• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کندهار اوسېدونکي: طالبان سټیکر لرونکي موټر په زور پلیټ کوي او بې سټیکره موټر ازاد دي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۳۲ GMT+۱

د کندهار اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبان په ښار کې د هغو موټرو د تګ راتګ مخنیوی کوي، چې سټیکر شوې او غواړي دا موټر په زور پلیټ واخلي. د کندهار ددغو اوسېدونکو په وینا، د بې سټیکره او بې اسنادو موټرو تګ راتګ او فعالیت ته بیا هېڅ ستونزه نشته.

موټر لرونکي وايي، په کندهار کې ترافیک هغه موټر دروي، چې وړاندې د طالبانو د امر له‌مخې، سټیکر شوي وو.

دغه موټر لرونکي وايي، طالبانو یوځلې بیا امر کړی دی، چې سټیکر لرونکي موټر باید پلیټ واخلي او یا يي هم باید د فعالیت مخنیوی وشي.

د کندهار ښار اوسېدونکی صدیق الله وايي:«یو وار خو یې د سټیکر غم و، هغه مو چې سټیکر کړل اوس یې بیا د پلیټ غم دی. هره ورځ ترافیک ښار ته راوځي موټر نیسي. موږ ته وايي چې دا امر دی باید یا موټر ترافیکو کې ودروئ، یا یې باید د پلیټ پیسې تحویل کړئ او پلیټ به اخلئ».

موټر لرونکي وايي چې د اسنادو، نویو پلیټونو د اخیستلو او همدا رنګه د تېرو کلونو د محصول د پاتې شونو(باقیاتو) لګښتونه د خلکو له اقتصادي توانه پور ته دي.

دوی وايي، یا دې د پلیټونو بیې راکمې شي او یا دې هم د ترافیکو اداره د پیسو د یو ځل ورکړې پر ځای د قسطونو زمینه برابره کړي.

د کندهار اوسېدونکی محمدالله وايي:«یو عادي موټر لپاره موقت نمبر پلیټ اخیستل د ټولو ستړیاوو سربیره تقریبا ۱۸زره افغانۍ لګښت لري چې په دې خراب اقتصادي وضعیت کې د هر چا د وس کار نه دی، نو که دا پیسې په قسطونو شي هم یو چاره به وشي.»

د ترافیکو د معلوماتو له‌مخې، د موټر د هر سلنډر پر سر ۴ څلور زره افغانۍ اخېستل کېږي، چې په دې توګه یو عادې موټر باید له نورو لګښتونو پرته یوازې ۱۶زره بانکي تعرفه تسلیم کړي.

پر همدغه مهال د کندهار اوسېدونکي د طالبانو د دوه ګونې او غیرقانوني چلند په اړه هم شکایت کوي. دوی وايي، چې په کندهار کې تقریبا ۶۰ سلنه غیرقانوني، غیر سټیکر شوي او بې اسناده موټر ګرځي، خو طالبان او ترافیک د دغو موټرو د مخنیوي لپاره هېڅ تګ لاره نه لري.

وړاندې له دې هم په کندهار کې د موټرسایکلونو د ثبت پر سر د خلکو شکایتونه راپورته شوي وو او طالبانو د هر عادي موټر د ثبت پر سر له خلکو تر ۷زره افغانیو پیسې اخیستلې.

د کندهار اوسېدونکي وايي، طالبان دې د مالیاتو اخیستلو او منظم ترافیکي سیستم جوړولو په برخه کې اصلاحات رامنځته کړي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

•
•
•

نور کیسې

د تهران په زندانونو کې څه کم دوه زره تنه افغانان د بند شپې سبا کوي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۱
د تهران په زندانونو کې څه کم دوه زره تنه افغانان د بند شپې سبا کوي
100%

د ایران د پلازمېنې تهران په زندانونو کې یو زر او ۹۳۱ تنه بهرني وګړي بندیان دي، چې یو زر او ۸۵۹ تنه پکې افغانان دي. دغه زندانیان ډېری د اسنادو نشتوالي له امله په زندانونو کې شپې سبا کوي.

د تهران د عدلیې عمومي رییس له اوین زندان نه د لیدنې پرمهال ویلي، چې دمګړۍ د تهران په زندانونو کې یو زر او ۹۳۱ تنه بهرني وګړي بندیان دي، چې یو زر او ۸۵۹ تنه پکې افغانان دي.

