• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان د پولیو په ګواښ کې؛ د روغتیا نړیوال سازمان د دې ویروس په له‌منځه وړلو ټینګار کړی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۹ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې د سیمې مشرې ډاکترې حنان بلخي افغانستان ته د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ خپل سفر پای ته رسولی او په دغه هېواد کې یې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر بشپړ له منځه وړلو او د لومړنیو روغتیایي خدماتو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

په دغه پلاوي کې د یونیسف، د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز او د ګېټس بنسټ استازو حضور درلود چې په کابل او کندهار کې یې له روغتیایي چارواکو، د ملګرو ملتونو له همکارانو، تمویلونکو او روغتیایي کارکوونکو سره وکتل. د دغه سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د نړیوالې بودیجې د کمښت له امله د افغانستان پر روغتیایي سیستم فشارونه زیات شوي، د پولیو د له منځه وړلو او د واکسیناسیون د پیاوړتیا لپاره پر بېړنۍ اړتیا خبرې وشوې.

ډاکترې حنان بلخي په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې لا هم د پولیو لومړی ډول وحشي ویروس پکې فعال دی او د دې ناروغۍ د پای ته رسولو لپاره د دغه هېواد رول خورا مهم دی. هغې زیاته کړه چې د ګوزڼ د له منځه وړلو هدف ته رسېدل، د لومړنیو روغتیایي خدماتو له پیاوړتیا، پر باوري روغتیایي کارکوونکو، اغېزمنې څارنې او د روغتیایي خدماتو له انعطاف‌پذیرۍ سره مستقیم تړاو لري.

د هغې په وینا، د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د ساتلو او د افغانانو د روغتیایي وضعیت د ښه کولو لپاره دوامداره پانګونې ته جدي اړتیا ده.

په دغه سفر کې د پلاوي غړو په ځانګړې توګه په سوېلي حوزه کې هغو ماشومانو ته د واکسین پر رسولو خبرې وکړې چې تر اوسه له واکسین څخه پاتې دي. د افغانستان اړوندو روغتیایي چارواکو هم د پولیو د له منځه وړلو لپاره خپل ژمنتیا بیا تایید کړه او د روغتیایي سکتور د پرمختګونو د ساتلو لپاره یې د بودیجې د کمښت پر ستونزې د تمرکز غوښتنه وکړه.

د راپورونو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې تر ۲۲ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې ډلې ۱۴.۴ میلیونه یې په بېړنۍ توګه روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ راهیسې د بودیجې د کمښت له امله شاوخوا ۱۵۰ روغتیایي مرکزونه چې د بشري شریکانو له خوا یې ملاتړ کېده، تړل شوي یا یې خپل فعالیتونه ځنډولي دي. دغه وضعیت د ټولنې تر ټولو زیان‌پذیرو برخو ته لاسرسی محدود کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۶ کال د روغتیایي کلستر ځواب ویلو لپاره د اړتیا وړ ۱۹۰.۸ میلیونه ډالرو څخه یوازې ۱۷ سلنه بودیجه تر لاسه شوې ده.

ډاکترې بلخي په کندهار کې له میرویس روغتون څخه لیدنه وکړه چې د ۶۵۰ فعالو بسترونو په لرلو سره په سوېلي حوزه کې د ناروغانو لپاره یو حیاتي مرکز دی. په دغه روغتون کې هغې د ښځو د جراحي او نسايي ولادي برخو لیدنه وکړه، چېرته چې د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ د فیستولا د درملنې مرکز هم وړیا خدمات وړاندې کوي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکتر اډوین سینیزیو سلواډور وویل چې دغه سازمان به له روغتیایي چارواکو او تمویلونکو سره همکارۍ ته دوام ورکړي ترڅو خدمات د کورنیو تر څنګ پورې ورسول شي او ماشومان د واکسین له لارې خوندي وساتل شي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی
۱

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی

۲

یو شمېر هېوادوال: طالبان له نړۍوالو د مرستو ترلاسه کولو لپاره پر نشو شکمن کسان هم نیسي

۳

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې په یوه کال کې تر ۷۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

•
•
•

نور خبرونه

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۰ GMT+۱
100%

د سوداګرو په وینا، تر ۹ میاشتو مخکې د افغانستان له نورو صادراتي توکو سربېره تازه میوې پاکستان او د پاکستان له لارې بیا نورو هېوادونو ته صادرېدل،خو د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پرې کېدو له امله اوس د افغانستان تازه میوې عربي هېوادونو، منځنۍ اسیا او اروپا ته صادرېږي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې ده. اوس‌مهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته هر ډول تګ‌راتګ درېدلی دی.

