• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون غړی: موږ د مذاکراتو لوری ټاکو

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۱۸ GMT+۱

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمېسیون غړي فدا حسین مالکي ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت به د خبرو اترو په بهیر کې هماغسې ابتکاري عمل ولري لکه څنګه چې یې د جګړې په ډګر کې درلود.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، مالکي ویلي: «لکه څنګه چې د جګړې په ډګر کې ابتکاري عمل د اسلامي جمهوریت په لاس کې و، په مذاکراتو کې به هم همداسې وي او موږ به د هغو مسیر او لوری ټاکو.»

هغه زیاته کړې چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې باید داخلي اختلافات د درز او تفرقې لامل نه شي او داسې وضعیت رامنځته نه کړي چې مخالف لوري ترې ګټه پورته کړي.

د نوموړي په وینا، د هېواد د ملي ګټو او ستراتیژیکو موخو د خوندي کولو لپاره یووالی او همغږي مهمه ده او سیاسي اختلافات باید د ملي ګټو تر سیوري لاندې مدیریت شي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون د دغه غړي څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د وروستیو سیاسي تفاهمونو او راتلونکو خبرو اترو په اړه بحثونه دوام لري او دواړه لوري د راتلونکو مذاکراتو پر څرنګوالي تمرکز کوي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

بشرا ګوهر: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو لپاره په یوه سر‌‌‌ خلاصي زندان بدل شوی

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۱
بشرا ګوهر: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو لپاره په یوه سر‌‌‌ خلاصي زندان بدل شوی
100%

د بشري حقونو پښتنه فعاله بشرا ګوهر وایي، په افغانستان او پر ځانګړې ډول هرات ولايت کې د ښځو پر ضد د طالبانو لخوا د ځپنې عملیاتو غنده کوي او د افغانستان مېرمنو سره اوږه په اوږه ولاړه ده. هغې زیاته کړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو لپاره په یوه سر خلاصي زندان بدل شوی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د ملي جمهوری غورځنګ مشرې بشرا ګوهر افغانستان انټرنشل - پښتو ته وویل، «د هرات د ښځو پر ضد د ځپنې د عملیاتو غندنه کوم، د افغانستان او هرات ولس ته سلام وړاندې کوم چې دوی راپاڅېدلي او د طالبانو د دغه ناروا عمل پر وړاندې یې مزاحمت پيل کړی دی».

هغې د افغان مېرمنو سره د يووالي د څرګندونو ترڅنګ وويل، «په افغانستان کې د دوحې تړون وروسته د ترهګرې ټوپکمارې ډلې قبضه ده، هلته نه اساسي قانون شته، نه حکومت شته چې ولسي مشروعيت لري، د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان د ښځو لپاره په زندان بدل شوی دی».

بشرا ګوهر وويل، «د افغانستان ښځې زړورې دي چې د خپلو حقونو لپاره راپاڅېدلي او مبارزه یې پيل کړې ده پکار ده چې په دې ټوله سيمه کې سياسي مشران راپاڅي، د افغانستان مشران هم راپاڅي او د ښځو سره اوږه په اوږه ودريږي».

د طالبانو د کړنو په اړه اغلې ګوهر وويل، «پکار ده چې د طالبانو پر ضد د انصاف نړيواله محکمه کې قضيه وشي».

هغې د دوحې تړون د «جنايت کار تړون» په نوم ياد کړ چې له مخې به یې ترهګر په افغانستان کې اباديږي او د افغانستان پېژندګلو به له منځه ځي، دا د افغان ولس او ښځو پر ضد جګړه ده.

بشری ګوهر وويل، بايد په افغانستان کې يو مشروع حکومت جوړ شي، ښځو ته پکې حقونه ورکړل شي، زده کړې او ژوند د هر چا اساسي حق دی، څوک هم دا واک نه لري چې د خلکو څخه دا حق وتروړي.

د يادونې وړ ده چې په وروستيو کې د افغانستان په هرات ولايت کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له‌خوا د «حجاب نه مراعتولو» په تور ښځې نیول شوي، او بيا ښځو او عامو خلکو د دغه کړنې پر ضد لاريونونه کړي او په ځايي او نړیواله کچه د طالبانو دغه کړنې ته سخت غبرګون ويل شوی دی.

ملاله یوسفزۍ: طالبان ښځې ځپي خو بیا هم د ډیپلوماټیک شریک په توګه اروپا ته بلل کېږي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۲ GMT+۱
ملاله یوسفزۍ: طالبان ښځې ځپي خو بیا هم د ډیپلوماټیک شریک په توګه اروپا ته بلل کېږي
100%

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ ویلي، بروکسل ته د طالبانو د استازو بلنه او له دې ډلې سره د کډوالۍ د هوکړې په اړه خبرې یو ګواښونکی پیغام لېږدوي؛ داسې پیغام چې یو رژیم کولای شي افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول وځپي، خو بیا هم د یوه ډیپلوماټیک شریک په توګه منل کېږي.

