• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو خبرداری؛ د طالبانو د زوجینو د تفریق تګلاره د نړیوالو مکلفیتونو خلاف ده

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو له طالبانو غوښتي چې د زوجینو د تفریق په اړه خپله نوې اصولنامه بېرته واخلي او د ښځو او ماشومانو د خوندیتوب لپاره نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزارت له‌خوا د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې صادر شوی د «زوجینو د تفریق اصولنامه» ښځې او نجونې د ناوړه استفادې، زور زیاتي او استثمار له ګواښ سره مخ کوي او ښایي د افغانستان پر شیعه او نورو مذهبي لږکیو هم منفي اغېز وکړي.

کارپوهانو ویلي، که څه هم طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د واده لپاره د «بالغې ښځې» رضایت لازمي بللی و، خو نوی اصولنامه په عملي ډول د ماشوم‌واده د منلو زمینه برابروي.

د اعلامیې له مخې، فرمان سرپرستانو او کورنیو ته د واک د ناوړه استفادې پراخ فرصتونه ورکوي او د نجونو لپاره یې دا نږدې ناشونې کړې چې د کورني تاوتریخوالي یا جبري واده پر وړاندې شکایت وکړي.

کارپوهانو ویلي: «دا فرمان د سرپرستانو له لوري د واک د ناوړه استفادې احتمال زیاتوي او نجونې داسې وضعیت ته ټېل وهي چې د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې نه شي درېدلای. د فرمان ځینې مادې ماشوم ته اجازه ورکوي چې د بلوغ له رسېدو وروسته د بېلتون غوښتنه وکړي، خو دا په خپله د دې اعتراف دی چې ماشوم له پیله د واده له خطره نه دی خوندي شوی.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو زیاته کړې چې دغه وضعیت نجونې د کلونو لپاره د فزیکي، رواني، جنسي او اقتصادي زیانونو له خطر سره مخ کوي.

دوی همداراز اندېښنه څرګنده کړې چې فرمان د هغو ښځو لپاره چې د مېړونو یا د هغوی د کورنیو له لوري له تاوتریخوالي سره مخ دي، د عدالت غوښتنه او د بېلتون ترلاسه کول خورا ستونزمن یا ان ناممکن ګرځوي.

په اعلامیه کې راغلي چې که څه هم فرمان ځینې داسې موارد یادوي چې ښځه پکې د بېلتون غوښتنه کولی شي، لکه نه جوړېدل، د مېړه ورکېدل، سرغړونه او مذهبي دلایل، خو دغه مفاهیم په قانون کې روښانه تعریف شوي نه دي.

کارپوهانو ویلي: «په ظاهري بڼه داسې ښکاري چې دا فرمان د ښځو او نجونو د ساتنې لپاره ملي لارښوونې رامنځته کوي، خو په عمل کې دغه مادې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیضي چلند او تعصب له امله بې‌اغېزې شوې دي، لکه د طالبانو د نورو ګڼو تګلارو په څېر.»

د ملګرو ملتونو متخصصینو ټینګار کړی چې افغانستان لا هم د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون، د ماشوم د حقونو کنوانسیون او د شکنجې ضد نړیوالو تړونونو ته ژمن دی او باید د دغو تړونونو مکلفیتونه عملي کړي.

دوی ویلي چې اوس مهال طالبان د ښځو او نجونو پر تګ راتګ، زده‌کړو او کار سخت محدودیتونه لګولي، چې له امله یې ښځې نه شي کولی حتی هغه محدود حقوق هم عملي کړي چې په دغه فرمان کې ورته اشاره شوې ده.

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د کورني تاوتریخوالي ثابتول د ښځو لپاره خورا ستونزمن شوي دي. د دوی په وینا، د منځګړیتوب او شاهدانو شرط ښځې دې ته اړ کوي چې له غچ اخیستنې وډارېږي او له تاوتریخوالي ډکو ودونو څخه د تېښتې جرات ونه کړي.

دوی زیاته کړه: «دا وضعیت د طالبانو د ۱۲م فرمان له امله لا پسې خراب شوی، ځکه هغه فرمان مېړونو ته اجازه ورکوي چې د کورنۍ په چوکاټ کې د خپلې مېرمنې او ماشومانو پر وړاندې فزیکي زور وکاروي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو غوښتي چې د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو له مخې خپلې ژمنې عملي کړي، ښځې او ماشومان له تاوتریخوالي خوندي کړي او د ښځو پر وړاندې تبعیضي مادې لغوه کړي.

