• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جمېکا له امریکا سره د درېیمو هېوادونو د کډوالو د منلو په اړه خبرې کوي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۲۷ GMT+۱

د جمیکا هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د امنیت وزیر هوریس چانګ د سه شنبې په ورځ وویل چې جمیکا له واشنګټن سره په دې اړه خبرې کوي چې د نورو هېوادونو هغه کډوال ومني چې له امریکا څخه ایستل کیږي. هغه وویل، دا تړون لا هم نهایی شوی نه دی.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د کډوالو د پراخه ایستلو پروګرام پر مخ وړي او له څو هېوادونو سره تړونونه کړي چې د نورو هېوادونو هغه کډوال ومني چې امریکا یې له خپله هېواده باسي. د رویټرز د راپور له مخې، ځینې هېوادونه د دې کار په بدل کې مالي مرسته هم ترلاسه کوي.

ال سلواډور هېواد یې یوه بېلګه ده، چې له ۲۰۰ څخه زیات وینزویلايي کډوال یې د ترهګرۍ ضد زندان کې له څلورو میاشتو راهيسي ساتلي دي.

د جمیکا د لومړی وزیر مرستیال هورېس چانګ وویل: «دا یوازې د تفاهم یادداشت دی، نه یو قانوني او لازمي تړون».

هغه زیاته کړه چې:«د بشري حقونو درناوی زموږ اساسي اصل پاتې کېږي».

د رویټرز راپور زیاتوي: «د دې احتمالي تړون له مخې، جمیکا به د امریکا له خوا ایستل شوو کډوالو لپاره د لنډمهاله تم ځای په توګه وي. جمېکا به هرې دوې اوونۍ تر ۲۵ کسانو پورې ومني، خو په یو وخت کې به تر ۱۰ زیات کډوال نه ساتي. وروسته به هغوی یا بل هېواد ته او یا خپل اصلي هېواد ته ولېږدول شي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا موضوع مخکې د جمېکا ګلېنر ورځپاڼې هم راپور کړې وه او ویلي یې وو چې ښايي د دې تړون له مخې تر ۱۰ زرو پورې ایستل شوي کسان ومنل شي، خو چانګ وویل چې جمېکا د داسې کوم شمېر منلو سره موافقه نه ده کړې.

چانګ همداراز وویل چې امریکا به د دې پروګرام ټول لګښتونه او اړوند ترتیبات پر غاړه اخلي او هغه کسان چې جرمي سابقه ولري، جمېکا به یې و نه مني.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

•
•
•

نور کیسې

د نیویارک ښاروال: محرم د عدالت، خواخوږۍ او اخلاقي زړورتیا د ارزښتونو د یادونې میاشت ده

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۱ GMT+۱
د نیویارک ښاروال: محرم د عدالت، خواخوږۍ او اخلاقي زړورتیا د ارزښتونو د یادونې میاشت ده
100%

د امریکا د نیویارک ښاروال زهران ممداني، د محرم میاشتې په مناسبت ویلي چې دا میاشت مسلمانانو ته د عدالت، خواخوږۍ او اخلاقي زړورتیا هغه ارزښتونه ور په یادوي چې د خلکو او ټولنو د ژوند لارښوونه کوي.

زهران ممداني په خپل ایکس‌پاڼه کې د محرم په مناسبت پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې په نیویارک ښار او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مسلمانان د نوي هجري کال هرکلی کوي.

هغه په خپل پیغام کې ویلي: «محرم موږ دې ته رابولي چې د عدالت، خواخوږۍ او اخلاقي زړورتیا هغو ارزښتونو ته فکر وکړو چې زموږ په ژوند او ټولنو کې لارښود رول لري.»

د نیویارک ښاروال زیاته کړې چې د نوي کال په پیل سره باید خلک له یو بل سره د خپلو ژمنو د پیاوړتیا او د داسې ښار د جوړولو لپاره خپلې هڅې تازه کړي چې هر اوسېدونکی پکې له عزت، درناوي او فرصتونو څخه برخمن وي.

ملګري ملتونه: افغانان لا هم د نړۍ د بیا مېشتېدو اړتیا لرونکو کډوالو تر ټولو لویه ډله ده

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱
ملګري ملتونه: افغانان لا هم د نړۍ د بیا مېشتېدو اړتیا لرونکو کډوالو تر ټولو لویه ډله ده
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، چې په ۲۰۲۷ کال کې به شاوخوا ۲،۴ میلیونه کډوال د بیا مېشتېدو اړتیا ولري، خو فرصتونه ډېر کم دي. د ادارې په وینا، افغان کډوال لا هم د هغو کډوالو تر ټولو لویه ډله جوړوي چې د خوندي او دایمي حل لپاره د درېیم هېواد بیا مېشتېدو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي چې میلیونونه کسان لا هم د جګړو، ځورونې او ناامنۍ له امله خپلو هېوادونو پرېښودو ته اړ کېږي، خو د دوی د بیا مېشتېدو لپاره نړیوال امکانات د اړتیاوو په پرتله په چټکۍ سره کمېږي.