100%
د تورخم لاره

د افغان سوداګرو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو له پرېکون مخکې، پاکستان به هر کال د افغانستان د تازه میوو د فصل پر مهال په یوه پلمه نه‌ په یوه پلمه یې لارې بندولې او یا به یې د تعرفو له لوړولو سربېره په دروازو کې یې د تازه میوو لیږدونکي موټر درول، څو په موټر کې میوې خوسا شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د پاکستان د بدیل مارکېټ په توګه یې د منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو او همدارز اروپا ته مخه کړې ده.

د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له هرات ولایت څخه ۱۱۷ زره ټُنه تازه میوه چې ټولیز ارزښت یې ۱۴۶ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي، عربي او د اسیا یو شمېر هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر په همدې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د تازه مېوو د صادراتو زیاتوالی، د اقتصادي ودې، د بزګرانو د ملاتړ او د افغانستان د صادراتي بازارونو د پراختیا لپاره مهم فرصت برابروي».

د روان کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۷مه د ازبکستان د پرایم کرنیز صنعت شرکت رييس مراد قدرتوف د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې په کال کې به ۲ زره ټُنه تازه میوې او په ځانګړې توګه ګیلاس، زردالو، مڼې او انار لومړی ازبکستان او بیا روسیې او هماغسې یې اروپايي هېوادونو ته صادرې کړي.

https://www.afintl.com/pa/202606078657

د بڼوالو په وینا، نورو هېوادونو ته د افغانستان له تازه میوو یوه کمه برخه صادرېږي او د پاتې نورو میوو د ساتنې لپاره د سړوخونو نشتوالی جدي ننګونه یادوي. دوی له طالبانو غواړي چې پر معیار برابر د سړو خونو جوړولو ته پام وکړي، څو پر بڼوالۍ یې شوې خواري په سیند لاهو نه‌شي.

100%

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه ولایت کې د هندوانو کښت او حاصلات له ۲۵ سلنې زیاتوالي خبر ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، سږ کال په دغه ولایت کې د هندوانو مناسب بازار، ښې بیې او د حاصلاتو زیاتوالی د دې لامل شوی چې د کښت ساحه د تېر کال په پرتله نږدې ۲۵سلنه پراخه شي او په ټولیزه توګه پر شاوخوا ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه هندوانې وکرل شي.

د لوګر یو بزګر افغانستان انټرنشنل- پښتو ویلي، سږکال یې د هندواڼې حاصلات ډېر دي او په باور یې هره میوه چې بازار کې ډېره شي، نو ورسره سم بیې هم رالوېږي.

نوموړی له طالبانو غواړي چې د تازه میوو او نورو محصولاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي، څو بزګران د خپل لاس ثمره وګوري او محصولات یې په ښه بیه وپلورل شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له‌مخې، په تېر ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان څخه د ۱۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۱۷ زره او ۵۱۷ ټُنه تازه مېوه او په ځانګړې توګه مڼې، انار، زردالو، انګور، خربوزه، هندوانه، انځر او نورې میوې بهر ته صادره شوې دي. د معلوماتو پر بنسټ، له دغو میوو ډېری یې عربي هېوادونو، ترکیې، منځنۍ اسیا او اروپايي هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د دغه وزارت مسوولینو د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو د تازه مېوو د صادراتو د کچې او ارزښت د پرتلې کولو په تړاو معلومات نه‌دي ورکړي، خو په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو بندرونو تړل کېدل د کروندګرو د ډېری محصولاتو د خرابېدو لامل شول.

https://www.afintl.com/pa/202607037190

د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین وایي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي‌ ډالر زیان رسېدلی دی.

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
100%

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د ګلګت او کشمېر په ګډون ټولو ایالتونو ته امر کړی، چې سر له سبا د بې‌اسنادو افغانانو د یو مخیزې نیونې بهیر پیل کړي. دغې پرېکړې درېیمو هېوادونو ته په تمه افغانان سخت اندېښمن کړي او د کډوالو عالي کمېشنري پر خپله خوښه ستنېدنې ټينګار لري.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د ګلګت بلتستان، خیبر پښتونخوا او د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر په ګډون ټولو ایالتونو ته امر کړی، چې سر له سبا (جمعه د چنګاښ ۱۹- د جولای ۱۰مه) د بې‌اسنادو افغانانو د یو مخیزې نیونې بهیر پیل کړي.

