نوموړې، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په پاکستان کې اوسېده، وایي د خپلو مدني او رسنیزو فعالیتونو له امله امنیتي ننګونو کډوالۍ ته اړ کړې وه. د هغې په وینا، د ژوند د خوندیتوب لپاره پاکستان ته ولاړه او هلته یې له تېرو څلورو کلونو ژوند کاوه.
هغې ویلي چې پاکستان ته په قانوني ویزه تللې وه او تر هغه وخته چې د ویزو د تمدید بهیر روان و، خپله ویزه یې په منظم ډول تمدیدوله. خو د هغې په خبره، وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت د ویزو د تمدید پروسه ودروله، نور یې د استوګنې قانوني اسناد نه لرل.
هغې وویل چې د امنیتي ګواښونو له امله یې نشوی کولای افغانستان ته ستنه شي، نو اړ وه چې له اسنادو پرته هم په پاکستان کې پاتې شي.
د نوموړې په وینا، یوه ورځ پولیسو د دوی د کور دروازه ماته کړه، هغه یې ونیوله او وروسته یې افغانستان ته ډیپورت کړه.
هغې ادعا کړې چې د نیول کېدو له ورځې تر ډېپورټ کېدو پورې له بېلابېلو ستونزو سره مخ وه. د هغې په خبره، په توقیف او کمپونو کې پولیسو د کډوالو مالونو او پیسو ته لاس اچاوه. دهغې په خبره د پیسو د سپارلو پر مهال، چې کمپ ته د ننه د وړلو اجازه نه ورکول کېده، د هغې یوه اندازه پیسې د پولیسو لخوا غلا شوې دي.
نوموړې وایي، کله چې له کمپ څخه راووته، خبره شوه چې د استوګنې د سیمې خلکو یې د کور سامانونه لوټ کړي دي.
هغې د کډوالۍ دغه دوره د خپل ژوند تر ټولو ترخه خاطره بللې او د افغان کډوالو پر وړاندې یې د پاکستان پر پلې کېدونکي سیاستونو نیوکه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی او ګڼ شمېر هغه افغانان یې هم بېرته افغانستان ته ستانه کړي چې، په خپل هېواد کې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
د بشري حقونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو له لوري څو ځله د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر سیاستونو نیوکه شوې او دغه اقدامات یې د نړیوالو کډوالۍ اصولو او قوانینو خلاف بللي دي.