• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: سږکال په کاپیسا کې د غنمو حاصلات د دغه ولایت د ۴۰ سلنه نفوسو اړتیا پوره کولی شي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۰۵ GMT+۱

په کاپیسا کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال د دغه ولایت د غنمو حاصلات د تېرکال پرتله دوه سلنه زیات شوي دي. د یاد ریاست په وینا؛ د غنمو سږني حاصلات د راتلونکي کال تر پایه د یاد ولایت د شاوخوا ۴۰ سلنه اوسېدونکو اړتیاوې پوره کولی شي.

د یاد ریاست د کرنې او بڼوالۍ امر محمدشفیع صدیقي وایي، که څه هم اقلیمي بدلونونو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د غنمو پر حاصلاتو منفي اغېز کړی؛ خو بیا هم د تولید کچه د تېرکال پرتله دوه سلنه لوړه شوې ده.

د نوموړي په وینا؛ سږ کال په کاپیسا کې پر ۱۲زره او ۳۵۲ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې له هغې څخه ۳۴زره او ۵۵۸ ټنه حاصل ترلاسه شوی دی.
په کاپیسا کې د طالبانو د کرنې ریاست زیاتوي، چې دغه ولایت لاهم د غنمو د اړتیا ۶۰ سلنه برخه نه‌شي پوره کولی او د دغه کسر د جبران لپاره باید غنم د مرستندویه موسسو او یا هم له نورو سیمو او بازارونو وارد شي؛ څو د کاپیسا اوسېدونکو اړتیاوې په بشپړه توګه تامین شي.
له بل پلوه د قزاقستان د کرنې وزارت وايي، د دغه هېواد د غلو (غنم او اوړو) د صادراتو حجم د ۲۰۲۵کال له سپتمبر څخه د ۲۰۲۶کال تر مئ میاشتې پورې ۱۲،۲ مېلیون ټنو ته رسېدلی. افغانستان ته د قزاقستان د غنمو صادرات ۵۸ سلنه زیات شوي او له ۱،۳مېلیون ټنو څخه ۲ مېلیون ټنو ته رسېدلي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

د ږېرې په جرم له ازموینو محرومول؛ په کندهار کې د محصلینو پر زده‌کړو د امربالمعروف نوی فشار

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۱۸ GMT+۱
د ږېرې په جرم له ازموینو محرومول؛ په کندهار کې د محصلینو پر زده‌کړو د امربالمعروف نوی فشار
100%

د کندهار په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د سمستر ازموینې روانې دي. لسګونه محصلین وایي، د طالبانو امر بالمعروف محتسبین پوهنتونونو ته ورځي او هغه محصلان له ازموینو باسي چې ږېرې یې کمې کړې یا یې خریلې دي. محصلین دغه اقدام د زده‌کړو بهیر د ګډوډۍ او د فشار زیاتوالی بولي.

په کندهار کې د دولتي او خصوصي پوهنتونو د محصلینو د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو محتسبین په منظم ډول د ازموینو تالارونو او د پوهنتونونو انګړونو ته ورځي او د محصلینو ظاهري بڼه ارزوي.

د محصلینو په وینا؛ دغه کړنه نه یوازې د دوی د زده‌کړو بهیر ګډوډ کړی، بلکې د لوړو زده‌کړو چاپېریال یې هم له وېرې او فشار سره مخ کړی دی. محصلین وایي، هغه کسان چې د دوی له نظره د ږېرو اړوند اصول نه‌وي مراعت کړي؛ له ازموینې منع کېږي او ځینې وخت یې طالبان د نورو پوښتنو او څار لپاره له ځان سره بیایي.

یو محصل چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي وایي: «موږ ازموینې ته ناست یو، خو ناڅاپه محتسبین راشي او ځینې محصلین له تالاره وباسي. د هغوی لپاره مهمه نه‌ده، چې محصل څو میاشتې زحمت اېستلی او که ازموینه یې له لاسه ووته راتلونکی به یې څه کېږي؛ یوازې د ږېرې موضوع ورته مهمه ده».

