• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین کې د بوټانو په یوه کارخونه کې د اور لګېدو له امله ۲۸ کسان مړه شوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۰۰ GMT+۱

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سویل ختیځ کې د بوټانو په یوه څو پوړیزه کارخونه کې د سختې اور لګېدنې له امله، چې کارګر یې په چت کې ایسار پاتې وو، لږ تر لږه ۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چین د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، دا اور د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال د فوجیان ولایت په جینجیانګ ښار کې د بوټانو جوړولو په یوه کارخونه کې لګېدلی دی. د پېښې پر مهال په کارخونه کې ټولټال ۲۳۹ کسان موجود وو چې له هغې ډلې څخه ۲۱۳ یې په خوندي توګه ایستل شوي، خو دوه تنه یې روغتون ته تر رسېدو وروسته مړه شول. د راپور له‌مخې، دغه راز ۲۶ نور کسان چې لومړی لادرکه وو، وروسته یې د مړینې پخلی وشو.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د اور لمبې له ودانۍ خېژي، تور دود اسمان ته پورته کېږي او شاوخوا لس دولس کارګر په چت کې د دودونو ترمنځ د ژغورنې په تمه ایسار پاتې دي.

لومړنۍ موندنې ښيي چې اور د کارخونې په لومړي پوړ کې لګېدلی دی. چارواکو ویلي چې په ودانۍ کې ساتل شوي د بوټانو خام توکي او سرېښ خورا ګړندي اور اخیستونکي وو، چې له امله یې اور په ټوله ودانۍ کې په چټکۍ خپور شو.

په ورته مهال د چین ولسمشر شي‌جین پینګ د دغې پېښې په غبرګون کې د ژغورنې د هراړخیزو هڅو امر کړی او ویلي یې دي چې دغه اور درانه ځاني تلفات اړولي دي. نوموړي زیاته کړې چې دا پېښه د تېرو څو میاشتو له خونړیو صنعتي پېښو وروسته رامنځته شوې او له چارواکو یې وغوښتل چې مسوول کسان په کلکه ځواب ویونکي کړي.

د راپورنو له‌مخې، تر دې دمه د کارخونې مالکان او نور اړوند کسان نیول شوي او د شرکت بانکي حسابونه هم کنګل شوي دي. که څه هم تر مازیګر پورې د اور ښکاره لمبې مړې شوې وې، خو لا هم له سیمې دود پورته کېده او اور وژونکو پر ودانۍ د اوبو شیندلو ته دوام ورکاوه.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

۴
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

ایران وايي چې په خلیج کې یې د امریکا پوځي هدفونه ویشتي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۹ GMT+۱
ایران وايي چې په خلیج کې یې د امریکا پوځي هدفونه ویشتي
100%

ایران ویلي چې د امریکا له بریدونو وروسته یې د خلیج په سیمه کې د امریکا پر پوځي هدفونو بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، دې بریدونو هغه درې اونۍ مخکې رامنځته شوی اوربند نور هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

په همدې حال کې، د امریکا پوځ ویلي چې وروستي بریدونه یې د هرمز تنګي د پرانیستي ساتلو لپاره کړي، ځکه د دوی په وینا، ایراني ځواکونو په سیمه کې درې د تېلو ټانکرونه په نښه کړي وو.

بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ده په باور له ایران سره لنډمهالی اوربند نور عملاً پای ته رسېدلی دی.

په ورته وخت کې، ایران د خپل وژل شوي ستر مشر علي خامنه‌یي د جنازې او خاورو ته سپارلو وروستیو مراسمو ته هم چمتووالی نیسي. ټاکل شوې هغه د مشهد ښار د امام رضا زیارت ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران هوايي ځواک د مراسمو د امنیت لپاره د «ميګ-۲۹» جنګي الوتکو ګزمې پیل کړې دي.

الیزابت سټیکني: ټرمپ له ایران سره ډیپلوماټیکه حللاره غواړي خو نور انتخابونه هم لري

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۳ GMT+۱
الیزابت سټیکني: ټرمپ له ایران سره ډیپلوماټیکه حللاره غواړي خو نور انتخابونه هم لري
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې الیزابت سټیکني افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له کړکېچ سره د مقابلې لپاره ډیپلوماټیکه حللاره غوره بولي، خو د اړتیا په صورت کې نور انتخابونه هم پر مېز لري.

نوموړې د پنجشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د ایران او امریکا د وروستیو کړکېچونو په اړه وویل، «د امریکا حکومت په دې باور دی چې د هرمز تنګي کې د ایران له لوري پر سوداګریزو بېړیو بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې ښکاره سرغړونه وه».

