د غزني اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی جوړ کړ

د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره. دغه ښوونځی اته ټولګي او څلور اداري خونې لري، چې د څه باندې اووه مېلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی.

د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره. دغه ښوونځی اته ټولګي او څلور اداري خونې لري، چې د څه باندې اووه مېلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) راپور ورکړ، چې دغه ښوونځی د جغتو ولسوالۍ په شکي کلي کې جوړ شوی دی. یاد ښوونځی د ځایي اوسېدونکو، د طالبانو د پوهنې سیمهییزو چارواکو او زدهکوونکو په حضور کې پرانیستل شو.
د یوې خیریه موسسې مشر رحمتالله احمدي وایي، چې دغه لېسه د ځایي اوسېدونکو او بهر مېشتو افغانانو په شخصي لګښت جوړه شوې ده. د دغه ښوونځي د جوړولو لګښت اووه نیم مېلیونه افغانۍ ښودل شوی او ویل کېږي، چې تر ۴۰۰ زیات زدهکوونکي به ترې ګټه پورته کړي.
د دغه ښوونځي زدهکوونکو چې پخوا یې تر شین اسمان لاندې زدهکړې کولې، د یاد ښوونځي په جوړولو خوښي څرګنده کړې. تر دې وړاندې د بدخشانولایت د راغستان، د کاپیسا د نجراب، د دایکنډي د اشترلي او د افغانستان د یوشمېر نورو سیمو اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت څو ښوونځي او کلینیکونه جوړ کړي وو.
دغه افغانانو په شخصي لګښت د ښوونځیو په جوړولو سره د خپلو ماشومانو له زدهکړې سره لېوالتیا څرګنده کړې ده. خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یادې ډلې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې وتړلې او د دیني مدرسو په جوړولو او پراخولو یې تمرکز وکړ.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لمارکي په بامیان کې د طالبانو له والي ګلحیدر شفق سره په لیدنه کې د دغه ولایت پر اقتصادي وضعیت، روغتیا، پوهنې او د بشري مرستو پر دوام خبرې کړې دي.
په بامیان کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، په دې لیدنه کې ګلحیدر شفق د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ د څښاک او کرنیزو اوبو سخت کمښت د سیمې د خلکو تر ټولو لویه ننګونه وبلله او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل، چې د دې ستونزې د حل لپاره له نړیوالو بنسټونو سره په همکارۍ عملي ګامونه پورته کړي.
هغه ټینګار وکړ، چې د بنسټیزو او پرمختیایي پروژو پلي کول د بامیان د سیمهییز حکومت او خلکو له بنسټیزو غوښتنو څخه دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال برونو لمارکي په بامیان کې د سیمهییز حکومت، خلکو او مرستندویه ادارو ترمنځ پر همغږۍ خوښي وښوده او د پنجاب او ورس ولسوالیو ته د خپل سفر او هلته له ځایي چارواکو او اوسېدونکو سره د لیدنو معلومات وړاندې کړل.
خبرپاڼه کې راغلي، برونو لمارکي د بامیان طالب والي ته ډاډ ورکړ، چې د ملګرو ملتونو اړوند دفترونه او بنسټونه به په دغه ولایت کې د بشري مرستو، پوهنې، روغتیا او د ټولنو د پراختیا په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
هغه ژمنه وکړه، چې د اوبو د کمښت او نورې مطرح شوې ستونزې به له نړیوالو مرستندویه ادارو سره شریکې کړي، څو د بامیان د خلکو اساسي اړتیاوو ته پاملرنه وشي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون اعلان کړی، چې یوازې پرون (سېشنبه د چنګاښ ۲۳مه)، له پاکستان او ایران څخه ۶۹۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷۲۶ کېږي په جبري توګه هېواد ته ستنې کړای شوې دي.
د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، د تورخم له لارې ۶۰۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۳۱ کېږي، د کندهار د سپینبولدک له لارې ۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۳ کېږي او د هرات د اسلامکلا له لارې ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۲ کېږي په جبر سره هېواد ته را اړول شوي دي.
د خبرپاڼې لهمخې، له دې سربېره له ۷۵۶ کورنیو سره مرستې شوي او همداراز له کابل څخه ۱۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۱۰ کېږي خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.
هممهاله په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات د چنګاښ له ۱۹مې څخه پراخ شوي او په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو نیول کېدو پسې کور په کور عملیات پیل شوي دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې نور نه غواړي په خپل هېواد کې افغان کډوال پرېږدي او که څوک په خپله خوښه لاړ نهشي، نو دوی به یې په زور وشړي.
