مقاومت جبهې په بدخشان کې د ۲ طالبانو د وژلو ادعا کړې

د طالبانو مخالفې مقاومت جبهې ویلي چې په بدخشان ولایت کې یې د طالبانو پر امنیتي پوستو د بریدونو په پایله کې ۲ طالبان وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو مخالفې مقاومت جبهې ویلي چې په بدخشان ولایت کې یې د طالبانو پر امنیتي پوستو د بریدونو په پایله کې ۲ طالبان وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.
د دغې جبهې د ادعا له مخې، په دغه برید کې، چې د چارشنبې په شپه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي پر ۲۰مه شوی، د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د طالبانو پوستي په نښه شوي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او د یادې جبهې ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
بلخوا د دې ادعا په اړه تر اوسه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په هرات کې د ښځو د پراخو نیونو او د اعتراضونو د ځپلو له پېښو وروسته، یو شمېر دیني عالمانو د جمعې لمانځه په خطبو کې له طالبانو د دغو اقداماتو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.
دغو دیني عالمانو ټینګار وکړ چې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د زور او تاوتریخوالي کارول د ستونزو حل نه دی.
د هغو ویډیوګانو له مخې چې کورنیو رسنیو خپرې کړي، د هرات ځینو دیني عالمانو له طالبانو وغوښتل چې د خلکو د «کړاوونو، ستونزو او اړتیاوو» په اړه دې له ښاریانو سره خبرې وکړي. هغوی وویل چې د خلکو پر وړاندې د زور او تاوتریخوالي کارول «سم کار نه دی» .
همدا راز، دغو دیني عالمانو له طالبانو غوښتي چې د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې له دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ګذر وکیلانو سره مشورې وکړي. هغوی ټینګار کړی چې له خلکو سره تاوتریخجن چلند مناسب نه دی.
په کندهار کې باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېره چارشنبه د هبت الله په مشرۍ په دغه ولایت کې د کابینې غونډه شوې ده. په دې غونډه کې د طالبانو رییس الوزرا هم ګډون درلود او پر ۱۱ موضوعاتو خبرې شوي دي. طالبانو تروسه ددې غونډې جزییات نه دي خپاره کړي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو د کابینې په غونډه کې د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په ګډون ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، بهرنیو چارو وزیر امیرخان متفي او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم ګډون درلود.
سرچینو یوازې د یوولسو بېلابېلو موضوعات د مطرح کېدو خبر ور کړ خو له نورو حزییاتو ورکولو یې ډډه وکړه.
له دې وړاندې سرچینو ویلي و، چې د طالبانو ترمنځ د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو په تړاو بحثونه پای ته رسېدلي او ملاهبت الله غواړي د ساکښو انځورونو په مخنیوي سره دې مسالې ته هم د پای ټکی کېږدي.
په کندهار کې طالبانو ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ملاهبت الله د امربالمعروف د نوي قانون په پلي کېدو کې جدي دی او نوموړي ددغه قانون د پلي کېدو لپاره د خپلې کابینې ځینو غړو ته، چې په پټه د فرمانونو مخالفت کوي، جدي خبرداری ورکړی.
ملاهبت الله خپل فرمانونه لومړی په کندهار کې پلي کړي او اوس ددغه ولایت هېڅ رسنۍ د ساکښو موجوداتو انځورونه نه شي خپرولی او نه هم د کندهار ځايي طالب مسوولان د خپلو فعالیتونو انځورونه او ویډیوګانې خپروي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په اړه ویل کیږي چې د ملا هبت الله اخوندزاده له یو شمېر فرمانونو سره همغږی نه دی او اوس هم خپلو پلویانو ته یې د تصویرونو او انځورونو په خپرولو کې خلاص مټ ور کړی.
کندهار د هېواد له هغو اوو ولایتونو دی چې د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون پکې څه نا څه پلی شوی، خو د پلازمېنې کابل په ګډون ګڼ نورو ولایتونو کې بیا طالب چارواکي تراوسه د خپل مشر د فرمان ډېره پروا نه ساتي.