ملاله یوسفزۍ په ایکس خواله رسنۍ په خپلو څرګندونو کې ویلي چې همدغه رژیم تېره اوونۍ په هرات کې لږ تر لږه دېرش ښځې او نجونې د هغوی د جامو د ډول له امله ونیولې. د هغې په وینا، طالبانو وروسته پر هغو خلکو هم ډزې وکړې چې د دغو نیونو پر ضد یې اعتراض کاوه، چې له امله یې یو ماشوم ووژل شو او یو شمېر نور کسان ټپیان شول.

هغې ټینګار کړی چې د طالبانو د «جنسیتي اپارتاید» نظام ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه حذف کړې دي. د هغې په وینا، طالبانو نجونې له زده‌کړو او ښځې له کار کولو منع کړې، د هغوی د تګ راتګ ازادي یې په جدي ډول محدوده کړې او ګڼې ښځې یې جبري ودونو ته اړ ایستلې دي.

ملالې یوسفزۍ ویلي چې اروپا باید له داسې رژیم سره د هوکړو پر امکان غور ونه کړي چې د نړۍ د بشري حقونو له تر ټولو جدي او ناوړه کړکېچونو څخه د یوه مسوول بلل کېږي.

هغې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت جدي ونیسي او د سیاسي او ډیپلوماټیکو تعاملاتو پر مهال د بشري حقونو موضوع له پامه ونه غورځوي.

ایران پر حبس محکوم ۱۶۴ نور افغان بندیان طالبانو ته وسپارل

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۱
ایران پر حبس محکوم ۱۶۴ نور افغان بندیان طالبانو ته وسپارل
100%

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون اداره وايي، د ایران دولت د حسن نیت پر بنسټ پر حبس محکوم د ۳ ښځو په ګډون ۱۶۴ افغان بندیان د هغوی په خوښه د نیمروز د ورېښمو پله لارې تېره ورځ افغانستان ته راولېږدول شول. خو په تهران کې د طالبانو سفارت بیا د دغو رالېږدول شویو بندیانو شمېر ۱۶۲ بولي.

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې رييس محمد یوسف مستري د دغه بهیر د عملي کېدو په موخه نیمروز ته په خپل سفر کې ویلي، دغه محکومین به د خپل حبس پاتې موده د دې ادارې تر چتر لاندې زندانونو کې تېره کړي.

محمد یوسف مستري زیاته کړه: «ما د نیمروز ولایت د زندان مسوولینو ته سپارښتنه کړې، څو له ایرانه رالېږدو شویو محبوسینو ته ډېره پاملرنه وکړي او د انساني او شرعي حقونو په نظر کې نیولو ورته لومړی روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او بیا ورته د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړي».

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې دا له ایرانه د افغان زندانیانو د رالېږد د دولسم پړاو لومړۍ جوپه وه او ټاکل شوې چې یو شمېر نور پر حبس محکوم افغانان هم له ایرانه خپل هېواد ته رالېږدول شي.

د دوغارون پولې له لارې ۴۰۸ افغان بندیان له ایران نه افغانستان ته لېږدول شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

خو له دې ټولو سره سره په تهران کې د طالبانو سفارت د وروستۍ جوپې د رالېږدول شویو زندانیانو شمېر ۱۶۲ تنه بولي، په داسې حال کې چې د طالبانو د زندانونو چارو د سمون اداره د دغو رالېږدول شویو شمېر ۱۶۴ بولي.

د بنديانو تبادله؛ یو ایرانی زنداني ایران ته او ۱۶۵ افغانان افغانستان ته انتقال شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې په تېرو پنځو ورځو کې له ایران څخه په درېیو پړاونو کې پر حبس محکوم شاوخوا ۷۳۵ افغان بندیان افغانستان ته رالېږدول شوي دي، خو په ایران کې لا هم سلګونه افغان بندیان پاتې دي او د بشري حقونو مدافعان له طالبانو غواړي چې په دغه هېواد پر اعدام د محکومو افغانانو د وضعیت له ارزونې وروسته د اعدام حکم پر حبس د بدلېدو او یا هم افغانستان د رالېږدول کېدو په تړاو هڅې وکړي. لا هم روښانه نه ده چې ایران به پر اعدام محکوم افغانان طالبانو ته وسپاري او که نه؟

هه‌نګاو: ایران په ۲۰۲۵ کال کې ۸۵ افغانان اعدام کړي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

ایران په ۲۰۲۵ کال کې ۸۵ افغانان او په ۲۰۲۴ کال کې بیا ۸۰ افغان بندیان اعدام کړي، چې دغې چارې بیا د نړۍوالو بشري حقونو د سازمانونو تُند غبرګونونه راپارولي وو.

