د طالبانو چورلکې په نسي ولسوالۍ کې د جمعه خان فاتح د مرکز دپاسه الوتنې کوي

په بدخشان کې ځايي سرچینو د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۱۵مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په نسي ولسوالۍ کې د جمعه خان فاتح د مرکز دپاسه د طالبانو چورلکې هوايي ګزمې کوي.

په بدخشان کې ځايي سرچینو د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۱۵مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په نسي ولسوالۍ کې د جمعه خان فاتح د مرکز دپاسه د طالبانو چورلکې هوايي ګزمې کوي.
د دغو سرچینو په وینا، لږ تر لږه دوه چورلکې چې په درنو پوځي تجهیزاتو سمبال دي، له پرون راهیسې د فاتح مرکز او ځواکونه له اسمانه څاري.
یوې سرچینې وویل چې دغې چورلکې د دوشنبې په ماسپښین په لنډمهاله توګه د نسي ولسوالۍ په مرکز کې ناسته وکړه او درې طالب چارواکي ترې ښکته شول.
د دغو چارواکو د هویت په اړه معلومات نشته.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي انځورونه هم د نسي ولسوالۍ دپاسه د طالبانو د پوځي چورلکو الوتنې ښيي.

د پاکستان د طالبانو له غورځنګ نه بېلې شوې ډلې « جماعت الاحرار» په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ددوی منشور، تګلار او مبارزه د ورځې د رڼا په څېر څرګند دي او د دوی یوازینی او وروستی هدف په پاکستان کې د «بشپړ، ریښتیني او څرګند اسلامي نظام» نافذول دي.
یادې ډلې د افغانستان انټرنشنل-پښتو د یوه تحلیل او رپوټ له خپرېدو وروسته ویلي، چې په تېر کې هم ددوی په تړاو ځینې ناکامې هڅې شوې، خو په وینا یې بریالۍ شوې نه دي.
یادې ډلې ویلي، چې ددوی منشور، تګلار او مبارزه د ورځې د رڼا په څېر څرګند دي او د دوی یوازینی او وروستی هدف په پاکستان کې د «بشپړ، ریښتیني او څرګند اسلامي نظام» نافذول دي او له دغه هدف څخه به «یو انچ هم» شاته نه شي.
افغانستان انټرنشنل ددوشنبې په ورځ طالبانو او ټي ټي پي ته د نږدې سرچینو له قوله رپوټ ورکړی و، چې افغان طالبانو له ټي ټي پي نه غوښتنه کړې، چې په کورمه، خیبر او اورکزۍ ولسوالۍ کې د جماعت الاحرار د فعالیتونو مخه ونیسي.
سرچینو دغه راز ویلي و، چې د افغان طالبانو اداره د یادې ډلې له فعالیتونو ناخوښه ده او د سرغړوونکې ډلې په توګه یې ارزوي.
جماعت الاحرار په خپله اعلامیه کې دغه څرګندونې رد کړې دي.
د کابل د درېیم مکروریان مارکېټ اوسېدونکو د طالبانو له اړوندو ادارو غوښتي چې په سیمه کې د لاسپلورونکو او هټۍوالو له لوري د رامنځته شوې غږیزې ککړتیا مخه ونیسي. دوی وایي، د سهار له اوو بجو د شپې تر لسو بجو پورې دوامداره شور او ځوږ یې استراحت، زدهکړې او ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.
د کابل د درېیم مکروریان مارکېټ اوسېدونکو افغانستان انترنشل ته په لیږلي پیغام کې ویلي چې په دې سیمه کې د لاس پلورونکو او هغو کسانو شمېر چې د لوډسپیکر یا په لوړ غږ د خپلو توکو اعلان کوي، په بېساري ډول زیات شوی دی.
دوی وایي، هره ورځ د سهار له ۷:۰۰ بجو څخه د شپې تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د خټکیو، هګیو، معدني اوبو، مرچو، رومي بانجانو، قابلي پلو او نورو توکو د پلور دوامداره غږونه، د هټیو او لاس پلورونکو له شور او ځوږ سره یوځای، د سیمې د اوسېدونکو ارامي له منځه وړې ده.
د شکایت له مخې، دغه وضعیت د سیمې د اوسېدونکو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې او د خوب، استراحت، مطالعې، درس ویلو او د ازموینو لپاره د چمتووالي تمرکز یې له منځه وړی دی.
اوسېدونکو له اړوندو طالب چارواکو غوښتي چې دې دې ستونزې ته رسیدګې وکړي.
د جون میاشتې پر ۲۹مه د پاکستان جنګي الوتکو په پکتیا، خوست او کونړ کې پر یو شمېر ودانیو بمونه وغورځول. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ادعا کړې ده چې دغه هوايي بریدونه د استخباراتي معلوماتو پر اساس د ترهګرو پر پټنځایونو شوي، چې په پاکستان کې وژونکي بریدونه کوي.
