د محدودیتونو سربېره؛ په نورستان کې ښځینه بزګرې لاهم په کرنه بوختې دي

د افغانستان د نورستان ولایت د اشتیوي کلي ښځینه بزګرې وايي، د سختو کاري شرایطو او محدودیتونو سربېره لاهم د خپلو کورنیو د خوړو برابرولو او د کلي د ژوند د دوام لپاره په کرنه بوختې دي.

د افغانستان د نورستان ولایت د اشتیوي کلي ښځینه بزګرې وايي، د سختو کاري شرایطو او محدودیتونو سربېره لاهم د خپلو کورنیو د خوړو برابرولو او د کلي د ژوند د دوام لپاره په کرنه بوختې دي.
۴۶کلنه حبیبه چې له ماشومتوبه په کرنه بوخته ده فرانس ۲۴ رسنۍ ته ویلي، له اته کلنۍ راهیسې یې له خپلې مور سره په کروندو کې کار پیل کړی او اوس هم هره ورځ له سهاره تر ماښامه په پټیو کې په کار بوخته وي. هغې ویلي، کله چې د غنمو، لوبیا، کچالو او جوارو حاصلات راټولوي؛ نو د خپل زحمت پایله ویني او د خوشحالۍ احساس کوي.
د کلي یو بزګر او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف او اې) رضاکار محمدیحیی فیضي وایي، که ښځو د کرنې په برخه کې کار نه کاوه نو خلک به د ژمي په منځ کې د خوړو له سخت کمښت سره مخ شوي وای.
د هغه په وینا، په یاده سیمه کې له پخوا راهیسې د ښځو او نارینهو ترمنځ د کار وېش دود دی؛ ښځې کرنه، اوبه لګونه او د کور چارې ترسره کوي او نارینه د ځمکې قلبه، د څارویو پالنه او د سون توکو برابرول پر غاړه لري.
سره له دې چې طالبانو ښځې له ډېرو دولتي او خصوصي دندو منع کړې دي؛ خو هغوی ته لاهم د کرنې اجازه شته. خو د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه د بزګرو کورنیو راتلونکی هم اغېزمن کړی دی.
د حبیبې ۱۱ کلنه لور ناهیده چې په کلي کې ښوونځي ته ځي او انګلیسي هم زده کوي وایي زدهکړې به یې ډېر ژر پای ته ورسېږي؛ ځکه په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو اجازه نهلري.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ۲۰۲۶کال د «ښځینه بزګرو نړۍوال کال» نومولی او ویلي یې دي، چې د خوړو په خوندیتوب کې د ښځو مهم رول لاهم په کافي اندازه نهدی پېژندل شوی.
د اېف اې او د معلوماتو له مخې؛ په افغانستان کې نږدې یو پر درېیمه برخه وګړي بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري او ښځینه بزګرې د دغه اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري.
۷۰ کلنه بيبي جان چې لوبیا او کچالو کري وایي، کرنه ډېر سخت کار دی او د دوامداره کار له امله یې لاسونه ژوبلېږي؛ خو د ماشومانو د روزنې لپاره بله لار نهلري.
۲۸ کلنه ناجیه چې په پاکستان کې یې لوړې زدهکړې کړې وایي، ښځې یوازې کرنیزو وسایلو ته نه بلکې بازارونو ته هم اړتیا لري. د هغې په وینا؛ بزګران ډېری وخت اضافي حاصلات لري، خو د پلور لپاره مناسب بازار نه مومي. د نوموړې په وینا؛ اووه کیلو کچالو یوازې په ۷۰ افغانۍ پلوري، حال دا چې د مناسب عاید لپاره باید لږ تر لږه ۱۵۰ افغانۍ ترلاسه کړي.
که څه هم ملګرو ملتونو د حاصلاتو د ساتنې لپاره د زېرمتونونو په جوړولو، د اصلاح شویو تخمونو په وېش او د مېوه لرونکو ونو د کرنې په پراختیا کې مرسته کړې؛ خو د اقلیم بدلون د دغه بزګرو لپاره لاهم ستره اندېښنه ده.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) ویلي، افغانستان که څه هم د نړۍ د تودوخې په زیاتوالي کې لږه ونډه لري؛ خو د اقلیمي بدلون له تر ټولو سختو اغېزو سره مخ هېوادونو کې شمېرل کېږي.