هغې زیاته کړه، چې د همدې دلیل له مخې امریکا پوځي ځواب ورکړ، څو په هرمز تنګي کې د بېړۍ چلونې د ګواښلو لپاره د ایران وړتیا کمزورې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، د ولسمشر ټرمپ لومړیتوب لا هم ډیپلوماسي ده او واشنګټن غواړي د کړکېچ د حل لپاره سیاسي او ډیپلوماټیکه لاره ومومي، خو ټینګار یې وکړ چې د امریکا حکومت نور انتخابونه هم په واک کې لري.

الیزابت سټیکني همداراز د افغانستان په اړه وویل چې طالبان لا هم د «یرغمل‌نیونې سیاست» ته دوام ورکوي او واشنګټن د هغو ټولو امریکايي وګړو د ازادېدو غوښتنه کوي چې په افغانستان کې په ناحقه نیول شوي دي.

سټیکني له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د امریکايي وګړو ملاتړ او د امریکا د ملي ګټو ساتنه د افغانستان په اړه د ټرمپ د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

هغې وویل، له ترهګرۍ سره مبارزه لا هم په افغانستان کې د واشنګټن له مهمو ملي ګټو څخه شمېرل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د افغانستان د ښځو او نجونو د بشري حقونو وضعیت «وحشتناک» وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې د هغوی د حقونو نقض پای ته ورسوي.

سټیکني دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا امریکا د افغانستان د وضعیت د بدلون لپاره کوم پلان لري، وویل: «موږ فعال یو»، خو د امریکا د حکومت د اقداماتو په اړه یې نور جزییات ورنه کړل.

جرمني له امریکا څخه توماهاک کروز توغندي اخلي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۹ GMT+۱
جرمني له امریکا څخه توماهاک کروز توغندي اخلي
100%

جرمني له متحده ایالاتو څخه «توماهاک» کروز توغندي اخلي او په خپله خاوره کې یې ځای پر ځای کوي. د جرمني صدراعظم فریدریښ مېرڅ د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا اقدام د برلین د خپلواکې اوږدواټنه دفاعي وړتیا د پیاوړتیا پر لور یو بدلون دی.

مېرڅ قانون جوړوونکو ته وویل چې نوموړي د امریکا له حکومت سره دا هوکړه په انقرې ښار کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې کړې ده. هغه زیاته کړه چې د سې شنبې او چارشنبې ورځې خبرې اترې د ده له تمې هم غوره وې.

مېرڅ وویل: « موږ په خپل دفاعي سیستم کې یوه مهمه ستراتیژیکه تشه له منځه وړو او په ورته وخت کې کار کوو چې خپل اروپايي سیستمونه جوړ کړو او په اروپا کې یې ځای پر ځای کړو».

د جرمني حکومتي سرچینو له مخې، واشنګټن ژمنه کړې چې د اګست په میاشت کې به جرمني ته د توماهاک توغندیو او اړوندو ځمکنیو «ټایفون» توغګرو د پېرلو اجازه ورکړي. دا ژمنه د سې شنبې په ورځ د لاسلیک شوې موافقې له لارې شوې ده.

جرمني به څومره توغندي او توغګر اخلي، دا معلومات لا هم پټ ساتل شوي او محرم بلل شوي دي.

جرمني خپل کروز توغندي هم جوړوي چې «تورس»نومېږي، خو واټن یې شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره دی، چې د توماهاک توغندیو له واټن څخه درې تر پنځه ځله کم دی.

سینټکام: امریکا د بریدونو په وروستي پړاو کې په ایران کې شاوخوا ۹۰ پوځي موخې په نښه کړې دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۱۷ GMT+۱
سینټکام: امریکا د بریدونو په وروستي پړاو کې په ایران کې شاوخوا ۹۰ پوځي موخې په نښه کړې دي
100%

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، امریکايي ځواکونو د ایران پر وړاندې د بریدونو په وروستي پړاو کې شاوخوا ۹۰ پوځي موخې په نښه کړې دي. یادې مرکزي قوماندانۍ زیاته کړې، چې دغه بریدونه د تېرې شپې د عملیاتو دوام و.

د سېنټکام په وینا؛ په دغه موخو کې د هوايي دفاع سیستمونه، د ساحلي څار تجهیزات، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د ساتنې ځایونه، سمندري پوځي وړتیاوې او د ایران د ساحلونو په اوږدو کې پوځي لوژستیکي تاسیسات شامل دي.

