• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

پکتیکا کې د کور دروازې ته ایښودل شوي ماین چاودنې پلار او زوی ټپیان کړي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۱

د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکو ادعا کړې، چې په دغه ولایت کې د یوه سپین‌ږیري سړي د کور دروازې ته ماین ایښودل شوی و چې د چاودنې له امله یې پلار او زوی ټپیان شوي دي. دوی وایي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یاد سپین‌ږیری سهار وختي د خپل کور دروازه خلاصوله.

د دوی په وینا، له دروازې سره تړل شوی ماین وچاودېد او د کور خاوند او د هغه زوی یې ټپیان کړل.

دوی ادعا کوي چې د چاودنې تر شا شخصي دښمنۍ او غرضونه موجود دي. دوی وایي، د سیمې امنیتي وضعیت ته په کتو، دا ډول چاودېدونکي توکي د عامو خلکو له لاسرسي بهر دي او د دوی په باور «له سیمې د با نفوذه کسانو (طالبانو) له همکارۍ پرته د ماین ځای پر ځای کول ممکن نه دي».

تر اوسه د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه هم کره معلومات نه دي خپاره شوي.

د پېښې د دقیق ځای او څرنګوالي په اړه نور جزییات لا نه دي ترلاسه شوي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د پکتیکا د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

•
•
•

نور کیسې

پکتیا کې دولتي کارکوونکی: طالبانو دولتي کارکونکو ته ویلي چې ځیرک موبایلونه ونه کاروي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۳۳ GMT+۱
پکتیا کې دولتي کارکوونکی: طالبانو دولتي کارکونکو ته ویلي چې ځیرک موبایلونه ونه کاروي
100%

له پکتیا ولایت څخه یوه دولتي کارکونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالیږلي پیغام کې ویلي چې د طالبانو له لوري پر دولتي کارکوونکو د ځیرک موبایلونو کارول منع شوي او دغې پرېکړې ورته ورځنی کار لا سخت کړی دی.

د دغه کارکوونکي په وینا، د امر له لوري یې ورته ویل شوي چې له نن ورځې به یو ځانګړی فورم لاسلیک کوي چې یا به خپل ځیرک موبایلونه تسلیموي او یا به یې ماتوي.

نوموړی ادعا کوي چې د دې حکم د نه منلو په صورت کې به له دندې ګوښه او د طالبانو محکمو ته به معرفي شي.

هغه زیاتوي چې د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره اړ دی د هر ډول حکم اطاعت وکړي، خو په وینا یې دا ډول محدودیتونه د کار په بهیر منفي اغېز لري.

د دغه کارکوونکي په خبره، د دندې ډېرې چارې یې د ځیرک موبایل له لارې تنظیمېدې او د دې وسیلې له لرې کېدو سره به یې کارونه ډېر پیچلي او ستونزمن شي. هغه دا اقدام د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره په ټکر کې بولي.

طالبانو د دولتي کارکوونکو لپاره د زیرک موبایل کارول منع کړي او د نه منلو په صورت کې یې د قانوني اقدام او محکمې ته د سپارلو خبرداری ورکړی دی.

ځینې منتقدین په دې باور دي چې طالبان د دې لپاره د ځیرک موبایلونو کارول محدودوي چې د هغوی ناوړه کړنې او سرغړونې ثبت او مستندې نه شي.

د طالبانو جهادي اثارو ساتنې ته د یوې ښځې غبرګون: موږ د سولې یادګار ته اړتیا لرو، نه د جګړې

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۳۶ GMT+۱
د طالبانو جهادي اثارو ساتنې ته د یوې ښځې غبرګون: موږ د سولې یادګار ته اړتیا لرو، نه د جګړې
100%

یوه افغانه مېرمن چې مور یې د افغانستان د جګړو پرمهال وژل شوې، د طالبانو له لوري د جهادي اثارو د ساتنې قانون په غبرګون کې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي: «دغه قانون د جګړې د قربانیانو پر ټپونو د مالګې شېندلو معنا لري».

