ډېری دغه راستانه شوي کډوال وايي، په پاکستان او ایران کې زېږېدلي او لوی شوي دي او افغانستان یې تر راستنېدو مخکې هېڅکله نه و لیدلی. هغوی زیاتوي چې د اوږدې کډوالۍ له امله د خپل هېواد له ژبې، کلتور او تعلیمي نظام سره بشپړه بلدتیا نه لري، چې همدې موضوع یې د بیا ادغام بهیر ستونزمن کړی دی.
د دوی په وینا، سره له دې چې خپل ټاټوبي ته راستانه شوي، خو د خلکو د چلند، ټولنیزو قضاوتونو او ځینو سپکو څرګندونو له امله ځان پردي احساسوي.
شاه زیب افغان، چې تازه له پاکستانه راستون شوی، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، په پاکستان کې زېږېدلی او مور او پلار یې هم له کلونو راهیسې هلته کډوال وو. نوموړی وايي، که څه هم د افغانستان مینه ورسره د کورنۍ له خوا تل روزل کېده، خو بیا د کوربه هېواد د ژوند له چاپېریال څخه متاثره و.
هغه وايي: «زموږ خوراک، لباس او حتی لهجه له نورو سره توپیر لري. کله ناکله خلک زموږ پر خبرو او لهجې ملنډې وهي. چې بازار ته د سودا اخیستو لپاره ځم، د دې پر ځای چې مرسته راسره وشي، مسخره کېږم.»
شاه زیب زیاتوي، د «مهاجر» کلمه ورته تر ټولو دردونکې ده، ځکه په پاکستان کې هم په همدې نوم یادېده او اوس چې خپل هېواد ته راستون شوی، بیا هم ورته همدا نوم کارول کېږي.
هغه وايي: «حیران یم چې دا نوم به کله زما له ژوند څخه لرې شي.»
سبحان الله، چې د ښوونځي زدهکوونکی دی، هم ورته تجربه لري. هغه وايي، په ښوونځي کې یې ځینې ټولګیوال د ده پر لهجې ملنډې وهي، چې له امله یې د ناهیلۍ او پردیتوب احساس کوي.
د کډوالۍ د چارو کارپوهان وايي، دا د اوږدمهاله کډوالۍ له مهمو ټولنیزو زیانونو څخه دی. د دوی په خبره، هغه کسان چې کلونه په بل هېواد کې لوی شوي وي، د دوو بېلابېلو فرهنګونو ترمنځ پاتې کېږي، یو هغه فرهنګ چې پکې را لوی شوي او بل هغه فرهنګ چې د دوی د اصلي هېواد او کورنۍ پورې تړاو لري.
د کارپوهانو په باور، هغه هېوادونه چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو له لویو څپو سره مخ دي، باید د عامه پوهاوي پروګرامونه پیاوړي کړي، څو ټولنه له راستانه شویو سره د درناوي او منلو فرهنګ خپل کړي او هغوی له رواني فشارونو سره مخ نه شي.
د کډوالۍ د چارو کارپوه محمد خان طالبي محمدزی وايي، هغه افغانان چې بېرته افغانستان ته راستانه شوي، نور باید د «مهاجر» په نوم ونه بلل شي، ځکه هغوی اوس د خپل هېواد وګړي دي.
د نوموړي په وینا، د راستانه شوي افغانان، او ورته درناوي لرونکو اصطلاحاتو کارول د دوی هویت او انساني کرامت ښه منعکسوي. هغه ټینګار کوي چې د راستانه شویو بریالی ادغام یوازې د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو نه کېږي، بلکې د هغوی هویت ته درناوی او د مناسبې ژبې کارول هم مهم رول لري.
یو بل راستون شوی کډوال، چې شاوخوا یو نیم کال وړاندې له ایران څخه د پکتیا ولایت ته راغلی، وايي ۱۶ کلن و چې له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډوال شو او نږدې شل کاله یې هلته ژوند وکړ. نوموړی وايي، له یوې ایرانۍ ښځې سره یې واده کړی، خو د وطن مینې او په ایران کې د کډوالۍ ستونزو دې ته اړ کړ چې بېرته افغانستان ته ستون شي.
هغه زیاتوي، له راستنېدو وروسته حتی د خپلې سیمې خلک هم ورته «ایرانی» وايي او د کډوال په سترګه ورته ګوري. د ده په خبره، دا ډول چلند ځینې راستانه شوي کسان دې ته اړ باسي چې یو ځل بیا د کډوالۍ فکر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د ۲۰۲۵ کال په راپور کې ویلي، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لوړه کچه پکې ثبت شوې ده. د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲،۹ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي، چې ډېری یې له پاکستان او ایران څخه راغلي دي.
د همدې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۲۷مې پورې لږ تر لږه ۵۳۱ زره او ۸۰۰ افغانان له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.