د نوموړي په وینا، ددغو زندانیانو ډېری برخه د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله زندانیان دي او تر قضايي بهیر وړاندې باید د هغوی غیر قانوني استوګنه و څیړل شي.

هغه ټینګار کړی، چې بهرني بندیان باید تر سزا وروسته له څار پرته خوشې پرېنښودل شي.

طالبانو تر دې مهاله ددغو افغانانو د اسنادو او د هغوی د ستونزې د حل په برخه کې د اقدام په تړاو څه نه دي ویلي. خو په تېرو څو ورځو کې ګڼ په وړو جرمونو تورن افغانان د بند د پاتې مودې تېرولو لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

په بشري حقونو او نړیوالو چارو کې د ایران د عدلیې مرستیال وزیر عسکر جلالي د معلوماتو له مخې، د ایران په زندانونو کې د دوه زره او ۲۰۶ افغان بندیانو د لېږد قضیې څیړل شوې، چې په پای کې ۱۲۰۶ کسان افغانستان ته د لېږد وړ ګڼل شوي او ستره برخه یې په ۱۲ جوپو کې افغانستان ته استول شوي دي.

ایران په ۲۰۲۵ کال کې ۸۵ افغانان او په ۲۰۲۴ کال کې ۸۰ افغان بندیان اعدام کړل.

په دغو بندیانو کې ډېری د نشه يي توکو په قاچاق تورن شوي وو.

د طالبانو د هلمند مرستیال والي ایراني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۰۸ GMT+۱
د طالبانو د هلمند مرستیال والي ایراني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي
100%

د طالبانو د هلمند ولایت مرستیال والي رحیم الله محمود د ایران د سویلي خراسان د سوداګرو او د هلمند د اقتصادي پلاوي ترمنځ په یوه غونډه کې ویلې، چې د ایران او افغانستان اقتصادي اړیکې باید د سوداګرۍ له پړاو څخه د ګډو پانګونو کچې ته وغځول شي.

نوموړي ویلي چې د هېوادونو اقتصادي پرمختګ د سوداګرو او پانګه والو له رغنده فعالیتونو سره تړاو لري او هغه هېوادونه چې پیاوړي اقتصادي فعالان ولري، د ودې او ابادۍ لاره په چټکۍ طی کوي.

د طالبانو د هلمند د والي مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې د دوی د ادارې له حاکمېدو او د امنیت له ټینګېدو وروسته د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو لپاره مناسب شرایط برابر شوي او اوس د ایران په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا ښه فرصت موجود دی.

هغه له ایراني سوداګرو او پانګه والو غوښتي، چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي، ځکه دده په وینا، دا کار به د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا سبب شي.

محمود ویلي، چې که څه هم د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې د منلو وړ دي، خو اوس اړتیا ده چې د سوداګرۍ ترڅنګ د ګډو پانګونو کچه هم لوړه شي. د ده په وینا، د افغانستان ډېری ودانیز مواد، سمنټ، اوسپنیز توکي او نور عمراني اړتیاوې له ایران څخه راوړل کیږي.

هغه زیاته کړې چې د کرنې، پروسس صنعتونو، روغتیا، زده کړو، ټکنالوژۍ او عمراني پروژو په برخو کې د پانګونې پراخ فرصتونه شته او ایراني پانګه وال کولای شي له دغو امکاناتو ګټه واخلي.

نوموړي د اقتصادي هوکړو د عملي کېدو لپاره د ګډو تخصصي کمېټو او عملي پروګرامونو پر جوړېدو ټینګار کړی او د ایران د جنوبي خراسان چارواکي او اقتصادي فعالان یې هلمند ته د سفر لپاره بللي دي.

طالبان: دوو ایراني شرکتونو د برېښنا دتولید او تجهیزاتو په برخه کې د پانګونې لیوالتیا ښودلې

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۲ GMT+۱
طالبان: دوو ایراني شرکتونو د برېښنا دتولید او تجهیزاتو په برخه کې د پانګونې لیوالتیا ښودلې
100%

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت اجراييوي مشر عبدالحق همکار د دوو ایراني شرکتونو له مسولینو سره د برېښنا د تولید، تجهیزاتو او برېښنايي شبکو اړوند د پانګونې په اړه خبرې کړي. نوموړي ویلي، چې دغه دوه شرکتونه دبرېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.