په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د دغه ولایت ټولو دولتي ادارو ته امر کړی، چې خپل ځیرک موبایلونه که مات وي او که روغ خپلو اړوندو ادارو ته وسپاري. سرچینو ویلي، یوازې تېره ورځ د خوست د کرنې ریاست څخه ۹۰ موبایلونه راټول شوي دي.
په خوست کې ځايي سرچینو وویل، چې طالبانو د ټولو ادارو مامورینو ته خبرداری ور کړی چې خپل موبایلونه ونه ور وسپاري او که د موبایلونو د ورسپارلو په ځانګړي فورم کې یې نومونه ثبت نشي، نو له دندې به وشړل شي.
افغانستان انټرنشنل د غبرګولي پر ۱۸مه د طالبانو د مشر مولوي هبتالله اخوندزاده د هغه شفاهي حکم په اړه راپور ورکړ، پر ټولو طالبانو او دولتي کارکوونکو یې د ځیرک موبایل کارول بند کړي و. په ترلاسه شوي سند کې خبرداری ورکړل شوی، چې له دغه امر څخه سرغړوونکي کسان به مجرمین وبلل شي او تر قانوني تعقیب لاندې به راشي.
په دغه شفاهي حکم کې راغلي چې سرغړوونکي به نظامي محاکمو ته معرفي کېږي.
دا پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې د نظامي معاونیت اړوند د اتو زونونو د نظامي محاکمو رییسانو ته د یادو زونونو د امنیه قوماندانانو او د استخباراتو د رییسانو په حضور کې ابلاغ شوې ده. د ترلاسه شوي سند له مخې، د اتو زونونو د نظامي محاکمو رییسان دنده لري چې د دغه حکم د ښه تطبیق په موخه د طالبانو مشرتابه ته بېرته ډاډ ورکړي.
د همدې لپاره یو ځانګړی جدول چمتو شوی چې د مسوولینو نوم، دنده، د دندې ځای، د شبکې ډول او د تلیفون شمېره پکې ثبتېږي څو د حکم د عملي کېدو ډاډ ترلاسه شي.
ددې سند خپرولو وروسته، افغانستان انټرنشنل د طالبانو د امنیتي ادارو د ځینو مسوولانو غږونه ترلاسه کړي، چې د خپلې ډلې غړو ته د مولوي هبت الله د شفاهي حکم پر بنسټ د موبایلونو د ماتولو امر کوي. دوی همدراز سپارښتنه کوي، چې هر تن دې د موبایل له ماتولو وروسته په ځانګړې فورمه کې خپل نومونه هم ولیکي.
د طالبانو د هلمند او کندهار امنیه قوماندانانو په یوه غږیز پېغام کې له ټولو طالبانو غوښتنه کړې ده، چې خپل ځېرک موبایلونه مات کړي او بیا دې یې دوی ته وسپاري.
دا بېساري بندیزونه په داسې حال کې دي، چې د طالبانو په لیکو کې ددې ډلې د غړو له خوا د ځیرکو تلیفونونو کارولو او په ټولنیزو رسنیو کې د ځنیو طالب چارواکو ناوړه ویډیوګانو لیک کېدو د دې ډلې مشرتابه اندېښمنه کړې ده.
د افغانستان انټرنشنل تر راپورونو وروسته، د طالبانو د غصب د مخنیوي کمېسیون په امر د دغه ډلې د مخابراتو وزیر ملا عبدالاحد فضلي له لوري د هلمند امنیه قومندانۍ ته څېرمه د شنې سیمې د غصب مخه نیولې ده. په ویډیوګانو کې ښکاري چې پر غصب شوې ځمکه جوړ شوي دېوالونه بېرته نړول شوي دي.
په لښکرګاه ښار کې ځايي سرچینو نن جمعه، د غبرګولي پر ۲۲مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېره ورځ د طالبانو عدلیې وزیر او د ځمکو د غصب د مخنوي کمیسیون مسوول عبدالحکیم شرعي په امر د یادې ډلې د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه ټول دیوالونه او ودانۍ ونړول شوي.