د نوموړي په وینا؛ یوشمېر محصلین د همدې موضوع له امله له ازموینو محروم شوي او اړ شوي، چې د خپلو مضمونونو ازموینې بیا له سره ورکړي یا له ښوونیزو ستونزو سره مخ شي.

یو بل محصل په دې اړه وایي: «دغه موضوع یوازې د ازموینو تر وخته نه‌ده محدوده؛ بلکې د سمستر پرمهال به هم محتسبین پوهنتون ته راتلل درسونه به یې درول او اوږدې ویناوې به یې کولې، کله کله به یو ساعت یا تر هغه زیات وخت ضایع کېده. استاد او محصل دواړه مجبور وو، چې درس پرېږدي».

د محصلینو په خبره؛ د ازموینو پرمهال د داسې اقداماتو دوام د هغوی پر رواني وضعیت هم منفي اغېز کړی دی او اوس ډېری محصلان د درس او ازموینې پرځای د خپلې ظاهري بڼې په اړه اندېښمن دي.

د خصوصي پوهنتونونو ځینې مسوولان هم د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، د سختو محدودیتونو له امله د محصلانو حضور کم شوی او ځینې یې له زده‌کړو زړه توري شوي دي.

د خصوصي پوهنتون یو اداري کارکوونکی په دې اړه وایي: «موږ په وروستیو کلونو کې ولیدل، چې یوشمېر محصلانو خپلې زده‌کړې نیمګړې پرېښودې، ځینې نور نامنظم شول او پوهنتون ته یې راتګ کم شو، کله چې د زده‌کړې چاپېریال د فشار او وېرې فضا ولري، طبیعي ده چې محصل به له ستونزو سره مخ کېږي».

هغه زیاتوي، چې پوهنتونونه باید د علم، څېړنې او فکري ودې مرکزونه وي؛ نه داسې ځایونه چې دوی په‌کې هره ورځ د ظاهري بڼې د ارزونې له وېرې سره مخ وي. د کندهار اوسېدونکی وایي، چې د امر بالمعروف د محتسبینو سخت دریځ یوازې تر پوهنتونونو محدود نه‌دی؛ بلکې په ښار او ولسوالیو کې هم هغه کسان تر پوښتنو لاندې نیول کېږي او تر زندانه بېول کېږي، چې ږېرې یې کمې کړې یا یې خریلې وي.

د دوی په وینا؛ محتسبین په بازارونو، عمومي سړکونو او نورو عامه ځایونو کې خلک دروي او د ږېرو په اړه ترې پوښتنې کوي، چې ځینې کسان د همدې موضوع له امله د امر بالمعروف ریاست ته بېول شوي او وروسته له توقیف سره هم مخ شوي دي.

محصلان، استادان او کورنۍ ټینګار کوي، چې پوهنتونونه باید د علمي رقابت، فکري ودې او مسلکي روزنې مرکزونه وي. محصلان وایي، چې دوی پوهنتون ته د زده‌کړې، مسلکي پرمختګ او خپل راتلونکي جوړولو لپاره ورځي؛ خو اوس د دې پر ځای له داسې شرایطو سره مخ دي، چې د دوی د علمي پرمختګ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان: افغانستان د خبریالانو د تبعید اصلي مرکز ګرځېدلی

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۱۲ GMT+۱
د بې‌پولې خبریالانو سازمان: افغانستان د خبریالانو د تبعید اصلي مرکز ګرځېدلی
100%

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د کډوالو نړۍوالې ورځې په درشل کې ویلي، چې افغانستان د «خبریالانو د تبعید اصلي مرکز» ګرځېدلی دی. دغه سازمان وایي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لږترلږه ۶۷۷ افغان خبریالان د شته ګواښونو له امله د دغه سازمان په ملاتړ له افغانستان نه وتلي دي.