په پاکستان او ایران کې هم مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو لهمخې له کډوالو سره چلند وکړي.
پاکستاني چارواکو اعلان کړی، د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د افغان کډوالو ۳ کمپونه په بشپړ ډول تخلیه شوي او ۵۲۵ افغان کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې کړل شوې دي. چارواکو ویلي، د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر یوازې دغو کمپونو پورې محدود نه، بلکې ټول ناقانونه افغانان پهکې شامل دي.
د بنو ولسوالۍ مرستیال د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) «ډان» ورځپاڼې ته ویلي، چې اوس د دوی تمرکز د هغو افغانانو پر پېژندلو او بېرته ستنولو دی، چې د بنو په ښار او شاوخوا کلیو کې په کرایي کورونو یا شخصي مېنو کې ژوند کوي.
هغه زیاته کړه، چې د دغو کسانو معلومات د پولیسو حوزو (تاڼو) ته ورکړل شوي او د هغوی د بېرته ستنولو لپاره اقدامات روان دي.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر په وروستیو اونیو کې ګړندی شوی دی. د پاکستان حکومت د تېرې جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه- د جولای ۱۰مه) د هغو افغان وګړو د نیولو او اېستلو امر کړی چې په دغه هېواد کې له معتبرو ویزو پرته ژوند کوي.
تر دې مخکې د پاکستان د حکومت او پنجاب ایالت چارواکو اعلان کړی وو، چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغان کډوالو د اېستلو د کمپاین له پیل راهیسې، شاوخوا ۲ میلیونه او ۵۹۰ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. دغه هېواد ټینګار کړی، چې د کډوالو د اېستلو بهیر به همداسې دوام ومومي.
پاکستاني چارواکو «ډان» ورځپاڼې ته ویلي، چې د هغو افغانانو شمېر چې هره ورځ د تورخم له لارې افغانستان ته ستنول کېږي، له ۱۰ زرو کسانو اوښتی دی. دا بهیر وروسته تر هغه ګړندی شو چې پاکستان له ټولو افغان وګړو وغوښتل چې د جولای له ۱۰مې وړاندې د دغه هېواد خاوره پرېږدي.
له دې سره سم، په خيبر ولسوالۍ کې يو ټولنيز فعال اسلام اپريدي د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر کې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله د خلکو ستونزو ته په اشارې سره غوښتنه کړې، چې په خیبر ولسوالۍ کې دې د ثبت نور مرکزونه هم جوړ شي، څو د ستنېدونکو کډوالو ستونزې راکمې شي.
په ورته وخت کې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له پاکستان څخه د افغان وګړو د «جبري اېستلو» د بهیر په اړه اندېښنه ښودلې او د پناه غوښتونکو پر وړاندې یې د نړیوالو اصولو د مراعاتولو غوښتنه کړې ده.
ځايي سرچينو د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې طالبانو له مخکنۍ خبرتیا پرته په هرات کې د شيعه جوماتونو امنيتي ساتونکي بېوسلې کړي دي. د سرچينو په وينا، دې اقدام د دغه ولايت د شيعه جوماتونو او لمونځ کوونکو د امنيت په اړه اندېښنې راپارولي دي.
يوې باخبره سرچينې افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې دې پرېکړې د هرات شيعه اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي دي. د هغې په وينا، طالبانو تر اوسه نه د سيمهييزو مسوولانو او نه هم د جوماتونو د متوليانو لپاره د دغو ساتونکو د بېوسلې کولو لامل روښانه کړی دی.
دغه امنيتي ساتونکي د تېر جمهوري نظام له وخته د شيعه جوماتونو د امنيت د ټينګښت مسووليت پر غاړه درلود. د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته هم دوی د طالبانو د امنيتي جوړښتونو په چوکاټ کې خپلو دندو ته دوام ورکړی وو.
ځايي سرچينې وايي، دغو ساتونکو په تېرو کلونو کې د لمونځ کوونکو د ساتنې او پر شيعه جوماتونو د داعش د بريدونو د مخنيوي په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
د هرات يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، افغانستان انټرنشنل ته وويل، خلک اندېښنه لري، چې د دغو ساتونکو له بېوسلې کېدو وروسته به پر جوماتونو د بريدونو خطر زيات شي. د هغه په وينا، ځينو شيعه اوسېدونکو د احتمالي بريدونو له وېرې په جماعت لمانځه کې خپل ګډون کم کړی دی.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې اقدام يا د هرات د شيعه جوماتونو د امنيت لپاره د بديلو تابیاوو په اړه څه نهدي ويلي.
