اوچا په خپل راپور کې ویلي چې میلیونونه افغانان لا هم د خوړو له کمښت، اقتصادي ستونزو، اقلیمي افتونو، بېځایه کېدو او د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ دي، خو د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره شته بودجه په بېساري ډول کمه ده.
د راپور له مخې، د مې میاشتې تر پایه د افغانستان د بشري مرستو پلان یوازې ۱۶ سلنه تمویل شوی او لا هم ۱،۴۴ میلیارد ډالره بودجوي تشه موجوده ده. اوچا وایي چې دا اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱۰ میلیون ډالره کمه مرسته ده، حال دا چې بشري اړتیاوې لا هم په لوړه کچه پاتې دي.
سره له دې، بشري بنسټونو د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ شاوخوا ۴،۷ میلیون کسانو ته لږ تر لږه یوه اندازه مرسته رسولې ده. له دې ډلې څه باندې ۴۳۵ زره کسانو په یو وخت کې له درې یا زیاتو برخو څخه مرستې ترلاسه کړې دي.
راپور ښيي چې د خوراکي توکو مرستې د ټولو مرستو نږدې دوه پر درېیمه برخه جوړوي او یوازې د روان کال په لومړۍ ربع کې نږدې درې میلیون کسان ترې برخمن شوي دي. همدارنګه، مرستندویه ادارو په ۳۳ ولایتونو کې ۲،۳ میلیون کسانو ته د نغدو پیسو او کوپنونو په بڼه ۲۰،۳ میلیون ډالر وېشلي دي.
اوچا خبرداری ورکوي چې د بودجې کمښت لا دمخه پر عملیاتو اغېز کړی او یو شمېر ادارې اړې شوي چې خپل پروګرامونه محدود کړي. د راپور په وینا، که اضافي بودجه برابره نه شي، ګڼ شمېر اړمن کسان به له پلان شویو مرستو بېبرخې پاتې شي.
راپور په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د زده کړو، کار او ټولنیز ژوند پر وړاندې محدودیتونو د هغوی زیان کچه لا زیاته کړې او د بشري مرستو اړتیا یې پراخه کړې ده.
ختیځ افغانستان؛ د جګړې، سېلابونو او بېځایه کېدو تر فشار لاندې
اوچا د ننګرهار او کونړ ولایتونو وضعیت ته په اشارې ویلي چې د افغانستان ختیځې سیمې د څو پرلهپسې بحرانونو له اغېزو کړېږي. د ادارې د افغانستان د دفتر مشرې اېمي مارټین د مې میاشتې په ترڅ کې دغو ولایتونو ته سفر کړی او هلته یې له زیانمنو کورنیو، سیمهییزو چارواکو او مرستندویه بنسټونو سره لیدنې کړې دي.
د راپور له مخې، په کونړ کې د تېر کال زلزلې، د د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته نښتو او وروستیو تاوتریخوالو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي. کورونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او سړکونه زیانمن شوي او یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي یا بېځایه شوي دي.
اېمي مارټین د جګړې ځپلو سیمو د لیدنې پر مهال ویلي: «خلک په ویره کې ژوند کوي.» هغې زیاته کړې چې ښځو په ځانګړې توګه د ناامنۍ او رواني فشارونو تر سیوري لاندې د خپلو کورنیو د ساتنې ستونزې ورسره شریکې کړې دي.
نوموړې د اوربند غوښتنه کړې او پر ټولو ښکېلو لورو یې غږ کړی چې نړیوال بشردوستانه قوانین رعایت کړي او ملکي وګړي او مرستندویه کارکوونکي په نښه نه کړي.
په ننګرهار کې بیا وروستیو سېلابونو ګڼې کورنۍ بېځایه کړې دي. د راپور له مخې، خلکو خپل کورونه، د اوبو سرچینې او د عاید وسیلې له لاسه ورکړي او ډېری یې اوس په لنډمهالو سرپناهوو یا کرنیزو ځمکو کې ژوند کوي.
اوچا وایي چې د ختیځ افغانستان مرستندویه بنسټونه له سخت مالي فشار سره مخ دي. د جلالاباد په یوه همغږۍ غونډه کې ادارو خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت د خوراکي مرستو، د راستنېدونکو د ملاتړ او نورو حیاتي پروګرامونو د محدودېدو لامل شوی دی.
اېمي مارټین ټینګار کړی چې د افغانستان د بشري مرستو پلان لا هم په جدي ډول کم تمویل شوی او د ژوند ژغورونکو مرستو دوام د اضافي او دوامدارې بودجې له برابرېدو سره تړلی دی.
هغې ویلي، د اړتیاوو کچه د مرستو د رسولو تر وړتیا ډېره په چټکۍ لوړېږي او که تاوتریخوالی کم نه شي او مرستې زیاتې نه شي، د ختیځ افغانستان د خلکو دایمي رغونه به له جدي خنډونو سره مخ پاتې شي.
اوچا په خپل راپور کې خبرداری ورکړی چې میلیونونه افغانان د یوه بل ناڅرګند کال له خطر سره مخ دي او د اړتیاوو او شته مرستو ترمنځ واټن ورځ تر بلې پراخېږي.