ډونالډ ټرمپ: له ایران سره د هوکړې بشپړ متن به د جمعې له ورځې وروسته خپور شي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: له ایران سره د هوکړې بشپړ متن به د جمعې له ورځې وروسته خپور شي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره شوې هوکړه لاسلیک شوې ده او د دې هوکړې بشپړ متن به د جمعې ورځې د رسمي لاسلیک له مراسمو وروسته خپور شي.

ټرمپ دا څرګندونې د فرانسې په اویان ښار کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو(جي ۷) غونډې ته د رسېدو پر مهال خبریالانو ته وکړې. هغه وویل چې د هرمز تنګی تر یوه بریده بېرته پرانیستل شوی او تمه ده چې د جمعې تر ورځې په بشپړه توګه پرانیستل شي.

نوموړي د فرانسې له ولسمشرامانویل مکرون سره په ګډ حضور کې وویل چې لا روښانه نه ده چې دی به د جمعې په ورځ په جنیوا کې د هوکړې د رسمي لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي که نه، خو د امریکا مرستیال ولسمشرجې ډي وېنس به په دغو مراسمو کې حاضر وي.

ټرمپ وویل: «هوکړه په بشپړه توګه لاسلیک شوې ده. لکه څنګه چې پوهېږئ، تنګی اوس تر یوه حده پرانیستل شوی او د جمعې په ورځ به په بشپړه توګه پرانیستل شي.»

تر دې وړاندې د امریکا مرستیال ولسمشر ویلي وو چې دغه هوکړه د یکشنبې په ورځ په ډیجیټلي بڼه لاسلیک شوې او تر اوسه هېڅ ډول مالي سرچینې نه دي ازادې شوې.

کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې د تفاهم‌لیک متن به څه وخت خپور شي، هغه ځواب ورکړ: «ښايي ډېر ژر. له جمعې وروسته... زما په اند په ډېر نږدې راتلونکي کې.» د امریکا ولسمشر همداراز وویل چې پر تهران د لګېدلو بندیزونو هر ډول کمښت به د ایران په راتلونکو کړنو پورې تړلی وي. د هغه په وینا، که ایران هغه څه ترسره کړي چې باید ترسره یې کړي، نو د بندیزونو د کمېدو بهیر به پیل شي.

د خوړو نړیوال پروګرام: د مرستو کمښت تر ټولو ډېر افغان ښځې او ماشومان ځپي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۱
د خوړو نړیوال پروګرام: د مرستو کمښت تر ټولو ډېر افغان ښځې او ماشومان ځپي
100%

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبرداری ورکړی، چې نړیوالو مرسته کوونکو او تمویلونکو هېوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې دي او د دې وضعیت تر ټولو دروند اغېز او بار پر افغان مېرمنو او ماشومانو پرېوځي.

د دغې ادارې د افغانستان د څانګې مشر، جان ایلیف، یوې رسنۍ ته ویلي چې د نړیوالو مرستو کمېدو د میلیونونو اړمنو افغانانو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه وویل: «مرسته کوونکو له افغانستان څخه مخ اړولی او د دې کار اصلي منفي اغېز په رښتیا هم پر ښځو او ماشومانو دی، چې دا خورا زړه بوږنوونکی حالت دی.»

ایلیف د ۲۰۲۱ کال هغو ژمنو ته اشاره وکړه چې نړیوالې ټولنې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره کړې وې او ویې ویل چې اوس ګڼې افغان ښځې پوښتنه کوي چې هغه ژمنې او د نړیوالې ټولنې اعلان شوی پیوستون چېرته تللی دی.

د نوموړي په وینا: «په ۲۰۲۱ کال کې نړۍ له افغان ښځو سره د نه متزلزلېدونکي او تلپاتې پیوستون کلکه ژمنه کړې وه، خو نن په ۲۰۲۶ کال کې همدا افغان ښځې پوښتنه کوي چې هغه ژمنې او پیوستون اوس چېرته دی؟»

د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو کمښت د افغانستان د بېوزلو کورنیو لپاره یو جدي ګواښ بللی او خبرداری یې ورکړی چې که مرستې بېرته زیاتې نه شي، میلیونونه خلک به له لا ډېرو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ شي.

یادې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په اوسني حساس پړاو کې افغان میندې او ماشومان یوازې پرېنږدي او د بشري مرستو د دوام لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.