د یاد سازمان په راپور کې راغلي، دغه شمېر د نړۍ په کچه د تبعید شویو خبریالانو نږدې نیمايي برخه جوړوي چې د دغه سازمان تر ملاتړ لاندې دي. راپور زیاتوي، چې د پراخو محدودیتونو، امنیتي ګواښونو، خپل‌سرو نیونو او د عامه فضا د ځپلو له امله د رسنیو وضعیت خورا کړکېچن شوی او سلګونه افغان خبریالان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي.
د راپور له مخې؛ د وتلو تر ټولو لویه څپه په ۲۰۲۲کال کې ثبت شوې، چې په ترڅ کې یې ۱۸۳ افغان خبریالان د هېواد پرېښودو ته اړ شول. دغه سازمان وایي، چې د وتلو بهیر لاهم روان دی او یوازې په ۲۰۲۵کال کې ۸۲ نور خبریالان له هېواده وتلي دي.

د دغه خبریالانو له ډلې ډېری یې اوس په ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان کې په ناامنۍ او بې‌ثباته شرایطو کې ژوند کوي. راپور ټینګار کوي، چې جلاوطني د ستونزو پای نه‌دی؛ ځکه خبریالان په کوربه هېوادونو کې د اېستلو له ګواښ، اداري فشارونو، د قانوني مېشتېدنې نشتوالي، د کار جواز نه‌لرلو، روغتیایي خدمتونو ته محدود لاسرسي او حتی نیونې سره مخ دي.

د یاد سازمان د څېړنې له مخې؛ په پاکستان کې د افغان کډوالو د اېستلو له پالیسیۍ سره لسګونه خبریالان په زور د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته اېستل شوي دي. دغه سازمان زیاتوي، افغانستان دغه خبریالانو ته هغه ځای دی چې د نیونې او ځپنې ګواښ په‌کې شته.

د راپور له مخې؛ موندنې ښيي چې د خبریالانو ګواښ او د رسنیو د فعالیت محدودیت په نړۍواله کچه پراخېږي. د بې‌پولو خبریالانو سازمان وایي، په تېرو پنځو کلونو کې د هغه هېوادونو شمېر چې خبریالان ترې وتلو ته اړ شوي له ۱۹ تر ۴۰ لوړ شوی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ په ټولیزه توګه له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ کلونو پورې له لږترلږه ۶۵ هېوادونو څخه تر ۱۴۰۰ زیات خبریالان اړ شوي، چې خپل هېوادونه پرېږدي. تر افغانستان وروسته روسیه او میانمار هم په دغه ډله کې مهم ځای لري.

په روسیه کې د اوکراین تر جګړې وروسته د رسنیو ځپنه لا پسې زیاته شوې او سلګونه خبریالان جلاوطنه شوي دي. په میانمار کې هم د ۲۰۲۱کال له پوځي کودتا وروسته د رسنیو فضا سخته محدوده شوې او ګڼو خبریالانو ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړې ده.

ورته مهال کوربه هېوادونه هم له جدي ننګونو سره مخ دي او ډېری جلاوطنه خبریالان د کار جواز د نشتوالی، د روغتیایي خدمتونو نه لاسرسي، د مېشتېدنې محدودیتونه او لسګونه نور ګواښونه تجربه کوي.

د دغه سازمان د ارزونې له مخې؛ حتی په هغو هېوادونو کې چې خبریالان په‌کې مېشت دي، کورني خبریالان هم تر فشار لاندې دي. دغه سازمان له حکومتونو غوښتي، چې د اوږدمهاله ویزو، د اوسېدو اسانتیا، د جلاوطنه رسنیو مالي ملاتړ او قانوني چوکاټونو په برابرولو سره داسې شرایط رامنځته کړي چې خبریالان وکولای شي خپل مسلکي فعالیت ته دوام ورکړي.