هغه وایي: «زه شپږ کلنه وم چې مور مې د جګړې پرمهال د راکټ لګېدو له امله ووژل شوه. هغه جګړې چې د جهاد تر نوم لاندې په افغانستان کې وشوې، زه یې د مور له سیوري بې‌برخې کړم او زما ژوند یې د تل لپاره بدل کړ».

د هغې په وینا؛ جګړې تل د افغانانو لپاره د درد، ویجاړۍ او قربانۍ لامل شوې دي. هغه زیاتوي: «هیڅ افغان له جګړو راضي نه‌دی. هر څوک چې د دغه جګړو قرباني شوی، هېڅکله به د جګړې عاملین ونه بښي».

دغه ښځه وايي، افغانان له لسیزو جګړو څخه یوازې تریخ او دردناک یادونه لري او ډېر کم کسان به وي چې له هغه دورې څخه ښه خاطره ولري. هغې د طالبانو له‌خوا د جهادي اثارو د ساتنې لياره د موزیم جوړولو په اړه وویل: «هیڅ افغان د جګړو له دورې ښه خاطره نه‌لري. موزیم باید د هغو شیانو لپاره جوړ شي، چې غواړو د ارزښت له مخې یې یاد تل پاتی وي؛ د علم، فرهنګ، هنر او پرمختګ لپاره نه د جګړې او ویجاړۍ لپاره».

نوموړې د افغانستان د جګړو دوره د هېواد «توره دوره» بللې او ټینګار یې کړی، چې د جګړې د ستاینې پرځای باید د قربانیانو یاد تازه وساتل شي او د داسې پېښو د تکرار مخه ونیول شي. د هغې په وینا: «موږ د سولې یادګار ته اړتیا لرو، نه د جګړو».

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو عدلیې وزارت د «جهادي اثارو د ساتنې قانون» د یادې ډلې د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له توشیح وروسته نافذ او خپور کړ. بلخوا په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې د دغه ولایت د عمومي موزیم او د جهادي اثارو د ساتنې موزیم لپاره د خوست په «بېرغ تپه» سیمه کې ۱۵ جریبه ځمکه تثبیت کړې ده.

افغان ځوان: «د خپل پلار د درملنې وس لرم خو یو هېواد هم ویزه نه را کوي»

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۰ GMT+۱
افغان ځوان: «د خپل پلار د درملنې وس لرم خو یو هېواد هم ویزه نه را کوي»
100%

یو افغان ځوان وایي، د خپل ۶۸ کلن ناروغ پلار د درملنې لپاره یې د هند او پاکستان د ویزو اخیستلو هڅه کړې، خو له تېرو څلورو میاشتو راهیسې نه دی توانیدلی چې ویزه واخلي. هغه وايي: «د پیسو لرلو سره سره د پلار د درملنې وس نه لرم».

هغه افغانستان انټرنشنل ته په خپل رالیږلي پیغام کې ویلي چې د هند د ویزې لپاره یې غوښتنه کړې وه، خو ورته ویل شوي چې باید له طبي شورا رسمي مکتوب وړاندې کړي، خو مکتوب یې نه دی ترلاسه کړی.

نوموړی همدارنګه زیاتوي چې د پاکستان ویزه که څه هم تر ۲۰۰۰ ډالرو پورې تمامېږي، خو دی نه دی توانیدلی چې ترلاسه یې کړي، ځکه د ده په وینا، دغه هېوادونه افغان پاسپورټ لرونکو ته ویزې نه ورکوي.

یاد ځوان وایي، چې د ویرې او ناتوانۍ له امله کورته نه شي تلای، ځکه په وینا یې د ناروغ پلار وضعیت او خپله بي وسي یې ځوروي.

یوه افغانه مور: د خپلې لور ناروښانه برخلیک ته هره ورځ اوښکې تویوم

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۱
یوه افغانه مور: د خپلې لور ناروښانه برخلیک ته هره ورځ اوښکې تویوم
100%

یوې افغانې مور افغانستان انټرنشنل پښتو ته په دغه رالېږلي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله د خپلې لور ناروښانه راتلونکې په اړه ژوره اندېښنه لري.