100%
د افغانانو د نیولو په تړاو د پاکستان مکتوب

د پاکستان دغه امر په دغه هېواد کې مېشت افغانان او په ځانګړې توګه هغه افغانان چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته دغه هېواد ته د لنډ مهالي پناه اخیستنې لپاره راغلي او درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، سخت اندېښمن دي.

یو شمېر دغه افغانان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې افغانستان ته په بیا ستنېدنې سره یې له نورو ستونزو سربېره ژوند ته خطر دی او دوی د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

دوی وايي، چې پاکستان ته د دایمي اوسېدونې لپاره نه‌دي راغلي او دمګړۍ یې په نورو هېوادونو کې د پناه‌غوښتنې کېسونه روان دي او د چارو په بشپړېدو سره به یادو هېوادونو ته لاړ شي.

دوی زیاتوي، خپلو هېوادونو ته د هغو کسانو لېږل چې هلته یې ژوند له خطر سره مخ وي د کډوالو په تړاو د نړۍوالو قوانینو، کنوانسیونونو او اصولو خلاف چاره ده.

یو له دغو کسانو د هویټ د پټ ساتلو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «زه د جمهوري نظام پر مهال یو مهم نظامي افسر وم. د طالبانو په بیا راتګ سره د خپل او خپلې کورنۍ د ژوند ژغورنې لپاره پاکستان ته راغلم. خو هر کله چې دلته امنیتي وضعیت او یا هم له طالبانو سره یې اړیکې خرابې شي، نو پر افغانانو ظلم او همداراز شړل یې پیلېږي».

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدید بهیر په ټپه درولی او په دې سره د ډېریو افغانانو د ویزو موده پایته رسېدلې ده. یاد افغان زیاتوي: «موږ هم غواړو چې دلته [پاکستان کې] په قانوني توګه ژوند وکړو، خو پاکستان د ویزو د تمدیدولو پروسه درولې ده. که دغه پروسه شروع شي، نو اول کس به یم چې خپله ویزه به تمدید کړم».

یو بل افغان خبریال د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، سره له دې چې د جولای د لسمې له ضرب‌الاجل مخکې هم د پولیسو له لوري د افغانانو د ځورونې او نیولو بهیر دوام درلود، خو سباني عملیات ډېری افغانان سخت اندېښمن کړي دي.

هغه زیاتوي: «هسې هم پولیسو هره ورځ افغانان ځورول او نیول. ځینې یې د پیسو په بدل کې خوشې کول او ځینو چې پیسې نه‌درلودې نو حاجي کمپ ته به یې لېږداوه او له هغه ځایه به یې افغانستان ته په جبر سره استاوه. خو د کورنیو چارو وزارت اوسنی مکتوب چې نشر شوی ښايي دا ځل د افغانانو د نیونې عملیات پراخ وي او دغې چارې موږ ټول سخت ویرولي یو او پر دې نپوهېږو چې چېرې لاړ شو».

100%
د پاکستان د پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو بهیر

له دې سره سم، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري پر خپل پخواني دریځ ولاړه ده او له پاکستان حکومت څخه غواړي چې د بیا ستنېدنې بهیر باید په خپله خوښه وي او له زور او جبر څخه کار وانه‌خیستل شي.

100%
په اسلام‌اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي

په اسلام‌اباد کې د دغې کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړه، په افغانستان کې د نظام له بدلون سره د خبریالانو او پخوانیو نظامیانو په ګډ،و شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان د دوی په وینا له ګواښونو د خوندینې لپاره پاکستان ته راغلي: «دوی ته د تحفظ ضرورت دی».

قیصر اپریدي وايي: «موږ له شروع څخه همدا وایو چې پاکستان له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د افغانانو مېلمه پالنه کړې او اوس هم باید دغه بهیر او ملاتړ ته دوام ورکړي. کله چې په افغانستان کې حالات سم شي نو بیا که څوک په خپله خوښه ځي تللی شي».