راپور خبرداری ورکوي، چې د دغه بهیر دوام نه یوازې د خپلواک ژورنالېزم راتلونکی؛ بلکې د نړۍ په کچه د خلکو د ازاد او باوري معلوماتو ته لاسرسی هم له ګواښ سره مخ کوي.

د کندوز په زندان کې ۴ بندیان د قرانکریم له حفظولو وروسته ازاد شول

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۳۴ GMT+۱
د کندوز په زندان کې ۴ بندیان د قرانکریم له حفظولو وروسته ازاد شول
100%

د طالبانو د زندانونو چارو سمون اداره وايي، د کندوز په زندان کې څلورو بندیانو د قرانکریم له حفظولو وروسته د حبس پاتې موده یې عفو او د پنجشنبې په ورځ ازاد شول. د دغې ادارې په وینا، دغه پرېکړه د دوی سترې محکمې کړې ده.

د طالبانو د زندانونو چارو سمون ادارې د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ‏د کندوز د زندان له «محمدیه دارالعلوم» څخه د پنجشنبې په ورځ ۱۰۱ تنه بندیان د قرانکریم د ناظرې، نوراني قاعدې او د لمانځه د روزنې له بېلابېلو دورو فارغ شول.

‏د خبرپاڼې له‌مخې، له دې ډلې څلورو بندیانو ته چې قرانکریم یې په بشپړه توګه حفظ کړی وو، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د فضیلت پګړۍ پر سر شوه او د دوی د سترې محکمې د حکم پر بنسټ د حبس پاتې موده یې عفو او ازاد شول.

ویل کېږي، په دې زندان کې ۲۲ نور بندیان د بېلابېلو کسبونو له زده‌کړو وروسته فارغ شول او یو بندي چې د ډوډۍ پخولو کسب یې ښه زده کړی وو، د همدې زندان په نانوايي کې د ۱۰ زره افغانیو معاش په ټاکلو سره په کار ګومارل شوی دی.

د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو او خوځښتونو د تېرو پنځو کلونو ارزونه

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۰۸ GMT+۱
•
شاه محمود میاخېل
د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو او خوځښتونو د تېرو پنځو کلونو ارزونه
100%

شاوخوا پنځه کاله وړاندې د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت وویل چې جګړه د هېواد د ستونزو حل نه دی او ټول سیاسي جریانونه باید د نوې طرحې او ملي ستراتیژۍ پر بنسټ سره یوځای شي، څو د افغانانو ترمنځ باور او له طالبانو او نړیوالو لورو سره د خبرو زمینه برابره شي.

د داسې څېرو سره چې لاسونه یې په فساد، کورنیو جګړو او قومي تعصبونو نه وي ککړ، یو موټی شي او د یوې ملي ستراتیژۍ پر بنسټ کار وکړي؛ داسې ستراتیژي چې د نفی، انحصار د قدرت سیاست پکې ځای ونه لري. موخه دا وه چې افغانان په خپل منځ کې متقابل باور رامنځته کړي او د طالبانو، د افغانستان د ټولو خلکو، او همدارنګه د سیمې او نړۍ له هغو هېوادونو سره چې د افغانستان په چارو کې ښکېل دي، تر څو د سالمو خبرو اترو لار هواره کړي.

د هرې مبارزې اساسي هدف باید د افغانستان ثبات، د خلکو هوساینه او د سیمه‌ ییزو او نړیوالو نیابتي جګړو او سیالیو مخنیوی وي. هغه پروژوي او د مرستندویه موسسو (NGO) پورې تړلي فعالیتونه چې د جمهوري نظام د سقوط لامل شول، او لا هم دوام لري، د طالبانو ضد سیاسي فعالیتونه له اصلي لارې منحرفوي.