د اعلامیې په پای کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو متخصصین د طالبانو د ۱۸م فرمان په اړه د یوې هر اړخیزې او تفصیلي حقوقي ارزونې پر چمتو کولو بوخت دي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د خوست د سورکاڼي د سرو زرو کان یوه خصوصي شرکت ته وسپاره

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۶ GMT+۱
طالبانو د خوست د سورکاڼي د سرو زرو کان یوه خصوصي شرکت ته وسپاره
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي په سیمه کې د سرو زرو د یوه کان د استخراج پنځه کلن تړون لاسلیک کړ. دغه تړون د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي په ۲۸مه نېټه د یاد وزارت طالب وزیر هدایت‌الله بدري او د یوه خصوصي شرکت ترمنځ کابل کې لاسلیک شو.

د کانونو او پټرولیم طالب وزیر د تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې د دغه کان مساحت شاوخوا ۶۱۸متره مربع دی او تړون یې د پنځو کلونو لپاره اعتبار لري. د هغه په وینا، قراردادي شرکت ژمنه کړې چې پر دغې پروژې باندې به په ټولیزه توګه تر ۸۰۲ میلیونه او ۴۷۶ زره ډېرې افغانۍ پانګونه وکړي او د سیمې خلکو ته به ټولنیز خدمات وړاندې کړي.

د قراردادي شرکت مشر په دې مراسمو کې ژمنه وکړه چې په تړون کې شوې ټولې ژمنې به عملي کوي او د پروژې چارې به په بشپړې روڼتیا او ټاکلي وخت ترسره کوي. د دغه تړون له مخې، د خوست ولایت د سرو زرو په دغه کان کې د طالبانو د حکومت برخه ۶۰ سلنه ټاکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په دې وروستیو کې د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ د سمنټو د تولید تړون هم د ۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت له ایبک سمنټ شرکت سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک کړی دی. د دغه تړون له مخې، قراردادي شرکت به په هر ټن سمنټو کې ۲۰۰ افغانۍ د طالبانو ادارې ته د امتیاز په توګه ورکوي.

د طالبانو د کانونوو پر قراردادونو نیوکې دي چې د ورکړې بهیر یې شفاف نه دی او پراخ فساد پکې شتون لري. همدا رازپر کابل د دغه واکمنې ډلې ډېری مشران د کانونو د استخراج په قراردادونو کې مستقیمې شخصي ونډې لري.

ملګرو ملتونو د افغانستان او ۲۱ نورو هېوادونو لپاره ۲۰۲ میلیونه ډالر غوښتي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۱
ملګرو ملتونو د افغانستان او ۲۱ نورو هېوادونو لپاره ۲۰۲ میلیونه ډالر غوښتي
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام د پنجشنبې په ورځ غوښتنه وکړه چې ۲۰۲ میلیونه ډالر دې ورکړل شي، څو په افغانستان او ۲۱ نورو لوړ خطر لرونکو هېوادونو کې شاوخوا ۸،۸ میلیونه خلک له اقلیمي خطرونو او د تودوخې له څپو خوندي شي.

دواړو سازمانونو ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په دویمه نیمایي کې د قوي «ال نینو» شرایط به په افریقا، اسیا، ارام سمندر سیمه، او لاتینې امریکا او کارابین کې د وچکالۍ، سېلابونو او سختو توپانونو احتمال زیات کړي.

ال نینو د سمندر د سطحې د تودوخې یوه دوره‌یي څپه ده چې د ارام سمندر په ختیزه برخه کې د بادونو د کمزوري کېدو له امله رامنځته کېږي. دا څپه په طبیعي ډول هر ۲ تر ۷ کلونو کې پیښېږي او ډېری۹ تر ۱۲ میاشتو پورې دوام کوي

په افریقا کې کامرون، ایتوپیا، کینیا، ماداګاسکار، ملاوي، موزمبیق، نایجریا، سومالیا، جنوبي سوډان، سوډان، یوګانډا او زیمبابوې؛ په اسیا-پسیفک کې افغانستان، پاکستان، فیلیپین او ختیځ تیمور او په لاتینه امریکا او کارابین کې کولمبیا، السلوادور، ګواتیمالا، هایټي، هاندوراس او وینزویلا تر ګواښ لاندې ښودل شوي.

په پلان شویو مرستو کې نغدي پیسې، د اقلیم پر وړاندې مقاوم تخمونه، د څارویو ساتنه او د سېلابونو د مخنیوي اقدامات شامل دي.