نوموړي زیاته کړه: «موږ [د پاکستان] له حکومتي چارواکو سره په کتنو کې دا زور راوړو چې دغو خلکو ته پکار ده چې سهولت برابر شي او د ستنېدنې بهیر باید په رضا، باعزته او په خپله خوښه وي».

هغه خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ افغانان د اېستنې په صورت کې به بیاځلي پاکستان ته راشي، ځکه هلته د دوی په وینا، ژوند یې له ګواښ سره مخ دی. نوموړي همداراز څرګنده کړه: «موږ دا وایو دغه وخت چې دغه خلک [افغانان] په زوره لیږلی کېږي، نو کېدای شي هغوی بیا راشي او بیا به همدا ستونزې وي. د واپسۍ پروسه باید رضاکارانه وي».

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو پر عالي کمېشنرۍ هم نیوکې لري، چې درېیمو هېوادونو ته یې د دوسیو بهیر ډېر ټکنی دی او دوی له کلونو راهیسې په تمه دي، خو لا تر اوسه درېیمو امنو هېوادونو ته نه‌دي استول شوي.

په اسلام‌اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي په دې تړاو وايي، په ۲۰۲۲، ۲۳ او ۲۴ کلونو کې د کډوالو منونکو له لوري دغې کمېشنرۍ ته ډېره سهمیه ورکول کېده خو اوس یاد هېوادونه هم ډېر کم کډوال منلو ته زړه ښه کوي. نوموړی زیاتوي: «په ۲۰۲۲، ۲۳، او ۲۴ کلونو کې د کډوالو منونکو هېوادونو سهمیه زرګونه وو، خو اوس ډېر کم دی او دغه شمېر سلګونو ته راټيټ شوی دی. موږ هم جدي کېسونو ته لومړیتوب ورکوو».

له دې ټولو سره سره، ښايي سر له سبا (جمعه د چنګاښ ۱۹مه د جولای ۱۰مه) په ټول پاکستان کې د بې‌اسنادو افغانانو د نیونې بهیر پیل شي او د صادر شوي امر پر بنسټ به هر بې‌‌اسناده افغان سملاسي نیول کېږي او په چټکۍ سره به افغانستان ته لیږدول کېږي.

100%

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د رییس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د یاد سازمان د پراختیایي پروګرام (UNDP) مسوولینو سره په کتنه کې وویل، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۸ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

تحلیل: قــزاقستان لــه افغانستان ســره د «سترې لوبې» پر ځای د «سترې ګټې» تګلاره تعقیبوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱
100%

د «نشنل انټرسټ» په تازه تحلیلي راپور کې راغلي، قزاقستان د افغانستان د منزوي کولو پر ځای اقتصادي همکارۍ او سیمه‌ییزې نښلونې ته لومړیتوب ورکوي او د جمهوري نظام له سقوط نږدې پنځه کاله وروسته، د انزوا سیاست نه یوازې اغېزناک نه و، بلکې بشري او امنیتي ستونزې یې لا ژورې کړې.

امریکایي خپرونې «نشنل انټرسټ» په یوه مقاله کې چې د یرکین توکوموف او الدنیز ګوسینوف له خوا لیکل شوې، راغلي چې افغانستان به د یوریشیا د راتلونکې په جوړولو کې مهم رول ولري، خو اصلي پوښتنه دا ده چې دغه راتلونکی به د جیوپولیټیکو سیالیو له لارې ټاکل کېږي او که د اقتصادي همکاریو له لارې.

لیکوالان لیکي چې د نړیوال نظم د بدلون او د نړیوالو بنسټونو د کمزوري کېدو په شرایطو کې، قزاقستان د یوې منځنۍ کچې ځواک په توګه باور لري چې سیمه ییز ثبات باید د سیمې د هېوادونو له لارې رامنځته شي، نه د بهرنیو قدرتونو په وسیله.

د مقالې له مخې، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د افغانستان په اړه د «سترې لوبې» پر ځای د «سترې ګټې» د تګلارې غوښتنه کړې ده.

مقاله زیاتوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته د دغه هېواد د منزوي کولو سیاست هغه پایله نه ده ورکړې چې ملاتړو یې تمه لرله.

په لیکنه کې راغلي: «دې سیاست د افغانستان بشري بحران لا ژور کړی، چې اغېزې یې د نشه‌يي توکو په قاچاق او کډوالۍ کې تر افغانستان بهر، ایران، منځنۍ اسیا او اروپا پورې رسېدلې دي.»

