جرمني په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان د بشري وضعیت او د بشري حقونو د اندېښنو له امله د افغانانو ایستل درولي وو. دا بهیر د ۲۰۲۴ کال په مني کې بېرته پیل شو، خو یوازې هغه کسان یې رانغاړل چې په جرمونو محکوم شوي وو یا امنیتي ګواښ بلل کېدل.
اوسني حکومت هم تر اوسه همدا تګلاره تعقیب کړې، خو د ائتلافي حکومت په هوکړه کې راغلي چې په راتلونکې کې به د ایستلو لړۍ هغو کسانو ته هم وغځول شي چې نه جرمي مخینه لري او نه هم امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.
تاز لیکلي چې د دغو کسانو دوسیې له یو بل سره ډېرې ورته دي او ټول هغه مهال د فدرالي پولیسو تر څار لاندې راغلي چې له جرمني بهر له سفره بېرته ستانه شوي وو.
ورځپاڼې دا هم ویلي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانانو په اړه د فدرالي پولیسو چلند بدل شوی، خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړې ده.
بلخوا، د جرمني حکومت د چهارشنبې په ورځ د پارلمان د غړې کلارا بونګر هغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل چې له طالبانو سره د همکارۍ په اړه یې کړې وې. خو تاز راپور ورکړی چې حکومت ډېرو پوښتنو ته روښانه ځواب نه دی ورکړی او په ځینو مواردو کې یې د «دولت د ګټو» په پلمه له وضاحت ورکولو ډډه کړې ده.
کلارا بونګر هم ویلي چې له طالبانو سره د جرمني د ادارو د همکارۍ اړوند معلومات پټ ساتل کېږي او خلکو ته نه وړاندې کېږي.
د جرمني حکومت همدارنګه ویلي چې د ۱۴۰۴ کال د مرغومي له ۱۱مې څخه د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي تر ۲۹مې پورې یې ۸۷ افغان وګړي ایستلي دي. له دې ډلې ۷۷ تنه د درېیو چارټر الوتنو او ۱۰ تنه د عادي الوتنو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. د دغو درېیو چارټر الوتنو لګښت له یو میلیون او ۶۰ زره یورو څخه ډېر ښودل شوی دی.
د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي د روغتیا نړیوال سازمان له سیمه ییزې مشرې حنان بلخي غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو محدودونکی روایت په کلکه وننګوي.
مېرمن کوفي ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې د تلپاتې او هراړخیزو روغتیايي خدماتو وړاندې کول د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له فعال شتون او ګډون پرته هېڅکله ممکن نه دی.
فوزیه کوفي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو او د نورو لومړنیو روغتیايي خدماتو د رسولو لپاره د ښځو لاسرسی، پوهاوی او د تصمیم نیونې له مرحلې نیولې تر پلي کېدو پورې په ټولو پروسو کې د هغوی ونډه حیاتي ده. هغې زیاته کړې، دا تمه کېږي هغه ښځې چې تر هر نوم لاندې افغانستان ته سفر کوي، باید د طالبانو د واکمن روایت پر وړاندې په کلکه ودرېږي او هغه وننګوي.
دې پخوانۍ افغان سیاستوالې خبرداری ورکړی چې په هېواد کې روان وضعیت باید عادي ونه ښودل شي او یوازې د بودیجې کمښت د اصلي ستونزې په توګه معرفي نه شي. د مېرمن کوفي په وینا، څومره چې ښځې له زده کړو او کاري ځواک څخه لرې ساتل کېږي، په هماغه اندازه به افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو او بحران سره مخامخ شي.
دا غبرګون په داسې حال کې څرګندېږي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې پر ښځو او نجونو باندې په بېلابېلو برخو کې سخت محدودیتونه لګول شوي او هغوی د زده کړو او کار له ډېرو حقونو بېبرخې شوې دي. کوفي ټینګار کړی چې د ښځو د حقونو نادیده نیول به د هېواد پر ټولنیز او اقتصادي جوړښت باندې ویجاړونکي اغېزې ولري.
له بلې خوا، د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې د سیمې مشرې حنان بلخي افغانستان ته د خپل تازه سفر په لړ کې خبرداری ورکړی و چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه د بودیجې د سخت کمښت له امله تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي دي. د هغې په وینا، د دې وضعیت دوام د میلیونونو کسانو روغتیايي خدماتو او واکسیناسیون ته لاسرسی له جدي خطر سره مخامخ کړی دی.