طالبان: د هېواد په لرې پرتو سیمو کې به مخابراتي خدمتونه پراخ شي

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او د دغو خدمتونو د کیفیت د ښه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او د دغو خدمتونو د کیفیت د ښه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د دغه وزارت ویاند عنایتالله الکوزي پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي د مخابراتي شبکو له استازو سره د مخابراتي سکټور د زېربناوو د پراختیا او د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د پراخولو په اړه غونډه کړې ده.
د نوموړي په وینا، په دې غونډه کې د مخابراتي سکټور پر شته ستونزو، د لرو پرتو سیمو د مخابراتي خدمتونو د کیفیت پر ښه کولو او د شبکو د فعالیت د پیاوړتیا په اړه بحث وشو.
د مخابراتو وزیر ویلي، وزارت به د مخابراتي سکټور د لا پرمختګ، د زېربناوو د پیاوړتیا او هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
بلخوا، د مخابراتي شبکو استازو هم د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو پر پراختیا او د زېربناوو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې خلکو ته د باکیفیته مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي.
دا په داسې حال کې ده چې خلک په افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو د ټیټ کیفیت او لوړو بیو څخه شکایت کوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، له ایران سره د هلمند د اوبو شوی تړون د بدلون وړ نه دی او افغانستان حق لري چې له خپلو اوبو د ملي ګټو لپاره استفاده وکړي.نوموړي ټینګار کړی چې د اوبو پر سر د شخړو د هواري یوازینۍ لار د نړیوالو قوانینو پر بنسټ همکاري او سیمهییز تفاهم دی.
اشرف غني په خپل تازه پوډکاسټ کې، چې د هلمند سیند، د سیستان تاریخي وېش او د انګریزانو د منځګړیتوب پایلو ته ځانګړی شوی، وویل د سیستان د ژوند، کرنې او تمدن بنسټ د هلمند سیند دی او د دې سیند ارزښت په سیمه کې له دجلې او فرات پرته له بل هېڅ سیند سره د پرتلې وړ نه دی.
هغه وویل، د نولسمې پېړۍ د انګریز منځګړي ګولډسمېډ د سیستان د وېش ترڅنګ د هلمند د اوبو په اړه یوازې یوه ماده شامله کړې وه چې پر بنسټ یې باید له اوبو «عادلانه استفاده» وشي، خو د هغه په وینا، هغه مهال بریتانوي چارواکي د اوبو د مدیریت او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په اړه کافي تخنیکي پوهه نه لرله.
غني زیاته کړه، «که انګریزان هغه وخت د اوبو د مدیریت او لویو بندونو د جوړولو نننۍ تجربې لرلې، ښايي د هلمند د اوبو په اړه یې پرېکړه بل ډول وای.»
پخواني ولسمشر د هلمند د اوبو د تړون په اړه وویل: «دا یوازینۍ معاهده ده چې زموږ د اوبو حقوق یې په اساسي ډول ټاکلي دي او هر افغان باید پوه شي چې دا معاهده د بدلون وړ نه ده.»
هغه وویل، افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال د میلیاردونو ډالرو په ارزښت اوبه ایران ته وړیا پرېښې دي، خو په وینا یې: «موږ میلیاردونه ډالره مفتې اوبه ورکړې دي، ایا ایران کله موږ ته مفت تېل راکړي؟ وروري کوو، خو په حساب؛ ګاونډیتوب کوو، خو په حساب.»
غني ټینګار وکړ چې د ایران د حقابې تر ورکړې وروسته، افغانستان د نړیوالو قوانینو له مخې حق لري د خپلو اوبو د مهار، بندونو او پراختیایي پروژو چارې پر مخ یوسي. د هغه په وینا، د کمال خان، بخشاباد او نورو بندونو د جوړولو موخه هم د هېواد کرنیز او اقتصادي پرمختګ و.
هغه د ایران د اعتراضونو په اړه وویل چې د هلمند د اوبو اندازه په نړیوال تړون کې په څرګند ډول ټاکل شوې او د وچکالۍ پړه پر افغانستان نه شي اچول کېدای. د هغه په خبره، د اقلیمي بدلونونو له امله د وچکالۍ دوره لنډه شوې او دا طبیعي وضعیت د دواړو هېوادونو لپاره ګډه ننګونه ده.
غني د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم ټینګار وکړ او ویې ویل: «ایران که اوبه غواړي، که کرنیز محصولات؟ افغانستان کولای شي هغه محصولات چې ایران یې له لرې هېوادونو واردوي، د ګډې پانګونې له لارې په افغانستان کې تولید کړي.»