عبدالحق همکار د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۷مه) د برېښنا د تولید او برېښنایي تجهیزاتو په برخه کې پانګونه د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمه یاده کړې.

نوموړي‌ زیاته کړې، چې د دغه دوو شرکتونو مسولینو د برېښنایي تجهیزاتو د تولید او پلور په برخه کې خپل وړاندیزونه هم له دوی سره شریک کړل.

طالبانو ویلي، چې د دوه اړخیزو هوکړو د ترسره کولو لپاره به د یادوو شرکتونو له مسولینو سره د تخنیکي‌ چارو، پلانونو او همغږۍ نورې ناستې هم تر سره شي.

د پاکستان له خوا د جلال اباد- تورخم د ۷۳ کیلومتره سړک نیمګړې پروژه طالبانو پیل کړه

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۴۲ GMT+۱
د پاکستان له خوا د جلال اباد- تورخم د ۷۳ کیلومتره سړک نیمګړې پروژه طالبانو پیل کړه
100%

د طالبانو ټولګټو وزارت خبر ورکړ، چې د جلااباد- تورخم ۷۳ کیلومتر سړک د قیر اچونې چارې یې یو خصوصي سکټور ته ورکړي. وړاندي طالبانو ویلي، چې څه باندې ۱۶ کاله مخکې پاکستان د دغه ۷۵ کیلومتره سړک د جوړونې کار پيل کړی و، چې بشپړ یې نه کړ او څو ځله یې چارې نیمګړې پرېښودې وې.

د طالبانو ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، چې د دغه سړک د جوړنې چارې یې د څه باندې ۸۴۸ مېلیونه افغانیو په ارزښت یو خصوصي شرکت ته ورکړي. حق شناس زیاته کړې، چې د دې پروژې چارې به په ۲۲ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

طالبانو دغه سړک د هېواد له مهمو سوداګریزو لارو ګڼلی او د توکو او کرنیزو محصولاتو په لېږد کې یې مهم یاد کړی دی.

وړاندې د طالبانو د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني ننګرهار ته د سفر پر مهال ویلي وه: « که پاکستان د جلال اباد-تورخم لویې لارې د دوهمې کرښې د جوړولو کار بشپړ نه کړي، نو دا کار به دوی وکړي».

هغه مهال طالبانو زیاته کړې: «د دې ۷۵ کیلومتره سړک د جوړولو کار ۱۶ کاله وړاندې د پاکستان په مالي مرسته پیل شو، خو لا تر اوسه بشپړ شوی نه دی».

د پاکستان حکومت هم مخکې ویلي وه، چې د دغه سړک د جوړونې لپاره یې ۵۰۰ مېلیونه پاکستانۍ کالداري ځانګړي او د جوړونې چارې یې هم يو پاکستانۍ ساختماني کمپنۍ ته سپارلې وې، خو د طالبانو په خبره د سړک تر نیمايي کار لا هم بشپړ شوی نه دی.

اوچا: د بودجې له سخت کموالي سره د افغانستان بشري مرستې له جدي ګواښ سره مخ دي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۰۶ GMT+۱
اوچا: د بودجې له سخت کموالي سره د افغانستان بشري مرستې له جدي ګواښ سره مخ دي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د بودجې ستر کسر د افغانستان د بشري مرستو بهیر له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. د دې ادارې په وینا، د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان لپاره له اړینو ۱،۷۱ میلیارد ډالرو څخه یوازې ۲۶۹ میلیون ډالر ترلاسه شوي.

اوچا په خپل راپور کې ویلي چې میلیونونه افغانان لا هم د خوړو له کمښت، اقتصادي ستونزو، اقلیمي افتونو، بې‌ځایه کېدو او د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ دي، خو د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره شته بودجه په بې‌ساري ډول کمه ده.

د راپور له مخې، د مې میاشتې تر پایه د افغانستان د بشري مرستو پلان یوازې ۱۶ سلنه تمویل شوی او لا هم ۱،۴۴ میلیارد ډالره بودجوي تشه موجوده ده. اوچا وایي چې دا اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱۰ میلیون ډالره کمه مرسته ده، حال دا چې بشري اړتیاوې لا هم په لوړه کچه پاتې دي.

سره له دې، بشري بنسټونو د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ شاوخوا ۴،۷ میلیون کسانو ته لږ تر لږه یوه اندازه مرسته رسولې ده. له دې ډلې څه باندې ۴۳۵ زره کسانو په یو وخت کې له درې یا زیاتو برخو څخه مرستې ترلاسه کړې دي.