له همدې امله ما په بېلابېلو کنفرانسونو او غونډو کې چې په دوشنبه، ویانا، استانبول، انتالیا، امسټرډام، جرمني او نورو هېوادونو کې جوړې شوې وې، ګډون وکړ. ما په دغو ټولو ناستو کې، که په خصوصي ډول او که د رسنیو په حضور کې، په څرګنده وویل چې له هغو روایتونو او څېرو سره چې د جمهوري نظام په سقوط کې یې رول درلود، نه شئ کولای له یوه واحد ادرسه له طالبانو سره خبرې وکړئ، او نه هم د سیمې او نړۍ هغه هېوادونه قانع کولای شئ چې د افغانستان په مسئله کې ښکېل دي، څو له تاسو سره خبرو او همکارۍ ته حاضر شي.

له بده مرغه، ډېری هغه کسان چې ځانونه یې مشران بلل، حال دا چې د هغوی د مبارزې، کارنامو، عمر او تجربې له مخې د «رهبرانو» لقب ورته مناسب نه و، د افغانستان له ټولنیز او سیاسي جغرافیې، د هېواد له تاریخه، د رهبرۍ له تجربې، او د سیمې او نړۍ له سیاسي لوبو څخه کافي پوهه نه درلوده. د کنفرانسونو د جوړولو او د نړیوالو موسسو له پروژو او مرستو د پیسو ترلاسه کولو لپاره دومره د واک تږي وو چې آن تر طالبانو هم وړاندې یې د افغانستان بېلابېل قومونه، قشرونه او ټولنیزې ډلې له غونډو، اجنډاوو او بحثونو څخه څنډې ته کولې. سالمې مشورې یې نه اورېدې.

هغه کسان چې نه د افغانستان پر جغرافیه واک لري او نه یې څوک د استازو په توګه پېژني، بیا هم په ملي بحثونو کې د نفی او انحصار سیاست غواړي. دا ډول اشخاص څنګه کولای شي یو ملي او ولس ‌محوره حرکت رامنځته کړي او یا خلک قانع کړي چې دوی به د افغانستان ژغورونکي وي او تر طالبانو به ښه حکومت وکړي؟ په داسې حال کې چې دوی یا د دوی مخکینیو مشرانو د واکمنۍ د پخوانیو دوه دورو د ناکامیو تاریخ هم له ځان سره لري. آن په کنفرانسونو کې به یې د څوکیو پر سر شخړې کولې چې څوک په لومړي قطار کې کېني او څوک په دوهم او درېیم قطار کې.

په دغو کنفرانسونو کې ډېری هغه رسنۍ چې د پروژو او موسسو تر اغېز لاندې وې، هڅه کوله زما نظریات منعکس نه کړي او پر ځای یې د جعلي رهبرانو او مصنوعي اتلانو د جوړولو تبلیغ کاوه.

بله لویه جفا چې دغو جعلي مشرانو او پروژوي اشخاصو د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د افغانستان له خلکو سره وکړه، د ملي ګټو ضد روایتونو خپرول وو. ځینو ویل چې موږ افغانان نه یو، د افغانستان نوم باید بدل شي، ټول پښتانه طالب فکر لري؛ چا د «هزارستان»، چا د «تاجکستان» او چا د فدرالي نظام تر نوم لاندې داسې بحثونه مطرح کړل چې د ملي یووالي پر ځای یې تفرقه زیاته کړه او د طالبانو د دوام سبب شول. دوی په رسنیو کې پر دغو موضوعاتو توند او احساساتي تبلیغات کول.

په مقابل کې، یو شمېر نورو پروژوي کسانو هم د قوم، ژبې او سیمې تر نوم لاندې افراطي دریځونه خپل کړل او افغانان یې د یو بل پر ضد ودرول. د دغو دواړو افراطي ډلو مبارزه د طالبانو پر ضد نه وه، بلکې د یو بل پر ضد یې سیالي کوله.