لیکوالان ټینګار کوي چې د تېرو لسیزو تجربه ښيي، «په افغانستان کې هر ډول تشه، که اقتصادي وي، بشري وي یا بنسټیزه، د ویجاړوونکو ځواکونو له خوا ډکېږي.»

د قزاقستان د عملي تعامل تګلاره

د مقالې له مخې، قزاقستان له افغانستان سره د رسمي پېژندنې پرته د عملي تعامل تګلاره غوره کړې ده.

په لیکنه کې ویل شوي چې استانې د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې طالبان له خپلې ممنوعه ډلو له نوملړ څخه لرې کړل او په پلازمېنه کې یې د افغانستان سفارت فعال وساته. همداراز د ۲۰۲۵ کال په جون کې ولسمشر توکایف د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه، څو د دغه هېواد په اړه د قزاقستان تګلاره لا منسجمه کړي.

د مقالې له مخې، د قزاقستان هدف دا دی چې افغانستان له یوه مرستندویه هېواد څخه پر تولیدي او ترانزیټي مرکز بدل شي.

لیکوالان د ۲۰۲۶ کال د جون په میاشت کې کابل ته د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي سفر د دې تګلارې د عملي کېدو نښه بولي. دغه پلاوی د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سرییک ژومانګارین په مشرۍ کابل ته تللی و.

د لیکنې له مخې، ژومانګارین د طالبانو له لومړي وزیر محمد حسن اخوند، د هغه له مرستیال عبدالغني برادر، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د هرات او کندوز له والیانو سره لیدلي دي.

مقاله وايي، افغان چارواکو د قزاقستان له ملاتړ څخه مننه کړې او د دواړو هېوادونو اړیکې یې مهمې بللې دي.

سوداګري او اقتصادي همکاري

د «نشنل انټرسټ» په لیکنه کې راغلي چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې ۵۴۱،۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې او دواړو هېوادونو د ۲۰۲۴ کال د هوکړې له مخې هدف ټاکلی چې دا کچه تر درې میلیاردو ډالرو ورسوي.

خو لیکوالان وايي، د سوداګرۍ انډول لا هم یوه مهمه ستونزه ده، ځکه د قزاقستان صادرات افغانستان ته له ۵۰۰ میلیونو ډالرو ډېر وو، خو د افغانستان صادرات قزاقستان ته شاوخوا ۲۳ میلیونه ډالر پاتې شوي دي.

قزاقستان د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د خپل بازار د پرانیستلو هڅه هم کړې او په کابل کې یې د سوداګرۍ مرکز جوړ کړی دی.

مقاله زیاتوي چې د اقتصادي همکاریو تمرکز یوازې پر کرنیزو محصولاتو نه دی، بلکې صنعتي برخې ته هم غځېدلی دی.

د لیکنې له مخې، د قزاقستان شرکت «شالکیا زینک» او یوه افغان-جرمني شریک شرکت د بامیانو د کانونو له سیمې څخه د کال ۳۰ زره ټنه جست ډبرې د انتقال تړون لاسلیک کړی چې ارزښت یې ۱۸،۸۸ میلیونه ډالره دی.

همداراز د قزاقستان د «یوریشین ریسورسز ګروپ» شرکت د افغانستان د کرومایټ کانونو په برخه کې د پانګونې یا ګډ کار امکان ارزوي.

د ترانسپورټي دهلېزونو پراختیا

مقاله لیکي چې د قزاقستان لپاره د افغانستان له لارې د ترانسپورټي دهلېزونو جوړول ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه دغه هېواد سمندر ته مستقیمه لار نه لري او غواړي د هند سمندر بندرونو ته د رسېدو لارې پراخې کړي.

لیکوالان وايي، قزاقستان لا له وړاندې په افغانستان کې د رېل پټلۍ جوړولو تجربه لري او د «خواف-هرات» رېل پټلۍ د افغان برخې د جوړولو قرارداد یې د «انټیګرا بیا رغونې» شرکت له لارې ترلاسه کړی دی.

د مقالې له مخې، د سیمې هېوادونه باید د نفوذ پر سیالیو تمرکز ونه کړي، بلکې د رېل پټلیو، سوداګریزو معیارونو، ګمرکي اصولو او تعرفو په همغږۍ کار وکړي.