پخواني ولسمشر د تاریخي اسنادو د مطالعې پر اهمیت هم خبرې وکړې او ویې ویل، د دې بحث موخه دا ده چې افغانان د خپلې خاورې او اوبو له حقوقو خبر شي او د تېر تاریخ په رڼا کې راتلونکې پالیسۍ تنظیم کړي. هغه زیاته کړه، «له سیمهییزې همکارۍ پرته افغانستان پرمختګ نه شي کولای، خو دا همکاري باید د ملي ګټو او متقابل احترام پر بنسټ وي.»
غني د خپلو خبرو په پای کې پر نوي نسل غږ وکړ چې د اوبو، نړیوالو حقوقو، ډیپلوماسۍ او تاریخ په برخو کې تخصص ترلاسه کړي او ویې ویل: «موږ پوهې ته اړتیا لرو. زموږ ځوانان باید داسې وروزل شي چې د هېواد له ملي ګټو په لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله کچه دفاع وکړای شي.»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وایي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي بریا به تر ډېره د طالبانو له همکارۍ سره تړلې وي.
فایق له افغانستان انټرنشنل سره د مرکې پر مهال وویل، که څه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ملاتړ د نوې ځانګړې استازې لپاره مهم دی، خو د هغې د ماموریت بریالیتوب به تر ډېره په دې پورې تړلی وي چې طالبان د افغانستان پر اساسي مسایلو څومره رښتینې همکاري کوي.
هغه زیاته کړه، طالبان باید د بشري حقونو، سیاسي بهیر، سیاسي خبرو اترو، له سیمې سره د تعامل او د ترهګرۍ ضد همکاریو په برخو کې له نوې ځانګړې استازې سره همکاري وکړي، څو د افغانستان د روان بحران د حل او تلپاتې سولې لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
د ملګرو ملتونو یوه چارواکي افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش امنیت شورا ته په یوه لیک کې بنګله دېشۍ ډیپلوماته رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپلې نوې ځانګړې استازې په توګه معرفي کړې ده.
فایق وویل: «تر اوسه د ملګرو ملتونو د سرمنشي له دفتره د اغلې فاطمې ګومارنه په رسمي ډول نه ده اعلان شوې، خو داسې ښکاري چې د هغې د ټاکنې په اړه پراخ اجماع او توافق موجود دی. د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو ګڼو چارواکو او بنسټونو د هغې له ټاکنې هرکلی کړی دی».
فایق همداراز وویل، د ملګرو ملتونو د نوې ځانګړې استازي بریا به د هغې پر رهبرۍ او دې هم متکي وي چې د ملګرو ملتونو د منشور، بېطرفۍ او نړیوالو اصولو په چوکاټ کې خپل ماموریت پر مخ یوسي.
هغه د ملګرو ملتونو له لوري د یوه اسلامي هېواد د یوې ښځینه ډیپلوماټې د غوره کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، دا ټاکنه یو مثبت پیغام لري او ښيي چې ښځې لا هم په نړیواله او سیمهییزه کچه د رهبرۍ او اغېزمن رول وړتیا لري.
فایق څرګنده کړه چې د نوې ځانګړې استازې ډیپلوماتیکه تجربه کولی شي د یوناما د رهبرۍ او د افغانستان د ستونزو د حل په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د ملګرو ملتونو یوه چارواکي افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش امنیت شورا ته په یوه لیک کې بنګله دېشۍ ډیپلوماته رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپلې نوې ځانګړې استازې په توګه معرفي کړې ده.
د یادې سرچینې په وینا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر اوسه پهدې اړه خپل رسمي ځواب نه دی وړاندې کړی، خو تمه کېږي چې د شورا غړي به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې خپل نظر څرګند کړي.
د امنیت شورا د پرېکړې په صورت کې به مېرمن فاطمه په افغانستان کې د یوناما مشري پر غاړه واخلي او د روزا اوتونبایوا ځای ناستې به شي.
د اوتونبایوا دنده د تېر کال په وږې میاشت کې پای ته رسېدلې وه. هغې تېر کال د امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان پر بشري بحران، د ښځو پر حقونو او د افغانانو پر بیړنینو اړتیاوو ټینګار کړی و او له نړیوالې ټولنې یې د مرستو د زیاتولو او له طالبانو یې د سیاستونو د بدلولو غوښتنه کړې وه.