د راپور له مخې، که څه هم د ۲۰۲۷ کال لپاره د بیا مېشتېدو اړتیا د ۲۰۲۶ کال د اټکلونو په پرتله شپږ سلنه کمه ښودل شوې، خو دا کموالی د کډوالو د وضعیت د ښه کېدو معنا نه لري، بلکې د بېلابېلو هېوادونو د شرایطو د بدلونونو پایله ده.

راپور وایي چې په سوریه کې د ۲۰۲۴ کال له وروستیو راهیسې سیاسي بدلونونو ځینو کډوالو ته دا زمینه برابره کړې چې په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، خو د افغان کډوالو په اړه وضعیت بل ډول دی. د ادارې په وینا، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د شمېر کمېدل تر ډېره د هغو ستنېدنو له امله دي چې د سختو او نامناسبو شرایطو لاندې ترسره کېږي.

ملګري ملتونه وایي چې افغانان لا هم د هغو کډوالو تر ټولو لویه ډله ده چې د بیا مېشتېدو اړتیا لري. له افغانانو وروسته د سویلي سوډان، سوډان، سوریې او د بنګله‌دېش په کمپونو کې مېشت روهینګیا کډوال د بیا مېشتېدو تر ټولو اړتیا لرونکو ډلو کې شامل دي.

د راپور له مخې، د ختیځې او سویلي افریقا هېوادونه د کډوالو د بیا مېشتېدو تر ټولو لوړې اړتیاوې لري، ورپسې اسیا او ارام سمندر سیمه او بیا لوېدیځه او مرکزي افریقا راځي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د بیا مېشتېدو فرصتونه په داسې وخت کې کمېږي چې بشري اړتیاوې لا هم پراخې دي او میلیونونه کډوال له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې یوازې شاوخوا ۳۷ زره کډوال د ملګرو ملتونو په ملاتړ د بیا مېشتېدو پروګرامونو له لارې درېیمو هېوادونو ته لېږدول شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر یو کال مخکې له ۱۱۶ زرو څخه ډېر و.

راپور زیاتوي چې دغه کمښت نړیواله ټولنه له هغه هدف څخه لیرې کړې چې تر ۲۰۲۷ کال پورې د ۱۳۰ زرو بیا مېشتېدو ځایونو برابرول پکې په پام کې نیول شوي وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د دوامدارو حل‌لارو او ساحوي خوندیتوب د ملاتړ د څانګې مشرې، جکي کیګن ویلي: «د بیا مېشتېدو د ځایونو کمښت د پالیسۍ د بدلونونو، د منونکو هېوادونو له لوري د منلو د بهیر ځنډېدو، د شرایطو د سختېدو او د دوسیو د ډېر ځنډ له امله رامنځته شوی دی.»

هغې ټینګار کړی چې د بیا مېشتېدو پروګرام پراخول نه یوازې د زیان‌منو کډوالو د ساتنې لپاره مهم دي، بلکې پر کوربه هېوادونو فشار هم کموي او هغو کورنیو ته دایمي حل برابروي چې په خوندي ډول خپل هېواد ته نه شي ستنېدای.

راپور همدارنګه څرګندوي چې د نړۍ نږدې ۶۸ سلنه کډوال په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې ژوند کوي، چې له امله یې د دغو هېوادونو پر عامه خدمتونو او سرچینو فشارونه زیات شوي دي.

جکي کیګن ویلي: «د بیا مېشتېدو پراخول هم بېړنی او هم عملي اقدام دی. د کوټو زیاتول، د نورو هېوادونو ګډون او د دوسیو د ارزونې بهیر چټکول کولای شي دا ژوند ژغورونکې وسیله هغو کسانو ته ورسوي چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري.»

د ۱۹۵۱ کال د کډوالو د کنوانسیون د ۷۵مې کلیزې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له حکومتونو غوښتي چې د کډوالو د خوندیتوب لپاره خپلې ژمنې نوې کړي او د دوامدارو حل‌لارو لارې پراخې کړي.

ادارې ټینګار کړی: «بیا مېشتېدل خیرات نه دی، بلکې یو دوامدار حل دی چې راتلونکو نسلونو ته د بې‌ځایه کېدو د کړۍ په ماتولو کې مرسته کوي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ زیاتوي چې هغه کډوال چې په بریالیتوب سره بیا مېشتېږي، په خپلو نویو ټولنو کې اقتصادي او ټولنیزه ونډه اخلي او په عین حال کې په خپلو اصلي هېوادونو او د پناه په هېوادونو کې له خپلو خپلوانو سره هم مرستو ته دوام ورکوي.