دا اقدام داسې مهال ترسره کېږي، چې د هرات شيعه وګړي په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله د خونړيو بريدونو هدف ګرځېدلي دي. د ۱۴۰۰ کال راهيسې، چې طالبان بيا واک ته رسېدلي، لږ تر لږه اووه بريدونه د هرات ښار د جبرئيل ښارګوټي او د انجيل او گذرې ولسواليو د شيعه اوسېدونکو پر ضد ثبت شوي دي.
په دغو بريدونو کې پر جوماتونو چاودنې، پر لمونځ کوونکو ډزې او د شيعه ديني عالمانو ترورونه شامل وو، چې له امله يې لسګونه کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
په وروستۍ پېښه کې، د ۱۴۰۳ کال د غويي په ۱۱مه، د هرات د گذرې ولسوالۍ پر امام زمان جومات د وسلهوالو په بريد کې د جومات د امام په ګډون لږ تر لږه شپږ لمونځ کوونکي ووژل شول.
داعش د دغه بريد مسووليت پر غاړه واخيست او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) له طالبانو وغوښتل، چې د شيعه وګړو د ساتنې لپاره خپلې امنيتي تابیاوې پياوړي کړي او د بريد عاملان ژر تر ژره وپېژني او عدالت ته يې وسپاري.
د محمد یونسي په نوم یو ۲۹ کلن افغان پناه غوښتونکی له نږدې دوو کلونو راهیسې د امریکا د تګزاس ایالت په یوه توقیف ځای کې بندي دی او د هغه کورنۍ او مدافع وکیلان د کاناډا د کډوالۍ له وزیرې لینا مټلج ډیاب څخه غوښتنه کړې، چې د بشري خواخوږۍ له مخې ورته کاناډا ته د ننوتلو جواز ورکړي.
د ټورنټو سټار شبکې د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په خپل یوه راپور کې ویلی، یونسي غوښتل، چې په کاناډا کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي، خو اوتاوا د دغه جواز له ورکولو ډډه کړې او له همدې امله امریکایي چارواکي هغه نه خوشې کوي.
د یونسي مور شفیقه جلالي چې په ټورنټو کې اوسېږي وایي، زوی یې یوازې د دوو یا درېیو دقیقو لپاره د ټېلیفون اجازه لري او دوی اندېښمن دي، چې هسې نه هغه بېرته افغانستان ته وشړل شي.
د یونسي مدافع وکیلې ایرین سیمپسون ویلي، چې دا ځوان په کاناډا کې د کورنۍ د غړو د لرلو له امله د پناه غوښتنې وړتیا لري، خو د کاناډا د حکومت د پرېکړې پر وړاندې د هغوی غوښتنه اوس په فدرال محکمه کې تر څېړنې لاندې ده.
یونسي دا مهال د هوسټن په شمال کې د «آیاېاېچ پولک» په توقیف ځای کې ساتل کېږي.
محمد یونسي په افغانستان کې اقتصاد لوستی وو او د کډوالۍ نړیوال سازمان او د رازي په نوم د بېوزلو ښځو د ملاتړ په یوې ټولنه کې یې کار کاوه. نوموړی په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو له خوا وتښتول شو، بندي شو او تر شکنجې او جبري کار لاندې راغی، خو وروسته په تېښته بریالی شو او د ایران، دوبۍ او برازیل له لارې یې د لاتینې امریکا له څو هېوادونو په پلي توګه تېرېدو وروسته ځان امریکا ته ورساوه.
د طالبانو د ګواښونو له امله د هغه کورنۍ هم له هېواده تېښتې ته مجبوره شوه او تېر کال کاناډا ته ورسېده.
د یونسي د ملاتړو ډلې د هغه د قانوني لګښتونو لپاره ۳۰ زره ډالر راټول کړي او د «رومیرو هاوس» په نوم د کډوالو یوې ټولنې د کاناډا د کډوالۍ له وزارت څخه د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
بلخوا، د ډونالډ ټرامپ د ادارې لهخوا درېیم هېواد ته د پناه غوښتونکو د شړلو د پروګرام په پیلېدو سره، د یونسي د روغتیايي او رواني وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د کاناډا د کډوالۍ ادارې په دې اړه له تبصرې ډډه کړې، خو ویلي یې دي، چې لنډمهالي جوازونه یوازې په استثنايي شرایطو کې ورکول کېږي.