کویت ۲۰ تنه افغان بندیان خوشې کړل

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۱
کویت ۲۰ تنه افغان بندیان خوشې کړل
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي چې د کویت دولت ۲۰ تنه افغان بندیان خوشې کړل او یاد بندیان به نن شپه دوبۍ او وروسته کابل ته ولېږدول شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په کویت کې د طالبانو سرپرست سفیر مولوي محمد شفیق خطیب د یاد هېواد د زندانیانو د چارو د ادارې مریستیال ابو بهد فایز البراک سره د افغان بندیانو د ستونزو او خلاصون په تړاو کتلي.

نوموړي زیاته کړې چې په یاده کتنه کې دواړو لوریو د افغان بندیانو په اړه رغنده خبرې کړې او په پایله کې یې کویت شل تنه افغان بندیان خوشې کړې دي.

تکل ویلي چې یاد بندیان به نن شپه له کويت څخه دوبۍ او وروسته کابل ته ولېږدول شي.

قزاقستان د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه‌ییز مرکز جوړول تصویب کړل

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۱
قزاقستان د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه‌ییز مرکز جوړول تصویب کړل
100%

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف په الماتا ښار کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا موخو د سیمه‌ییز مرکز جوړېدو هوکړې قانون تر تصویب وروسته، توشیح او لاسلیک کړی.

د قزاقستان رسنیو راپور ورکړی چې د یاد مرکز جوړېدل د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د دوامدارې پراختیايي موخو د لومړي سیمه‌ییز مرکز د جوړیدو لاره پرانېسته.

یاد قانون تېر کال د اګسټ په میاشت کې د قزاقستان د ولسمشر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ترمنځ لاسلیک شوی و.

د قزاقستان د مشرانو جرګې غړېي بیبیګل ژیکسنبای د دغه قانون د لایحې د وړاندې کولو پرمهال وویل:« دغه مرکز د قزاقستان لپاره خورا ستراتیژیک ارزښت لري او الماتا ښار کې د دې مرکز موقعیت به دغه ښار د یو څو اړخیز ډیپلوماټیک او سوداګریز مرکز په توګه لا پیاوړی کړی».

نوموړې زیاته کړې چې د دغه ګام په مټ به په نړوالو غونډو کې د قزاقستان د ملي لومړیتوبونو د ترویج فرصتونه پراخ شي او په نړۍوال سیستم کې به د قزاقستان د متخصصینو د استازیتوب د زیاتوالي ترڅنګ د هغوی مسلکي وړتیاوې هم لوړې شي.

د راپورونو له‌مخې، د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، قزاقستان به د کوربه هېواد په توګه له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۹ کال پورې په داوطلبانه ډول هر کال ۳ میلیونه ډالره مالي مرسته کوي.

له یادې مالي سرچینې څخه به د دغه نوي مرکز د عصري تجهیزاتو د پېرلو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د بنسټونو او مخابراتي سیستمونو د چمتو کولو او همدارنګه د مرکز د عملیاتي چارو د لګښتونو د پوره کولو لپاره کار اخیستل کېږي او دا به د ملګرو ملتونو لومړنی سیمه‌ییز مرکز وي چې په ځانګړي ډول د دوامدارې پراختیا موخو د پلي کېدو لپاره په منځنۍ اسیا او افغانستان تمرکز کوي.

د طالبانو د کډوالو وزارت ۴۷ زره را ستنو شویو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو ورکولو خبر ور کړی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۸ GMT+۱
د طالبانو د کډوالو وزارت ۴۷ زره را ستنو شویو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو ورکولو خبر ور کړی
100%

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت تر چتر لاندې د کډوالو چارو عالي کمېسیون ویلي، د غبرګولي په ۲۸مه نېټه له پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. یاد وزارت تر دې دمه ۴۷ زره را ستنو شویو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو یا نومرو ورکولو خبر ور کړی.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په ننګرهار ولایت کې ۱۶۶۵ تنو ته، فاریاب کې ۵۷۷ تنو، هلمند کې ۳۴۵ تنو ، غزني کې ۲۴۲ ، په بلخ کې ۲۱۲ تنو ، په سمنګان کې ۲۷، فراه کې ۱۲۰ تنو ته او په نیمروز کې ۲۰۳ تنو راستنو شویو کورنیو ته ځمکې وېشل شوې دي.

د یاد کمیسیون په وینا، د راستنېدونکو د ملاتړ او مرستو د وېش لړۍ دوام لري او د بېلابېلو ادارو له لوري ورته د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو هڅې روانې دي.

دغه اداره زیاتوي چې د وېشل شوو هستوګنیزو نمرو مجموعي شمېر ۴۷ زره او ۹ سوه ۹۱ ته رسېدلی دی او دا لرۍ په چټکۍ سره دوام لري.