د لوېدیځ او قزاقستان ګډې ګټې

لیکوالان استدلال کوي چې په افغانستان کې ثبات یوازې په اعلامیو نه، بلکې د سوداګرۍ، طبیعي سرچینو، اوبو مدیریت او ترانسپورټ له لارې رامنځته کېدای شي.

په مقاله کې راغلي چې اروپايي ټولنه د افغانستان تر پولې پورې د نښلونې په برخه کې له لویو پانګه‌والو څخه ده او قزاقستان او اروپايي ټولنه کولای شي د افغانستان د روغتیا او زده‌کړو په برخو کې ګډ کار وکړي.

د لیکنې له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ایران او پاکستان څخه له شپږ میلیونو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې د کډوالۍ موضوع لا هم د سیمې لپاره یوه مهمه اندېښنه ده.

مقاله په پای کې لیکي چې د قزاقستان د افغانستان تګلاره پر دې اصل ولاړه ده چې له واقعیتونو سره تعامل وشي، نه له تصوراتو سره.

لیکوالان زیاتوي: «آستانه هڅه کوي چې ستره لوبه بېرته راژوندۍ نه کړي، بلکې د یوریشیا په زړه کې ستره ګټه په واقعیت بدله کړي.»

محمد اشرف غني: له ایران سره د هلمند د اوبو تړون د بدلون وړ نه دی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۱
100%

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، له ایران سره د هلمند د اوبو شوی تړون د بدلون وړ نه دی او افغانستان حق لري چې له خپلو اوبو د ملي ګټو لپاره استفاده وکړي.نوموړي ټینګار کړی چې د اوبو پر سر د شخړو د هواري یوازینۍ لار د نړیوالو قوانینو پر بنسټ همکاري او سیمه‌ییز تفاهم دی.

اشرف غني په خپل تازه پوډکاسټ کې، چې د هلمند سیند، د سیستان تاریخي وېش او د انګریزانو د منځګړیتوب پایلو ته ځانګړی شوی، وویل د سیستان د ژوند، کرنې او تمدن بنسټ د هلمند سیند دی او د دې سیند ارزښت په سیمه کې له دجلې او فرات پرته له بل هېڅ سیند سره د پرتلې وړ نه دی.

هغه وویل، د نولسمې پېړۍ د انګریز منځګړي ګولډسمېډ د سیستان د وېش ترڅنګ د هلمند د اوبو په اړه یوازې یوه ماده شامله کړې وه چې پر بنسټ یې باید له اوبو «عادلانه استفاده» وشي، خو د هغه په وینا، هغه مهال بریتانوي چارواکي د اوبو د مدیریت او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په اړه کافي تخنیکي پوهه نه لرله.

غني زیاته کړه، «که انګریزان هغه وخت د اوبو د مدیریت او لویو بندونو د جوړولو نننۍ تجربې لرلې، ښايي د هلمند د اوبو په اړه یې پرېکړه بل ډول وای.»

پخواني ولسمشر د هلمند د اوبو د تړون په اړه وویل: «دا یوازینۍ معاهده ده چې زموږ د اوبو حقوق یې په اساسي ډول ټاکلي دي او هر افغان باید پوه شي چې دا معاهده د بدلون وړ نه ده.»

هغه وویل، افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال د میلیاردونو ډالرو په ارزښت اوبه ایران ته وړیا پرېښې دي، خو په وینا یې: «موږ میلیاردونه ډالره مفتې اوبه ورکړې دي، ایا ایران کله موږ ته مفت تېل راکړي؟ وروري کوو، خو په حساب؛ ګاونډیتوب کوو، خو په حساب.»

غني ټینګار وکړ چې د ایران د حقابې تر ورکړې وروسته، افغانستان د نړیوالو قوانینو له مخې حق لري د خپلو اوبو د مهار، بندونو او پراختیایي پروژو چارې پر مخ یوسي. د هغه په وینا، د کمال خان، بخش‌اباد او نورو بندونو د جوړولو موخه هم د هېواد کرنیز او اقتصادي پرمختګ و.

هغه د ایران د اعتراضونو په اړه وویل چې د هلمند د اوبو اندازه په نړیوال تړون کې په څرګند ډول ټاکل شوې او د وچکالۍ پړه پر افغانستان نه شي اچول کېدای. د هغه په خبره، د اقلیمي بدلونونو له امله د وچکالۍ دوره لنډه شوې او دا طبیعي وضعیت د دواړو هېوادونو لپاره ګډه ننګونه ده.