راپور ښيي چې د خوراکي توکو مرستې د ټولو مرستو نږدې دوه پر درېیمه برخه جوړوي او یوازې د روان کال په لومړۍ ربع کې نږدې درې میلیون کسان ترې برخمن شوي دي. همدارنګه، مرستندویه ادارو په ۳۳ ولایتونو کې ۲،۳ میلیون کسانو ته د نغدو پیسو او کوپنونو په بڼه ۲۰،۳ میلیون ډالر وېشلي دي.

اوچا خبرداری ورکوي چې د بودجې کمښت لا دمخه پر عملیاتو اغېز کړی او یو شمېر ادارې اړې شوي چې خپل پروګرامونه محدود کړي. د راپور په وینا، که اضافي بودجه برابره نه شي، ګڼ شمېر اړمن کسان به له پلان شویو مرستو بې‌برخې پاتې شي.

راپور په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د زده کړو، کار او ټولنیز ژوند پر وړاندې محدودیتونو د هغوی زیان‌ کچه لا زیاته کړې او د بشري مرستو اړتیا یې پراخه کړې ده.

ختیځ افغانستان؛ د جګړې، سېلابونو او بې‌ځایه کېدو تر فشار لاندې

اوچا د ننګرهار او کونړ ولایتونو وضعیت ته په اشارې ویلي چې د افغانستان ختیځې سیمې د څو پرله‌پسې بحرانونو له اغېزو کړېږي. د ادارې د افغانستان د دفتر مشرې اېمي مارټین د مې میاشتې په ترڅ کې دغو ولایتونو ته سفر کړی او هلته یې له زیانمنو کورنیو، سیمه‌ییزو چارواکو او مرستندویه بنسټونو سره لیدنې کړې دي.

د راپور له مخې، په کونړ کې د تېر کال زلزلې، د د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته نښتو او وروستیو تاوتریخوالو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي. کورونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او سړکونه زیانمن شوي او یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي یا بې‌ځایه شوي دي.

اېمي مارټین د جګړې ځپلو سیمو د لیدنې پر مهال ویلي: «خلک په ویره کې ژوند کوي.» هغې زیاته کړې چې ښځو په ځانګړې توګه د ناامنۍ او رواني فشارونو تر سیوري لاندې د خپلو کورنیو د ساتنې ستونزې ورسره شریکې کړې دي.

نوموړې د اوربند غوښتنه کړې او پر ټولو ښکېلو لورو یې غږ کړی چې نړیوال بشردوستانه قوانین رعایت کړي او ملکي وګړي او مرستندویه کارکوونکي په نښه نه کړي.

په ننګرهار کې بیا وروستیو سېلابونو ګڼې کورنۍ بې‌ځایه کړې دي. د راپور له مخې، خلکو خپل کورونه، د اوبو سرچینې او د عاید وسیلې له لاسه ورکړي او ډېری یې اوس په لنډمهالو سرپناه‌وو یا کرنیزو ځمکو کې ژوند کوي.

اوچا وایي چې د ختیځ افغانستان مرستندویه بنسټونه له سخت مالي فشار سره مخ دي. د جلال‌اباد په یوه همغږۍ غونډه کې ادارو خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت د خوراکي مرستو، د راستنېدونکو د ملاتړ او نورو حیاتي پروګرامونو د محدودېدو لامل شوی دی.

اېمي مارټین ټینګار کړی چې د افغانستان د بشري مرستو پلان لا هم په جدي ډول کم تمویل شوی او د ژوند ژغورونکو مرستو دوام د اضافي او دوامدارې بودجې له برابرېدو سره تړلی دی.

هغې ویلي، د اړتیاوو کچه د مرستو د رسولو تر وړتیا ډېره په چټکۍ لوړېږي او که تاوتریخوالی کم نه شي او مرستې زیاتې نه شي، د ختیځ افغانستان د خلکو دایمي رغونه به له جدي خنډونو سره مخ پاتې شي.

اوچا په خپل راپور کې خبرداری ورکړی چې میلیونونه افغانان د یوه بل ناڅرګند کال له خطر سره مخ دي او د اړتیاوو او شته مرستو ترمنځ واټن ورځ تر بلې پراخېږي.