نوموړې ویلي، د لور یې لوی ارمان و چې زده‌کړې بشپړې کړي او خپلې ټولنې ته د خدمت جوګه شي؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره یې ټولې هیلې مړاوې شوې او خوبونه یې له‌منځه ولاړل.

هغې زیاته کړې، چې لور یې د زرګونه نورو افغان نجونو په څېر ورځ تر بلې نهیلې کېږي او دغه وضعیت ورته د زغملو نه‌دی. د دغه مور په وینا؛ د همدې اندېښنو له امله د شپې ارام خوب نه‌شي کولی او تل په دې فکر کې وي، چې څنګه خپله لور له دې تیارو او نهیلۍ وژغوري.

هغې ویلي: «موږ یوازې یو عادي ژوند، امنیت، زده‌کړې او د راتلونکي لپاره فرصت غواړو». نوموړې هیله څرګنده کړې، چې پیغام یې نړۍ ته ورسېږي او نړۍوال پوه شي چې د زده‌کړو له حقه د بې‌برخه شویو نجونو د شمېرو ترشا داسې له درده ډکې مېندې هم شته چې هره ورځ د خپلو لوڼو د ناروښانه برخلیک له امله اوښکې تویوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او نږدې پنځه کاله کېږي چې افغان نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو بې‌برخې دي.

شېرعلي ظريفي: د طالبانو محکمې د هغه د پور عريضې دوسيه په دوه نیم کاله کې وانه‌ورېده

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۰۷ GMT+۱
شېرعلي ظريفي: د طالبانو محکمې د هغه د پور عريضې دوسيه په دوه نیم کاله کې وانه‌ورېده
100%

د شېر علي ظريفي په نوم یوه کابل مېشتي ويلي، د پيسو د پور په اړه یې د طالبانو محکمې ته عريضه کړې، خو له دوه نیمو کلونو راهیسې یې د عريضې دوسيه نه‌ده اورېدل شوې. هغه زیاتوي، په همدې تړاو یې د طالبانو سترې محکمې ته عريضه وکړه، خو ورته وويل شول: «خپل نوبت ته منتظر اوسئ».

شېرعلي ظريفي په خپله‌فېسبوک‌پاڼه ليکلي، د پيسو د پور د ترلاسه کولو په لړ کې یې دوه نيم کاله وړاندې د مدافع وکيل له لارې د کابل د بګراميو محکمې ته عريضه وکړه او څه وخت مخکې یې بيا له محکمې د عريضې په اړه پوښتنه وکړه، نو ورته وویل شول: «ستا د دوسېې نوبت ۲۵۰م دی، تر اوسه پنځوس دوسېې اجرا شوي، ۲۰۰ لا پاتې دي، یا انتظار وباسه او یا سترې محکمې ته عارض شه چې نوبت دې رامخکې کړي».

هغه زیاتوي: «سترې محکمې ته مې عریضه وکړه چې دا څه حال دی؟ په څلورو کلونو کې پنځوس دوسېې؟ زه به شپاړس کاله نور انتظار باسم چې په ابتدایه محکمې کې نوبت راورسیږي، بیا مرافعه او تمیز، مطلب دا چې عدالت تعطیل دی، د خلکو غم وخورئ».

د هغه په وینا، له ډېر انتظار وروسته د طالبانو سترې محکمې یوازې دومره ورته ولیکل: «تاسو خپل نوبت ته منتظر اوسئ».

د شېر علي ظریفي د عریضې وروسته برخه
100%
د شېر علي ظریفي د عریضې وروسته برخه

هغه څرګنده کړې: «زما د تجربې مطابق: چې په یوه اداره کې چارواکو ته د کار د اجرا لپاره ودریدې، که کار ېې درته وکړ، احسان به ېې ګڼې او که خنډونه ېې درته جوړ کړل، وېې شړلې او وېې رټلې، عدالت به ېې ګڼې، نظام ته به اسلامي وایې او په هر حال به شکر باسې».
د یادونې وړ ده، چې دا یوازې د یوه کابل مېشتي روایت دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه‌تاییدوي.