په فرانسه کې د مانش کانال د کډوالو د مرګونې پېښې په تړاو ۱۴ کسان محاکمه کېږي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۳ GMT+۱
په فرانسه کې د مانش کانال د کډوالو د مرګونې پېښې په تړاو ۱۴ کسان محاکمه کېږي
100%

د فرانسې قضايي چارواکو اعلان کړی چې ۱۴ کسان، چې ډېری یې د افغانستان او عراق وګړي دي، د مانش کانال په اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو او د لږ تر لږه ۲۷ کسانو د مړینې په تړاو محاکمه کېږي.

د فرانسې څارنوالانو د سې‌شنبې په ورځ ویلي چې یاد کسان د «بشري قاچاق، غیرعمدي وژنې او په یوې منظمې جرمي شبکې کې د ګډون» په تور تر عدلي تعقیب لاندې دي.

دا دوسیه د ۲۰۲۱کال د نومبر میاشتې هغې خونړۍ پېښې ته ورګرځي چې پکې یوه ربړي کښتۍ د مانش کانال له لارې بریتانیا ته د تګ پر مهال ډوبه شوه.

د فرانسې د منظمو جرمونو د څارنوالۍ دفتر ویلي چې تورن کسان د دې شبکې په بېلابېلو برخو کې ښکېل وو؛ له کډوالو د لېږد او موټر چلولو نیولې تر دې چې د سفرونو د تنظیم او همغږۍ چارې یې ترسره کولې.

د راپورونو له مخې، د دې پېښې ډېری قربانیان عراقي کرد کډوال وو او اټکل کېږي چې څلور نور کسان لا هم ورک دي.

دا پېښه د مانش کانال له لارې د کډوالو د تګ راتګ په تاریخ کې تر ټولو مرګونې ثبت شوې پېښه بلل کېږي. هر کال زرګونه کډوال بریتانیا ته د رسېدو په موخه له همدې لارې د تېرېدو هڅه کوي.

د معلوماتو له مخې، ډېرو تورنو د دوی پر ضد لګېدلي تورونه رد کړي دي. یو شمېر عراقي کرد تورنو ویلي چې هغوی خپله هم کډوال وو او د بشري قاچاق په فعالیتونو کې یې ونډه نه لرله.

تر اوسه د محاکمې د پیل کره نېټه نه ده اعلان شوې.

د یادولو وړ ده چې فرانسه لا هم د هغو کډوالو لپاره یو له مهمو لارو څخه ده چې غواړي بریتانیا ته ځان ورسوي. د پاریس او لندن له ګډو امنیتي تدابیرو سره سره، یوازې تېر کال شاوخوا ۴۱ زره کسان د مانش کانال له لارې بریتانیا ته اوښتي دي.

د سویلي کوریا د ولسمشر غوښتنه: ټرمپ باید له شمالي کوریا سره د سولې هڅې رهبري کړي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۰ GMT+۱
د سویلي کوریا د ولسمشر غوښتنه: ټرمپ باید له شمالي کوریا سره د سولې هڅې رهبري کړي
100%

د سویلي کوریا ولسمشر لي جې میونګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې له شمالي کوریا سره د شته تاوتریخوالي د سوله ییز حل لپاره د ډیپلوماسۍ رهبري پر غاړه واخلي.

د سویلي کوریا د ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې دواړو مشرانو د سې شنبې په ورځ د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو یا «جي۷» د سرمشریزې په څنډه کې د ګروپي عکس اخیستلو پر مهال لنډې خبرې اترې وکړې.

د سویلي کوریا د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاندې کانګ یو-جونګ وویل چې په دې لیدنه کې ډونالډ ټرمپ له لي جې میونګ څخه د شمالي کوریا سره د اړیکو د اوسني حالت په اړه وپوښتل. د سویلي کوریا ولسمشر له ټرمپ څخه وغوښتل چې د شمالي کوریا د مسلې د سوله ییز حل لپاره خپلې هڅې داسې رهبري کړي، لکه څنګه چې یې په منځني ختیځ کې د جګړې د هواري لپاره کړې وې.

د ویاندې په وینا، ټرمپ په ځواب کې وویل چې د شمالي کوریا د مسلې د حل لپاره به کار وکړي.

ډونالډ ټرمپ د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ دورې په جریان کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره درې ځله لیدلي وو. په دې لیدنو کې په ۲۰۱۸ کال کې په سینګاپور کې تاریخي سرمشریزه، په ۲۰۱۹ کال کې په هانوي کې دویمه سرمشریزه او په هماغه کال کې د دواړو کوریاګانو ترمنځ په بې‌وسلې شوې سیمه کې لیدنه شامله وه، چېرته چې ټرمپ د امریکا لومړی برحال ولسمشر شو چې د شمالي کوریا خاورې ته یې ګام کېښود.