سېنټکام زیاته کړې، دغه بریدونه د تېرې شپې د عملیاتو دوام و چې پرمهال یې شاوخوا ۸۰ پوځي موخې، د سپاه پاسداران تر ۶۰ زیاتې چټکې پوځي بېړۍ هم په نښه شوې وې. د یادې قوماندانۍ په وینا؛ دغه عملیات په هرمز تنګي کې د ایران د حکومت له‌خوا پر درېیو سوداګریزو بېړیو د برید په غبرګون کې شوي دي.

ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د واشنګټن وروستي بریدونه پر درېیو بېړیو د ایران د برید په غبرګون کې شوي. هغه خبرداری ورکړی، چې د ایران هر نوی برید به له «۲۰ چنده سخت» ځواب سره مخ شي.

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۰ GMT+۱
تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
100%

د جرمني حکومت غواړي له څو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره هغه افغانان هم افغانستان ته ولېږي چې جرمي مخینه نه لري. د جرمني تاز ورځپاڼې راپور ورکړی چې لږ تر لږه پنځه افغانان، چې هېڅ یو یې جرم نه دی کړی، دا مهال له جرمني د ایستلو په تمه دي.

ورځپاڼه وايي، دغه معلومات یې د جرمني په بېلابېلو ایالتونو کې د کډوالو له شوراګانو ترلاسه کړي دي. د جرمني د ایالتونو د کورنیو چارو وزارتونو د هغو افغانانو د دقیق شمېر له خپرولو ډډه کړې چې په ورته وضعیت کې دي.

جرمني په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان د بشري وضعیت او د بشري حقونو د اندېښنو له امله د افغانانو ایستل درولي وو. دا بهیر د ۲۰۲۴ کال په مني کې بېرته پیل شو، خو یوازې هغه کسان یې رانغاړل چې په جرمونو محکوم شوي وو یا امنیتي ګواښ بلل کېدل.

اوسني حکومت هم تر اوسه همدا تګلاره تعقیب کړې، خو د ائتلافي حکومت په هوکړه کې راغلي چې په راتلونکې کې به د ایستلو لړۍ هغو کسانو ته هم وغځول شي چې نه جرمي مخینه لري او نه هم امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت په وروستیو اوونیو کې له طالبانو سره د افغانانو د ایستلو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلی او په بدل کې یې په جرمني کې د طالبانو د ډیپلوماتانو د شمېر له زیاتېدو سره موافقه کړې ده.

د تاز د راپور له مخې، له هغو پنځو افغانانو څخه چې اوس د ایستلو په تمه دي، څلور یې د بایرن او یو یې د هسن په ایالت کې په توقیف کې ساتل کېږي. یو بل افغان چې د نیدرزاکسن ایالت د ایستلو په توقیف‌خونه کې بندي و، د سې‌شنبې په ورځ خوشې شو.

د نیدرزاکسن د کډوالو شورا ویلي، د هغه د خوشې کېدو لامل دا و چې د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي ادارې د یوې رسمي پرېکړې په خبرولو کې تېروتنه کړې وه.

تاز لیکلي چې د دغو کسانو دوسیې له یو بل سره ډېرې ورته دي او ټول هغه مهال د فدرالي پولیسو تر څار لاندې راغلي چې له جرمني بهر له سفره بېرته ستانه شوي وو.

ورځپاڼې دا هم ویلي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانانو په اړه د فدرالي پولیسو چلند بدل شوی، خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړې ده.

بلخوا، د جرمني حکومت د چهارشنبې په ورځ د پارلمان د غړې کلارا بونګر هغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل چې له طالبانو سره د همکارۍ په اړه یې کړې وې. خو تاز راپور ورکړی چې حکومت ډېرو پوښتنو ته روښانه ځواب نه دی ورکړی او په ځینو مواردو کې یې د «دولت د ګټو» په پلمه له وضاحت ورکولو ډډه کړې ده.

کلارا بونګر هم ویلي چې له طالبانو سره د جرمني د ادارو د همکارۍ اړوند معلومات پټ ساتل کېږي او خلکو ته نه وړاندې کېږي.

د جرمني حکومت همدارنګه ویلي چې د ۱۴۰۴ کال د مرغومي له ۱۱مې څخه د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي تر ۲۹مې پورې یې ۸۷ افغان وګړي ایستلي دي. له دې ډلې ۷۷ تنه د درېیو چارټر الوتنو او ۱۰ تنه د عادي الوتنو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. د دغو درېیو چارټر الوتنو لګښت له یو میلیون او ۶۰ زره یورو څخه ډېر ښودل شوی دی.