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د دریېمې ناحیې ځینو اوسېدونکو ددغه ولایت امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د زراعت نمرو شنې سیمې د غصب کېدو په تړاو د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده دفتر او د ځمکو د غصب مخنوي کمیسیون ته هم عریضې کړې وې.
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د دریېمې ناحیې اوسېدونکو د غويي ۲۵مه ویلي و، چې د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالحد فضلي په امر شپه او ورځ په دې سیمه کې کار روان دی ترڅو دا سیمه چهاردېوالي کړي.
ځايي اوسېدونکو ویلي و، چې په یاده سیمه کې یوه نمره (څلور بسوې) ځمکه له ۵۰ زره تر ۶۰ زره امریکايي ډالرو پورې ارزښت لري.
د ځايي اوسېدونکو د معلوماتو لهمخې، غصب شوې ځمکه شاوخوا ۷ جریبه ده.
څه موده وړاندې یو ځايي اوسېدونکي ویلي و:« د طالبانو مخابراتو د نوي وزیر ګمارل کېدو سره د ده اړوند کسانو چې په ولایت کې د هغه استازی شرف الدین او د هلمند امنیه قومندانۍ د ځینو مسوولینو په ملتیا دا سیمه غضب کړې او اوس مهال شپه او ورځ یې پر چهاردېوالۍ کار روان دی.»
طالبانو که څه هم د غصب د مخنوي لپاره یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړی خو د دې کمېسیون د چارو په اړه خلک بېلابېلې نیوکې لري او وايي، دوی دا کمیسیون د خپلو سیاسي رقیبانو د جایدادونو د دولتي اعلانولو لپاره جوړ کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د هغه افغان ماشومانو شمېر په بېساري ډول لوړ شوی، چې خپل راتلونکی د کورنۍ لپاره د یوې ګوله ډوډۍ په پيدا کولو قرباني کوي. په سویلي حوزه کې د ماشومانو وضعیت تر پخوا ډېر خراب شوی او ګڼ ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.
په ټکنده غرمه کې د کندهار ښار په یوه څنډه کې یو ۱۳ کلن ماشوم یوې لاسي رېړۍ ته ولاړ دی او توکي پلوري. که څه هم د نوموړي د عمر نور ماشومان لا د ښوونځي کتابونو او یا هم د لوبو د میدانونو په فکر کې وي، دغه ماشوم په دوړو ککړ لاسونه او چاودې شونډې ولاړ دی؛ تر څو خلک ترې څه واخلي.
د هغه پر مخ د ماشومتوب د خوښیو پر ځای د ستړیا نښې ښکاري، کله چې له کاره د یوې شېبې لپاره وزګار شي، په خاموشۍ سره د سړک پر لور ګوري؛ داسې ښکاري لکه د خپل عمر له لاسه تللې نړۍ پسې چې نظر کوي.
هغه په ټیټ غږ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «هر سهار وختي راځم او تر ماښامه دلته بېنډۍ، بانجان، رومیان او نور توکي پلورم، ښوونځي ته نه ځم ځکه باید کار وکړم».
نن د جون ۱۲مه د ماشومانو د کار پرضد نړۍواله ورځ ده. نړۍ او د ماشومانو ملاتړي سازمانونه د یادې ورځې په مناسبت په داسې حال کې د ماشومانو د حقونو او خوندي راتلونکي په اړه خبرې کوي، چې د افغانستان په ګڼو برخو کې زرګونه ماشومان لا هم د ماشومتوب پر ځای د مزدورۍ دروند بار پر اوږو وړي.
که څه هم د وروستیو کلونو بشپړې او تازه رسمي شمېرې نهدي خپرې شوې؛ خو تېرکال د ماشومانو د ژغورنې صندوق ویلي و، چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر د وړم کال پرتله ۳۸ سلنه زیات شوی او په هېواد کې د بېوزلۍ لمن هم پراخه شوې ده.