د راپورونو لهمخې، د یوناما نوې استازې رباب فاطمه په ډیپلوماټیکو چارو کې اوږده سابقه لري. هغې تر دې وړاندې د یونیسف د اجراییه پلاوي د مشرې، د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې د اجراییه پلاوي د مشرې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مرستیالې په توګه دندې ترسره کړې دي.
د افغانستان لپاره د یوناما نوې مشره داسې مهال ګومارل کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غبرګولي په ۲۵مه نېټه، د چین له لوري د وړاندې شوي پرېکړه لیک پر بنسټ، په افغانستان کې د یوناما ماموریت په ۱۵ موافقو رایو سره د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د بلوچستان د امنیتي وضعیت د ارزونې په غونډه کې ویلي چې په بلوچستان کې د وروستیو بریدونو تر شا د هند لاس دی او زیاته کړې یې ده چې هند د دغو بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په کوېټه کې د یوې لوړپوړې امنیتي ناستې پرمهال له پولې ها خوا ترهګرۍ په اړه اندیښنې شریکې کړي دي.
نوموړي ویلي، چې د بلوچستان د وروستیو بریدونو تر شا د هند لاس دی او په وینا یې، د پاکستان خلاف د بریدونو د تنظیم لپاره د افغانستان خاوره کارول کېږي.
شریف زیاته کړه:«دښمن د پاکستان د ډیپلوماټیکو لاسته راوړنو د زغملو وړتیا نه لري. موږ باید د فتنه الخوارج شومې موخې شنډې کړو. دا جګړه به په پاکستان کې د وروستي ترهګر تر له منځه وړلو پورې دوام وکړي».
که څه هم تردې مهاله افغان طالبانو او هند د شهباز شریف د یادو تازه ادعاوو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تردې وړاندې طالبانو او هند تل د پاکستاني چارواکو دغه ډول اعاوې رد کړې دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر وروسته له هغه د بلوچستان مرکز کوټې ته سفر کړی، چې د تېرو څلورو ورځو په موده کې په دغه ایالت کې څلور لوی خونړي بریدونه شوي دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې په دغو بریدونو کې د څه باندې ۴۰ پاکستاني سرتېرو په ګډون تر ۵۰ ډېر وسلهوال هم وژل شوي دي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین د افغانستان د خصوصي سکتور له یوه پلاوي سره په کتنه کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د قزاقستان د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې سیریک ژومانګارین د افغانستان د غضنفر بانک له رییس محمد اسماعیل غضنفر سره په ناسته کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر ځانګړی اهمیت ټینګار کړی دی.
د هغه په وینا، د دوه اړخیزې سوداګرۍ د لا ودې لپاره یو مهم شرط دا دی چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي بنسټونو ترمنځ د پیسو د راکړې ورکړې لپاره خوندي، شفافه او باوري بانکي زیربنا رامنځته شي.
اوس مهال د قزاقستان له ۲۳ بانکونو څخه دوه بانکونه د افغانستان له بانکونو سره د استازولۍ اړیکې لري.
د ۲۰۲۵ کال تر پایه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې هاخوا تادیاتو او د پیسو د لېږد حجم ۲۹۸میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۶ سلنه زیاتوالی ښيي. همدارنګه، د توکو او خدماتو د تادیاتو حجم په همدې موده کې پنځه برابره زیات شوی دی.
دواړو لوریو د بانکونو ترمنځ د استازولۍ اړیکو د پراختیا، د مستقیمو بانکي لارو برابرولو، د پولې هاخوا تادیاتو د میکانیزمونو د ښه والي او د بهرنۍ سوداګرۍ د مالي ملاتړ په اړه هم بحث کړی دی. د یاد دفتر په وینا، دمګړۍ یو بل قزاقستانی بانک هم له غضنفر بانک سره د استازولۍ حسابونو د پرانیستلو بهیر بشپړوي.
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري د پام وړ وده کړې ده. د ۲۰۲۶ کال د جنوري او اپرېل ترمنځ دغه سوداګري ۳۴۲،۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې د ۱۵۰،۶ میلیونه ډالرو په پرتله ۲،۳ برابره زیاتوالی ښيي.
د دې ودې لویه برخه د قزاقستان د صادراتو له امله دهه. د دغه هېواد صادرات ۳۳۸،۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې دا هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲،۳ برابره زیاتوالی ښيي.