د کابل یوه اوسېدونکي، افغانستان انټرنشنل ته د خپل پیغامو په رالیږلو ویلي چې د تحصیلي ویزې لپاره یې د لس زره ډالرو بانکي سټېټمنټ او نور ټول اړین اسناد برابر کړي وو او نږدې دوه میاشتې یې د ځواب انتظار وکړ، خو په پای کې یې ویزه رد شوه.
هغه ادعا کړې چې د ویزې د ردېدو دلیل نه دی ورسره شریک شوی او د ده په څېر سلګونه نور افغانان هم له ورته ستونزې سره مخ دي.
د نوموړي په وینا، « د ویزې د غوښتنې فیس، چې شاوخوا ۲۰۰ ډالره دی، بېرته نه ورکول کېږي».
هغه همداراز ادعا کړې چې د ترکیې د طبي ویزو په برخه کې هم «بېنظمۍ شته او ځینې کسان د اړیکو او واسطو له لارې هغو کسانو ته ویزې ورکوي چې د ده په خبره، طبي اړتیا نه لري».
هغه زیاتوي چې د ترکیې د ویزو په تړاو یو پراخ غیررسمي بازار رامنځته شوی، چې د سیاحتي او تحصیلي خدماتو ګڼ شرکتونه پکې فعالیت کوي او خلک د ویزو د ترلاسه کولو په نوم له بېلابېلو ستونزو او لګښتونو سره مخامخ کېږي.
شکایت کوونکي ویلي چې د ترکیې کونسلګرۍ او سفارت ته یې د برېښنالیک له لارې هم خپل اعتراضونه استولي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
یو شمېر افغانان له اړوندو ادارو غواړي چې د ویزو د بهیر د شفافیت، د رد شویو غوښتنلیکونو د دلایلو د روښانه کولو او د احتمالي درغلیو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.
د ترکیې سفارت دا ډول ادعاوې نه دي تایید کړي او نه یې هم په دې اړه تر دې دمه رسمي غبرګون ښودلی.
افغانستان انټرنشنل هم په خپلواکه توګه د یادو ادعاوو د کرهوالي پخلی نه شي کولی. دا یوازې له کابل څخه د ترکیې د ویزې د ځینو متقاضیانو روایت دی.