غني د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم ټینګار وکړ او ویې ویل: «ایران که اوبه غواړي، که کرنیز محصولات؟ افغانستان کولای شي هغه محصولات چې ایران یې له لرې هېوادونو واردوي، د ګډې پانګونې له لارې په افغانستان کې تولید کړي.»

پخواني ولسمشر د تاریخي اسنادو د مطالعې پر اهمیت هم خبرې وکړې او ویې ویل، د دې بحث موخه دا ده چې افغانان د خپلې خاورې او اوبو له حقوقو خبر شي او د تېر تاریخ په رڼا کې راتلونکې پالیسۍ تنظیم کړي. هغه زیاته کړه، «له سیمه‌ییزې همکارۍ پرته افغانستان پرمختګ نه شي کولای، خو دا همکاري باید د ملي ګټو او متقابل احترام پر بنسټ وي.»

غني د خپلو خبرو په پای کې پر نوي نسل غږ وکړ چې د اوبو، نړیوالو حقوقو، ډیپلوماسۍ او تاریخ په برخو کې تخصص ترلاسه کړي او ویې ویل: «موږ پوهې ته اړتیا لرو. زموږ ځوانان باید داسې وروزل شي چې د هېواد له ملي ګټو په لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله کچه دفاع وکړای شي.»

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۲۷ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

له یوې خوا اقتصادي بحران، داخلي نارضایتي او نړۍوال فشارونه؛ له بلې خوا یو پیاوړی امنیتي جوړښت، پوځي ځواک، نیابتي ډلې او سیمه‌ییز نفوذ. ایا د ایران اسلامي جمهوریت د کمزورۍ وروستۍ مرحلې ته رسېدلی، که لا هم د اوږدې مقابلې توان لري؟ دا هغه پوښتنې دي چې تازه یو ځل بیا راپورته شوي.

هغه اوربند چې د نړۍ ګڼو هېوادونو د امریکا او ایران ترمنځ د یوې نوې ډیپلوماټیکې لارې د پیل په توګه باله، ډېر ژر په ماتېدو بدل شو. د څو میاشتو سختو نښتو وروسته، واشنګټن او تهران د ۲۰۲۶ کال په جون کې د ۶۰ ورځني اوربند هوکړې ته ورسېدل. د دې تړون هدف د جګړې درول، د هرمز تنګي د تګ راتګ خوندي کول او د اټومي پروګرام او بندیزونو په اړه د خبرو بیا پیل و.

خو دا هیله اوږده نه شوه. اوربند مات شو، پوځي عملیات بېرته پیل شول، ګواښونه زیات شول او د منځني ختیځ د یوې پراخې جګړې اندېښنې بیا راپورته شوې.

ولې اوربند مات شو؟

د امریکا او ایران ترمنځ د اختلاف اصلي محور لا هم د تهران اټومي پروګرام دی. واشنګټن غواړي ایران د یورانیمو غني کول محدود کړي او د اټومي فعالیتونو په اړه د نړۍوالو څارونکو لاسرسی زیات کړي. خو تهران ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې د خپل ملي حق برخه ده.

د مذاکراتو پر مهال داسې نښې وې چې ایران به د یورانیمو د غني کولو د کچې محدودولو او د خپلو زېرمو د مدیریت په اړه بحث ته چمتو شي. په بدل کې امریکا هم د بندیزونو د کمولو او ځینو امتیازاتو ورکولو ژمنې مطرح کړې وې.

خو په ایران کې دننه د دې موضوع په اړه یووالی نه شته. د سپاه پاسداران او ځینو سخت دریځو نظامي کړیو دریځ دا دی چې د اټومي پروګرام په اړه هر ډول محدودیت د ایران د ستراتیژیک ځواک کمول دي. له بلې خوا، د حکومت ځینې سیاسي څېرې هڅه کوي د فشارونو د کمولو لپاره له نړۍ سره د خبرو لاره خلاصه وساتي.

د اټومي پروګرام ترڅنګ، د ایران بالستیک توغندیز پروګرام هم د اختلاف بل مهم ټکی دی.

امریکا غواړي د ایران توغندیز توان هم د خبرو برخه وګرځوي، خو تهران په ښکاره ډول وايي چې د دفاعي توغندیو موضوع هېڅکله د مذاکراتو برخه نه شي کېدای.