دغه ډیپلوماسي وروسته له هغې له ماتې سره مخ شوه چې د هانوي سرمشریزه د شمالي کوریا د اټومي پروګرام د بندولو او د امریکا په مشرۍ د بندیزونو د کمولو په اړه یوې موافقې ته ونه ورسېده. خو ټرمپ په وار وار له کیم جونګ اون سره د مستقیمې ډیپلوماسۍ د بیا پیلولو لیوالتیا ښودلې او تېره اونۍ یې په ټروت سوشل شبکه کې له نوموړي سره خپل یو زوړ او بې سرلیکه عکس هم خپور کړی و.

امریکايي څارنوالان د افغان بریدګر رحمان‌الله لکڼوال لپاره د اعدام غوښتنه کوي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱
امریکايي څارنوالان د افغان بریدګر رحمان‌الله لکڼوال لپاره د اعدام غوښتنه کوي
100%

د امریکا متحده ایالاتو څارنوالانو د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د رحمان‌الله لکڼوال په نوم د افغانستان د ۲۹ کلن وګړي لپاره به د اعدام سزا وغواړي. نوموړی د امریکا د ملي ګارد د یوه غړي د وژلو او د بل سرتېري د سخت ټپي کولو په تور تورن دی.

لکڼوال د سې‌شنبې په ورځ د واشنګټن فدرالي محکمې ته حاضر شو او له نویو تورونو سره مخ شو. که پر نوموړي دا تورونه ثابت شي، نو د اعدام د سزا مستحق کېدای شي.

هغه د ځان پر ضد ټول لګول شوي تورونه رد کړي او په محکمه کې یې ځان بې‌ګناه بللی دی.

نیویارک پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې نوموړی د زندان په نارنجي جامو کې، په داسې حال کې چې پر ویلچر ناست و، محکمې ته حاضر شو. د دغې رسنۍ د راپور له مخې، هغه د محکمې د غونډې پر مهال څو ځله په چټکۍ سترګې رپولې، له ځان سره یې ورو ورو خبرې کولې او کله ناکله به یې په وارخطا حالت کې شاوخوا ته کتل.

څارنوالان وايي چې لکڼوال د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۶مه نېټه د لوېدیځې ویرجینیا ایالت د ملي ګارډ ۲۰ کلنه سرتېرې سارا بکسټروم ووژله او د امریکا د هوايي ځواک او د لوېدیځې ویرجینیا د ملي ګارد غړی اندرو وولف یې سخت ټپي کړ.

د نوې دعوې له مخې، نوموړی له ۱۷ تورونو سره مخ دی چې په کې د ملي ګارد د یوه غړي قصدي او له مخکې پلان شوې وسله‌واله وژنه، د درېیو نورو کسانو د وژلو هڅه، د وژنې په نیت برید، د جرم د ترسره کولو لپاره له یوه ایالت څخه بل ایالت ته د وسلې لېږد او د تاوتریخوالي جرم پر مهال د اوروژونکې وسلې کارول شامل دي.

لکڼوال چې د افغانستان پخوانی کومانډو بلل کېږي، که د وژنې په تور محکوم شي، د اعدام له سزا سره مخ کېدای شي.

د امریکايي چارواکو په وینا، نوموړی له برید وروسته د ملي ګارد د دوو نورو غړو له خوا، چې په سیمه کې موجود وو، ودرول شو. دغو دوو سرتېرو پر هغه ډزې وکړې او د چاقو ګوزارونه یې هم پرې وکړل، چې له امله یې برید پای ته ورسېد.

څارنوالان همداراز ادعا کوي چې لکنوال د ۳۵۷ مګنوم ډوله غلا شوې تومانچې په لرلو سره له واشنګټن ایالت، چې د هغه د استوګنې ځای و، تر واشنګټن ډي‌سي پورې سفر کړی و څو دغه برید ترسره کړي.

پر نوموړي مخکې هم د وژنې، برید او وسلو پورې اړوند جرمونو تورونه لګېدلي وو، خو په هغو تورونو کې د اعدام سزا نه وه شامله. څارنوالانو ویلي وو چې هڅه کوي داسې نور تورونه هم ور زیات کړي چې د اعدام د غوښتنې قانوني زمینه برابره کړي.

اندرو وولف، چې په دغه برید کې سخت ټپي شوی و، وروسته روغ شو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس کلنۍ وینا ته هم ورغلی و.

سارا بکسټروم د پېښې په ورځ په خپله خوښه د هغو همکارانو پر ځای دنده ترسره کوله چې ماشومان یې لرل، څو هغوی وکولای شي رخصتي له خپلو کورنیو سره تېره کړي. نوموړې د برید له پېښې یوه ورځ وروسته، د شکرانې ورځې سره هم‌مهاله، خپل ژوند له لاسه ورکړ.