خو د طالبانو امارت ویلي دي چې عادي ملکي خلک د دغو هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي، چې په نتیجه کې یې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه شپږ دېرش کسان وژل شوي دي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي. د یوناما دفتر هم د ۲۸ ملکي افرادو، چې ماشومان او ښځې هم پکې شامل دي، د وژل کېدو خبر تصدیق کړی دی.
خو لکه چې ټول خلک خبر دي، دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني الوتکو په افغانستان کې ملکي خلک د هوايي بمباریو هدف ګرځولي دي. په ۲۰۲۱ کال کې چې طالبانو په افغانستان کې سیاسي واک ترلاسه کړ، دا د پاکستان له خوا پر افغانستان «اووم هوايي برید» دی. په تېرو بریدونو کې د پاکستان تر ټولو خونړی هوايي برید په کابل کې د امید روغتون په ناروغانو شوی و، چې سلګونو کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړی و.
که څه هم پاکستان په پرلهپسې توګه ادعاوې کړې دي چې په افغانستان کې د هوايي بریدونو هدف د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) پټنځایونه دي، خو دا ادعاوې په درېیو وجوهاتو سره ښکاره دروغ بلل کېدای شي.
لومړی دلیل دا دی چې د پاکستان په اوو هوايي بریدونو کې تر اوسه د ټيټيپي د یوه غړي د وژل کېدو یا ټپي کېدو تصدیق هم نه دی شوی او په لویه کچه مرګژوبله تل د افغانستان عادي ملکي وګړو ته اوښتې ده. پاکستان تل له ثابتو شویو حقیقتونو څخه هم انکار کړی دی. پر امید روغتون د پاکستان په هوايي برید کې د سلګونو ناروغانو د وژل کېدو تصدیق د ملګرو ملتونو دفتر او ځینو اروپايي هېوادونو هم کړی و، خو پاکستان پرته له کوم ثبوت څخه په خپلو ادعاوو کلک ولاړ پاتې شوی دی.
دویم دلیل دا دی چې ټيټيپي په ۲۰۰۷ کال کې په پاکستان کې جوړ شوی تنظیم دی.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې طالبانو په افغانستان کې د سیاسي قدرت د نیولو په لومړۍ ورځ د محبسونو دروازې پرانیستې او ټول بندیان یې له زندانونو ازاد کړل. په دغو خوشې شویو بندیانو کې شاوخوا پنځه زره د ټيټيپي هغه غړي هم وو، چې د افغانستان جمهوري حکومت بندیان کړي وو.
د پاکستان جنرالواکۍ هغه وخت نه یوازې د ټيټيپي د زرګونو غړو په ازادولو د طالبانو امارت ته کوم رسمي احتجاج ونه کړ، بلکې په دې سربېره یې د افغانستان له زندانونو د ازادو شویو ټيټيپي غړو د پاکستان په داخل کې د “بیا مېشت کولو” لپاره په لوړه دولتي سطح جوړې شوې غونډه کې یو پلان هم تصویب کړ.
د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر عمران خان د یوې مرکې ویډیو اوس هم په یوټیوب کې شته. په دې مرکه کې عمران خان وايي چې په پورته یاده شوې غونډه کې، له مرکزي وزیرانو سربېره د پاکستان د پوځ هغه وخت لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د ایاېسای هغه وخت عمومي رییس جنرال فیض حمید او نورو جنرالانو هم ګډون کړی و.
عمران خان وايي چې دغې دولتي غونډې د پاکستان په داخل کې د ټيټيپي د زرګونو غړو د بیا مېشتونې لپاره د لسو میلیارده کالدارو بودیجه هم ځانګړې کړې وه. یعنې د دې خبرې د اثبات لپاره رسمي اسناد شته چې د پاکستان جنرالواکۍ پلان جوړ کړی و چې د افغانستان له زندانونو راوتلي د ټيټيپي غړي بېرته پاکستان ته بوځي. خو کله چې په پښتونخوا کې له ټيټيپي سره د تړون پر ضد ګڼ تظاهرات وشول، نو جنرالانو رسمي خبرې اترې پرېښودې او د ټيټيپي غړي یې راوبلل.
دا ځکه چې پاکستاني جنرالانو کله هم طالبان ځان ته یو خطر نه دی ګڼلی. د هغوی لپاره اصلي خطر د پښتنو او بلوڅو مليګرا نهضتونه دي او د دغو نهضتونو د مخنیوي لپاره طالبان د جنرالانو په لاس کې تر ټولو غوره وسله ده.
