دی چې د دوی کړنلاره تل مسوولانه او شفافه ده.

د هغه په وینا، کله چې دغه تفاهم یادښت په بشپړه توګه نهایي شي، ټول جزییات به یې په مناسب وخت کې له عامو خلکو او رسنیو سره په روښانه توګه شریک کړل شي.

عراقچي د دغه تفاهم یادښت د جزییاتو، د خبرو اترو د لورو او په دې اړه د رامنځته شوي پرمختګ په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د نهایي کېدو پړاو ته یې لاره ډېره لنډه شوې ده.

د ښځو د خوځښتونو ایتلاف: په هرات کې نیونې د «یرغمل‌نیونې او باج‌اخیستنې» ښکاره بېلګه ده

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۱
د ښځو د خوځښتونو ایتلاف: په هرات کې نیونې د «یرغمل‌نیونې او باج‌اخیستنې» ښکاره بېلګه ده
100%

د افغانستان د ښځو اعتراضي خوځښتونو ایتلاف ویلي چې طالبان په هرات کې ښځې له نیولو وروسته د پیسو په بدل کې خوشې کوي او د هغوی دا عمل یې د «یرغمل‌نیونې او منظمې باج اخیستنې» سره برابر بللی دی.

د افغان ښځو یاد ایتلاف د جمعې په ورځ، د غبرګولي په ۲۲مه، په اکېس کې لیکلي چې طالبانو له نیول شویو ښځو د خوشې کولو لپاره د هغوی له کورنیو تر ۵۰ زره افغانیو پورې پیسې اخیستي دي.

دغه خوځښت دا ډول کړنې د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو او انساني کرامت سره په ښکاره ټکر کې بولي.

یاد خوځښت زیاتوي په داسې حال کې چې افغانستان له سخت اقتصادي کړکېچ او بېوزلۍ سره مخ دی، د طالبانو دا اقدامات به پر زیانمنو کورنیو لا ډېر دروند اقتصادي او رواني فشار راوړي او د خلکو ټولنیز او رواني امنیت به ته زیان ورسوي.

د ښځو اعتراضي خوځښتونو ایتلاف له ملګرو ملتونو، نړیوالو بشري حقونو بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې وضعیت په اړه چوپ پاتې نه شي او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي.

همدارنګه دغه خوځښت له خلکو هم غوښتې چې د بې‌عدالتیو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د عدالت، انساني کرامت او د ښځو د حقونو غږ پورته کړي.