دغو ملي ضد فعالیتونو طالبانو ته دا زمینه برابره کړه چې له مخالفو لورو سره خبرو ته اړتیا احساس نه کړي او د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته دا پیغام ورسوي چې دوی بدیل نه لري. په حقیقت کې دغو افراطي دریځونو د طالبانو د واک د دوام لپاره زمینه برابره کړه.

سره له دې چې مذهبي، قومي، سمتي او ژبني افراطیان د هېڅ قوم یا سیمې حقیقي استازولي نه کوي، خو د ټولنیزو رسنیو فضا یې دومره ککړه کړه چې د هېواد څخه بهر د افغانانو ترمنځ یې د تفاهم، خبرو اترو او ګډ کار زمینه له منځه یوړه. په پایله کې یې د طالبانو هغه روایت پیاوړی کړ چې ګواکې دوی د افغانستان یوازینی عملي واقعیت دی؛ که څه هم د خلکو په زړونو کې ځای نه لري، خو د هېواد پر جغرافیه بشپړ کنټرول لري.

د دغو پروژوي او موسساتي سیاستوالو په روایتونو کې یوه بله مهمه تناقض دا وه چې ویل یې طالبان د امریکا د پروژې او د پاکستان د ملاتړ په نتیجه کې واک ته رسېدلي او یا واک ورته سپارل شوی دی. حال دا چې د جمهوریت سقوط د بیړنۍ لوی نه او بیا د ۲۰۰۵زکال د پارلماني ټاکنو نه وروسته پیل شو او امریکا په ۲۰۰۷زکال علنا وویلې چې جمهور رئيس کرزی د دوی پارتنر یا شریک نه دی. خو د جمهوري نظام د سقوط ټول مسئولیت یې یوازې پر دوو کسانو ـ د افغانستان پر پخواني ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني او د افغانستان لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ـ ور اچاوه. حال دا چې نور ټول هغه کسان چې د سقوط په بهیر کې یې رول درلود، له هر ډول مسئولیت څخه مستثنا ګڼل کېدل. نه د مذاکراتي ټیم غړي مسئول وو، نه د ولسمشر مرستیالان، نه اجرائیه شورا، نه جهادي مشران، نه رسنۍ او نه نور اغېزمن اشخاص.

په داسې حال کې چې همدا کسان پاکستان او امریکا د طالبانو په ملاتړ تورنوي، بیا له همدې هېوادونو غواړي چې طالبان له واکه لیرې کړي او دوی بېرته واک ته ورسوي. له همدې امله یې اسلام‌آباد، واشنګټن او اروپايي پلازمېنو ته سفرونه وکړل او ځانونه یې نور هم د ولس او حتی نړیوالو په منځ کې بې اعتباره کړل. اوس ټول پوهیږي چې د افغانستان دا ډول مخالفین په ارزانه بیه همیشه کرایه کیدلې شي او دوی یې د خپلو ګټو لپاره استعمالولې شي خو ګورو چې د امریکا، ایران، چین، اروپایان، عرب او حتی پاکستان اصلي یارانه د طالبانو سره ده. د پاکستان او امرکیا نه د دوی دا غوښتنه چې دوی به بیا واک ته تورسول، له بنسټه ناسمه او غیرواقعي وه.

دوی د خپلو پروژوي او انجویي فعالیتونو او د ټولنیزو رسنیو د فضا په ککړولو سره د هغو مثبتو او اغېزناکو حرکتونو مخه ونیوله چې په ولسواکۍ او جمهوریت باور درلود او د داسې افغانستان غوښتونکي وو چې ټول قومونه، ژبې، سیمې او ټولنیز قشرونه د یوه ګډ اساسي قانون تر سیوري لاندې ژوند وکړي؛ داسې چې نه د چا حق تر پښو لاندې شي او نه څوک له ملي صحنې حذف شي.