درېیم دلیل دا دی چې د پاکستان جنرالواکي په ډېره سپینسترګۍ سره له یوې خوا د ټيټيپي د ځپلو په نوم په افغانستان کې ګڼ شمېر بېګناه ملکي افراد وژني او له بلې خوا د پښتونخوا په جنوب کې یې یو شمېر ضلعې لکه لکي مروت، بنو، ټانک، شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او ځینې نورې سیمې د ټيټيپي جنګیالیو ته پرېښي دي. هلته دغه جنګیالي خپل لوی مرکزونه لري، ګزمې کوي، له خلکو نه باج اخلي او په عمومي لارو کې یې پاټکونه جوړ کړي دي.
که له ټيټيپي سره د پاکستان د جنرالواکۍ جګړه رښتیا وي، نو داسې څنګه کېدای شي چې د پاکستان شاوخوا اووه سوه زره پوځ د پښتونخوا په جنوب کې د ټيټيپي د پنځلسو یا شلو زرو جنګیالیو مخه نه شي نیولای؟
د ټيټيپي فعالیت په افغانستان کې د پوځي بریدونو لپاره یوازې یوه بهانه ده. پاکستان په تېرو پنځوسو کلونو کې په افغانستان کې د ابرقدرتونو د سیالۍ په مبارزو کې د استخباراتي لوبو له لارې کافي مهارت ترلاسه کړی دی.
د همدې مهارت په کارولو سره پاکستان امریکا ته وايي چې په افغانستان کې اوسني پوځي بریدونه پر طالبانو د فشار اچولو لپاره کوي، څو هغوی د بګرام هوايي اډه تاسې ته درکړي. په عین حال کې پاکستان چینایانو ته وايي چې ټيټيپي د چین او پاکستان ترمنځ د جوړېدونکي اقتصادي دهلیز مخه نیسي، نو ځکه یې موږ پټ ځایونه ورانوو.
د دې خبرې موخه دا نه ده چې پاکستان به ابرقدرتونه په اوږدمهال کې وغولوي، ځکه دا کار په ځانګړي ډول ځکه هم ناشونی دی چې هر څومره د امریکا او چین ترمنځ سیاسي انقطاب پراخیږي، هومره د پاکستان لپاره په دوو کښتیو کې سفر کول سختېږي او په اوږدمهال کې دغه چل او فریب د پاکستان لپاره ډېره لوړه بیه هم لرلای شي.
یادونه: په افغانستان انټرنشنل کې خپرېدونکې لیکنې د لیکوالو شخصي نظرونه دي او د افغانستان انټرنشنل د پالیسۍ ښکارندويي نه کوي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کانکور د پایلو په تړاو جوړې شوې ناستې ته وویل، چې سږ کال په کانکور ازموینه کې ۱۱۷ زره او ۱۵۰ کسانو ګډون کړی و.
هغه زیاته کړه، چې که څه هم افغانستان محدود امکانات لري، خو له لومړنیو زده کړو تر پوهنتون پورې د دولت له لوري له زده کوونکو فیس نه اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې لا هم ثانوي زده کړې وړیا نه دي.
حنفي وویل، چې د کانونو او د خلکو د مالیاتو له عوایدو څخه د ښوونځیو، مدرسو او پوهنتونونو لګښتونه ورکول کېږي او له زده کوونکو یې وغوښتل چې د وخت قدر وکړي او شته فرصتونه غنیمت وبولي.
په نورستان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر محمد شعیب اسلامیار دیوې ۱۳ کلنې انجلۍ د تښتونې په تور نیول شوی دی. د سرچینو په وینا، نوموړی تېره ورځ د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
په نورستان کې ځايي سرچینو نن دوشنبه، د چنګاښ پر ۱۵مه وویل، چې د طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر محمد شعیب اسلامیار د کونړ ولایت د چپې درې څخه د یوې دیارلس کلنې نجلۍ د تښتونې پرمهال د طالبانو امنیتي ځواکونو نیولی دی.
د سرچینو په وینا، نوموړی له کونړ څخه د نورستان مرکز پارون ته لېږدول شوی او اوس مهال د امنیه قوماندانۍ په بندخونه کې زنداني دی.
سرچینې وايي، طالبان هڅه کوي چې دا مساله د جرګې له لارې حل کړي څو موضوع رسنیزه نه شي.
یوې سرچینې وویل:« د طالبانو مسوولین هڅې کوي چې د خپلې ډلې د غړي دا پېښه پټه وساتي او د خبرو له لارې موضوع ته د حل لاره پیدا کړي.»
محمد شعیب اسلامیار درې کاله د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو مدیر پاتې شوی دی.
د طالبانو د ادارې پر عدلي او قضايي ادارو نیوکه کیږي، چې له بیاځلي واک ته رسېدو راهیسې هڅه کوي د خپلو غړو جرمونه او فساد پټ وساتي او رسنیز نه شي.
تر اوسه طالبانو ددې موضوع په اړه رسنیو ته معلومات نه دي ور کړي.
د سرچینې په وینا، د تښتول شوې نجلۍ د برخلیک په اړه معلومات نشته چې کورنۍ ته سپارل شوې او که زنداني شوې ده.