همدا ژور اختلاف او بې‌باوري د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر ډول هوکړې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي.

امریکا وايي تهران خپلې ژمنې نه عملي کوي؛ ایران بیا باور لري چې واشنګټن له هوکړو وځي او فشارونه زیاتوي. دا متقابله بې‌باوري هغه لامل دی چې هر تړون له ماتېدو سره مخ کولی شي.

ایا ایران د سقوط پر لور روان دی؟

په سیمه او نړۍ کې یوه اساسي پوښتنه دا ده: ایا اوسني فشارونه د ایران د نظام د سقوط نښې دي؟

ایران له څو کلونو راهیسې له سختو اقتصادي ستونزو، نړۍوالو بندیزونو، د اسعارو د کمښت، انفلاسیون او د خلکو له نارضایتۍ سره مخ دی. پر دې سربېره، له امریکا سره روانه پوځي شخړه کولی شي د تهران اقتصادي او امنیتي فشارونه نور هم زیات کړي.

خو له بلې خوا، ایران لا هم یو پیاوړی امنیتي او پوځي جوړښت لري. سپاه پاسداران د هېواد په دننه کې پراخ نفوذ لري، سیمه‌ییز متحدین لري او حکومت لا هم د مخالفینو د کنټرول توان لري.

له همدې امله، د ایران د نظام فوري سقوط ډېر احتمال نه لري؛ خو اوږدمهاله فشارونه، اقتصادي کمزوري او دوامداره جګړه کولی شي د نظام پر ثبات جدي اغېز وکړي.

100%

د نړۍوال ملاتړ بدلېدونکی وضعیت

د دې شخړې یو نوی اړخ دا دی چې د امریکا د پوځي اقداماتو په اړه د ځینو متحدینو دریځ د پخوا په پرتله بدل ښکاري.

د ناټو د سرمنشي او د جرمني د لومړي وزیر په ګډون ځینو لویدیځو مشرانو د امریکا د دریځ ملاتړ کړی، چې دا وضعیت د تهران لپاره نړۍوال فشار زیاتولی شي.

ایران چې تل یې هڅه کړې ځان د امریکا د فشارونو پر وړاندې د مقاومت د محور په توګه معرفي کړي، اوس له داسې وضعیت سره مخ دی چې د نړۍوال ملاتړ د کمېدو اندېښنه یې زیاته کړې ده.

که د امریکا او ایران ترمنځ جګړه اوږده شي، اغېزې به یوازې پر دواړو هېوادونو محدودې نه وي.

د هرمز تنګي ناامني کولی شي د نړۍ د تېلو بازارونه اغېزمن کړي، د انرژۍ بیې لوړې کړي او نړۍوال اقتصاد له نوي فشار سره مخ کړي.

همداراز، د جګړې پراخېدل کولی شي د منځني ختیځ نور هېوادونه هم ورګډ کړي او د یوې لویې سیمه‌ییزې یا نړۍوالې شخړې خطر زیات کړي.

د ایران راتلونکی؛ بقا که کمزوري؟

تاریخ ښيي چې ځینې نظامونه د بهرني فشار او جګړو له لارې لا پیاوړي شوي، خو ځینې نور بیا د همدې جګړو له امله کمزوري او نسکور شوي دي.

ایران اوس د همدې دوو لارو ترمنځ ولاړ دی. که حکومت وکولای شي اقتصادي فشارونه مدیریت کړي او جګړه محدوده وساتي، ښايي خپل ثبات وساتي. خو که جګړه پراخه شي، داخلي ستونزې زیاتې شي او نړۍوال فشارونه دوام وکړي، د نظام د کمزورۍ خطر به لوړ شي.

اوس اصلي پوښتنه دا نه ده چې ایران به سبا سقوط وکړي که نه؛ بلکې دا ده چې تهران به تر کومه ځایه د جګړې، بندیزونو او داخلي فشارونو بار وزغملی شي.

ځکه دا یوازې د ایران او امریکا ترمنځ شخړه نه ده؛ دا هغه اور دی چې که پراخ شي، ټوله سیمه او د نړۍ اقتصاد به ورسره اغېزمن شي. راتلونکې څو اوونۍ ښايي د دې بحران د راتلونکي مسیر په ټاکلو کې مهم رول ولري.