موږ هغه مهال هم په دې باور وو او اوس هم یو چې د طالبانو حکومتولي په اوسني ډول دوام نه شي کولاې. نه طالبان کولای شي د افغانستان خلک له سیاسي او ټولنیز ژوند څخه حذف کړي او نه هم سیاسي جریانونه طالبان له پامه وغورځوي. بالاخره د حل لاره یوه واقعي او ټولشموله لویه جرګه ده چې د طالبانو په ګډون ټول افغانان پکې برخه ولري او د هغې لوی جرګې له خوا تصویب شوي اساسي قانون تر چتر لاندې په سوله، ثبات او متقابل درناوي ژوند وکړي.

افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، او ټول افغانان باید د قانون تر سیوري لاندې له مساوي حقونو څخه برخمن وي.

زموږ روایت اوس هم یو ملي روایت دی. تر هغه ځایه چې موږ له خلکو او نړیوالې ټولنې سره په اړیکه کې یو، زموږ دا دریځ چې جګړه د افغانستان د ستونزو حل نه دی او ټول افغانان باید د یوه اساسي قانون تر چتر لاندې ګډ ژوند وکړي، د منلو وړ ګرځېدلی او آن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړو کې یې انعکاس موندلی دی.

تر هغو چې طالبان او د هغوی مخالفین د یوې داسې فضا د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه وانخلي چې یوه واقعي لویه جرګه جوړه شي، نه به نړیواله ټولنه د طالبانو واکمني په رسمیت وپېژني او نه به د هغوی مخالفین وکولای شي د طالبانو ځای ونیسي.

البته تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې د اوسني وضعیت دوام د افغانستان او د افغانستان د خلکو په ګټه نه دی. د هېواد انزوا، د مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام نشتوالی، هغه ستونزې دي چې باید د یوه ملي تفاهم او سیاسي جوړجاړي له لارې حل شي.

ریچارډ بینېټ: د افغان ښځو د حقونو د سرغړونو لپاره نړیواله حساب‌ورکونه اړینه ده

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۸ GMT+۱
ریچارډ بینېټ: د افغان ښځو د حقونو د سرغړونو لپاره نړیواله حساب‌ورکونه اړینه ده
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو د څېړنې او تعقیب لپاره د نړیوالو حقوقي او بشري حقونو میکانېزمونو له لارې حساب‌ورکونه اړینه ده.

هغه په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د لا زیات کمزوري کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د عدالت او حساب‌ورکونې د تأمین لپاره یې د نړیوالو میکانېزمونو پر فعالولو ټینګار وکړ.

بینېټ دغه څرګندونې د «افغانستان کې د ښځو لپاره د عدالت او بشري حقونو لارې» تر سرلیک لاندې غونډه کې کړې دي. دغه غونډه د شهمامه بنسټ په نوښت، د ۱۱ هېوادونو، اروپايي ټولنې او دملګرو ملتونو د ښځو برخې په ملاتړ جینوا ښار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو استازو، نړیوالو سازمانونو، د ملګرو ملتونو ادارو، د بشري حقونو فعالانو او افغان ښځو د ښځو د حقونو د وضعیت او د عدالت او حساب‌ورکونې د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

یاد بنسټ د پنجشنبې په ورځ (۲۸ غبرګولي) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې په هرات او د کابل په ځینو سیمو کې د ښځو او نجونو د پراخو نیونو راپورونو د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه نوې اندېښنې راپارولې دي.

د غونډې ګډونوالو همداراز وویل چې د ښځو له بشپړ، برابر او مانادار ګډون پرته په افغانستان کې سوله، ثبات او دوامداره راتلونکی ناشونی دی.

د افغانستان لپاره د خپلواک څېړنیز میکانېزم د فعالیتونو چټکتیا، د نړیوالې حساب‌ورکونې د بهیرونو پیاوړتیا، د افغانستان د راتلونکي اړوند پرېکړو کې د ښځو د حضور تضمین او د ښځو تر مشرۍ لاندې بنسټونو سره د ملاتړ زیاتوالی د غونډې له مهمو وړاندیزونو څخه وو.