د پخوانیو معلوماتو له مخې؛ یوازې په کندهار ولایت کې تر ۲۰زره زیات ماشومان په درنو او فزیکي کارونو بوخت دي، په داسې حال کې چې په کندهار او هلمند کې د دغه ماشومانو شمېر له ۴۰زرو اوښتی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د شمېرو له مخې؛ له هرو پنځو افغان ماشومانو یو یې کار کوي.
نړۍوال راپورونه هم ښيي، چې په افغانستان کې د ۵ تر ۱۴ کلونو عمر لرونکو ماشومانو شاوخوا ۲۲ سلنه په کار بوخت دي او بشري بنسټونه خبرداری ورکوي چې د اقتصادي کړکېچ له ژورېدو سره د ماشومانو د کار کچه نوره هم لوړه شوې ده.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په درنو کارونو د اخته ماشومانو په اړه شمېرې نه خپروي او یوازې دومره وایي، چې دوی زیات شمېر یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان په بازارونو، ورکشاپونو، هوټلونو، مارکېټونو، د خښتو په بټیو، کانونو او د سړکونو پر غاړو هره ورځ لسګونه ماشومان لیدل کېږي چې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره کار کوي.
د کندهار ښار په یوې بوختې څلورلارې د قاسم په نوم یو بل ماشوم د پلاستیکي بوتلونو یوه درنه بوجۍ پر اوږه وړي. لمر پرې نېغ لګېدلی او خولې یې پر مخ روانې دي. هغه وایي: «کله کله ټوله ورځ ګرځم؛ خو دومره پیسې پیدا نهکړم چې د کور ټول شیان پوره شي. خو مجبور یم مور مې وایي، هرڅه چې کېږي پیسې باید پيدا کړم».
ډېری کسان اقتصادي ستونزې، بېکاري او بېوزلي هغه عوامل یادوي، چې ګڼې کورنۍ یې دې ته اړې کړې چې خپل ماشومان کار ته ولېږي. ډېری کورنۍ وایي، که څه هم نه غواړي ماشومان یې په کم عمر کې مزدوري وکړي؛ خو د ژوند سختو شرایطو ورته بله لار نهده پرېښې.
د عبدالولي په نوم د کندهار یو اوسېدونکی چې درې ماشومان یې کار کوي وایي: «هیڅ پلار نه غواړي زوی یې د دوړو، ګرمۍ او سخت کار ترمنځ لوی شي؛ خو کله چې په کور کې ډوډۍ نهوي، انسان مجبورېږي، که ماشومان کار ونه کړي د کور لګښتونه نهشو برابرولای».
د ماشومانو کار یوازې اقتصادي ستونزه نهده؛ دا د هغوی پر روغتیا، زدهکړو او راتلونکي هم ژور اغېز کوي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، په ډېرو ورکشاپونو کې ماشومان له درنو وسایلو سره کار کوي، د تېلو، دوړو او ګواښونکو توکو ترمنځ ساعتونه تېروي او کله ناکله د سوځېدو، ټپي کېدو او ناروغیو له ګواښ سره مخ وي. خو تر فزیکي ستونزو لا لویه اندېښنه دا ده، چې ډېری دغه ماشومان له زدهکړو پاتې کېږي.
د ماشومانو د حقونو په برخه کې فعالان باور لري، چې د ماشومانو د کار د کمېدو لپاره یوازې شعارونه بسنه نهکوي. د دوی په اند د بېوزله کورنیو ملاتړ، د زدهکړو اسانتیاوې، د کار خوندي شرایط او اقتصادي فرصتونه هغه څه دي چې کولای شي ماشومان له بازارونو او سختو کارونو بېرته ټولګیو او د لوبو میدانونو ته راستانه کړي.
د ماشومانو د کار پر وړاندې د نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغان ماشومانو وضعیت لا هم د اندېښنې وړ بلل کېږي.